Jump to content

د بنګلادېش اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بنګلادېش لوی او مخ پر ودې د بازار اقتصاد لري. په سویلي اسیا کې د دویم لوی اقتصاد په توګه د دغه هېواد اقتصاد له اسمي پلوه د نړۍ ۳۳م لوی او د پېرلو د توان له مخې ۲۵ لوی اقتصاد دی. دغه هېواد ته بېلابېل مالي بنسټونه د راتلونکو یوولسو لویو اقتصادونو د غړي په توګه ګوري. بنګلادېش د یو پوله ئیز بازار څخه د یو نوي رامنځته کېدونکي بازار پر لور د تېرېدو په حال کې دی. دغه هېواد د سویلي اسیا د آزادې سوداګرۍ د سیمې او همدارنګه د نړیوالې سوداګرۍ د سازمان غړیتوب لري. په ۲۰۲۱ – ۲۰۲۲ مالي کال کې بنګلادېش د کوېډ- ۱۹ وبا څخه وروسته په ناخالص داخلي تولید کې ۷.۲٪ وده لرله. بنګلادېش اوس مهال د نړۍ یو له تر ټرلو چټک وده کوونکو اقتصادونو څخه دی. [۱][۲][۳][۴]

د کارګري اصلاحاتو او نوو صنایعو له امله د هند له تجزیې وروسته بنګلادېش د صنعتي کېدو په موخه پیاوړې انګېزه ترلاسه کړه. له ۱۹۴۷ زکال څخه تر ۱۹۷۱ زکال پورې ختیځ پاکستان د ټول پاکستان د صادراتو له ۵۰٪ څخه تر ۷۰٪ برخه جوړوله. معاصر بنګلادېش د ۱۹۷۰مې لسیزې له وروستیو څخه اقتصادي اصلاحاتو ته مخه کړه چې په دغو کې یې د آزاد بازار د ترویج او د مستقیمې بهرنۍ پانګونې د جلب کولو لپاره کار وکړ. دغه هېواد په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د نساجۍ ښه ګټمن صنعت درلود. د بنګلادېشي ډیاسپورا له خوا لېږل کېدونکې مالي مرستې یې د بهرنیو اسعارو د زېرمو په حیاتي منبع واوښتې. د کرهڼې په برخه کې دولتي سبسایډۍ وړاندې شوې او په دې سره یې د خوراکي توکو له اړخه خپله پر ځان بساینه تضمین کړه. بنګلادېش اوس مهال د صادرات محوره صنعتي سازۍ پر کړنلار مخته روان دی.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

اقتصادي تاریخچه

[سمول]

د هند تجزیې د سیمې په اقتصادي جغرافیا کې بدلون راووړ. د پاکستان دولت په ختیځ بنګال کې د جوت (سنۍ)، پنبې او چرم په څېر د سیمه ئیزو خامو موادو صنایعو ته لومړیتوب ورکړ. د کوریا جګړې د جوتو تولیداتو ته اړتیا زیاته کړه. همدا و چې د ناریان ګنج په بندر کې د آدمجي د جوتو د کارخونې په نامه د نړۍ تر ټولو لویه د جوتو کارخونه جوړه شوه. دغه کارخانه د ختیځ پاکستان د صنعتي کېدو نمونه وه. په دې سره د ژوندانه معیارونه ورځ تر بلې مخ په ښه کېدو شول. په ۱۹۵۸ زکال کې کاري اصلاحاتو د راتلونکي خپلواک بنګلادېش سره د صنعت په پراختیا کې مرسته وکړه. د آزاد بازار اصول تر ډېره منل شوي و. دولت داسې یو صنعتي سیاست ته کار وکړ چې موخه یې وارداتو ته له اړوندتیا پرته په تر ټولو لنډ شوني مهال کې د مصرفي توکو تولید و. ورته مهال د عمومي خدمتونو په څېر یو شمېر سکتورونه بیا دولت تر خپل مالکیت لاندې راوړل. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د بنګلادېش په سلهت ایالت کې طبیعي ګاز په ۱۹۵۵ زکال کې د برما د نفتو د شرکت له خوا کشف شول. د ۱۹۶۰مې لسیزې په وروستیو کې د پاکستان په صادراتو کې د ختیځ پاکستان د ونډې کچه له ۷۰٪ څخه ۵۰٪ ته راکمه شوه. پاکستاني حاکمانو د «پراختیا لسیزه» پیل کړه چې له امله یې ګڼ شمېر اقتصادي او ټولنیز مخالفتونه رامنځته شول؛ دغه مخالفتونه یوازې د ۱۹۶۰مې لسیزې پر مهال نه و، آن تر دې چې له هغو وروسته هم د ایوب خان په دولت کې رامنځته شوي ټولنیز او اقتصادي شرایط لامل وګرځېدل څو ختیځ پاکستان جلا شي. د نړیوال بانک د راپور له مخې د ختیځ پاکستان پر وړاندې په اقتصادي تبعیض کې لویدیځ پاکستان ته د بهرنیو مرستو او نورو مالي منابعو لېږدول، د ختیځ پاکستان د بهرنیو اسعارو له ګټې څخه د لویدیځ پاکستان د وارداتو په تامین کولو کې ګټنه او همدارنګه د ختیځ پاکستان لپاره د ځانګړې شوې بودیجې له ورکولو څخه د مرکزي دولت ډډه شاملېږي. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

