د بشقاب الوتونکو شیانو(UFO) د توطیې تیورۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بشقاب الوتونکو شیانو (UFO) د توطیې تیورۍ د توطیو د تیوریو یوه برخه ده چې استدلال کوي حکومتونه په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو حکومت هغه شواهد له منځه وړي چې ښيي د ناپېژانده الوتونکي شیان د غیر انساني اطلاعاتو له خوا کنټرولېږي یا د اجنبي ټکنالوژۍ په کارونې سره چمتو شوي دي. دا ډول تیورۍ معمولاً استدلال کوي چې ځمکني حکومتونه د هغه څه پر خلاف چې خلک یې ادعا کوي، له غیر ځمکنیو مخلوقاتو سره په اړیکه کې دي او له هغوی سره همکارۍ لري. حتا ځینې دغسې تیورۍ ادعا کوي چې حکومتونه په څرګند ډول د فضايي مخلوقاتو په وسیله د تښتولو پېښو ته اجازه ورکوي.[۱][۲]

هغه کسان چې په ښکاره یې ویلي چې د ناپېژاندو الوتونکو شیانو شواهد له منځه وړل کېږي، دا دي: سناتور بري ګولډواټر، د برېتانیا د سمندري ځواکونو مشر لارډ هېل‌نارټن (د ناټو پخوانی مشر او د برېتانیا د دفاعي ځواک مشر)، د بریټانیا د سمندري ځواکونو د مشر مرستیال راسکو اچ. هېلېنکوېټر (د سي‌ای‌اې لومړنی مشر)، اسرائیلی ډګر جنرال خائیم اشد (د اسرائیلو د دفاع وزارت د فضايي پروګرام پخوانی مشر)، ستور مزلو ګارډن کوپر او اېډګر میچل او همدا راز د کاناډا د دفاع پخوانی وزیر پاول هلیر. دوی له خپلو شواهدو او راپورونو ور هاخوا داسې شواهد نه دي وړاندې کړي چې د دوی څرګندونې او ادعاوې ثابتې کړي. د شکمنو پلټنو کمېټه وايي چې د دې موضوع په اړه د غیر حکومتي علمي ادارو د پام وړ څېړنو له شتون سربېره د دوی د ملاتړ لپاره کم اسناد موجود دي یا هېڅ سند نشته.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

دیني څېړونکو د بشقاب ډوله الوتونکو د توطیې د تیوریو د پلویانو تر منځ ځینې نوي دیني خوځښتونه پېژندلي چې مهم یې د جنت دروازه، اسلامي ملت او ساینټولوژي دي. د بشقاب ډوله الوتونکو د توطیو بېلابېلې تیورۍ په انټرنیټ کې مشهورې شوې دي چې ډېری یې د ارټ بېلز Art Bell's په کاسټ ټو کاسټ Coast to Coast AM اې‌اېم پروګرام کې ښودل شوې دي.  [۱۱]

تاریخچه[سمول]

1930 لسیزه[سمول]

په 1938 کال کې تر هالووین یوه شپه وړاندې اورسن ویلز د اچ. جي. وېلز د (The War of the Worlds) یا «د نړیو جګړه» ناول (په ۱۸۹۷ ز کال کې خپور شوی) چې له مخې یې ژوندی رادیویي پروګرام وړاندې کړ. د خبري خپرونو په تقلید، دغه پروګرام هغه مهال ډېر ريښتینی ښکارېده. ځينې اورېدونکي تېر وتل او فکر یې وکړ چې د امریکا متحد ایالات له یوه مریخي تیري سره مخ دي. په دغه حالت کې د نظرونو له اختلاف او غوسې وروسته پراخه ګونګتیا واکمنه وه. وروسته ځینو څېړنو هم وښوده چې د وېرې د اندازې په اړه اوسنیو مطبوعاتو ډېره مبالغه کړې خو دا روښانه ده چې ځینې خلک تر یوې کچې له دغه ګونګ حالت سره مخ وو.

په نوروهېوادونو کې هم ورته غبرګون وښودل شو. په 1949 ز کال کې د نړۍ د جګړو د متن یوه برخه له اعلان پرته د اکوادور په کیټو کې د رادیو له لارې په داسې انداز ولوستل شو چې ګواکي دا یو مهم بېړنی خبر دی. ګڼ خلک کوڅو ته راووتل او له خپلو کورنیو سره یو ځای یې په کلیساوو کې یې ځانونه پټ کړل. کله چې د رادیو سټېشن له دې خبر شو، نو نطاقانو یې وویل چې د تيري خبر ريښتیا نه وو. یوه ډله قهرجن خلک راټول شول او دغه سټېشن یې وسوځاوه چې له شپږو تر شلو پورې کسان هم په کې ووژل شول. ډېری نور هېوادونه هم «د نړیو جګړې» ناول د خپرولو پر مهال له ستونزو سره مخ شول.

