د بلخاب پاڅون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بلخاب پاڅون په افغانستان کې د سرپل ولایت د بلخاب په ولسوالۍ کې د طالبانو په وړاندې د هزاره بغاوت و. مشري يې مهدي مجاهد کوله او د 2022ز کال د جون په درويشتمه نیټه د مهدي مجاهد د ځواکونو له خوا د بلخاب ولسوالۍ له نیولو وروسته پيل شو.

په لومړیو کې کله چې مهدي مجاهد د طالبانو په وړاندې د جګړې اعلان وکړ، طالبانو هغه جدي و نه نیو. وروسته نوموړي خپل جنګیالي راټول او په چټکۍ سره یی خپل پلرنی ټاټوبی بلخاب ولسوالۍ ونیوله، طالبانو هلته سرتيري واستول، چې د مهدي او د هغه له مليشو څخه ډېر زیات وو.[۱]

مخينه[سمول]

د طالبانو او مهدي مجاهد تر منځ تاوتریخوالی چې د دوی یوازینی هزاره شیعه قوماندان و، د طالبانو له خوا د افغانستان له نیولو وروسته هغه مهال پیل شو، کله چې د دوی مشرتابه هڅه وکړه د بلخاب د ډبرو سکرو پر کان ډېر  واک تر لاسه کړي.[۲]

طالبانو تر دې بريده انتظار وکړ، تر څو نوموړي له هزاره ګانو او نورو شیعه مسلمانانو سره د هغوی پر چلند او د نجونو د ښوونځیو پر تړلو په عام ډول نيوکې بيل کړې. له همدې امله طالبانو نوموړی د باميان ولايت د استخباراتو له رياست څخه ګوښه کړ.  [۳][۴]

جګړه[سمول]

د استخباراتو له مشرۍ څخه تر ګوښه کېدو وروسته، مهدي مجاهد له طالبانو جلا او وروسته یی له هغوی سره جګړه اعلان کړه. مهدي مجاهد په چټکۍ سره د بلخاب ولسوالۍ ونیوله، د طالبانو ولسوال یی لرې او پر ځای یی له خپلو ځواکونو څخه یو شیعه هزاره ولسوال کړ. د بلخاب له نیولو وروسته، مهدي مجاهد وویل چې هیڅوک دغه ولسوالۍ له هزاروو په زور نه شي اخیستلای. طالبانو په لومړیو کې شاوخوا پنځه سوه سرتیري راټول او له دوه لوريو یې د مهدي د نیولو طرحه جوړه کړه، چې یوه یې په سمنګان ولایت کې له دره صوف بالا ولسوالۍ څخه او بله یې په بامیانو کې د یکاولنګ ولسوالۍ څخه وه. طالبانو هم د قاري صلاح الدین ایوبي په مشرۍ په جوزجان او فاریاب ولایتونو کې له خپلو ازبک توکمو غوښتي و، چې د مهدي د نیولو لپاره لږ تر لږه دوه سوه جنګیالي چمتو کړي، خو هغوی انکار وکړ. [۵][۶]

د 2022ز کال د جون په ديارلسمه نیټه، د بلخاب ټوله ولسوالۍ د مهدي مجاهد د سرتیرو له خوا اداره کېده.[۷]

د 2022ز کال د جون په درويشتمه نیټه، طالبانو د بلخاب د نیولو هڅه وکړه، خو د سخت مقاومت له امله ولسوالۍ ته ان په ننوتلو کې هم له ناکامۍ سره مخ شول. په یو رسمي ټویټ کې، صبغة احمدي چې د ملي مقاومت جبهې ویاند دی، وویل چې (نن سهار اوه بجې، طالبانو هڅه وکړه د سانچارک د قم کوتل سانچارک له لارې د بلخاب پر زړورو او عدالت غوښتونکو خلکو برید وکړي). د ځایی خلکو په وینا، طالبانو بلخاب ته له مختلفو لوريو سرتیري ولیږل، څو مهدي مجاهد ونیسی او ځواکونه يې مات کړي. مهدي مجاهد وویل، چې د دوی ځواکونو د جون په درويشتمه د طالبانو دوه بریدونه او د جون په څلورويشتمه یو برید په شا تمبولي او په ترڅ کې یې ګڼ شمېر طالب جنګیالي وژل شوي دي. محمد محقق چې یو هزاره سیاستوال دی، د مهدی ملاتړ وکړ او طالبانو ته یی خبر ورکړ چې په مهدی مجاهد برید «به د هزاره په وړاندې د جګړې معنی ولري». [۸][۹]

