د بغداد کلابندي )۱۲۵۸)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بغداد کلابندي هغه محاصره وه  چې ۱۲۵۸ کال کې په بغداد کې پېښه شوه او د جنورۍ له ۲۹ څخه د  فبرورۍ تر۱۰ پورې یې ۱۳ ورځې دوام وکړ. دا کلابندي چې د مغول الخانات ځواکونو او د هغوی د متحدینو سرتېرو له خوا ترسره شوه، د بغداد ښار چې هغه وخت د عباسي خلافت پلازمېنه وه، کلابند، فتحه او لوټ کړ. مغوليان د خاقان منګو خان د ورور هلاکو خان تر قوماندې لاندې وو، چې هوډ یر درلود چې بین النهرین کې خپله واکمني نوره هم وغځوي، خو په مستقيم ډول خلافت نسکور نکړي. که څه هم مانګو خان هلاکو ته لارښوونه کړې وه که چېرې خلیفه المستعصم خاقان ته له تسلیمېدو او په فارس کې د مغول ځواکونو ته د نظامي ملاتړ په بڼه مغولالیانو ته له باج ورکولو څخه ډه ډه وکړي، په بغداد به برید وکړي.  

هلاکو خپل خوځښت په فارس کې د نزاري اسماعیلیانو د مرچلو په وړاندې پیل کړ، چې دوی د الموت سنګر یې ونیولو. نوموړي بیا د بغداد په لور وخوځېد او له المستعصم یې وغوښتل چې په عباسیانو باندې د مانکو له لوري د وضع شوو شرایطو سره هوکړه وکړي. که څه هم عباسیان د یرغل پر وړاندې په چمتوالي کې پاتې راغلي وو، خو خلیفه باور دلود چې بغداد د یرغلګرو ځواکونو لاس ته نشي لوېدی او تسلیمېدل یې رد کړل. هلاکو وروسته ښار کلابند کړ چې ۱۲ ورځې وروسته تسلیم شو.   [۱]

مغولیانو په راتلونکې اونۍ کې بغداد لوټ کړ، ډېر جنایتونه يې وکړل؛ د کتابتونونو د کتابو او د عباسیانو د پراخو کتابتونونو د ورانۍ د کچې په اړه د تاریخ پوهانو ترمنځ ډول ډول بحثونه شتون لري. مغولیانو المستعصم اعدام او د ښار ډېر اوسېدونکي يې قتل عام کړل چې ښار له وکړو څخه تش شو. دا کلابندي د اسلام د زرینې دورې د پای ټکی ګڼل کېږي، چې خلفاوو یې په ترڅ کې د ایبرییان له ټاپووزمې څخه تر سنده پورې خپله واکمني غځولې وه، او په بېلابېلو برخو کې د ډېرو کلتوري لاسته راوړنو ښکارندویه هم وه.   [۲]

شالید[سمول]

د څو پېړیو په اوږدو کې بغداد د عباسيانو د دریم خلافت د خلافت پلازمېنه وه چې واکمنان یې د محمد صلی الله علیه وسلم د تره عباس اولاده وو، عباسيانو په ۷۵۱ کال کې د امويانو واکمني نسکوره کړه او د خلافت مرکز یې له دمشق څخه بغداد ته ولېږدولو. دا ښار په خپل اوج کې تقريباً یو میلیون نفوس درلود او د ۶۰۰۰۰ کسیز لښکر له خوا یې ساتنه کېدله. د عباسیانو واک د دیارلسمې پېړۍ په نیمایي کې کم شو او ترک او مملوک جنګسالاران اکثراً په خلیفه ګانو باندې اغېز درلود.  [۳]