د امریکا متحدو ایالاتو د هوايي ځواکونو د مشر اډوارډ جي. روپیلټ په وینا د هوايي ځواکونو دوسیو په ډېرو مواردو کې د ۱۹۳۸ ز کال د نړیو جګړې ناول تر خپرېدو وروسته ښودل شوی غبرګون یاد کړی او هغه یې د بشقاب ډوله  الوتونکو د تایید شویو اسنادو په اړه د خلکو ممکنه غبرګون بللی. که څه هم دغه دوسیې د ادعاوو د تثبیت لپاره د لاس‌ رسي وړ نه دي.[۱۲]

۱۹۴۰ لسیزه[سمول]

ډونالډ کیهو وروسته د ټرو (True) مجلې لپاره د بشقاب ډوله الوتونکو په اړه څېړنې پیل کړې. کیهو د توطیې له لومړنیو مهمو تیوریسنانو څخه و چې ادعا یې وکړه بشقاب ډوله الوتونکي د بېروني فضا اړوند وو او یو ډول جاسوسي ماموریت یې درلود. کیهو ادعا وکړه چې خپله تیوري یې په هوايي او سمندري ځواک کې د خپلو اړیکو له اطلاعاتو څخه را ایستلې ده. د Project Sign چې د رايټ-پټرسون Wright-Patterson Air Force Base  د هوايي ځواکونو په هډه کې د هوايي تخنیکي استخباراتو په قومندانۍ کې Project Grudge ځای پر ځای وه او همدا راز له هغه وروسته پروژې ګراج او بلو بوک Project Blue Book د الوتونکو بشقاب ډوله الوتونکو د رسمي څېړنو لپاره وګومارل شوې. اېډوارډ روپلټ Edward Ruppelt په خپل کتاب (The Report on Unidentified Flying Objects) کې وايي چې په دغو څېړونکو ډلو کې ډېری خلک د دې فرضیې ملاتړ کوي چې بشقاب ډوله الوتونکي د بیرونۍ فضا اړوند وو. [۱۳]

کیهو وروسته د هوايي پدیدو (ښکارندو) په اړه د څېړنو ملي کمېټه (NICAP) جوړه کړه. دا یوه ملکي څېړنیزه ډله وه او ادعا یې کوله چې د متحدو  ایالاتو د بشقاب ډوله الوتونکو په اړه درواغ وايي او هغه معلومات چې باید له خلکو سره شریک شي، دوی یې پټوي. NICAP د سي ‌آی ‌اې د لومړني مشر راسکو هېلېنکوېټرRoscoe H. Hillenkoetter په ګډون د بورډ ګڼ اغېزناک غړي یې لرل. تر دې مهاله له حکایتي راپورونو او پر اوازو ولاړو سندونو ورهاخوا د NICAP د څرګندونو لپاره هېڅ کوم ثابت شواهد نه دي وړاندې شوي. [۱۴]

د لاس انجلس لوی هوايي برید[سمول]

"د لاس انجلس لوی هوايي برید" چې "د لاس انجلس جګړه" هم بلل کېږي، هغه نوم دی چې معاصرو سرچینو په کلفورنیا کې پر لاس انجلس د دښمن پیریاني برید او ورپسې د الوتکو ضد درنو ډزو ته ورکړی دی چې د ۱۹۴۲ ز کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۴مه نېټه ناوخته پیل شو او د فبرورۍ پر ۲۵مه نېټه وختي پای ته ورسېد.[۱۵][۱۶]

په لومړیو کې فکر کېده چې د هوايي پرلپسو ډزو موخه، د جاپان یو بریدګر ځواک و، خو د سمندري ځواک وزیر فرانک ناکس په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې دغه پېښه یو "ناسم خبرداری" وباله. د بشقاب ډوله الوتونکو کم شمېر اوسني پوهان په دې اند دي چې ښودل شوې موخې غیر ځمکنۍ فضايي بېړۍ وې.[۱۷]

په ۱۹۸۳ ز کال کې د دغې پېښې د مستند کولو پر مهال د متحدو ایالاتو د هوايي ځواک د تاریخ  دفتر دغه پېښه "د جګړې د اعصابو" له یوه مورد سره تړلې وبلله چې تر ډېره د هوايي بالون په وسیله رامنځته شوې او د پوښونو الوتل او د وړو بېټریو چاودنې ورسره مل وې.[۱۸]