دواړه خواوې په دیزدان دره، دوزدان دره، قوم کوتل او اب کلان سیمو کې له یو بل سره په جګړه کې ښکیل شوې، او د لسګونو تنو د مرګ ژوبلې راپور ورکړل شو، چې د طالبانو تلفات زیات وو. مهدي مجاهد ته یوې نیږدې سرچینې ادعا وکړه چې د مهدي د ځواکونو له بريا وروسته د طالبانو ځواکونه له څو محاذونو څخه ووتل. [۱۰][۱۱]

د جون په پنځه ويشتمه نیټه طالبانو د مهدي مجاهد پر کور یو هوایی برید وکړ، خو نه هغه او نه د هغه د کورنۍ څوک ټپې او یا مړه شو. [۱۲]

د جولای په درېيمه نیټه طالبانو د مهدي مجاهد نهه تسلیم شوي سرتیري اعدام کړل. طالب جنګیالیو په بلخاب کې د ملکي خلکو په وړاندې هم ظلمونه کړي دي. د جولای په شپږمه نیټه طالبانو شاوخوا اته زره سرتیري ځای پر ځای کړل، د بلخاب ولسوالي یې محاصره کړه او هر څوک يې له ولسوالۍ څخه له وتلو او ولسوالۍ له داخليدو بند کړل. طالبانو همداراز په بلخاب کې انټرنیټ پرې کړ. مهدي مجاهد له خپلو جنګیالیو څخه وغوښتل چې ناهيلي نه شي او د طالبانو په وړاندې سخته جګړه وکړي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

کریم خلیلي چې یو بل هزاره سیاستوال او د حزب وحدت مشر و، پر طالبانو د بلخاب د وګړو سره د هغوی په چلند نیوکه وکړه. هغه ولیکل چې "په دې جګړه کې د انسانیت په وړاندې د جنایتونو ښکاره نښې لیدل کیږي؛ په عامو وګړو په مستقیمه او قصدي توګه برید شوی، د خلکو کورونه او شتمنۍ لوټ شوي. پر دې سربېره د سیمې نښلونکې او خلکو ته د خوراکي توکو د رسولو لارې او شبکې په بشپړه توګه پرې شوي دي". [۱۸]

د جولای د لومړیو په شاوخوا کې طالبانو بلخاب ته نږدې د بغاوت کونکو په وړاندې د مبارزې د يوې برخې په توګه د ګلورز کلی ونیو. د راپورونو له مخې د دې مبارزاتو په اوږدو کې د طالبانو له خوا ډیری جنګي جنایتونه د هزاره وګړو په وړاندې ترسره شوي چې له امله یې کډوال ګاونډیو ولایتونو ته کډه شوي دي. [۱۹]

جګړه د طالبانو په ګټه او د مهدي مجاهد په مړینه پای ته ورسیده.  [۲۰]

جنګي جنايتونه او د بشري حقوقو څخه سرغړونه[سمول]

