د بشر او اتباعو د حقونو اعلامیه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بشر او اتباعو د حقونو اعلامیه (په فرانسوي کې: Déclaration des droits de l'homme et du citoyen de ۱۷۸۹ز) چې د فرانسې د اساسي قانون د ملي بنسټ اېښودونکو له خوا په ۱۷۸۹ ز کال کې جوړه شوه، د فرانسې له انقلاب څخه د بشر د مدني حقونو یو سند دی. دا اعلامیه د روشنګرۍ له فیلسوفانو څخه په الهام جوړه شوې ده. دغه اعلامیه د فرانسې انقلاب د ارزښتونو له اصلي ویناوو څخه وه چې په اروپا او ټوله نړۍ کې یې د فردي ازادي او دیموکراسي د مشهورو مفاهیمو په پراختیا کې ستر اغېز درلود.[۱][۲]

دغه اعلامیه په اصل کې د مارکي دولافایټ له خوا له ټوماس جفرسون سره په مشوره ترتیب شوه، چې د انسان له «طبیعي حق» څخه اغیزمن شوې او د بشر حقونه یې نړیوال توصیف کړي دي چې باید هر وخت او هر ځای د درناوي وړ وي. دا اعلامیه د یوه ملت لپاره د ازادو وګړو بنسټ وګرځېد چې د قانون له مخې په برابره توګه سره ترې ملاتړ کېږي. دا اعلامیه همداشان د فرانسې د څلورم جمهوریت (۱۹۴۶ ز) او پنځم جمهوریت (۱۹۵۸ز) په اساسي قانون کې ځای شوې او تر اوسه پورې جاري ده. [۳]

د ۱۷۸۹ زکال د بشر او د اتباعو د حقونو اعلامیې له  مګنا کارتا ۱۲۱۵ز، د ۱۶۸۹ زکال د انګلستان حقوقي منشور، د ۱۷۷۶ ز د متحده ایالتونو د خپلواکۍ اعلامیه او د ۱۷۸۹ زد متحده ایالتونو حقوقی منشور سره یو ځای د دې لامل شول چې په پراخه کچه په ۱۹۴۸ ز کال کې د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو نړیواله اعلامیه ترې الهام واخلي. [۴]

تاریخچه[سمول]

د همدې سند منځپانګه ډېری د روښانتیا له نظریاتو څخه سرچینه اخیستې ده. د اصولو له مخې د دې اعلامیې مخلیکنه د لافایټ له خوا چمتو شوه، چې په ځینو وختونو کې یې له خپل نږدې ملګري ټوماس جفرسون سره پرې کار کړی و. د ۱۷۸۹ زکال د اګسټ په میاشت کې، ابي ایمانول جوزیف سیس او هونوري میرابو د بشر او اتباعو د حقونو د وروستۍ اعلامیې په مفهوم جوړونې او تدوین کې بنسټیز رول ولوباوه.[۵][۶][۷][۸][۹]

د بشر او اتباعو د حقونو د اعلامیې وروستۍ ماده د ۱۷۸۹ زکال د اګسټ په ۲۶مه د ملي بنسټ اېښودونکو د شورا له خوا د فرانسوي انقلاب په درشل کې د فرانسې د لومړني اساسي قانون د لیکلو د لومړني ګام په توګه ومنل شوه. د همدې اعلامیې لومړۍ ګڼه چې له روښانتیا څخه یې الهام اخیستی و، د استازو له خوا د هغو ۲۴ مقالو له مخې ترغور لاندې ونیول شو کوم چې د شپږم دفتر (بیرو) له خوا وړاندې شوې وې، چې مشري یې ژیروم چامپین دي سایس کوله. دغه مخلیکنه وروسته بیا د مناظرو او بحثونو په ترڅ کې تعدیل شوه. دویمه او تر ټولو اوږده اعلامیه، چې د ۱۷۹۳ زکال د بشر او اتباعو د حقونو د اعلامیې په نوم پيژندل کېږي، په ۱۷۹۳ زکې ولیکل شوه، خو په رسمي بڼه هېڅ وخت و نه منل شوه. [۱۰][۱۱][۱۲]

فلسفي او نظریاتي شرایط[سمول]

په دغه اعلامیه کې مفاهیم د روشنګرۍ له فلسفي او سیاسي دندو څخه سرچینه اخلي، لکه فردګرايي، هغه ټولنیز قرارداد چې د جینوايي فیلسوف روسو له خوا تعریف شوې ده او د قواوو تفکیک چې د بارون ډي مونټیسکیو له خوا یې ملاتړ شوی دی. لکه څرنګه چې په متنونو کې لیدل کېږي، د فرانسې اعلامیه په کلکه سره د روښانتیا او د بشر د حقونو د اصولو تر اغېز لاندې وه، لکه څرنګه چې تر هغه وړاندې د متحده ایالتونو د خپلواکۍ اعلامیه وه (د ۱۷۷۶ز کال د جولای ۴مه).

