د بيا زېږېدنې وړتيا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د بيا زېږېدنې وړتيا چې د (replicability) او تکرار وړتيا په نومونو هم پېژندل کېږي، يو مهم اصل دی چې علمي مېتود تنبیه کوي. د يوې څېړنې د موندونو لپاره د بيا زېږېدنې وړ اوسېدل، دا معنا لري چې د يوې تجربې يا يوې ازمېښتي څېړنې په واسطه ترلاسه شوو پایلو په واسطه يا د خامو موادو يوې مجموعې (data set) احصائيوي تحليل بايد اعتبار په يوې لوړې درجې سره يو ځل بيا هغه وخت تر لاسه شي، چې څېړنه بيا تکرار شی. د تکرار بېلابېل ډولونه شته، مګر په قسمي ډول د تکرار څېړنې بېلابېل څېړونکي رانغاړي، چې ټول ورته کړنلاره کاروي. يوازې له يو يا څو دې ډول برياليو تکرارونو نه بايد يوه پايله د علمي پوهې په توګه وپېژندل شي. [۱]

په يوڅه باريکې پراختيا سره، د بيا زېږېدنې وړتيا په محاسباتي علومو کې معرفي شوې ده: هره پایله بايد د ټولو اومو توکو يا ډيټا او رمز په جوړولو سره په داسې يوه طريقه مستنده وي، چې محاسبات کولی شي، يو ځل بيا له يو شان پايلو سره عملي شوې اوسي.

په وروستيو پېړيو کې يوه پورته کېدونکې علاقه يا اړيکه شته، چې د زياتوخپرو شوې علمي پايلو د بيا زېږېدنې وړتيا ازموينه بې پايلې کوي او يو د بيا زېږېدنې وړتيا يا (replicability) بحران معرفی کوي.

تاريخچه[سمول]

لومړنی شخص چې په ساينس کې يې د بيا زېږېدنې وړتيا په اهميت ټينګار وکړ، په ۱۷ پېړۍ کې په انګليستان کې ايرلنډي کيمياپوه روبرټ بويل (Robert Boyle) و. د بويل د هوا پمپ د خلا د توليدولو او څېړلو په پار جوړ شو، چې په هغه وخت کې يو ډېر جدي مفهوم و. په حقيقت کې نامتو فيلسوفانو، لکه: د کارت (René Descartes) او توماس هوببيس (Thomas Hobbes) د خلا د موجوديت زيات احتمال رد کړ. د ساين تاريخ پوهان سټيون شېپن (Steven Shapin) او سيمو چاففر (Simon Schaffer) په خپل د ۱۹۸۵ کال  ز کتاب «نهنګ او د هوا پمپ» (Leviathan and the Air-Pump) کې د بويل (Boyle) او هوبس (Hobbes) تر منځ مناظره په ظاهري ډول، د خلا د طبيعت نه تشرېح کړه، لکه څرنګه چې په بنسټيز ډول يو بحث په دې اړه دی، چې علم بايد په څرنګه ګټور ډول تر لاسه شي. د ازمايښتي مېتود سرلاري بويل په نظر کې ونيول چې د پوهې بنسټ بايد په ازمايښتي ډول د توليد شوو حقيقتونو په واسطه رامنځته شي، چې کولی شي د دوی د بيا زېږېدنې وړتيا په واسطه يوې علمي ټولنې ته د باور وړ جوړه شي. په مکرر ډول د ورته تجربې تکرارولو په واسطه بويل بحث وکړ چې د حقيقت اطمنان يا حقانيت به راڅرګند شي.