د بلخاب ولسوالۍ په شاوخوا کلیوالي سیمو کې طالبانو د جګړې په جریان کې د هزاره شیعه وګړو په وړاندې یو لړ جنګي جنایتونه وکړل. د 2022ز کال د جون په نهه ويشتمه نیټه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وویل، چې طالبانو ملکي وګړي او د جګړې بنديان وژلي، د ملکي خلکو کورونه یې سوځولي، ملکي وګړي یې بې ځایه کړي او ملکي بنسټونه یې بمبار کړي دي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د طالبانو کړنې د جنګي جنایتونو په توګه ډلبندي کړې. د روخشانه رسنۍ له نظره د جولای له لومړۍ نیټې څخه، د طالبانو له خوا وژل شوي درويشت تنه د ملکيانو په توګه پېژندل شوي، او نهه ويشت نور نه دي نامعلومه دي. د جولای په دويمه نیټه هشت صبح اټکل وکړ چې يو سل او پنځوس ملکي وګړي د طالبانو له خوا وژل شوي او ځینې یې شکنجه شوي دي. اټکل شوي چې اوه ويشت زره اوسېدونکي بې ځایه شوي دي. ایت الله سیستاني بې ځایه شویو هزاره ګانو ته د خوراکي او نورو لومړنیو اړتیاوو شاوخوا زر کڅوړې، او د بابا مزاري بنسټ شاوخوا اتيا بستې ولېږلې.[۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite tweet
  2. "Thousands flee feuding Taliban in Afghanistan's north". France 24 (په انګلیسي ژبه کي). 2022-07-22. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Taliban to Clear Its Ranks From Non-Pashtun Commanders - Hasht-e Subh Daily". 8am.af. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  4. (په 2022-08-18 باندې). The Bloody Uprising Against the Taliban Led by One of Their Own. The New York Times.
  5. "Taliban Deploys Troops to Arrest Mawlawi Mehdi – Hasht-e Subh Daily". 8am.af. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  6. "Taliban Deploys Troops to Arrest Mawlawi Mehdi - Hasht-e Subh Daily". 8am.af. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  7. "تنش در سرپل؛ طالبان به ولسوالی بلخاب «نیروی نظامی» اعزام می‌کند". BBC News فارسی (په پارسي ژبه کي). 13 June 2022. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "گزارش‌ها از آغاز درگیری میان طالبان و نیروهای مولوی مهدی در بلخاب". BBC News فارسی (په پارسي ژبه کي). 23 June 2022. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Fierce Fighting Rages Between Taliban and Local Forces Led by Mawlawi Mehdi in Balkhab". Hasht-e Subh Daily (په انګلیسي ژبه کي). 2022-06-23. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ جون ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Fierce Fighting Rages Between Taliban and Local Forces Led by Mawlawi Mehdi in Balkhab". Hasht-e Subh Daily (په انګلیسي ژبه کي). 2022-06-23. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ جون ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Taliban Carry Out Airstrikes on Mawlawi Mehdi's House As Offensives on Indigenous Forces Resume in Balkhab - Hasht-e Subh Daily". 8am.af. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  12. "Taliban Carry Out Airstrikes on Mawlawi Mehdi's House As Offensives on Indigenous Forces Resume in Balkhab - Hasht-e Subh Daily". 8am.af. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  13. "Taliban Shot Dead Surrendered Individuals in Balkhab District, Sar-e Pol Province - Hasht-e Subh Daily". 8am.af. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "آوارگان جنگ بلخاب در بامیان؛ کاربران شبکه‌های اجتماعی کارزار جمع‌آوری کمک راه‌اندازی کردند". افغانستان اینترنشنال. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "یوناما: گزارش‌های نقض جدی حقوق بشر توسط نیروهای طالبان در بلخاب را پیگیری می‌کنیم". BBC News فارسی. 29 June 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Mawlawi Mehdi Coherences His Forces in Balkhab to Fight Against Taliban - Hasht-e Subh Daily". 8am.af. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  17. "Taliban Closes Access Routes to Balkhab District, Sar-e Pol - Hasht-e Subh Daily". 8am.af. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  18. "کریم خلیلی: طالبان در ولسوالی بلخاب جنایت علیه بشریت را مرتکب شدند". روزنامه صبح کابل. 2022-06-28. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Subh, Hasht-e (2022-07-11). "Defeated and Encircled, the Hazara Community in Balkhab Scrambling to Escape Atrocity Crimes Committed by Vengeful Taliban". Hasht-e Subh Daily (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جولای ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "طالبان: مولوی مهدی هنگام خروج از افغانستان کشته شد". www.aa.com.tr. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Thousands flee feuding Taliban in Afghanistan's north". France 24. July 22, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Mudabber, Mahdi. "جنگ بلخاب؛ دفتر آیت الله سیستانی و بنیاد بابه مزاری به آوارگان کمک ارسال کردند/ گزارش شفقنا | خبرگزاری شیعیان افغانستان | Afghanistan - Shia News Agency". af.shafaqna.com (په پارسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)