د بلجیم تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بلجیم تاریخ په ۱۸۳۰ز کال کې د عصري دولت له رامنځته کېدو پیل شوی او د هغه له ګاونډیو هېوادونو، لکه: هالنډ، المان، فرانسه او لوګزامبورګ سره تړلی دی. په خپل تاریح کې ډېری وخت، اوسنی بلجیم یا هم د یوې لویې خاورې برخه وه، لکه کارولینجي سترواکۍ، او یا هم په یو شمېر کوچنیو ایالتونو وېشل شوی، چې په هغې ډله کې بربانټ دوچي، د فلانډرز ښار او د لوکزامبورګ ښار شامل دي. بلجیم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله او د هغه هېواد په توګه چې د بېلابېلو کلتورونو تر منځ یې اړیکې ټینګې کړي په خپل تاریخ کې د «اروپا څلور لارې» بلل کیږي. د ډیری لښکرو لپاره چې په خپله خاوره کې جنګیږي، دا د «اروپا د جګړې ډګر» یا «د اروپا ژور ځای» هم بلل کیږي. دا هېواد د یوه اروپایی ملت په توګه چې د لاتیني فرانسوۍ او جرمني هالنډي ژبو تر منځ د ژبې سرحد لري هم د پام وړ دی.[۱][۲]

اتیا کلنه جګړه (۱۵۶۸-۱۶۴۸ز کلونه) د شمالي هالنډ جمهوریت او سویلي هالنډ ترمنځ د ویش لامل شوه چې بلجیم او لوګزامبورګ هم له هغه ځایه وده وکړه.

په سیاسي لحاظ دا هیواد یو وخت د مذهب په مسایلو کې قطبي شوی و او په وروستیو لسیزو کې د ژبني توپیر او غیر مساوي اقتصادي پراختیا له امله له نویو اختلافاتو سره مخ شو. دا روان مخالفت د ۱۹۷۰ ز لسیزې راهیسې د پراخو اصلاحاتو لامل شو، د بلجیم پخوانی متحد ایالت یې په فدرالي دولت بدل کړ. اوس په دریو برخو ویشل شوی: په شمال کې فلانډرز (هالنډي خبرې کوي)، په سویل کې والونیا (فرانسوي خبرې کوي) او په منځ کې دوه ژبني بروکسل دی. له المان سره د پولې په اوږدو کې د الماني ژبې ویونکي هم شتون لري چې په ۱۸۱۵ز کال کې د ویانا په کانګرس کې پروشیا ته ورکړل شوي، خو د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۱۹ز کال کې د ورسیلیس تړون وروسته بلجیم ته اضافه شو. الماني ژبه د بلجیم درېیمه رسمي ژبه ده.

مخکینۍ تاریخچه[سمول]

د بلجیم په خاوره کې د لومړنیو انسانانو فوسیلونه په ۱۸۲۹-۳۰ کې په اینګیس او نورو ځایونو کې کشف شوي، ځینې یې لږ تر لږه ۱۰۰۰۰۰کاله مخکې له میلاد پورې تاریخ لري.[۳]

د شمالي اروپا د ډبرو نوې دورې د کرنې لومړنۍ ټیکنالوژي، چې د LBK کلتور په نامه یادېږي، د بلجیم ختیځ ته او په شمال لویدیځ کې سویل ختیځ اروپا ته رسیدلی دی. د ۵۰۰۰ کاله مخکې له میلاد په شاوخوا کې د ختیځ بلجیم په هیسبای سیمه کې د هغې پراختیا ودرېده. د بلجیم LBK د کلیو په شاوخوا کې د دفاعي دیوالونو د کارولو لپاره د پام وړ دی.[۴][۵][۶]

د لیمبورګ کولالي او لا هوګویټ کولالي هغه سبکونه دي چې د فرانسې شمال لویدیځ او هالنډ ته سېدلي دي، خو ځینې وختونه استدلال کېږي چې دا ټیکنالوژي د کولالي د ټیکنالوژۍ پایله ده چې د ختیځ بلجیم او شمال ختیځ فرانسې د LBK کرهنیز نفوس څخه هاخوا خپره شوې، او د راټولوونکو ښکاریانو له خوا جوړیږي. د ډبرو د نوې دورې کلتور چې یو څه وروسته پیل شوی چې د والونیا په مرکز کې موندل شوی د تش په نامه «Groupe de Blicquy» دی چې ښايی د LBK کډوالو د یوې برخې استازیتوب وکړي. [۷][۸][۹]

د بلجیم انقلاب[سمول]