د هوا پمپ چې په ۱۷ پېړۍ کې پېچلی او جوړول يې قيمتي و، د يوې ځانګړې علمي ښکارندې د بيا زېږېدنې وړتيا نه يو له لومړنيو مستندو شخړو يا مناقشې يې هم رهبري کړې. په ۱۶۶۰ لسيزو کې هالنډي پوه کرسټيين هيوجينس (Christiaan Huygens) په امستردام کې خپل د هوا پمپ جوړ کړ، چې دا د بويل (‌Boyle) او د هغه د وخت د همکار رابرټ هوک (Robert Hooke) له مستقيمې ادارې نه د باندې لومړنی پمپ و. هيوجينس د يوې اغېزې راپور ورکړ چې نوموړي غير عادي تعطيل (anomalous suspension) ونوماوه. په دې کې اوبه ښکاره شوې چې د نوموړي د هوا پمپ په دننه کې په يوه ښيښه يي لوښي کې پورته کېږي (په حقيقت کې د يوې هوايي پوکاڼۍ برسېره ځوړند شوی و)، مګر بويل او هوک ونه شو کولی، دا ښکارنده په خپلو پمپونو کې تکرار کړي. لکه څرنګه چې چېففر او شېپن تشرېح کړل، «دا روښانه شوه، چې سره له دې چې ذکر شوې ښکارنده په انګلستان کې د دووشته پمپونو سره توليدېدلی شوه، نو په انګليستان کې به هيڅوک هغه ادعاوې قبولې نه کړي، چې هيوجينس کړې دي يا د هغه سیال د پمپ په کار کې کړې دي». هيوجينس (Huygens) بالاخره، په ۱۶۶۳ ز کې انګستان ته دعوت شو او د نوموړي تر شخصي لارښوونې لاندې هوک (Hooke) وړ و چې د اوبو غير عادي تعطيل بيا تکرار کړي. د دې په تعقيب هيوجينس د شاهي ټولنې يو بهرنی غړی ټاکل شوی و. که څه هم شېپن او چيففر (Shapin and Schaffer) هم وليکل چې: د بيا تکرار لوړوالی يا فضيلت د قضا په مشروطو اعمالو پورې تړلی دی. هېڅوک نه شي ويلی چې بيا تکرار کله ترلاسه شو يا کله تر لاسه نه شو. [۲]

د ساينس فيلسوف کارل پوپپر (Karl Popper) د خپل ۱۹۳۴ ز کال نامتو کتاب (د علمي کشف منطق) کې په مختصر ډول يادښت کړل، چې د بيا نه زېږېدلو وړ يو وقوعات علم ته د مهمو هيڅ يو نه نه دي. احصائيه پوه رونالډ فيشر (Ronald Fisher) په ۱۹۳۵ خپل کتاب (د ازمايښتونو نقشه) کې وليکل، چې همدې د فرضيې د ازمايلو او احصائيوي ګټورتوب د معاصر علمي مېتود لپاره بنسټ جوړ کړ. د نوموړي د ليکنې له مخې: «موږ بايدداسې ووايو چې يوه ښکارنده په ازمايښتي ډول د اثبات وړ ده، کله چې موږ پوهېږو چې يوې تجربې سره څه ډول سلوک وکړو چې ډېر لږ به په احصائيوي ډول د مهمو پاېلو په راکولو کې ناکام شي. دا ډول ادعاوې په معاصر علم کې يوه عامه عقيده څرګندوي چې د بيا زېږېدنې وړتيا د يو علمي حقيقت د رامنځته کولو او په عمل کې د علم په هره څانګه کې د علمي صلاحت د رامنځته کولو لپاره يو اړين حالت دی (که څه هم په اړينه توګه باوري نه دی). که څه هم لکه څرنګه چې پورته د شېپن او چيففر (Shapin and Schaffer) په واسطه يادښت شول، دا عقيده په کيفيتي ډول، لکه:  د احصائيوي څرنګوالي غوندې په سمه توګه نه ده ترکيب شوی او له همدې امله دا په ضمني ډول نه ده رامنځته شوې، چې يو حقيقت بايد څو ځله تکرار شي ، چې د بيا زېږېدنې وړ وګرځي. [۳][۴]

اصطلاحات[سمول]

(Replicability) او (repeatability) يو له بل سره تړلې اصطلاحات دي، چې په پراخه توګه يا آزادانه ډول د (reproducibility) له وییکي سره مترادف دي (د بېلګې په ډول: د عمومي خلکو تر منځ)، مګر په یو څه زيات دقيقو مفاهيمو کې دوی په ګټور ډول، لکه: په لاندې ډول له يو بل نه بېل تفکيک شوي دي.

