د بوتان کلتور
بوتان هېواد چې د همالیا په څنډو کې موقعیت لري، پر خپلې جغرافیایي انزوا باندې يې ددې لپاره تکیه کړې ترڅو د بهرنیو کلتورونو له اغېزو نه په امان کې پاتې شي. بوتان چې د لږ نفوس درلودونکی هېواد دی په جنوب کې له هند سره او شمال کې له چین سره ګډه پوله لري، دې هېواد له اوږدې مودې راهیسې له کلتوري او اقتصادي پلوه د خپل کلتوري میراث او خپلواکۍ د ساتلو په موخه د انزوا غوښتنې سخت سیاست ساتلی دی. یوازې د شلمې پیړۍ په وروستیو لسیزو کې بهرنیانو ته ددې هېواد د لیدو یا سفر کولو اجازه ورکړل شوه، او تر هغه وروسته هم یوازې محدود شمېر ته اجازه ورکړل شوې ده. په دې توګه، بوتان په ډېر بریالیتوب سره د خپل کلتور هغه اړخونه چې په مستقیمه توګه د ۱۷ پېړۍ تر اواسطو پورې رسېږي، ساتلي دي.
د بوتان عصري یا ماډرن کلتور له پخواني کلتور نه سرچینه اخیستې. دې کلتور د دې هیواد پر لومړنۍ ودې اغېز کړې. د بوتان اصلي ژبې Dzongkha او Sharchop، له تبتی ژبې سره نږدې تړاو لري، او بوتاني راهبان د تبتی ژبې پر لرغوني ډول چې د چوکي په نوم یادیږي لوستل او لیکل کوي. بوتانیان له فزیکي اړخه له تبتیانو سره ورته دي، خو تاریخ دا چې کله دوی له همالیا نه تېر شوي او د بوتان په سویل وچو درو کې میشت شوي نه دي ثبت کړي. تبتیان او بوتانیان tantric guru، Padmasambhava ته چې په اتمې پېړۍ کې یې د همالیا د بودیزم بنسټ ایښودونکی و درناوی کوي.
دین
[سمول]بوتاني ټولنه د بودیزم دین په شاوخوا کې، چې اصلي دین دی متمرکزه شوې ده. دیني عقیدې د ژوند په ټولو برخو کې څرګندېږي. د عبادت یا دعا بیرغونه په غرونو کې ځوړند دي. د هر کور پر بام باندې کوچنی سپین بیرغ ځوړند وي، چې دا ددې ښکارندويي کوي چې مالک د ځایي خدای د خوښۍ لپاره خپل وړاندیز شوي تادیات ترسره کړي. هره دره یا ناحیه د لوی dzong یا د لوړ دیوال لرونکې کلا تر تسلط لاندې وي چې د سیمې مذهبي او اداري مرکز ته خدمت کوي.
نږدې ۲۳ سلنه نفوس یې هندوان دي. په بوتان کې د مسلمانانو لږ نفوس شتون لري چې د ټول هیواد ۰،۲ سلنه نفوس په برکې نیسي. په ټولیز ډول، ۷۵ سلنه نفوس یې بودایی، او ۰،۴ سلنه نور ادیان دي.
مذهبي جشنونه
[سمول]په هر کال کې یو ځل، dzong یا ډېر مهم کلی کولای شي مذهبي جشن یا Tsechu ترسره کړي. د سیمې یا ناحیې شاوخوا کلیوال د څو ورځو مذهبي مراسمو لپاره راځي او په ورته وخت کې د فیستیوال یا جشن لاما یا خانقاه ته نېکمرغه ډالۍ وړاندې کوي. مرکزي فعالیت د مذهبي ماسک نڅا یا cham یوه ټاکلې ټولګه ده، چې په لوی انګړ کې ترسره کېږي.
د هرې انفرادي نڅا بشپړېدل څو ساعته وخت نیسي او ښايي ټوله ټولګه له دوو نه تر څلورو ورځو پورې دوام وکړي. په مستقیم ډول د نڅاوو لیدل لیدونکو ته برکت او نېکمرغي وربښي او کلیوالو ته د تانتریک بودیزم د اصولو په لېږد کې هم مرسته کوي. په مستقیم ډول د یو شمېر نڅاګانو وخت د بوتان بنسټ ایښودونکي Shabdrung Ngawang Namgyal پورې رسېږي، چې اساساً د ۱۷ پېړۍ له نیمایي راهیسې له کوم بدلونه پرته لېږدول شوې دي.
موسیقۍ
[سمول]بوتاني موسیقۍ دودیز ژانرونه لري لکه Zhungdra، Boedra، او یو عصري ژانر چې د Rigsar په نوم یادیږي. د بوتاني سازنده ګانو له ډلې Jigme Drukpa دی، چې د بوتاني موسیقۍ مخکښ هم دی.
نارینه او ښځینه په ټولنه کې
[سمول]نارینه او ښځینه یوځای په کروندو کې کار کوي، او کولای شي چې دواړه کوچني دوکانونه یا کاروبار ولري. د کور په مدیریت کې نارینه پوره برخه اخلي، ډېر کله پخلی کوي، او په دودیز ډول جامې جوړوي (خو ټوکر نه اوبدي). په ښارونو کې، د کورنۍ جوړښت په «لوېدیځ» ډول راڅرګند شوی دی، چې خاوند د ډوډۍ راوړونکي په توګه او ښځه د کور جوړونکې په توګه کار کوي. دواړه جنسونه کولای شي چې راهبان وي، که څه هم په عمل کې نسبتا د ښځینه راهبانو شمېر لږ دی.