د بلجیم انقلاب د ۱۸۳۰ز کال په اګست میاشت کې هغه وخت رامنځته شو، کله چې د بروکسل د La Monnaie په اوپیرا کور کې د اوبر له خوا د La Muette de Portici لاریون کوونکي خلک د وطنپالنې سندرې په ویلو سره سړکونو ته راووتل. په کوڅو کې تاوتریخوالی ډیر ژر پیل شو، او په بروکسل کې ګډوډي واکمنه شوه. لیبرال بورژوازي، چې د مخ پر پراخېدنکي انقلاب په لومړي سر کې و، ، د تاوتریخوالي له امله وېرېدلی و او هالنډ سره د جوړجاړي منلو ته چمتو شو.[۱۰]

د ډیریو دلایلو له امله انقلاب رامنځته شو. په سیاسي کچه، بلجیمیانو احساس وکړ چې د هالنډ په ټاکل شوې ولسي جرګه کې د پام وړ کم استازي لري او د اورنج  له بې شهرته شهزاده، راتلونکی دویم ویلیم چې په بروکسل کې د پاچا لومړي ویلیم استازی و، ناخوښي وو.

د رایې ورکولو حق[سمول]

په ۱۸۹۳ ز کې حکومت د نارینه وو د عمومي رایې ورکولو وړاندیز رد کړ. د بلجیم کارګرانو ګوند چې په غوسه شوی و عمومي اعتصاب یې وکړ؛ د اپریل تر ۱۷ پورې، د ۵۰۰۰۰ څخه ډیر اعتصاب کوونکو شتون درلود. په ټول هیواد کې د Garde Civique (د ملکي ګارد یا ملیشو) سره تاوتریخوالی رامنځته شو، لکه په مونس کې، چې دلته ډیری برید کوونکي ووژل شوو. تاوتریخوالی زیات شو. حکومت ډیر ژر په شا شو، او د نارینه وو عمومي رایه ورکولو حق یې تصویب کړ، خو د شتمنۍ، تعلیم او عمر پر بنسټ د کثرت رایو په جوړولو سره یې اغیز راکم کړ. کاتولیک محافظه کاران، د ۶۸٪ څوکیو سره، په واک کې پاتې شول، ځکه چې لیبرالان یوازې ۱۳٪ څوکیو ته راټیټ شول او سوسیالیستانو خپله ونډه وساتله. [۱۱]

بیا په ۱۹۰۲ز او ۱۹۱۳ ز کال کې عمومي اعتصابونه وشول چې موخه یې د ټاکنیزو اصلاحاتو تحمیلول او د کثرت رایې ورکولو سیسټم پای ته رسول وو. د ۱۹۱۳ ز کال له اعتصاب وروسته یو کمیسیون رامنځته شو او تمه کیده چې د کثرت رایې لرې کړي - خو پلي کول یې په ۱۹۱۴ز کې په بلجیم د المان د برید له امله وځنډول شو. په ۱۹۱۸ز کال کې، پاچا البرټ د جګړې څخه وروسته «د ملي اتحادیې حکومت» جوړ کړ او د یوه سړي لپاره، یوه رایه نارینه وو ته د عمومي رایې حق ورکړ. د ښځو په رایه ورکولو وروستی بندیز یوازې په ۱۹۴۸ ز کال کې لرې شو.[۱۲]

هنر او کلتور[سمول]

د ایکسپریشنیزم انځورګرۍ غورځنګ په فلانډرز کې د جیمز اینسور، کانسټنټ پرمیک او لیون سپیلیارټ په څیر د هنرمندانو تر نظر لاندې یوه ځانګړې بڼه وموندله.

د بلجیم سورریالیست هنر د جګړې په دورې کې وده وکړه. د ریني میګریټ لومړني سوریالیست انځورګری د The Lost Jockey په نوم  په ۱۹۲۶ ز کال کې راڅرګنده شوه. پاول ډیلواکس هم په دې ژانر کې خورا اغیزمن انځورګر و.

د ۱۹۳۰ز لسیزې په اوږدو کې په بلجیم کې د مزاحیه یا خنوونکې ټوټې خورا مشهورې شوې. د شلمې پیړۍ یو له خورا مشهور خنوونکې ټوټې څخه، د هیرګ د ټینټین سفرونه په لومړي ځل په ۱۹۲۹ز کې راڅرګند شوو. د خندونکو ټوټو وده هم د مشهور هنري غورځنګ سره یوځای شوه چې بېلګه یې د اډګر پي جیکوبز، جیجي، ویلي وینډرسټین او اندري فرانکین له خوا وړاندې شوې.