بغداد لا هم ډېر سمبولیک اهمیت درلود او  یو بډایه او فرهنګي ښار پاتې شوی و. د ۱۲ او ۱۳ پېړیو خلیفه ګانو په ختیځ کې د مغولیانو د پراخېدونکې سترواکۍ سره د اړیکو پراختیا پیل کړې وه. کله چې د خوارزم دوهم محمد پر عباسیانو د برید ګواښ وکړ خلیفه نصیرالدین الله چې له ۱۱۸۰-۱۲۲۵ کلونو پورې یې پاچاهي وکړه له چنګېز خان سره یې د پیوستون هڅه وکړه. داسې اوازې دي چې مغول خاقان ته یو شمېر صلیبی اسيران د باج په توګه لېږل شوي وو.[۴][۵]

د مغولیانو د پټ تاریخ یا The Secret History of the Mongols پر بنسټ، چنګېز او د هغه ځای ناستي اوګتای خان خپل جنرال چورمقان ته امر وکړ چې پر بغداد برید وکړي. د چورمقان په مشرۍ د مغول یو لښکر په ۱۲۳۶ کال کې اربیل ښار لور ته و خوځېد چې د عباسيانو تر واکمنۍ لاندې پاتې شوی و. په اربیل او د خلافت په نورو سیمو باندې نورو بریدونو نږدې یو کال دوام وکړ. ویل کېږي چې ځینې بریدونه تر خپله بغداد پورې رسېدلي وو، خو د مغولیانو دا بريدونه تل بریالي نه و او عباسي ځواکونو غلګر په ۱۲۳۸  او ۱۲۴۵ کلونو کې له ماتې سر مخامخ کړل.    [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

عباسیانو د خپلو بریالیتوبونو سربېره، هیله درلوده چې د مغولیانو سره هوکړې ته ورسېږي او د ۱۲۴۱ کال تر پیل پورې یې د خاقان دربار ته د کلني باج لېږدول منلي وو. د خاقان د سترواک په توګه، په ۱۲۴۶ کال کې د ګویوک خان په تاج اېښودنه کې او په ۱۲۵۱ کال کې منګوخان خان په تاج اېښودنه  کې د خلیفه استازو شتون درلود. ګویوک د خپلې لنډې واکمنۍ پر مهال، ټینګار وکړ چې خلیفه المستعصم د مغول واکمنۍ ته په بشپړه توګه تسلیم شي او شخصاً قراقرم ته راشي. خاقان د مغولیانو د واکمنۍ د پراخولو پر وړاندې د انکار او عباسیانو له خوا د نورو مقاومتو په خاطر بایجو ګرم و ګڼلو.  [۱۲][۱۳]

د د هلاکو لښکر لېږد[سمول]

پلان[سمول]

منګوخان په ۱۲۵۷کال کې په بین النهرین، سوریه او فارس کې د غښتلې واکمنۍ  د بنسټ اراده وکړه. خاقان خپل ورور هلاکو ته  د خانیت او پوځ، الخانات پر سر صلاحیت ورکړ ترڅو د خلافت په ګډون د مسلمانانو مختلف دولتونه تسلیمېدو ته مجبور کړي. که څه هم منګوخان د المستعصم د نسکورلو په لټه کې نه و، هلاکو ته یې امر وکړ چې په هغه صورت کې بغداد وران کړي چې خلیفه د نوموړي غوښتنې و نه مني، په داسې ډول چې هلاکو ته د خلیفه شخصاً تسلیم شي او د نظامي ځواک په بڼه هلاکو ته باج ورکړي تر څو د پارسي اسماعیلي دولتونو پروړاندې د هلاکو د پوځ خوځښت غښتلی کړي.

