د بني نضير غزا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

٣- د بني نضير غزا: بني نضير له مدينې سره خوا کې يوه يهودي قبيله وه، چې له خزرج قبيلې سره يې تړون درلود، او له مسلمانانو سره يې هم د صلحې او همکارۍ تړون لاسليک کړي ؤ، خو يهودي له غدر او شر نه ډک طبيعت دېته اړ ايستل چې تړون مات کړي. يو وخت رسول الله (صلى الله عليه وسلم) او ورسره ځنې اصحابو (رضي الله عنهم) د بني نضير په مېنه کې يوه ديوال ته ناست ؤو چې د همدې قبيلې يهودو د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د قتل توطئه جوړه کړه او غوښتل يې د يوې تيږې په راغورځولو سره دا شوم کار تر سره کړي، خو نبي (صلى الله عليه وسلم) پرې پوه شو، په چټکۍ سره راولاړ شو او د مدينې په لور وخوځيد، اصحاب (رضي الله عنهم) هم ورپسې لاړل: بيا يې له هغه ځايه محمد بن مسلمة د بنو نضير يهودانو ته وروليږه او ورته ويې ويل چې نور زما له ښار (وطن) نه ووزئ، دلته نور د پاتې کيدو حق نلرئ، تاسې خپل غدر او شيطانت تر سره کړ. د وتلو لپاره يې لس ورځې مهلت ورکړ، بنو نضيرو پدې اخطار سره د تلو ترتيبات ونيول، خو د منافقينو رئيس عبدالله بن ابي بن سلول پيغام ورواستوه چې بايد له مدينې نه لاړ نه شي، او د دوو زرو (٢٠٠٠) کسانو وعده يې ورسره وکړه چې د دوى د دفاع پخاطربه يې وراستوي، پدې سره يهودان بيرته کيناستل او په خپلو قلاګانو کې يې سنګرونه ونيول او رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته يې داسې پيغام وليږه: مونږ له خپل وطن نه وزو څه دې چې د لاسه کيږي ويې کړه. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) هم له خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) سره د دوى په خوا وخوځيد: بيرغ يې علي بن ابي طالب (رضي الله عنه) ته ورکړ، يهودانو چې کله دوى وليدل نو د غشو او تيږو باران يې پرې جوړ کړ، خو د منافقينو د مشر وعده کړي لښکر ور ونه رسيد او د کومک يې څه درک و نه لګيد. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) محاصره کړل او محاصره اوږده شوه بالاخره ديته مجبور شو چې د يهودانود خرما ونې ووهي، دلته وه چې دوى (يهودانو) د مجبورۍ له مخې ورته وويل: اوس ستا له وطن نه وځو. خو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) دا شرط ورباندي کيښود چې وسلې به له ځان سره نه وړي، او هر څوک، فقط د يوه اوښ د بار په اندازه مال ورسره وړى شي، وينې يې په امن دي څوک يې يو څاڅکى وينه هم نه شي تويولى، خو کله يې چې د وتو اراده وکړه ټول هغه څه يې راوايستل چې وړى يې شوى، بيا يې خپل کورونه ړنګ کړل تر څو مسلمانان ورڅخه ګټه وانخلي او روان شول، له مدينې نه ووتل څوک په خيبر کې چې له مدينې نه (١٠٠) ميله ليرې دى ځاې په ځاې شول، او ځنې نور يې د شام جنوبي خوا (جرش) نومي ځاې کې ميشت شول او يوازې دوه کسان ورنه مسلمان شول. ددې غزا په هکله د حشر سورت نازل شو چيرته چې خداې (جل جلاله) فرمايي: ((هُوَ الَّذِي أَخْرَجَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِنْ دِيَارِهِمْ لأَوَّلِ الْحَشْرِ مَا ظَنَنْتُمْ أَنْ يَخْرُجُوا وَظَنُّوا أَنَّهُمْ مَانِعَتُهُمْ حُصُونُهُمْ مِنْ اللَّهِ فَأَتَاهُمْ اللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمْ الرُّعْبَ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُمْ بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الأَبْصَارِ (2) وَلَوْلا أَنْ كَتَبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ الْجَلاءَ لَعَذَّبَهُمْ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابُ النَّارِ (3) ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَمَنْ يُشَاقَّ اللَّهَ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (4)).(الحشر:٢-٤) (هغه ذات دى چې اهل کتاب کافران يې په همدې لومړۍ حمله کې له خپلو کورونو څه وايستل ستاسې هيڅ دا ګومان نه ؤ چې هغوى به ووځي او هغوى هم دا گڼله چې د هغوى کلاوې به هغوى له الله نه وژغوري خو الله له داسې لوري په هغو راغى چې هغې خوا ته د هغوى خيال هم نه ؤ. د هغو په زړونو کې يې ويره واچوله نتيجه دا شوه چې هغوى خپله پخپلو لاسونو سره هم خپل کورونه ورانول او د مؤمنانو په لاسونو سره يې هم ورانول نو عبرت واخلئ اې د بينا سترګو لرونکو که الله د هغوى په حق کې جلا و‌طني نه واې ليکلى نو په همدې دنيا کې به يې هغوى ته عذاب ورکړي ؤ او په آخرت کې خو د هغو لپاره د دوزخ عذاب دى دا هر څه لدې امله وشول چې هغوى له الله او د هغه له رسول سره دښمني وکړه، او هر څوک چې له الله سره دښمني وکړي الله هغه ته په سزا ورکولو کې سخت دى).