له پاکستان څخه له خپلواکۍ وروسته، بنګلادېش په پیل کې د پنځو کلونو لپاره له یو سوسیالېستي اقتصاد څخه پیروي وکړه چې وروسته بیا مالومه شوه دا د عوامي لیګ د حکومت لویه تېروتنه وه. دولت ټول بانکونه، د بیمې شرکتونه او ۵۸۰ صنعتي کارخونې ملي کړې. خصوصي شرکتونه اړ و چې باید د سختو مقرراتو او محدودیتونو لاندې یې کار کړی وای. د بېلګې په توګه په شرکتونو باندې د ګټې محدودیت ولګول شول. هر هغه شرکت چې له مجاز حد څخه یې زیاته ګټه کوله د ملي کېدو په شرایطو برابر ګڼل کېده. د جګړې پر مهال په ډېری ملي صنایعو کې د لویدیځ پاکستان کارکوونکو له کاره لاس واخیست؛ په داسې حال کې چې د عوامي لیګ ډیری ملاتړي شرکتونه او نورې بنګالي سوداګرۍ د املاکو او صنایعو له ملي کېدو څخه رنځېدلې. د ځمکو د مالکیت کچه ۲۵ بیګهاوو ته را لږ شوه. هغه ځمکې لرونکي چې له ۲۵ بېګهاوو څخه به یې زیاته ځمکه لرله د مالیاتو په ورکړې مکلف و. بزګران مکلف و چې خپل محصولات د بازار له مخې نه بلکې د دولت له خوا د ټاکل شوي نرخ پر بنسټ وپلوري. له دې امله چې بنګلادېش د یو سوسیالېستي اقتصاد څخه پیروي کوله، د کارجوړونکو، مدیرانو، انجینرانو، تخنیک کارانو او نورو حرفوي متخصصینو د تولید په برخه کې یې ډېره کراره وده وکړه. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

د جګړې د مهال د اختلالاتو له امله د ضروري خوراکي او نورو لومړنیو موادو شدید کمښت شتون درلود. د جوتو (سنۍ) خارجي بازار د هغو په عرضه کې د بې ثباتۍ او همدارنګه د هغو د مصنوعي ځای نیونکو د راوتو له امله له منځه تللی و. د بهرنیو اسعارو په زیرمه کې یې هم څه نه لرل، همدا و چې په بانکي او مالي سیسټمونو یې هم ډېر باور نه کېده. په داسې حال کې چې بنګلادېش پریمانه کاري قوه لرله، خو د روزل شوو او لږ معاش لرونکو کارګرانو تر لاس لاندې ډیری کارګران بې سواده، بې تجربې او د لږ کار د کولو وړتیا لرونکي وو. یوازې له طبیعي ګازو پرته د سوداګریزې ګټنې وړ په نورو ټولو صنعتي منابعو کې کمښت شتون درلود. د اړینو مصرفي توکو په برخه کې پړسوب/انفلاسیون له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ سلنه و. د خپلواکۍ جګړې ټرانسپورټي سیسټم هم فلج کړی و. په سلګونو پلونه ویجاړ او د اوسپنې پټلۍ یې کافي زیان لیدلی و، په داسې حال کې چې د بیارغونې چارې یې هم ناکافي او ډېرې کرارې وې. دغه نوی هېواد د داسې یو شدید طوفان څخه د رغېدو په حال کې و چې په ۱۹۷۰ زکال کې دلته ورسېد او له امله یې ۲۵۰ زره تنه ووژل شول. وروسته له هغه چې بنګلادېش له پاکستان څخه خپلواکي واخیسته هند ورته په لومړنیو میاشتو کې په کلکه سره محاسبه شوې اقتصادي مرستې ولېږلې. د ۱۹۷۱ زکال د ډسمبر او د ۱۹۷۲ زکال د جنوري میاشتې ترمنځ هند هغه ۲۳۲ میلیون ډالر سیاسي او اقتصادي مرستې له بنګلادېش سره وکړې چې له متحده ایالاتو او شوروي اتحاد څخه یې ترلاسه کړې وې. عوامي لیګ د غورشال د کیمیاوي سرې او د آشوګنج د برېښنا په بند کار پیل کړ. له دې سره چې محدودیتونو هم شتون درلود، خو په دغه دوره کې څو مخکښ بنګلادېشي شرکتونه تاسیس شول چې BEXIMCO او ACI یې بېلګې دي.

په وروستۍ لسیزه کې د انساني پراختیا په شاخص، د سواد، ژوندانه ته د هیلو او همدارنګه د سړي سر خوراکي مصرف په کچه کې پام وړ پرمختګ لامل ګرځېدلی په دغه هېواد کې یو په دریمه برخه بېوزلي کمه شي. ورته مهال له یوې اوږدې دورې وروسته په منځنۍ کچه د ۶٪ کلنۍ اقتصادي ودې له امله له ۱۹۹۲ زکال راهیسې ۱۵ میلیونه کسان له بېوزلۍ څخه وتلي دي. د بې وزلۍ کچه د ۱۹۷۱ زکال له ۸۰٪ څخه په ۱۹۹۱ زکال کې ۴۴.۲٪ او په ۲۰۲۱ زکال کې ۱۲.۹٪ ته راکمه شوه. په وروستیو کلونو کې بنګلادېش د سیمه ئیزې سوداګرۍ او ټرانسپورټي اړیکو په پراختیا تمرکز کړی. د بنګلادېش بوتان هند نیپال د موټري نقلیه وسایطو هوکړه د نړیوالو پولو هاخوا د ازادې ځمکنۍ سوداګرۍ د رامنځته کولو په لټه کې ده؛ ورته مهال له هند سره د بېړۍ چلونې هوکړه هم لري. په داسې حال کې چې بنګلادېش په داخلي بازار کې د غذايي توکو امنیت ته لومړیتوب ورکوي، خو له دې سره هم د یو میلیارډ ډالرو څخه زیات پروسس شوي خوراکي توکي بهر ته صادروي.

نړیوال بانک د دغه هېواد اقتصادي ودې ته په اشارې سره څرګندوي «هغه مهال چې د بنګلادېش نوی خپلواکي موندلی هېواد د ۱۹۷۱ زکال د ډسمبر په ۱۶مه نېټه وزیږېد، د نړۍ دویم بېوزله هېواد و – خو دغه هېواد په راتلونکو ۵۰ کلونو کې د پراختیا په یوې لویې کیسې واوښت. له هغه مهال راوروسته بېوزلي په بې مخینې ډول په نیمايي کچه کمه شوې ده. ښوونځیو ته تګ دود ګرځېدلی. په سلګونو زره ښځې په کاري قوه کې په کار بوختې دي. د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې ثابته وده رامنځته شوې او همدارنګه د اقلیمي تغیراتو د ناوړه اغېزو او طبیعي افاتو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کافي چمتووالي لري. د بنګلادېش په بریا کې پریمانه محرکې قوې شاملې دي – په انساني شتمنۍ باندې د پانګونې څخه رانیولې په لوی اقتصاد کې د ثبات تر رامنځته کېدو پورې. په دغه بریا باندې په اتکا سره، دغه هېواد اوس مهال د انرژۍ، داخلي اتصال، ښاري پروژو او ټرانسپورټي زیربناوو په برخه کې د پانګونو په زیاتوالي سره اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو زیاتوالي او همدارنګه یې د اقلیمي بدلونونو سره په ځان برابرولو او د طبیعي پېښو پر وړاندې چمتووالي ته په لومړیتوب ورکولو دوامداره ودې ته لار برابره کړې ده. [۴۴][۴۵][۴۶]