د هغه حقوقي درسي کتاب له مخې چې په ۲۰۰۷ زکال کې خپور شو، دغه اعلامیه د «سیکولار طبیعي حق» له روحیې څخه برخمنه ده، چې د طبیعي قوانینو د دودیزې نظریې له مخې چې د دیني زده کړو یا اقتدار له مخې بنسټ نه لري، تر سره کېږي.[۱۳]

دغه اعلامیه د ټولو سړو لپاره د فردي او جمعي حقونو واحده ټولګه تعریفوي، چې د طبیعي حقونو له دوکتورینو څخه اغېزمن شوې او دغه حقونه په هر وخت او هر ځای کې نړیوال او د باوروړ دي. د بېلګې په توګه: «انسانان ازاد نړۍ ته راغلي او په برابرو حقونو سره به ازاد پاتې وي. ټولنیز توپیرونه یوازې هغه مهال وضع کېدای شي چې د ټولو خیر په کې وي». انسانان، ملکیت، ازادي او ژوند کولو لپاره ټاکلي طبیعي حقونه لري. د همدې تیوري له مخې، د حکومت دنده دا ده، څو دغه حقونه په رسمیت وپیژني او خوندي یې کړي. سربېره پر دې، حکومت باید د ټاکل شوو استازو له خوا پر مخ یوړل شي.[۱۴]

د همدې اعلامیې د لیکلوپرمهال، هغه حقونه چې په دغه اعلامیه کې راغلي ؤ، هغه یوازې نارینه وو ته ورکړل شوي وو. سربېره پر دې، دغه اعلامیه د دې پر ځای چې حقیقت وي، یوه خیالي وینا وه. دغې اعلامیې هغه مهال د لویدیځ او فرانسې په کړو وړو کې هېڅ ریښه نه لرله. دغه اعلامیه د ۱۸مې پیړۍ په وروستیو کې له جګړې او انقلاب وروسته راووته. هغه مهال دغه اعلامیه له مخالفتونو سره مخامخ شوه، ځکه چې ډیموکراسي او فردي حقونه زیاتره د ګډوډۍ او ورانکارۍ مترادف ګڼل کېدل. دغه اعلامیه د هغه ارمان ښکارندوی وو چې فرانسه په راتلونکې کې د هغې لپاره مبارزې ته ژمنه شوه.[۱۵]

اصلي ماده[سمول]

دغه اعلامیه په هغې سریزې سره بیانیږي چې د حقونو بنسټیزې ځانګړنې تشریح کوي، کوم چې د «طبیعي، نه انکار کېدونکي او سپیڅلي» په توګه مشروط شوي او د «ساده او نه مناقشې وړ اصول» په کې شامل دي چې ښاراوسېدونکي یې کولای شي خپلې غوښتنې د هغو له مخې توصیف کړي. په دویمه ماده کې «د انسان طبیعي او نه توصیف کېدونکي حقونه» د «ازادي، ملکیت، امنیت او له ظلم سره د مقاومت» په توګه تعریف شوي دي. دغې اعلامیې د اشرافو د امتیازاتو د له منځه وړلو او د فیوډالیزم د پای ته رسیدو د اعلام او له مالیاتو څخه معافیت، د ټولو «انسانانو» لپاره ازادي او برابر حقونه او دولتي پوستونو ته د استعداد له مخې لاسرسی لرل غوښتل. سلطنت را محدود شو او تولو ښاراوسېدونکو حق درلود، څو د قانون جوړونې په بهیر کې ګډون وکړي. د بیان او رسنیو ازادي اعلان شوه او په خپل سر بندي کول ناقانونه اعلان شول.[۱۶]

