د بشر د حقوقو تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په داسی حال کې چې د انسان ژوند ته درناوی د نړۍ په ډېرو ګڼو سيمو کې لرغونې مخينه (شالید) لري، خو د اوسنیو بشري حقونو اساسي پيل د لومړنۍ معاصرې  دورې (early modern period) د رنسانس انسان پالنې (renaissance humanism) د دورې په ترڅ کې پيل شو.

د اولسمی پېړۍ د انګلستان د پاچهۍ کورنیو او د اروپا دیني جګړو د آزادۍ فلسفې ته لوړوالی ورکړ او د ۱۸مي پېړۍ په ترڅ کې پر طبيعي حقونو باور د اروپا د معنوی کلتور د روښانتيا دورې يوه بنسټیزه اندېښنه وګرځېدله. د طبیعي حقونو نظريې، چې د طبیعي قانون پر بنسټ وه، د امريکا او فرانسې په انقلابونو کې لویه ونډه درلوده چې د دې پېړۍ په پای کې رامنځته شول، مګر د انساني حقونو نظريه، وروسته تر بحث لاندې راغله.

د ۱۹ مې پېړۍ په ترڅ کې ديموکراتيک تکامل په شلمه ۲۰مه پېړۍ کې عمومی رایې کارولو ته لاره هواره کړه. دوه نړيوالې جګړې د بشردحقونو د نړيوالې اعلامیې  د رامنځته کېدو لامل شوې.

د جګړی  له دورانه وروسته د ځنيو ځانګړو ډلو له لوري داسې خوځښتونه را ولاړ او وليدل شول ، لکه: د ښځو او نارينه وود حقونو برابروالی (feminism) او د افريقايې امريکايانو د مدنی حقونو چې په خپلو حقونو کې یې د کمښت احساس کاوه.

د شوروي بلاک د بشر حقونو د غورځنګ غړي، په ۱۹۷۰ز کلونو کې، په لويديځ کې د کارګرو د حقونو له غورځنګ سره يوځای شول. دا غورځنګونه په ډېره چټکۍ سره د مدني فعاليت او سياسي بلاغت په ډول سره د نړۍ په ډېرو ملتونو کې د بشر حقونه د نړۍ د بحث موضوع وګرځوله. د ۲۱ مې پېړۍ په پیل کې، تاريخ ليکونکي سامویل ماين، په دی باندی بحث وکړ، چې د بشر د حقونو د غورځنګونو لیدلوری د زورواکۍ ضد له پولې واوښت او ډېر نورلاملونه،لکه:  بشرپالنه او په پرمختلونکې نړۍ کې ټولنيزه او اقتصادي پراختیا په کې شامله شوه.  [۱][۲]

د بشر حقونو تاريخ پېچلي دی، د بېلګې په توګه:  ډېر منځ ته راغلي حقونه کېدای شي چې د نورو سيستمونو له لوري بدل شي چې له خپلې اصلي غربي بڼی څخه منحرف وي. دا هم کېدای شي چې ثبات لرونکي بنسټونه، لکه: د جګړی، ترهګرۍ او يا د کلتور د تغیير په پايله کې  له منځه لاړ شي.[۳]

لرغونې او له معاصرې مخکې دورې       [سمول]

د ځنيو ملتونو عدالت په لرغوني قانون کې شته او ځینی وختونه تېر ادیان د بشر د حقونو د اصطلاح تر چتر لاندې راځی.

په داسی حال کې چې، د روښانتيا دورې فيلسوفان د حاکمانو او حکومتولۍ تر منځ د يو بې دينه  ټولنيز تړون وړانديز کوي، په ورته ډول سره دا هم وايي چې لرغوني دودونه، په یوناني فلسفه او طبیعي قانون کې همدا ډول پایله له الهی قانون څخه اخستې ده. سامویل ماين دا وړانديز کوي چې د بشر د حقونو مفهوم، د معاصر تابعيت له مفهوم سره يو ځای شوی او دا يوځایوالی تر يو څو سوه وړاندې کلونو پوری نه و را منځته شوی.

له دی سره سره، د دې اړوند بېلګي په لرغوني او له معاصرې مخکې دورو کې شته، چې لرغونو خلکو د نن ورځی په څېرد نړيوالو بشري حقونو عقيده او باور نه درلود.   [۴][۵]

لرغونې لویديځه آسیا                                                          [سمول]

ډېر ځله ګمان کېږی چې د لاګاش د پاچا اوريوکاګينا اصلاحات، ترټولو پخوانې پيژندل شوی قانون (۲۳۵۰ کاله مخکې له میلاد څخه) د اصلاحاتو يوه پخوانۍ بېلګه ده.  