سرچينې

[سمول]
  1. Riaz, Ali; Rahman, Mohammad Sajjadur (2016). Routledge Handbook of Contemporary Bangladesh. Routledge. p. 165. ISBN 978-1-317-30876-8.Thorp, John P. (1986). "Bangladesh, Bangladesh!—A Review Article". The Journal of Asian Studies. Cambridge University Press. 45 (4): 789–796. doi:10.2307/2056087. JSTOR 2056087. S2CID 159085593. —Siddiqi, Dina M. “Miracle Worker or Womanmachine? Tracking (Trans)National Realities in Bangladeshi Factories.” Economic and Political Weekly, vol. 35, no. 21/22, Economic and Political Weekly, 2000, pp. L11–17, کينډۍ:JSTOR. —Paksha Paul, B. (2010), "Does corruption foster growth in Bangladesh?", International Journal of Development Issues, Vol. 9 No. 3, pp. 246-262. doi:10.1108/14468951011073325 —Chowdhury, M.S. (2007), "Overcoming entrepreneurship development constraints: the case of Bangladesh", Journal of Enterprising Communities: People and Places in the Global Economy, Vol. 1 No. 3, pp. 240-251. doi:10.1108/17506200710779549 —Bashar, Omar K. M. R., and Habibullah Khan. “Liberalisation and Growth in Bangladesh: An Empirical Investigation.” The Bangladesh Development Studies, vol. 32, no. 1, Bangladesh Institute of Development Studies, 2009, pp. 61–76, کينډۍ:JSTOR. —Ahamed, Md Mostak. “Market Structure and Performance of Bangladesh Banking Industry: A Panel Data Analysis.” The Bangladesh Development Studies, vol. 35, no. 3, Bangladesh Institute of Development Studies, 2012, pp. 1–18, کينډۍ:JSTOR.
  2. "Bangladesh ranked 41st largest economy in 2019 all over the world". Thedailystar.net. 2019-01-08. نه اخيستل شوی 2022-10-02.
  3. Sayeed Iftekhar Ahmed (2022-03-18). "Where do Bangladesh and Pakistan stand after 50 years of separation?". Scroll.in. نه اخيستل شوی 2022-10-02.
  4. "Bangladesh Economy, Politics and GDP Growth Summary - The Economist Intelligence Unit". country.eiu.com.
  5. The Bangladesh Economy Navigating the Turning Point
  6. "Bangladesh - The "Revolution" of Ayub Khan, 1958-66". countrystudies.us.
  7. "Major Commodities of Pakistan: A Review". Economic Digest. 3 (3): 44–52. 1960. JSTOR 41243217.
  8. "2 more factories get LEED Gold certification". The Business Standard (په انګليسي). 2024-03-16. نه اخيستل شوی 2024-03-28.
  9. "LEED certification: 2 more factories in Bangladesh recognised as 'green'". The Business Standard (په انګليسي). 2024-03-06. نه اخيستل شوی 2024-03-28.
  10. Chakma, Jagaran (2024-04-27). "Starting from nowhere, pharma sector becomes a lifesaver". The Daily Star (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2024-04-27.
  11. "Big drops in remittance, exports make reserves struggle harsher". The Business Standard (په انګليسي). 2023-10-02. نه اخيستل شوی 2024-04-27.
  12. "Govt focuses on food security in new action plan amid global crisis". 15 July 2022.
  13. Khatun, Fahmida (13 July 2020). "Ensuring food security for all". The Daily Star.
  14. Al Mamun, K. A.; Nath *, H. K. (15 May 2005). "Export-led growth in Bangladesh: a time series analysis". Applied Economics Letters. 12 (6): 361–364. doi:10.1080/13504850500068194. S2CID 218640035.
  15. Khatun, Fahmida (26 March 2021). "50 Years of Bangladesh: Accelerating export-led industrialisation". The Daily Star.
  16. "Booming Bangladesh – Deutsche Bank". flow.db.com.
  17. "Bangladesh - Market Overview". 20 July 2022.
  18. "Huge defaulted loans an acute risk for Bangladesh's banking sector: IMF". The Business Standard. 30 October 2022.
  19. "Public sector needs to keep pace with private sector". The Business Standard. 20 January 2022.
  20. Express, The Financial. "Next-gen growth hinges on timely policies for private sector". The Financial Express.
  21. "Dhaka Stock Exchange". www.dsebd.org.
  22. "ICAB". www.icab.org.bd.
  23. "Punch Marked Coins". Banglapedia.
  24. "About Taka Museum". www.bb.org.bd.
  25. "A Family's Passion - Archaeology Magazine". www.archaeology.org.
  26. Hossain, Emran (19 March 2008). "Wari-Bateshwar one of earliest kingdoms". The Daily Star.
  27. Lawrence B. Lesser. "Historical Perspective". A Country Study: Bangladesh (James Heitzman and Robert Worden, editors). Library of Congress Federal Research Division (September 1988). This article incorporates text from this source, which is in the public domain.About the Country Studies / Area Handbooks Program: Country Studies – Federal Research Division, Library of Congress
  28. Kamrunnesa Islam (1996). Economic History of Bengal (PhD thesis). SOAS, University of London. doi:10.25501/SOAS.00029147.
  29. "Arabs, The – Banglapedia". en.banglapedia.org. کينډۍ:Better source needed
  30. María Dolores Elizalde; Wang Jianlang (6 November 2017). China's Development from a Global Perspective. Cambridge Scholars Publishing. p. 68. ISBN 978-1-5275-0417-2.
  31. Irfan Habib (2011). Economic History of Medieval India, 1200-1500. Pearson Education India. p. 185. ISBN 978-81-317-2791-1.
  32. Tapan Raychaudhuri; Irfan Habib, eds. (1982). The Cambridge Economic History of India. Vol. I. Cambridge University Press. p. 130. ISBN 978-0-521-22692-9.
  33. Boomgaard, P. (1 January 2008). Linking Destinies: Trade, Towns and Kin in Asian History. BRILL. ISBN 9789004253995. Archived from the original on 6 January 2017. نه اخيستل شوی 23 August 2016 – via Google Books.
  34. Church, Sally K. (25 April 2004). "The Giraffe of Bengal: A Medieval Encounter in Ming China". The Medieval History Journal. 7 (1): 1–37. doi:10.1177/097194580400700101. S2CID 161549135.
  35. Chowdhury, Mohammed Ali (25 November 2004). Bengal-Arakan Relations, 1430-1666 A.D. Firma K.L.M. ISBN 9788171021185 – via Google Books.
  36. "Ghiyasia Madrasa". Banglapedia.
  37. Lawrence B. Lesser. "Historical Perspective". A Country Study: Bangladesh (James Heitzman and Robert Worden, editors). Library of Congress Federal Research Division (September 1988). This article incorporates text from this source, which is in the public domain.About the Country Studies / Area Handbooks Program: Country Studies – Federal Research Division, Library of Congress
  38. Prakash, Om (2006). "Empire, Mughal". In John J. McCusker (ed.). History of World Trade Since 1450. Vol. 1. Macmillan Reference USA. pp. 237–240. نه اخيستل شوی 3 August 2017 – via Gale in Context: World History.
  39. Richards, John F. (1995). The Mughal Empire. Cambridge University Press. p. 202. ISBN 9780521566032.
  40. Parthasarathi, Prasannan (2011). Why Europe Grew Rich and Asia Did Not: Global Economic Divergence, 1600–1850. Cambridge University Press. pp. 39–45. ISBN 978-1-139-49889-0.
  41. Prakash, Om (2006). "Empire, Mughal". In John J. McCusker (ed.). History of World Trade Since 1450. Vol. 1. Macmillan Reference USA. pp. 237–240. نه اخيستل شوی 3 August 2017 – via Gale in Context: World History.
  42. Eaton, Richard Maxwell (1996). The Rise of Islam and the Bengal Frontier, 1204–1760. University of California Press. p. 202. ISBN 9780520205079.
  43. Richards, John F. (1995). The Mughal Empire. Cambridge University Press. p. 190. ISBN 9780521566032.
  44. Ray, Indrajit (2011). Bengal Industries and the British Industrial Revolution (1757-1857). Routledge. p. 174. ISBN 978-1-136-82552-1.
  45. "From a school kitchen to a household name, the history of Fakhruddin Biryani". 26 January 2021.
  46. "Technological Dynamism in a Stagnant Sector: Safety at Sea during the Early Industrial Revolution" (PDF).