هلاکو د خپل يرغل د چمتوالي لپاره يو ستر پوځي ځواک جوړ کړ چې د مغولیانو په ټوله سترواکۍ کې يې له هرو لسو تنه نارینه وو څخه چې عسکري عمر ته برابر وو، يو يې د عسکری خدمت لپاره جلب کړ او د يوه اټکل له مخې ۱۵۰۰۰۰ پوځيان یې راټول کړل چې تر ټولو لوی مغولي لښکر ګڼل کېده. د لښکر په جنرالانو کې د لښکر مشران لکه ارغون اغا، بایجو، بوقا تیمور، ګوو کان او کیتبوقا او همدارنګه د هلاکو ورور سنیتای او نور جګره ماران ګډون درلود. همدارنګه دا لښکر د عیسوي ځواکونو لکه د ارمنستان پاچا او د هغه پوځ، د انتاکیا د شهزاده مېشتې څخه د یوې فرانکي قطعه او ګرجستاني ځواک پر مټ چې غوښتل یې چې د عباسی مسلمانانو څخه د خوارزم شاهانو له خوا لسیزې وړاندې د خپلې پلازمینې، تبلیسي د لوټ غچ  واخلي، ملاتړ شوی و.  د فارس معاصر څارونکي، عطا ملک جوویني په وینا، تقریباً د توپونو ۱۰۰۰ چینایي کارپوهان او د فارس او ترک مرستندویه ځواکونه د لښکر سره مل و.  [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

پخواني خوځښتونه  [سمول]

هلاکو لومړی خپل لښکر فارس ته واستاوه چې هلته هغه د لورس، بخارا او د خوارزم شاه د لړۍ د پاتې شونو په وړاندې په بریالیتوب سره جګړې وکړې. هلاکو د هغوی له تابع کولو وروسته، خپل پام د نزاري اسماعیلیانو او د هغوی لوی مشر امام علاء الدین محمد خوا ته واړوه چې هم یې د منګوخان او هم د هلاکو د ملګري او تر لاس لاندې، کتبوقا د وژلو هڅه کړې وه. که څه هم د حشاشیانو ډله په دواړو هڅو کې ناکامه شوه، هلاکو د الموت کلا ته خپل لښکر واستاوه چې هغه تر واک لاندې راوستله. وروسته مغولیانو د حشاشیانو لوی مشر، امام رکن الدین خورشاه، چې د لنډ وخت لپاره ۱۲۵۵-۱۲۵۶ د علاء الدین محمد ځای ناستی شوی و، اعدام کړ.

د بغداد نسکورېدل[سمول]

بغداد ته د هلاکو خوځښت[سمول]

هلاکو د حشاشیانو له ماتې وروسته  المستعصم ته یو پیغام ولېږه او د منګوخان له لوري ټاکل شوو شرایطو ته يې د هغه هوکړه وغوښته. المستعصم د خپل مشاور او لومړي وزیر ابن الکامی د نفوذ له امله تر ډېرې اندازې انکار وکړ. تاریخ پوهانو له تسلیمۍ څخه د الکامي انکار ته بېلابېل لاملونه لکه خیانت او بې کفایتي وړاندې کړي دي، او داسې ښکاري چې هغه خليفه ته د یرغل د شدت په اړه درواغ ویلي چې المستعصم ته یې ډاډ ورکړ چې که چېرې د مغولیانو د لښکر له لوري د خلافت پلازمېنه له ګواښ سره مخ شي، اسلامي نړۍ به يې په چټکۍ مرستې ته ور ودانګي.[۱۹][۲۰]

نوموړي که څه هم د هلاکو غوښتنو ته په داسې یوه بڼه ځواب ورکړ چې د مغولو قوماندان په کافي ډول ګواښوونکی او برید کوونکی وګڼلو چې د خبرو اترو د بندلو لپاره یې بسنه کوله، المستعصم په بغداد کې د لښکر په رابللو کې ناغېړي وکړ ترڅو تر خپل امر لاندې ځواکونه  پیاوړي کړي، او نه يې د ښار دېوالونه ټينګ کړل. مغولیان د جنورۍ په ۱۱ نېټه ښار ته نږدې شول و او د دجلې سیند په دواړو غاړو کې یې ځانونه ځای پر ځای کړل ترڅو د ښار په شاوخوا کې انبور په بڼه ځواک ترتیب کړي. المستعصم په پای کې له دوی سره د جګړې پرېکړه وکړه او ۲۰۰۰۰ سپاره سرتېري یې واستول چې پر مغولیانو  برید وکړي. سپرو سرتېرو د مغولیانو له لوري  غوڅنده ماتې وخوړه، د دوی پوځي انجینرانو د دجلې د سیند په اوږدو کې بندونه مات کړل او د عباسي ځواکونو شاته يې ځمکه سیلابي کړه او دوی یې په دام کې واچول. [۲۱][۲۲]