پروفيسور نورمان يوفي ليکي چې:  له ايګورام ډیاکونوف نه وروسته ، ډېری مفسرين په دی باور دي چې، اوريوکيګينا په خپله د لاګاش د واکمنۍ د کورنۍ برخه نه ده، نو هغه په ټوله کې هېڅ سمون راوستونکی نه ؤ. په حقيقت کې په دی هڅې سره چې د بي دينه یا سیکولر حکومت واک، د تېري مخه د معبد د لګښت د امتيازاتو په وړاندې ونيسي او د عصري دورې د واکمنۍ په وړاندې یو غبرګون ښودنکی شخص و.

ليکوال ماريلاين فرنچ ليکلي دي چې: د ښځو د زنا لپاره د جزا شتوالی، مګر د سړو لپاره نه، چې دا د ښځو د نه انډولي (نه مساويتوب) د لومړني ليکلی ثبوت ښکارندويي کوي. د قانون تر ټولو زړه نسخه، چې تر نن ورځی پورې پاتی ده، هغه د یور- نامو د نیو- سومیریان قانون (۲۰۵۰ ز کاله مخکې له میلاد نه) دی. د قوانينو دا ډول څو نور سیټونه، د همورابي قانون په ګډون شته دي چې د دې ډول له نامتو مستندو بېلګوڅخه دی چې په میسوپوتمیا کې منځته راغلی دی. که چېرې له دې قوانينو کوم قانون په هر ډول موضوعاتو کې، لکه: د ښځو حقونو، د نارينو حقونو، دماشومانو حقونو او يا د غلامانو د حقونو په برخه کې مات شي، د هغوی قوانين او سزاګانې په ګوته کوي.     [۶][۷]

افريقا                                                                                                  [سمول]

د شمال ختیځی افريقا د لرغوني مصر تمدن، د بشر د حقونو اساسی ملاتړ کړی، د بېلګې په ډول:  بوکورايس فرعون (۷۲۵ – ۷۲۰ مخکې له میلاد) د افرادو له حقونو څخه ملاتړ کاوه، د پوروړي بند یې لغوه او د ملکیت د لېږد په اړه يې قوانین اصلاح کړل.  [۸][۹]

لرغونې دوره[سمول]

ډېری مؤرخين وړانديز کوي چې، د لرغوني ايران د هخامنشي د فارس سترواکي، له ميلاد څخه ۶ پېړی وړاندې د لوی کوروش د واکمنۍ په دوران کې د بشر د حقونو بي ساري اصول رامنځته کړي و. په ۵۳۹ مخکې له میلاد څخه، نيو بايبليون د سترواکۍ له بري څخه وروسته، پاچا د کوروش استوانه یا منشور صادر کړ چې په ۱۸۷۹ز کې  کشف شوه او نن ورځ د ځینو له خوا د بشرحقونو د لومړي سند په سترګه ورته کتل کېږی.

د ځينو مبصرينو له لوری استوانې ته د کورش له فرمانونو سره اړيکه ورکړل شوې، چې د التواریخ، نحیما او غزار په کتابونو کې ثبت شوي او په دی دلالت کوی چې، کوروش يو څه يهودانو ته اجازه ورکړې وه چې د خپلو بايبلو له اسارت څخه ځان خلاص او خپلو مېنو ته بېرته ستانه شي.

سربېره پردې د عقايدو آزادی هم په کې ذکر شوې وه، چې يوکس کولی شي، پر خپله عقيده باندې عمل وکړي، پرته له دې چي مجبور کړل شې چې له خپل دين او عقيدې څخه واوړی.

د هنر تاریخ پوه نیل ماک ګریګور په وینا: په بابیل او د فارس د سترواکۍ په نورو ځایو کې د بشپړو دیني آزادیو ورکول، د بشر د حقونو لپاره زر کاله وروسته، په ځانګړی توګه په امریکا کې یو مهم الهام دي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د پورته ذکر شوي نظر پر خلاف، د استوانې تفسیر د بشر دحقونو د منشور په حيث د تاریخ پوهانو له خوا له نظره غورځول شوی او د ځينو نورو له لوري بيا دا د پهلوي رژيم له خوا رامنځته شوی سياسی پروپاګند ګڼي.

يو جرمنی تاريخ ليکونکې جوزف ويزهوفر دا استدلال کوي چې:  د ملګرو ملتونو د بشرحقونو د سياسی اتل په حيث د کوروش ګڼل ... داسی دي، لکه د ايران د خيالی انسانی او روښنفکره پاچا په څېر، په داسی حال کې چې يلتن ایل ډانيل يې دا ډول تفسير لږ او یولوریز ګڼلی. استوانه اوس د بریتانیا په موزیم کې ساتل کېږي چې یوه کاپي یې، د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې ده. [۱۶][۱۷][۱۸]

زياتره متفکرين په دی اند دي چې، د تابعيت نظريه د لرغونی يونان له لومړنيو پوليسو څخه پيل شوه، چې په هغه ځای کې ټولو آزادو ښاريانو (اتباعو) دا حق درلود، چي وينا وکړي او په سياسی جرګو کې خپلې رايې وکاروي. د دوولسو جدولونو قانون (Twelve Tables) د  "Privilegia ne irroganto" اصول منځ ته راوړل، چې په تحت الفظي ډول ( امتيازونه بايد ونه تپل شي) معنا ورکوي.[۱۹]