دغې اعلامیې، همداشان د پاچهانو د دې الهي حق پرخلاف چې د فرانسې د سلطنت ځانګړنه وه، د عمومي حاکمیت پر اصولو او د ښاراوسېدونکو تر منځ د ټولنیزې برابرۍ باندې ټینګار کړی ؤ. د دې اعلامیې له مخې « ټول اتباع د قانون پر وړاندې یو شان دي، د هغوی وړتیا ته په کتو سره او پرته له کوم توپیرهغو ټولو عامه ویاړونو، ځایونو او استخدامونو ته د هغوی د فضیلت او استعدادونو له مخې د منلو وړ دي» چې په دې سره به د اشرافو او روحانیونو ځانګړي حقونه هم له منځه تلل.[۱۷]

فعال او غیرفعال تابعیت[سمول]

په داسې حال کې چې د فرانسې انقلاب د دې هېواد د وګړو یوې لویې برخې ته حقونه ورکړي وو، خو د هغو کسانو تر منځ چې د بشراو ښاراوسېدونکو د حقونو په اعلامیه کې یې سیاسي حقونه تر لاسه کړي ؤ او هغوی چې دا حقونه یې نه وو تر لاسه کړي، توپیروو. هغه کسان چې د همدې سیاسي حقونو لرونکي ګڼل کېدل، هغوی ته فعال اتباع ویل کېده. فعال ښاروندتوب په هغه چا پورې اړوند و چې لږ تر لږه ۲۵ کاله عمر یې درلود او د درېو ورځو معادل کار مالیات یې ورکول او هغوی د خدمتکار په توګه نه تعریف کېدل. دا په دې معنا چې د اعلامیې پرمهال یوازې د ملکیتونو نارینه څښتنانو دا حقونه درلودل. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. The French title can be also translated in the modern era as "Declaration of Human and Civic Rights".
  2. Kopstein Kopstein (2000). Comparative Politics: Interests, Identities, and Institutions in a Changing Global Order. Cambridge UP. د کتاب پاڼې 72. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521633567. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Fremont-Barnes, Gregory (2007). Encyclopedia of the Age of Political Revolutions and New Ideologies, 1760–1815. Greenwood. د کتاب پاڼې 190. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313049514. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Douglas K. Stevenson (1987), American Life and Institutions, Stuttgart (Germany), p. 34
  5. Lefebvre, Georges (2005). The Coming of the French Revolution. Princeton UP. د کتاب پاڼې 212. د کتاب نړيواله کره شمېره 0691121885. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. George Athan Billias, ed. (2009). American Constitutionalism Heard Round the World, 1776–1989: A Global Perspective. NYU Press. د کتاب پاڼې 92. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780814791394. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  7. Susan Dunn, Sister Revolutions: French Lightning, American Light (1999) pp. 143–45
  8. Fremont-Barnes 2007, p. 190.
  9. Keith Baker, "The Idea of a Declaration of Rights" in Dale Van Kley, ed. The French Idea of Freedom: The Old Regime and the Declaration of Rights of 1789 (1997) pp. 154–96.
  10. The original draft is an annex to the 12 August report (Archives parlementaires, 1,e série, tome VIII, débats du 12 août 1789, p. 431).
  11. Archives parlementaires, 1e série, tome VIII, débats du 19 août 1789, p. 459.
  12. Gregory Fremont-Barnes, ed. (2007). Encyclopedia of the Age of Political Revolutions and New Ideologies, 1760–1815. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼي 159 vol 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313334450. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  13. Merryman, John Henry; Rogelierdomo (2007). The civil law tradition: an introduction to the legal system of Europe and Latin America. Stanford University Press. د کتاب پاڼې 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0804755696. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. First Article, Declaration of the Rights of Man and of the Citizen.
  15. Lauren, Paul Gordon (2003). The evolution of international human rights: visions seen. University of Pennsylvania Press. د کتاب پاڼې 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0812218541. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Spielvogel, Jackson J. (2008). Western Civilization: 1300 to 1815. Wadsworth Publishing. د کتاب پاڼې 580. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-495-50289-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. von Guttner, Darius (2015). The French Revolution. Nelson Cengage. د کتاب پاڼي 85–88. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اپرېل ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Thouret 'Report on the Basis of Political Eligibility' (29 September 1789) · LIBERTY, EQUALITY, FRATERNITY: EXPLORING THE FRENCH REVOUTION". revolution.chnm.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Censer and Hunt 2001, p. 55.
  20. Popkin 2006, p. 46.
  21. Doyle 1989, p. 124.