د بنو قريظه غزا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی


٥- د بني قريظه غزا:

دغه غزا د هجرت په پنځم کال د احزاب په غزا پسې  وروسته له هغه چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د بني قريظه فطرتي غدر،پستي او له قريشو سره د هغوى پوره همکاري او مرسته وليده، او دوى پخپله هم د احزابو د غزا په سخت حالت کې له مسلمانانو سره خپل تړون مات اعلان کړ. بني قريظه چې لا تر اوسه په مدينه کې اوسيدل د داسې لوى شر او او بربادۍ ملا يې تړلې وه چې که چېرې د احزابو غزا په ياد شوي شکل پاى ته نه واى رسيدلى نو ددې امکان موجود ؤ چې مسلمانان له مينځه لاړ شي، بناء رسول الله (صلى الله عليه وسلم) لازمه وليده چې دي خائنانو ته د عبرت درس ورکړي،د جهاد او دعوت مرکز (مدينه) يې له شر او کثافت نه پاک کړي، تر څو په راتلونکې کې بيا له شرائطو نه په استفادې سره پخپلو همسايه مسلمانانو تيرى ونکړي، او  د يهودي غدر په واسطه يې درپدر او تباه نکړي.

امام بخاري (رحمة الله عليه) له حضرت عائشې (رضي الله عنها) نه روايت کوي، کله چې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) له غزا نه راوګرځيد سلاح يې کيښوده، غسل يې وکړ، جبرائيل (عليه السلام) ورته راغى په سر يې ګرد او دوړې وې او ويې ويل: سلاح د ايښودې ده، قسم په خداې چې ما تر اوسه خپله وسله نده ايښې. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ورته وفرمايل: نو چيرته؟  ويې ويل: هلته او د بني قريظه په خوا يې اشاره وکړه، عائشه (رضي الله عنها) فرمايې: نو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) فورا د بنو قريظة په لور ور ووت.

رسول الله (صلى الله عليه وسلم) امر وکړ چې خلکو ته خبر ورکړل شي چې ټول د لمازديګر لمونځ بني قريظه ته ورسوي. رسول الله (صلى الله عيه وسلم) راووت او علي (رضي الله عنه) بيرغ نيولى ؤ، درى زره مسلمانان راټول شول چې ورسره ( ٢٦) آسان هم وو.  کله چې علي (رضي الله عنه) د بني قريظه خوا ته نژدې شو د رسول (صلى الله عليه وسلم) او د هغه د سپيڅلوميرمنو په هکله يې له يهودو نه ډيره بده خبره واوريده، نو فورا يې رسول الله (صلى الله عليه وسلم) پدې خبر کړ او ورنه يې وغوښتل چې دې خبيثانو ته ورلنډ نه شي، خو رسول (صلىالله عليه وسلم) په ځواب کې ورته وويل: چې کله ما وويني لدې خبرو نه به يوه هم ونکړي، زه د هغوى په منافقانه او چاپلوسانه طبيعت ښه پوه يم، او همداسې هم شوه. مسلمانانو هغوى (٢٥) شپې محاصره کړل، او بالاخره د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) حکم ته يې غاړه کيښوده او راکوز شول، نو سعد پن معاذ د اوس قبيلې رئيس چې له بني قريظه سره يې تړون درلود داسې فيصله: وکړه جنګ کونکې دې ووژل شي، اولادونه  يې دې اسيران يا غلامان وي، مالونه يې دې وويشل شي. رسول الله (صلى الله عليه وسلم) همدا فيصله  نافذه کړه او په همدې سره د يهودو غدر، توطئې او فريبونه له مدينې او شا او خوا منطقو نه پوره او مکمل ختم شول.

ددې غزا په هکله هم د قرآنکريم څو آيتونه نازل شوي چې د يهودانو غدر او منافقت بيانوي، د هغوى تړون ماتونه او د احزاب په غزا کې له  مسلمانانو سره د دوى نامردي په ګوته کوي:

((وَإِذْ قَالَتْ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا وَيَسْتَأْذِنُ فَرِيقٌ مِنْهُمْ النَّبِيَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَوْرَةٍ إِنْ يُرِيدُونَ إِلاَّ فِرَاراً (13) وَلَوْ دُخِلَتْ عَلَيْهِمْ مِنْ أَقْطَارِهَا ثُمَّ سُئِلُوا الْفِتْنَةَ لآتَوْهَا وَمَا تَلَبَّثُوا بِهَا إِلاَّ يَسِيراً (14) وَلَقَدْ كَانُوا عَاهَدُوا اللَّهَ مِنْ قَبْلُ لا يُوَلُّونَ الأَدْبَارَ وَكَانَ عَهْدُ اللَّهِ مَسْئُولاً (15) قُلْ لَنْ يَنْفَعَكُمْ الْفِرَارُ إِنْ فَرَرْتُمْ مِنْ الْمَوْتِ أَوْ الْقَتْلِ وَإِذاً لا تُمَتَّعُونَ إِلاَّ قَلِيلاً (16)).  (الاحزاب  ١٣/١٦)

کله چې له هغوى نه يوې ډلې وويل چې ((اې د يثرب خلکو! ستاسې لپاره نور د ايساريدو موقع نشته بيرته وګرځئ کله چې  د هغوى يوې ډلې په دې وينا سره له پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) نه د رخصت غوښتنه کوله چې ((زمونږ کورونه تر خطر لاندې دي)) په داسې حال کې چې تر خطر لاندې نه وو په اصل کې هغوى غوښتل چې (د جنګ له محاذ نه) وتښتي، که د ښار له اطرافو نه دښمن راننوتلى واى او په هغه وخت کې هغوى ته د فتنې په لوري بلنه ورکړى شوى واى نو دوى به په کې ځان غورځولى ؤ او ګرانه وه چې دوى دې  د فتنې په شريکيدو کې څه درنګ دريغ کړى واى دغو خلکو له دې نه مخکې له الله سره ژمنه کړې وه چې دوى به شا نه اړوي او له الله سره د شوې وعدې پوښتنه خو ارو مرو کيدونکې ده.اې پيغمبره! دوى ته ووايه  که تاسې له مرګ يا وژل کيدو نه وتښتئ نو دغه تيښته به ستاسې لپاره هيڅ ګټه رسونکې نه وي له هغه وروسته  د ژوند د خوندونو اخستلو ډير  لږ فرصت به تاسې ته در په برخه شي.  تر دې چې فرمايي: ((وَأَنْزَلَ الَّذِينَ ظَاهَرُوهُمْ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِنْ صَيَاصِيهِمْ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمْ الرُّعْبَ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمْ الرُّعْبَ فَرِيقاً تَقْتُلُونَ وَتَأْسِرُونَ فَرِيقاً (26) وَأَوْرَثَكُمْ أَرْضَهُمْ وَدِيَارَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ وَأَرْضاً لَمْ تَطَئُوهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيراً   (27)).(الاحزاب ٢٦/٢٧)

(او له اهل کتاب نه چې کومو کسانو د دغو يرغلګروملګرتيا کړې وه الله د هغو له کلاګانو څخه هغوى راکوز کړل او د هغوى په زړونو کې يې داسې ويره واچوله  چې نن تاسې له هغوى نه يو ډله وژنئ او بله ډله بندي کوئ تاسې يې د هغوى د ځمکې او د هغوى د کورونو او د هغوى د مالونو وارثان وګرځولئ او هغه سيمه يې تاسې ته درکړه چې تاسې هغه هيڅکله تر پښو لاندې نه وه کړې الله په هر څه باندې قادر دى