د ماوریان سترواک آشوکا، چې په سويلی آسيا کې يي تر ټولو لويه سترواکي منځته راوړه، له ۲۳۲ نه تر ۲۶۸ له میلاد نه مخکې واکمني وکړه. د راپورنو پربنسټ، ورپسې د کالينګا ویجاړونکې جګړی اشوکا دې ته اړ کړ چې د بوديزم دین قبول او د بشري اصلاحاتو لپاره له پراختيا غوښتونکې سياست څخه لاس پر سر شي.[۲۰][۲۱]

د هغه په ټوله سترواکۍ کې د اشوکا حکمونه، د تقوا د قانون په ګډون، د پلي کېدو وړ وو. په دغو قوانينو کې دیني تبعیض او د انسانانو او حيواناتو پر وړاندی زور زياتی منع شوی و.[۲۲][۲۳]

حکمونه د حکومت له لوري  په عامه سياست کې د زغم (تحمل) په ارزښت باندې ټینګار کوي. د اشوکا له لوری ټول وژنه او د جنګي زندانيانو نيول محکوم شوي و. ځینې سرچینې ادعا کوي چې ،په لرغونی هند کې غلامی نه وه.[۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Samuel Moyn, The Last Utopia: Human Rights in History (Harvard University Press, 2010)
  2. Scott McLemee, "The Last Utopia" Inside Higher Education Dec. 8, 2010 online
  3. Human Rights: Commitment and Betrayal, M.G. Chitkara. Publisher, APH Publishing, 1996. کينډۍ:ISBN.
  4. Samuel Moyn, August 30-edition of September 6, 2010, The Nation, Human Rights in History: Human rights emerged not in the 1940s but the 1970s, and on the ruins of prior dreams, Retrieved August 14, 2014
  5. Michael Freeman (2002). Human Rights: An Interdisciplinary Approach. د کتاب پاڼي 15–17. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Yoffee, Norman (2005). Myths of the Archaic State: Evolution of the Earliest Cities, States, and Civilizations. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 103. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521521567. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. French, Marilyn (2007). From Eve to Dawn, A History of Women in the World, Volume 1: Origins from Prehistory to the First Millennium v. 1. Feminist Press, City University of New York. د کتاب پاڼې 100. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1558615656. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Egyptian law". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "ancient Egypt | Civilization, Geography, & History". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "The First Global Statement of the Inherent Dignity and Equality". United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lauren, Paul Gordon (2003). "Philosophical Visions: Human Nature, Natural Law, and Natural Rights". The Evolution of International Human Rights: Visions Seen. Philadelphia: University of Pennsylvania Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8122-1854-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Robertson, Arthur Henry; Merrills, J. G. (1996). Human rights in the world : an introduction to the study of the international protection of human rights. Manchester: Manchester University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7190-4923-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Kuhrt, Amélie (February 1983). "The Cyrus Cylinder and Achaemenid Imperial Policy". Journal for the Study of the Old Testament. 8 (25): 83–97. doi:10.1177/030908928300802507. ISSN 0309-0892. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Van der Spek, Robartus J. (2014). HENKELMAN, Wouter FM; JONES, Charles E.; KOZUH, Michael; Woods, C. (المحررون). "Cyrus the Great, Exiles and Foreign Gods. A Comparison of Assyrian and Persian Policies on Subject Nations". Extraction and Control: Studies in Honor of Matthew W. Stolper (68): 233. hdl:1871/50835. ISSN 0081-7554. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781614910015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. MacGregor, Neil. "A 2,600-year-old icon of freedom comes to the United States". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Kuhrt (1983), pp. 83–97
  17. Wiesehöfer (1999), pp. 55–68
  18. Daniel, p. 39
  19. Shelton, Dinah (August 2007). "An Introduction to the History of International Human Rights Law". George Washington University Law School. SSRN = 1010489 1010489. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  20. Draper, G.I.a.D. (1995-04-30). "The contribution of the Emperor Asoka Maurya to the development of the humanitarian ideal in warfare". International Review of the Red Cross Archive (په انګلیسي ژبه کي). 35 (305): 192–206. doi:10.1017/S0020860400090604. ISSN 1607-5889. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "BRIA 14 4 b The Edicts of Asoka - Constitutional Rights Foundation". www.crf-usa.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Amartya Sen (1997)
  23. Arrian, Indica, "This also is remarkable in India, that all Indians are free, and no Indian at all is a slave. In this the Indians agree with the Lacedaemonians. Yet the Lacedaemonians have Helots for slaves, who perform the duties of slaves; but the Indians have no slaves at all, much less is any Indian a whore."
  24. Slave-owning societies, Encyclopædia Britannica
  25. Tertullian (2012). The Sacred Writings of Tertullian (Annotated Edition). Jazzybee Verlag. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783849621599. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. To Scapula[مړه لينکونه], Christian Apologetics and Research Ministry