۲۰۱۴ ز کال - اوسمهال[سمول]

د ۲۰۱۴ ز کال فدرالي ټولټاکنې (د سیمه ییزو ټاکنو سره همغږي) د فلاندري ملتپال N-VA لپاره د نورو ټاکنیزو لاسته راوړنو پایله وه، که څه هم اوسنی ایتلاف (د فلاندري او فرانسوي ژبو سوسیال دیموکراتانو، لیبرالانو او مسیحي دیموکراتانو څخه جوړ شوی) په پارلمان او ټولو ټاکنیزو حوزو کې قوي اکثریت مني. د ۲۰۱۴ز کال د جولای په ۲۲، پاچا فیلیپ، چارلس میشل (MR) او کریس پیټرز (CD&V) د نوې فدرالي کابینې د جوړولو د مشري لپاره وټاکل شو چې د فلاندري ګوندونو N-VA، CD&V،Open Vld او فرانسوي ژبو MR څخه جوړه شوې وه، چې د میشل په حکومت کې یې پایله ورکړه. دا لومړی ځل و چې N-VA د فدرالي کابینې برخه وه، په داسې حال کې چې د فرانسوي ژبو اړخ یوازې د MR له خوا استازیتوب کیده، چې په والینیا کې یې د عامه رایو لږه برخه ترلاسه کړې وه.[۱۳]

د ۲۰۱۹ ز کال په مې میاشت کې فدرالي ټولټاکنې د فلانډرز په فلاندري ژبې شمالي سیمه کې د ښي اړخه Vlaams Belang ګوند لویې لاسته راوړنې ترلاسه کړې. د والونیا په جنوبي سیمه کې چې فرانسوي خبرې کوي، سوسیالیستان پیاوړي وو. معتدل فلانډري ملتپال ګوند N-VA په پارلمان کې ترټولو لوی ګوند پاتې شو. د ۲۰۱۹ ز کال د جولای په میاشت کې لومړی وزیر چارلس میشل د اروپايي شورا د رئیس په توګه وټاکل شو. د هغه ځای ناستی سوفي ولیمز د بلجیم لومړۍ ښځینه لومړۍ وزیره وه. هغې د ۲۰۱۹ ز کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د سرپرست حکومت مشري کوله. د فلانډر لیبرال ګوند سیاستوال الکساندر ډي کرو د ۲۰۲۰ز کال په اکتوبر میاشت کې نوی لومړی وزیر شو. ګوندونو له ټاکنو ۱۶ میاشتې وروسته پر فدرالي حکومت هوکړه وکړه.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. Thomas Alford Smith, A Geography of Europe (Macmillan, 1921), p. 115.
  2. کينډۍ:Cite dictionary
  3. "Descriptions of Fossil Neandertals". Bone and Stone. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Boerderij uit de jonge steentijd ontdekt in Riemst, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اپرېل ۲۰۱۶ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Vanmontfort (2007), "Bridging the gap. The Mesolithic-Neolithic transition in a frontier zone", Documenta Praehistorica, 34: 105–118, doi:10.4312/dp.34.8 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "100,000 Year-old DNA Sequence Allows New Look At Neandertal's Genetic Diversity". Sciencedaily.com. 2006-06-07. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Vanmontfort (2007), "Bridging the gap. The Mesolithic-Neolithic transition in a frontier zone", Documenta Praehistorica, 34: 105–118, doi:10.4312/dp.34.8 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Constantin; Ilett; Burnez-Lanotte (2011), "La Hoguette, Limburg, and the Mesolithic", in Vanmontfort; Kooijmans; Amkreutz (المحررون), Pots, Farmers and Foragers: How Pottery Traditions Shed a Light on Social Interaction in the Earliest Neolithic of the Lower Rhine Area, Amsterdam University Press الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Vanmontfort (2004), "Inhabitées ou invisibles pour l'archéologie" (PDF), Anthropologia et Praehistorica, 115 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Cook, Bernard A. (2004). Belgium: a history. New York [u.a.]: Peter Lang. د کتاب پاڼي 59–60. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0820458243. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Els Witte, et al., Political History of Belgium: From 1830 Onwards (2009), p. 86.
  12. Meier, Petra. "Report from Belgium". European Database – Women in Decision-making. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Belgium agrees to form coalition government | DW | 07.10.2014". Deutsche Welle. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "No coalition in sight after fractured Belgium election | DW | 27.05.2019". Deutsche Welle. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Belgium agrees on federal government, de Croo to become PM". October 2020. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جنوري ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Belgium gets first female PM as Sophie Wilmès takes office". TheGuardian.com. 28 October 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Who is Charles Michel, the next President of the European Council?". 17 August 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)