ودونه د دواړو خواوو په خوښه کېږي او طلاق بیا غیر معمول نه دی. د واده په مراسمو کې د سپینو شالونو یا پړونو تبادله او د پیالې شریکول شامل دي. کله چې جوړه یا زوجین تر شپږو میاشتو زیات یوځای ژوند وکړي، نو کولای شي په رسمي ډول ودونه ثبت کړي. په دودیز ډول زوم د ناوې د کورنۍ کور ته ځي، خو نوي واده شوي کولای شي پرېکړه وکړي، هغه کورنۍ چې کار ته ډېره اړتیا لري هغوئ سره ژوند وکړي.[۱]
بوتاني نومونه
[سمول]له شاهي نسبونو پرته، په بوتاني نومونو کې کورنۍ نوم نه شاملېږي. پرځای یې د ماشوم د زیږون پرمهال دوه نېکمرغه دودیز نومونه د ځایی لاما یا د ماشوم د والدینو یا نیکه او انا له خوا غوره کیږي. معمولاً د سر نومونه یا لومړني نومونه هیڅ د نوم مذکر یا مونث ته اشاره نه کوي؛ ښايي په ځینو برخو کې دویم نوم ګټور وي.
څنګه چې د منلو وړ محدود نومونه شتون لري، نو له ناچارۍ ډیری خلک لومړي او دویم نومونه سره ترکیبوي یا یوځای کوي. ددې ابهام د حل لپاره یو غیر رسمي د نوم مستعار سیسټم کارول کېږي چې دا معلوموي چې څوک د کوم ځای څخه دی. که چیرې پلانی «چونګ کینلي» د پارو په درې کې د چوزوم له کلي څخه وي، نو کله چې هغه له درې نه بهر سفر کوي هغه د «پارو کینلي» په نوم یادیږي. پخپله د پارو په دره کې هغه د خپل کلي په نوم پېژندل کېږي، په دې توګه «چونګ کینلي چوزوم». په ډېرې حیرانتیا سره، ښايي په یوه کوچني کلي کې د څو کورونو ډېری ماشومان ورته نوم ولري، چې دا له ځایي لاما نه د الهام اخیستنې څرګندويي کوي. په دې حالت کې، هغه د هغه کور په نوم په کوم کې چې زېږېدلی دی پیژندل کېږي، لکه داسې «چیمسارپو» کینلي.
رسنۍ
[سمول]د ۱۹۶۰ لسیزې په لومړیو کې، د بوتان درېیم پاچا د منځنیو پیړیو سلطنت ته د عصري ټیکنالوژۍ د معرفي کولو تدریجي بهیر پیل کړ. لومړنی راډیویي خدمت د دېرشو دقیقو لپاره د یکشنبې په ورځ خپور شو (چې اوس د بوتان نشراتي خدمت په نوم یادېږي). په ۱۹۹۹ کې لومړنۍ تلویزیوني خپرونې پیل شوې، که څه هم د پخوا په څېر یو څو شتمنو کورنیو سپوږمکۍ یا سټلایټ دېش اخیستی و. په ۲۰۰۰ کال کې د انټرنیټ خدمت رامنځته شو.
سپورټ
[سمول]د بوتان ملي سپورټ غشي ویشتل دي، چې په ډېریو کلیو کې په منظمه توګه یې سیالۍ ترسره کیږي. دا لوبه د اولمپیک له معیارونو سره په تخنیکي توضیحاتو کې توپیر لري. دلته دوه نښې د ۱۰۰ متره واټن په درلودلو سره ځای پر ځای شوې وي او ټیمونه د میدان له یوې خوا نه بلې خواته یعنې د نښې پر لور غشي ولي. د ټیم هر غړی په هر پړاو کې دوه غشي ولي.
دودیز بوتاني غشي ویشتل یوه ټولنیزه پېښه ده، او سیالۍ د کلیو، ښارګوټو او اماتور یا غیر حرفوي ټیمونو ترمنځ تنظیمېږي. معمولا دلته ډېری خواړه او څښاک د سندرو ویلو او نڅا سره شتون لري. د مخالف لوري د پام اړولو لپاره د نښې په شاوخوا کې ودریدل او د غشي ویشتونکي د وړتیاوو مسخره کولو هڅې په کې شاملې دي. ډارټ (کورو) په ازادې فضا کې یو مشهور ټیمي سپورټ دی.
یو بل دودیز سپورټ دیګور دی.
په بوتان کې ترټولو مشهوره لوبه فوټبال ده. په ۲۰۰۲ کې، د بوتان د فوټبال ملي ټیم د مونټسیرات سره لوبه وکړه، چې د The Other Final په نوم ثبت شوې ده؛ لوبه په هغې ورځ چې برازیل د نړیوال جام په فاینل کې له جرمني سره لوبه وکړه ترسره شوه او په هغه وخت کې بوتان او مونسیرت د نړۍ د ترټولو ټیټې درجې لوبډلې وې. دا لوبه د تیمفو په Changlimithang لوبغالي کې ترسره شوه، او بوتان په ۰-۴ لوبه وګټله. په بوتان کې کرکټ هم شهرت ترلاسه کړی. د بوتان کرکټ ملي لوبډله په سیمه کې یو له ډیرو بریالیو لوبډلو څخه ده.
سرچينې
[سمول]- ↑ Stange, Mary Zeiss; Carol K. Oyster; Jane E. Sloan (2011). Encyclopedia of Women in Today's World, Volume 1. SAGE. p. 149. ISBN 9781412976855.