Jump to content

د بودایانو پاڅون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ۱۹۶۶ کال کې د بودایانو پاڅون چې په ویتنام کې د مرکزي ویتنام د کړکېچ په نوم شهرت لري، په سویلي ویتنام کې د یو لړ مدني او پوځي ناکراریو یوه دوره وه، چې زیاتره تمرکز یې د هېواد په شمال په مرکزي ویتنام کې د I Corps پر سیمه و. دا سیمه د ویتنامي بودایزم زړه بلل کېږي او په هغه وخت کې، بودايي راهبان او ملکي وګړي د یو لړ پوځي حکومتي خلکو پر وړاندې د مخالف په لومړي څپ کې ولاړ و چې پر دې هېواد یې حکومت کاوه او همداشان یې د ویتنام د جګړې زیاتوالی په کلکه سره تر پوښتنې لاندې راوست.

د کاتولیک Ngô Đình Diệm د واکمنۍ پر مهال، د اکثریت بودايي وګړو پر وړاندې تبعیض د بودايي نهادونو د ودې لامل وګرځېد، ځکه چې دوی غوښتل تر څو په ملي سیاستونو کې ګډون ولري او غوره چلند تر لاسه کړي. په ۱۹۶۵ کال کې، له یو لړ پوځي کودتاګانو وروسته، چې په ۱۹۶۳ کال کې د Ngô Đình Diệm د حکومت د پرزیدو لامل شو، ایر مارشال Nguyễn Cao Kỳ او جنرال Nguyễn Văn Thiệu بالاخره یو ثابت پوځي حکومت رامنځته کړ او په ترتیب سره یې د لومړي وزیر او د دولت د مشر څوکۍ ونیولي. د Kỳ-Thiệu رژیم په لومړي سر کې ټول یو فیوډالي سیستم و او زیاتره د جګړه مارو یو ایتلاف و تر دې چې یو دولت واوسي، ځکه چې د پوځ هر قومندان به د خپل واک سیمه په خپله اداره کاوه، را ټول شوي مالیات به یې یو څه مقدار مرکزي حکومت یعنې سایګون ته ورکول او نور به یې په خپله ساتل. په هغه وخت کې، په ویتنامي ټولنه کې د بودايي او کاتولیک اړخونو تر منځ بدګوماني او تاوتریخوالي دوام درلود.

د Kỳ  او د I Corps د قومندان جنرال Nguyễn Chánh Thi چې یو سیمه ییز بودايي او په سیمه کې یې محبوبیت درلود تر منځ د واک پر سر جګړه او ورسره مذهبي عامل سره یو ځای شو. Thi یو د پياوړې ارادې افسر او یو تکړه قومندان و او Kỳ او په پوځي حکومت کې به نورو کسانو هغه ته د یوه ګواښ په سترګه کتل. د ۱۹۶۶ کال په فبروري میاشت کې، Kỳ په Honolulu کې په یوه غونډه کې ګډون وکړ، چېرې چې هغه ته قناعت ورکړل شو چې د لښکر د تر ټولو پیاوړي او تکړه قومندان Thi پر وړاندې د مخالف لپاره اوسمهال د امریکا ملاتړ له ځان سره لري. Kỳ د ۱۹۶۶ کال د مارچ په میاشت کې Thi له دندې ګوښه کړ او هغه یې د امریکا متحده ایالاتو ته د طبي درملنې په درواغو بهانې سره تبعید کړ. دا کار د دې لامل شو چې هم ملکي وګړي او هم د I Corps ځینې واحدونه د Kỳ د رژیم پر وړاندې پراخ مدني لاریونونه تر سره او د ویټ کونګ پر وړاندې پوځي عملیات په ټپه ودروي. Kỳ وړاندې تر دې چې Thi امریکا ته ولاړ شي بېرته یې اجازه ورکړه چې I Corps ته ولاړ شي، خو کله چې دا جنرال خپلې سیمې ته راغی نو د Kỳ پر وړاندې احساسات لا پسې را وخوټیدل. بودايي فعالان، محصلین او په پوځ کې د Thi وفادار خلک د «مبارزې په خوځښت» کې سره را ټول شول او د ملکي حکومت او ټولټاکنو غوښتنه یې وکړه. په دې وخت کې، Thi په I Corps کې پاتې شو او دنده یې پرېنښوده. اعتصابونو او لاریونونو د ملکي وګړو فعالیت په دغه سیمه کې په ټپه ودراوه، د دولتي راډیوګانو سټیشنونه ونیول شول او د Kỳ پر ضد یې کمپایونه وکړل او پوځي عملیات ودریدل. دا ناکرارۍ همداشان پلازمېنې سایګون او د سویل نورو ښارونو ته وغځېدې.

د اپریل میاشتې په پیل سره، Kỳ د حرکت کولو تصمیم ونیو. نوموړي اعلان وکړ چې د I Corps اصلي مرکز Da Nang د کمونیستانو تر کنترول لاندې ده او په عامه یې وویل چې ښاروال باید ووژل شي، چا چې د مبارزې له خوځښت سره د ملاتړ اظهار کړی و. Kỳ پوځي خوکونه ښار ته ولیږل او هلته یې د یوه برید لپاره تیاری نیوه، خو بېرته یې په شا تګ وکړ او له بودايي مشرانو سره یې مذاکرات پیل کړل، ځکه دا ښکاره خبره وه چې نوموړی هومره پیاوړی نه و چې مخالفین وځپي. په ورته وخت کې، هغه د Thi ځایناستی Nguyễn Văn Chuân له دندې ګوښه کړ، ځکه چې هغه د جدي اقداماتو غوښتونکی و تر څو کنټرول تر لاسه کړي او پر ځای یې Tôn Thất Đính وټاکه. Đính ادعا وکړه چې وضعیت یې کابو کړ، خو Kỳ وضعیت ته د خوشحالۍ په سترګه وکتل او د مۍ په ۱۵مه د هغه ځواکونو پر Đính ور ودانګل او هغه یې ونیو. د تېرې میاشتې په اوږدو کې، امریکايي ځواکونه هم له یوه سخت حالت سره مخ شوي و او د مبارزې خوځښت د هغوی ګډون د Kỳ پر وړاندې مغرضانه وګڼل چې په ترڅ کې یې ځینې شخړې هم رامنځته شوي.

د مۍ میاشتې په دویمه نیمايي کې، د Kỳ ځواکونو په تدریج سره د مبارزې خوځښت لکه د یاغي I Corps ځواکونو په څېر وځپل، که څه هم امریکایانو پر دې اړه اعتراضونه درلودل چې د نوموړي دا ډول تهاجي بریدونه د دې احتمال لري چې له حد نه زیات جانبي زیانونه رامنځته کړي. په یوه مرحله کې، د Kỳ ځواکونو له امریکايي ځواکونو سره جګړه وکړه او بیا وروسته د ویتنامي اړخونو تر منځ د جګړې په منځ کې له یوه ماین فرش شوي پل سره مخامخ شول. دا چې د Kỳ ځواکونو Da Nang او Huế ښارونه د کور په کور جګړې له لارې نیولي و، نو د مبارزې د خوځښت ملاتړو د امریکا لاسوهنه د Kỳ پر لور وانګېرله او د امریکا ضد لاریونونه د دې لامل شول چې ځینې امریکايي ودانۍ وسوځول شي. د Kỳ بریا پر سیاست باندې د بودايي خوځښت اغېز ته د پای ټکی کېښود او د هغوی مشر Thích Trí Quang یې په کور کې نظربند کړ، په داسې حال کې چې Thi امریکا ته ولاړ.

شالید

[سمول]

په سویلي ویتنام کې د بودايي فعالانو خوځښت د ولسمشر Ngô Đình Diệm د مدیریت په پایله کې چې له ۱۹۵۵ څخه تر ۱۹۶۳ کال پورې یې هېواد اداره کړ، رامنځته شو.[۱]

په یوه داسې هېواد کې چې بودايي اکثریت د هېواد ۷۰ او ۹۰ سلنه وګړي جوړوي، Diệm په کلک مذهبي تعصب سره حکومت وکړ. نوموړي د ویتنامي اقلیت کاتولیک په توګه، کاتولیک پلوه تګلارې تعقیب او له زیاترو بودایانو سره یې مخالفت وکړ؛ دولت په عامه خدمتونو او پوځي ترفیعاتو او همداشان د ځمکو په اختصاص، سوداګریزو امتیازونو او مالیاتي امتیازاتو کې د کاتولیکانو پر خوا پلوي کوله. زیاترو پوځي افسرانو په دې خاطر خپل دین ته تغییر ورکړ چې خپله راتلونکې پوځي دنده وساتي. د Diệm دا خبره یو مخ له یاده وتلې وه چې له یوه بودايي سره خبرې کړي او یو ځل یې یوه لوړپوړي افسر ته ویلي وي چې: «کاتولیک افسران په حساسو ځایونو کې وګومارئ. پر هغو اعتماد کولای شو». سربېره پر دې، د ویټ کنګ د ګوریلایي بریدونو په دفاع کې یې د کلیو د ځاني دفاع په خاطر یوازې کاتولیک وګړو ته سپکه وسله ورکړه. ځینو کاتولیک کشیشانو خپل خصوصي پوځ درلود او په ځینو سیمو کې د دین اجباري تغییر او د بودايي بت خونو چور، چپاول او ویجاړونه هم رامنځته کېده. ځینو بودايي کلیو د رژیم له خوا د مرستو د تر لاسه کولو یا په زور له خپلو سیمو څخه د شړلو په خاطر په ډله ییزه توګه خپل دین بدل کړ.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

سرچينې

[سمول]
  1. Tucker, pp. 288–290.
  2. Moyar (2006), pp. 215–216.
  3. "The Religious Crisis". Time. 1963-06-14. Archived from the original on December 4, 2012. نه اخيستل شوی 2007-08-21.
  4. Tucker, pp. 49, 291, 293.
  5. Maclear, p. 63.
  6. "The Situation In South Vietnam – SNIE 53–2–63". The Pentagon Papers (Gravel ed.). 1963-07-10. pp. 729–733. Archived from the original on 2017-11-09. نه اخيستل شوی 2007-08-21.
  7. Tucker, p. 291.
  8. Gettleman, pp. 280–282.
  9. "South Vietnam: Whose funeral pyre?". The New Republic. 1963-06-29. p. 9.
  10. Warner, p. 210.
  11. Fall, p. 199.
  12. Buttinger, p. 993.