د ازمېښتي يا مشاهداتي څېړنو د بيا زېږېدنې وړتيا سره په اړيکه کې، دوه ستر پړاوونه په طبيعي ډول بېل شوي دي: کله چې نوي معلومات د ترلاسه کولو په هڅه کې حاصل شي، زياتره ورته د (replicability) اصطلاح کارېږي او نوې څېړنه د اصلي يو تکرار يا تکرارول دي. ورته پايلې هغه وخت هم تر لاسه کېږی، چې يو ځل بيا په ځينو کړنلارو سره د اصلي څېړنې ډيټا سيټ تحليلوي. زياتره مؤلفان په باريکه او په محاسباتي څېړنه کې د دې له کارونې نه راتلونکی تخنيکي حس کې د (Reproducibility) اصطلاح کاروي. د تکرار وړتيا (Repeatability) د د عين څېړونکو په واسطه په عين څېړنه کې د تجربې په تکرار پورې تړلې ده. د بيا زېږېدنې وړتيا (Reproducibility) په اصل کې، پراخه حس يوازې تایید شوی دی، که چېرې د يوې خپلواکې څېړونکې ډلې په واسطه تر سره شوی تکرار بريالی وي.

له بده بخته چې د بيا زېږېدنې وړتيا (reproducibility) او (replicability) اصطلاحګانې، ځينې وختونه ان په برعکس معناګانو سره په علمي ادبياتو کې راښکاره کېږی، کله چې څېړونکي يې په یو څه زيات دقيق کارونه کې پاتې راځي. [۵][۶]

د بيا زېږېدنې وړتيا (reproducibility) او بيا تکرارېدنې وړتيا (repeatability) معيارونه[سمول]

په کيميا کې د (reproducibility) او (repeatability) اصطلاحات، په ځانګړو کيفيتي معناګانو سره کارول کېږی: د لابراتوار په داخلي ازمېښتونو کې يوه څارنه يا د يوې کيمياوي مادې بل کميت په بېلابېلو لابراتوارونو کې په مکرر ډول اندازه کېږي، تر څو د اندازه ګيرۍ بدلون تشخيص کړي. وروسته بيا په عين لابراتوار کې د دوه ترلاسه شوو ارزښتونو تر منځ د توپير معياري انحراف ته د تکرار وړتيا (repeatability) وايي. له بېلابېلو لابراتوارونو نه د دوه اندازو تر منځ د توپير لپاره معياري انحراف ته د بيا زېږېدنې وړتيا (reproducibility) وايي. دا معيارونه يا اندازې په مېتودولوژي کې د بدلون اجزاوو (variance components) په یو څه زيات عام مفهوم پورې تړلي دي. [۷]

سرچینې[سمول]

  1. Tsang, Eric W. K.; Kwan, Kai-man (1999). "Replication and Theory Development in Organizational Science: A Critical Realist Perspective". Academy of Management Review 24 (4): 759–780. doi:10.5465/amr.1999.2553252. ISSN 0363-7425. http://dx.doi.org/10.5465/amr.1999.2553252. 
  2. Steven Shapin and Simon Schaffer, Leviathan and the Air-Pump, Princeton University Press, Princeton, New Jersey (1985).
  3. This citation is from the 1959 translation to English, Karl Popper, The Logic of Scientific Discovery, Routledge, London, 1992, p. 66.
  4. Ronald Fisher, The Design of Experiments, (1971) [1935](9th ed.), Macmillan, p. 14.
  5. Barba, Lorena A. (2018). "Terminologies for Reproducible Research" (PDF). arXiv:1802.03311. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Liberman, Mark. "Replicability vs. reproducibility — or is it the other way round?". د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Subcommittee E11.20 on Test Method Evaluation and Quality Control (2014). "Standard Practice for Use of the Terms Precision and Bias in ASTM Test Methods". ASTM International. ASTM E177. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Paywall