د ښار کلابندي[سمول]

عباسي خلافت کولای شو د خپلې پلازمېنې د دفاع لپاره د المستعصم تر مشرۍ لاندې د ۲۰ زرو سپرو سرتېرو په کډون  ۵۰ زره سرتېري را وغواړي، خو دا سرتېري يې په بيړه کې راټول کړل چې لږ تجهیز او تنظیم وو. که څه هم له تخنیکي اړخه خلیفه د دې واک درلود چې د خپل سلطنت د دفاع لپاره د نورو مسلمانو امپراتوریو څخه سرتېري راوغواړي، خو نوموړي یا ناغېړي و کړه یا یې هم د دې توان نه درلود. هغه د پېغور ورکونکی مخالفت له امله د مملوکانو او د سوریې د امیرانو چې له هغوی څخه یې ملاتړ کړی و، وفاداري له لاسه ورکړې وه او د خپل ځان څخه د دفاعي لیکو په چمتو کولو بوخت وو.[۲۳]

مغول پوځ د جنورۍ په ۲۹ نېټه د بغداد کلابندي پیل کړه، د ښار په شاوخوا کې یې یو دېوال جوړ او یوه کنده یې و کیندله. مغولیانو د کلابندۍ د ماشینونو او منجنیق په کارولو سره، هڅه وکړه چې د ښار دېوالونه مات کړي، او د دفاعي برخو یوه مهمه برخه یې د فبرورۍ تر ۵ پورې ونیوله. المستعصم په دې پوه شو چې د هغه ځواکونو د دېوالونو د بېرته نیولو لپاره لږ چانس درلود، نو د هلاکو سره  یې د خبرو اترو د پیل هڅه وکړه خو د خلیفه خبره یې رد کړه. نږدې د بغداد ۳۰۰۰  نامتو وګړو هم له هلاکو سره د خبرو اترو هڅه وکړه خو ووژل شول. پنځه ورځې وروسته، د فبرورۍ په ۱۰، ښار تسلیم شو، مګر مغولان تر ۱۳ پورې ښار ته د ننه نشول او د عام وژنې او ویجاړۍ یوه اونۍ یې پیل کړه.[۲۴]

ویجاړي[سمول]

ډېر تاریخي روایات د مغول فاتحانو د ظلمونه په اړه لیکي. د څو لسیزو په اوږدو کې بغداد یو کم نفوسه او ویجاړ شوی ښار و او خپل پخوانی جلال یې یوازې په تدریجي ډول بېرته ترلاسه کړ.[۲۵][۲۶][۲۷]

معاصر روایتونه وايي چې مغول پوځیانو جوماتونه، ماڼۍ، کتابتونونه او روغتونونه لوټ او بیا یې ویجاړ کړل. د بغداد  د شپږدېرش عامه کتابتونونو با ارزښته کتابونه یې څيرې کړل، لوټمارانو د هغوی چرمي پوښونه د څپلیو په توګه کارول. لویې ودانۍ چې د نسلونو میراث و، په بشپړه توګه وسوځول شوې. بیت الحکمت (د بغداد لوی کتابتون)، چې بې شمېره ګران تاریخي اسناد او کتابونه په کې و، له طب څخه تر ستورپوهنې پورې، ویجاړ شو. ویل کېږي چې د جلې سيند د وژل شویو ساینس پوهانو او فیلسوفانو په وینو سور شوی و. د دجلې په سیند کې کتابونه وغورځول شول ان دا چې اوبه یې له د رنګه له امله تورې شوې. دا د کتابونو د ویجاړولو هغه کیسې دي چې د ۱۴ پېړۍ څخه سرچینه اخلي. اوسېدونکو د تېښتې هڅه وکړه، خو د مغول سرتېرو له لوري یې مخه ونیول شوه چې زیات شمېر یې ووژل، هېڅوک حتی ماشومان یې نه بښل. مارتین سیکر لیکي چې ممکن نږدې ۹۰۰۰۰ خلک مړه شوي وي. نور اټکلونه ډېر لوړ دي، خو ښایي مبالغه هم پکې وشوې وي. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

خليفه المستعصم ونيول شو او مجبو شو چې د خپل رعیت وژل او د خزانې لوټول وویني . د ډېرو روایتونو له مخې خلیفه تر پښو لاندې کولو کې وژل شو. مغولیانو خلیفه په غالۍ کې ونغښت او هغه یې تر آسونو لاندې کړ، ځکه دوی باور درلود چې که شاهي وینه په ځمکه ولګي نو ځورېږي. د المستعصم له یوه زوی پرته ټول یې ووژل شول او یوازینی ژوندی پاتې زوی یې مغولستان ته ولېږدول شو، مغولي تاریخ لیکونکي وايي چې هغه هلته واده وکړ او د اولادونو صاحب شو، خو وروسته یې په اسلام کې هېڅ رول ونه لوبوو (د عباسي لړۍ پای وګورئ).[۳۳][۳۴][۳۵]

هلاکو مجبور شو د وېجاړ ښار د بد بوی له امله خپل کمپ د ښار د باد په لور ولېږدوي.    [۳۶]

تاریخ پوه ډیوید مورګان له وصاف څخه چې وېجاړتیا یې تشرېح کړې، نقل کړي دي: "دوی لکه وږي بازان چې د کوترو په یوه ډله برید کوي، یا د قهرجن لیوانو په څېر چې په مېږو برید کوي، د سستو ترسېریو او بې شرمه مخونو سره په ښار کې تېرېدل وژنې یې کولې او وحشت یې خپراوه ... له سرو زرو جوړ او په ګاڼو پوښل شوي تختونه او تکیې په چاقو ټوټې شول او څیرې څيرې شول. هغه کسان چې د ستر حرم د پردو تر شا پټ شوي وو ... په سړکونو او کوڅو کې یې راکش کړل، هر یو یې لوبې په سامان بدل شو ... او وګړي د یرغلګرو په لاس مړه شول. [۳۷]

یو شمېر عصري تاریخ پوهان د مغولیانو پروړاندې د مینځنۍ پېړۍ په سرچینو باندې یو څه شک څرګند کړی دی. د بېلګې په توګه جورج لین (SOAS) شک لري چې لوی کتابتون د له منځه وړل شوی وي ځکه چې د مغوليانو د قوماندې پوه غړو لکه نصیرالدین طوسي به اجازه نه ورکوله او دا چې د مړینې لوی لامل ناروغي وه. لومړنۍ سرچینو کې راغلي دي چې طوسي په زرګونو ټوکه کتانوبه ټول کړل او په مارغه کې یې په ودانۍ کې کېښودل.   [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

د کرنې د زوال لاملونه[سمول]

یو شمېر تاریخ پوهان په دې باور دي چې د مغولیانو یرغل د اوبولګولو د زېربناوو چې بین النهرین یې د څو زرو کلونو لپاره ساتلی و، ډېره برخه ورانه کړه. کانالونه د پوځي تکتیک په توګه پرې شول او هېڅکله بیاجوړ نشول. دومره خلک مړه شول یا وتښتېدل چې نه کارګران او نه هم بنسټونه د کانال د سیستم د ساتلو لپاره بس وو. سیستم خراب شو یا له خړو او خټو څخه ډک شو. دا تیوري  د تاریخ پوه سواتوپلوک سوچک له خو (نه د لومړي ځل لپاره) په ۲۰۰۰ کال کې هغه په کتاب کې چې د داخلي آسیا تاریخ یا A History of Inner Asia کې وړاندې او پراخه شوه.   

نور تاریخ پوهان د کرنې د زوال اصلي لامل د خاورې مالګین حالت بولي.[۴۳]

پایلې[سمول]

هلاکو ۳۰۰۰ مغول سرتېري د بغداد د بیا جوړولو لپاره پرېښودل. وروسته له هغه چې ګوکان بېرته د یوان کورنۍ ته راستون شو ترڅو د سونګ په کورنۍ باندې د کابلای له فتحې سره مرسته وکړي، عطا ملک جویني وروسته د بغداد، کوز بین النهرین او خوزستان د والي په توګه وټاکل شو. د هلاکو نسطوری مذهبه عیسوی مېرمن دوکوز خاتون په بریالیتوب سره منځګړيتوب وکړ ترڅو د بغداد د عیسوی اوسېدونکو ژوند وژغوري. هلاکو د نسطوري کاتولیکوس مارمکیکا ته شاهي ماڼۍ وړاندیز کړه او امر یې وکړ چې هغې ته د لویه کلیسا جوړه شي.   [۴۴][۴۵][۴۶]

په لومړي سر کې د بغداد سقوط ټولې اسلامي نړۍ ته یو ټکان و؛ خو وروسته ښار د ډېرو کلونو د مطلقې ویجاړتیا څخه په یو اقتصادي مرکز بدل شو چې هلته نړیوالې سوداګرۍ، د سکې ضرب او مذهبي چارو د الخانانو په دوران کې وده وکړه. له هغه وروسته د مغولیانو مشر داروغاچي په ښار کې ځای پر ځای شو.  [۴۷][۴۸]

سرچینې[سمول]

  1. Matthew E. Falagas, Effie A. Zarkadoulia, George Samonis (2006). "Arab science in the golden age (750–1258 C.E.) and today", The FASEB Journal 20, pp. 1581–86.
  2. Matthew E. Falagas, Effie A. Zarkadoulia, George Samonis (2006). "Arab science in the golden age (750–1258 C.E.) and today", The FASEB Journal 20, pp. 1581–86.
  3. Jack Weatherford Genghis Khan and the making of the modern world, p. 135
  4. Jack Weatherford Genghis Khan and the making of the modern world, p. 135
  5. Jack Weatherford Genghis Khan and the making of the modern world, p. 136
  6. Sh.Gaadamba Mongoliin nuuts tovchoo (1990), p. 233
  7. Timothy May Chormaqan Noyan, p. 62
  8. Al-Sa'idi,., op. cit., pp. 83, 84, from Ibn al-Fuwati
  9. C. P. Atwood Encyclopedia of Mongolia and the Mongol Empire, p. 2
  10. Spuler, op. cit., from Ibn al-'Athir, vol. 12, p. 272.
  11. "Mongol Plans for Expansion and Sack of Baghdad". alhassanain.com. مؤرشف من الأصل في ۲۶ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Giovanni, da Pian del Carpine (translated by Erik Hildinger) The story of the Mongols whom we call the Tartars (1996), p. 108
  13. "Wednesday University Lecture 3". depts.washington.edu. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "European & Asian History". telusplanet.net. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Rashiddudin, Histoire des Mongols de la Perse, E. Quatrieme ed. and trans. (Paris, 1836), p. 352.
  16. Demurger, 80–81; Demurger 284
  17. Khanbaghi, 60
  18. L. Carrington Goodrich (2002). [[[:کينډۍ:Google books]] A Short History of the Chinese People] تحقق من قيمة |url= (مساعدة) (الطبعة illustrated). Courier Dover Publications. د کتاب پاڼې 173. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-486-42488-X. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۱. In the campaigns waged in western Asia (1253–1258) by Jenghis' grandson Hulagu, "a thousand engineers from China had to get themselves ready to serve the catapults, and to be able to cast inflammable substances." One of Hulagu's principal generals in his successful attack against the caliphate of Baghdad was Chinese. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Zaydān, Jirjī (1907). [[[:کينډۍ:Google books]] History of Islamic Civilization, Vol. 4] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Hertford: Stephen Austin and Sons, Ltd. د کتاب پاڼې 292. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Davis, Paul K. (2001). Besieged: 100 Great Sieges from Jericho to Sarajevo. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 67. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Nicolle
  22. Davis, Paul K. (2001). Besieged: 100 Great Sieges from Jericho to Sarajevo. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 67. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. James Chambers, "The Devil's Horsemen," p. 144.
  24. Fattah, Hala. A Brief History of Iraq. Checkmark Books. د کتاب پاڼې 101. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. James Chambers, The Devil’s Horsemen, Weidenfeld and Nicolson, London, ç1979, p.145
  26. Guy Le Strange, Baghdad During the Abbasid Caliphate, Clarendon Press, Oxford, ç1901, p.344
  27. Timothy Ward, The Mongol Conquests in World History, Reakton Books, London, ç2012, p.126
  28. Murray, S.A.P. (2012). The library: An illustrated history. New York: Skyhorse Publishing, pp. 54.
  29. Frazier, I., "Invaders: Destroying Baghdad," New Yorker Magazine, [Special edition: Annals of History], April 25, 2005, Online Issue Archived 2018-06-12 at the Wayback Machine.
  30. Szczepanski, Kallie. "How the Mongols Took Over Baghdad in 1258." ThoughtCo. https://www.thoughtco.com/the-mongol-siege-of-baghdad-1258-195801 (accessed February 10, 2021).
  31. James Raven, Introduction: The Resonances of Loss, in Lost Libraries: The Destruction of Great Book Collections since Antiquity, ed. James Raven (New York: Palgrave Macmillan, 2004), p. 11.
  32. Ibn Khaldūn, Tārīkh Ibn Khaldūn, ed. Khalīl Shaḥḥadāh (Beirut: Dār al-Fikr, 2000), p. 5:613.
  33. (Sicker 2000, p. 111)
  34. Rene Grousset, The Empire of the Steppes, Rutgers University Press, New Brunswick, ç1970 p.356
  35. Peter Jackson, The Mongols and the Islamic World-from Conquest to Conversion, Yale University Press, New Haven, ç2017, pp. 171–172
  36. Henry Howorth, History of the Mongols from the 9th to the 19th Century, Part I, Burt Franklin, New York, ç1876, p. 127
  37. Marozzi, Justin (29 May 2014). Baghdad: City of Peace, City of Blood. Penguin Books. د کتاب پاڼي 176–177. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-194804-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Michal Biran, The Mongols’ Middle East, ed. De Nicola & Melville, Brill, Boston, ç2016 pp. 140–141
  39. George Lane (Society of Ancient Sources), Iran After the Mongols: The Idea of Iran, Vol.8, ed. S. Babaie, I.B. Tauris, London, ç2019, pp. 17–18
  40. Ibn Taymiyyah, Majmū’ al-Fatāwa (Dār al-Wafā’, 2005), p. 13:111.
  41. Khạlīl b. Aybak al-̣Safadī, Kitāb al-Wāfī bi’l-Wafayāt (Beirut: Dār Ihyā’ al-Turāth al-Islāmī, 2000), p. 1:147, #114.
  42. Abdulhadi Hairi, "Nasir al-Din Tusi-His Supposed Political Role in the Mongol Invasion of Baghdad", Islamic Studies-Univ. of Montreal, ç1968
  43. "Saudi Aramco World : The Greening of the Arab East: The Planters". saudiaramcoworld.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ جنوري ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Maalouf, 243
  45. Runciman, 306
  46. Foltz, 123
  47. Coke, Richard (1927). Baghdad, the City of Peace. London: T. Butterworth. د کتاب پاڼې 169. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Kolbas, Judith G. (2006). The Mongols in Iran: Chingiz Khan to Uljaytu, 1220–1309. London: Routledge. د کتاب پاڼې 156. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7007-0667-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)