د پیریانو راکټونه[سمول]

په ۱۹۴۶ او ۱۹۴۷ کلونو کې ګڼ راپورونه خپاره شول چې د سکانډيناوي هېوادونو په تېره د سویډن هېواد پر سر په اصطلاح پیریاني راکټونه څرګند شول چې وروسته په نورو اروپايي هېوادونو کې هم ولیدل شول. په ۱۹۴۸ ز کال کې د USAF یوه ډېر محرم سند وښود چې د سویډن د هوايي ځواکونو استخباراتو دوی ته ویلي وو چې د دوی ځینې څېړونکي احساس کوي هغه شیان چې راپور یې ورکړل شوی، نه یوازې ريښتیني نه دي بلکې اصلیت یې هم له ځمکې سره تړلی نه ‌شي بلل کېدای. دغه راز، ۲۰ کاله وروسته یوناني فزیک‌پوه ډاکټر پاول سانټوریني په څرګنده وویل چې زه په ۱۹۴۷ ز کال کې د یونان پر سر د لیدل شویو پیریاني راکټونو د راپورونو په اړه د یونان د پوځي څېړنو مسؤل شوم. [ټیموټي ګوډ، ۱۹۸۸، ص ۲۳؛ ډونالډ کیهو،  ۱۴۲مخ]. بیا هم دوی په چټکۍ سره دې پایلې ته ورسېدل چې دغه شیان ريښتیني دي او منشأ یې معمولي نه ده. سانټوریني ادعا وکړه چې د دوی څېړنې د هغو امریکايي پوهانو او لوړ پوړو پوځي چارواکو له ‌خوا له منځه وړل شوې دي چې مخکې دې پایلې ته رسېدلي وو چې دا غیر ځمکنۍ منشأ لري او یوه عمومي وېره لري، ځکه چې هېڅ دفاع یې نشي کېدای.[۱۹][۲۰]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Robertson, David G. (2021). "They Knew Too Much: The Entangled History of Conspiracy Theories, UFOs, and New Religions". In Zeller, Ben (المحرر). Handbook of UFO Religions. 20. Leiden and Boston: Brill Publishers. د کتاب پاڼي 178–196. doi:10.1163/9789004435537_009. ISSN 1874-6691. S2CID 234923615 Check |s2cid= value (مساعدة). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-43437-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Paul Harris: Cold War hysteria sparked UFO obsession, study finds
  3. "Aliens exist and Trump knows this but won't say anything in case we panic, claims Israeli scientist". The Independent (په انګلیسي ژبه کي). 2020-12-09. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. David, Leonard. "Gordon Cooper Touts New Book Leap of Faith". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ جولای ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Martin, Robert Scott. "Gordon Cooper: No Mercury UFO". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ مارچ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. کينډۍ:Skeptoid
  7. CSI | UFOs and Aliens in Space
  8. Michael Barkun (15 August 2013). Culture of Conspiracy: Apocalyptic Visions in Contemporary America. University of California Press. د کتاب پاڼي 85–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-95652-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Barna William Donovan (20 July 2011). Conspiracy Films: A Tour of Dark Places in the American Conscious. McFarland. د کتاب پاڼي 50–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-8615-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Joe Nickell (24 October 2001). Real-Life X-Files: Investigating the Paranormal. University Press of Kentucky. د کتاب پاڼي 120–. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8131-7083-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Genoni Jr., Thomas C., Peddling the Paranormal: Late-Night Radio's Art Bell, Skeptical Briefs, Committee for Skeptical Inquiry, volume 8, issue #1, March 1998 http://www.csicop.org/sb/show/peddling_the_paranormal_late-night_radios_art_bell/
  12. Ruppelt: Roswell UFO Cover
  13. The Report on Unidentified Flying Objects Archived 2020-08-09 at the Wayback Machine., Doubleday Books
  14. CSI | UFOs and Aliens in Space
  15. Caughey, John; Caughey, LaRee (1977). Los Angeles: biography of a city. University of California Press. د کتاب پاڼې 364. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-03410-5. great los angeles air raid. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Farley, John E. (1998). Earthquake fears, predictions, and preparations in mid-America. Southern Illinois University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8093-2201-5. د لاسرسي‌نېټه May 17, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. David G. Robertson (25 February 2016). UFOs, Conspiracy Theories and the New Age: Millennial Conspiracism. Bloomsbury Publishing. د کتاب پاڼي 58–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4742-5321-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. San Francisco virtual museum article
  19. Ghost Rockets: list of External links to sources.
  20. Ghost Rockets: