د بشري حقونو نړېواله اعلاميه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بشري حقونو نړیواله اعلامیه (UDHR) یو نړیوال سند دی چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا تصویب شوی او د ټولو انسانانو حقونه او آزادۍ تضمینوي. دغه سند د ۱۹۴۸م کال د ډسمبر پر ۱۰مه د فرانسې د پاریس په پالایس ډي چایلوټ کې د عمومي اسامبلۍ په درېیمه جلسه کې د ۲۱۷ شمېره پرېکړه‌لیک په توګه ومنل شو. هغه مهال د ملګرو ملتونو له ۵۸ غړو څخه ۴۸ هغو یې مثبته رایه ورکړه، هېڅ مخالفه رایه نه وه، اته رایې ممتنع رایې وې او دوو یې هېڅ رایه ورنه کړه.[۱][۲]

د بشري او مدني حقونو په تاریخ کې د یوه بنسټیز متن په توګه، دا اعلامیه له ۳۰ مادو څخه جوړه ده چې د یوه فرد "بنسټیز حقونه او بنسټیزې آزادۍ" په تفصیل سره تشرېح کوي او د دوی نړیوال شخصیت په ذاتي، نه انکارېدونکي، او د ټولو انسانانو لپاره د پلي کیدو وړ په توګه تاییدوي. د بشري حقونو نړیواله اعلامیه (UDHR) چې د "ټولو خلکو او ټولو ملتونو لپاره د لاسته راوړنې د یوه ګډ معیار" په توګه منل شوې، ملتونه اړباسي ​​چې ټول انسانان د "ملیت، د اوسېدو ځای، جنسیت، قومي یا نژادي ریښې، رنګ، دین او مذهب، ژپې یا کوم بل حیثیت" په پام کې نیولو پرته د "آزاد زیږېدلي او په حیثیت او وقار او حقونو کې برابر" موجود په توګه په رسمیت وپېژني. دغه اعلامیه د هغې د "نړیوالې ژبې" له کبله یو "پړاو ته رسوونکی سند" ګڼل کېږي، چې هېڅ کوم ځانګړي کلتور، سیاسي نظام یا یا هم کوم ځانګړي دین او مذهب ته اشاره نه لري. دا اعلامیه نېغ په نېغه د بشری حقونو د نړیوال قانون د پراختیا لپاره الهام بښونکې شوه، او د بشری حقونو د نړیوالې لایحې په جوړولو کې، چې په ۱۹۶۶م کال کې بشپړه او په ۱۹۷۶م کال کې نافذه شوه، لومړی ګام و.[۱][۳][۴][۵]

د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې منځپانګه که څه هم قانوني الزامیت نه لري، خو په ورپسې نړیوالو تړونونو، د بشري حقونو سیمه‌ییزو سندونو، او ملي اساسي قوانینو او حقوقي مقرراتو کې تشرېح شوي او شامل شوي دي.[۶][۷][۸]

د ملګرو ملتونو ټولو ۱۹۳ غړو هېوادونو لږترلږه یو له هغو نهو الزامیت لرونکو تړونونو څخه، چې د دغې اعلامیې تر اغېزې لاندې دي، تصویب کړي چې اکثریتو یې پکې څلور یا ډېر دا تړونونه تصویب کړي دي. که څه هم پراخه اجماع دا ده چې دغه اعلامیه په خپله الزامیت نه لري او نه هم د دودیز نړیوال قانون برخه ده، خو بیا هم داسې توافق شته چې د هغې اکثریت مادې الزامیت لرونکې دي او د دودیز نړیوال قانون کچې ته رسېدلې دي، سره له دې چې په ځینو ملتونو کې محکمې د هغې قانوني اغېز محدودوي. خو بیا هم د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې په نړیواله او ملي کچه پر حقوقي، سیاسي او ټولنیزو پرمختګونو اغېزه کړې، چې اهمیت یې ۵۲۴ ژبو ته له ژباړل کېدو هم جوتېږي او په تاریخ کې تر ټولو ډېرو ژبو ته ژباړل شوی سند بلل کېږي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

جوړښت او منځپانګه

د نړیوالې اعلامیې بنسټیز جوړښت، د سریزې او عمومي مقدماتي اصولو په ګډون، د ناپلیون قانون تر اغېزې لاندې دی. د دغې اعلامیې وروستی جوړښت د فرانسوي قانونپوه رنې کاسین له خوا چمتو شوې دویمه مسوده کې ترتیب شوی، چې د کاناډایي حقوقي عالم جان پیټرس همفري له خوا پر چمتو شوې لومړنۍ مسوده یې کار کړی دی.[۱۴]

په اعلامیه کې لاندې موضوعات راغلي:

  • سریزه یې هغه تاریخي او ټولنیز لاملونه په ګوته کوي چې د اعلامیې د مسودې د اړتیا لامل شوي.
  • ۱-۲ مادې د عزت او وقار، آزادۍ او برابرۍ بنسټیزې مفکورې بیانوي.
  • ۳-۵ مادې نور انفرادي حقونه لکه د ژوند حق او د غلامۍ او شکنجې ممنوعیت بیانوي.
  • ۶-۱۱ مادې یې بیا د بشري حقونو بنسټیز قانونيیت ته اشاره کوي چې د سرغړونې په صورت کې یې د دفاع لپاره ځانګړې لارې چارې وړاندیز کوي.
  • ۱۲-۱۷ مادې د ټولنې پر وړاندې د فرد حقونه بیانوي، چې په هر دولت کې د تګ راتګ او استوګنې ازادي، د ملکیت حق او د تابعیت حق پکې راځي.
  • ۱۸-۲۱ مادې په اصطلاح "د اساسي قانون آزادۍ" او معنوي، عامه او سیاسي آزادۍ لکه د فکر، نظر، بیان، مذهب او وجدان، خبرې، د فرد سوله‌ییزه ټولنه، او د هرې رسنۍ له لارې د معلوماتو او نظرونو ترلاسه کول او خپرول منظوروي.
  • ۲۲-۲۷ مادې د روغتیا پالنې په ګډون د یوه فرد اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه تصویبوي. دا مادې د ژوند د معیارونو پراخ حق خوندي کوي، د فزیکي کمزورۍ یا معیوبیت په صورت کې اضافي استوګنې چمتو کول تضمینوي، او د مور او ماشومتوب په وخت کې د پاملرنې ځانګړې یادونه کوي.[۱۵]
  • ۲۸-۳۰ مادې د دغو حقونو د پلي کولو عمومي لارې چارې او وسایل ټاکي، هغه ساحې مشخصوي چې د فرد حقونه پکې نشي پلي کېدای، په ټولنه کې د افرادو دندې ټاکي، او د ملګرو ملتونو سازمان له اهدافو سره په ټکر کې د حقونو کارول منع کوي.[۱۶]

کاسین دغه اعلامیه د یوه یوناني عبادتځای له دالان سره پرتله کړه، چې یو بېخ‌بنسټ، زینې، څلور ستنې، او د ښکلا لپاره یوه درې کونجه برخه یا پېډامېنټ لري.[۱۷]

لومړی او دویمه مادې یې –د عزت او وقار، آزادۍ، برابرۍ او ورورولۍ له اصولو سره– د بېخ‌بنسټ په توګه کار کوي. د سریزې اوه پراګرافونه، چې د اعلامیې دلایل بیانوي، د هغو زینو استازیتوب کوي چې عبادتځای یا معبد ته ختلې دي. د اعلامیې اصلي برخه بیا هماغه څلور ستنې دي. لومړۍ ستنه یې (۳-۱۱ مادې) د فرد حقونه دي، لکه د ژوند حق او د غلامۍ ممنوعیت. دویمه ستنه یې (۱۲-۱۷ مادې) په مدني او سیاسي ټولنه کې د فرد حقونه تشکیلوي. درېیمه ستنه یې (۱۸-۲۱ مادې) د معنوي، عامه او سیاسي آزادیو لکه د دین او مذهب د آزادۍ او د ټولنې د آزادۍ اړوندې دي. څلورمه ستنه یې هم (۲۲-۲۷ مادې) ټولنیز، اقتصادي او کلتوري حقونه ټاکي. او په پای کې، وروستۍ درې مادې هغه د ښکلا لپاره درې کونجه برخه یا پېډامېنټ وړاندې کوي چې دا ټول جوړښت یې له یو بل سره تړلی، ځکه دا مادې د یو بل پر وړاندې او هم د ټولنې پر وړاندې د هر فرد پر متقابلو دندو ټینګار کوي.[۱۷]

تاریخچه

مخینه

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال، متحدینو –چې په رسمي توګه د ملګرو ملتونو په نوم پېژندل شوي– څلور ډوله آزادۍ د خپلې جګړې د بنسټیزو موخو په توګه ومنلې: د بیان آزادي، د دین او مذهب آزادي، له وېرې او ډار آزادي، او له اړمنۍ څخه آزادي. د جګړې په وروستیو کې، د ملګرو ملتونو پر منشور بحث وشو، مسوده یې چمتو شوه، او بالآخره تصویب شو ترڅو "پر بنسټیزو بشري حقونو باور، او بشري وقار او ارزښت" تایید کړي او ټول غړي دولتونه ژمن کړي چې "د نژاد یا توکم، جنسیت، ژبې یا مذهب له توپیر پرته د ټولو بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو ته نړیوال درناوی او د هغو مراعاتول" دود کړي. کله چې له جګړې وروسته د نازي جرمني له لوري ترسره شوي ظلمونه په بشپړه توګه روښانه شول، په نړیواله ټولنه کې اجماع دا وه چې د ملګرو ملتونو منشور په کافي اندازه هغه حقونه نه دي تعریف کړي چې اشاره پکې ورته شوې ده. له دې کبله دا اړینه وګڼل شوه چې یوه نړیواله اعلامیه رامنځته کړي څو د افرادو حقونه مشخص کړي او د بشري حقونو په اړه د منشور احکام پلي کړي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې او ياداښتونه

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ "Human Rights Law". www.un.org (په انګلیسي ژبه کي). 2015-09-02. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "A/RES/217(III)". UNBISNET. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جنوري ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. UDHR Booklet, Art. 2.
  4. "Universal Declaration of Human Rights". www.amnesty.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Human Rights: The Universal Declaration vs The Cairo Declaration". Middle East Centre. 2012-12-10. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Protection of Human Rights under Universal International Law". www.un.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Declaration on Human Rights Defenders". www.ohchr.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "70 YEARS OF IMPACT: INSIGHTS ON THE UNIVERSAL DECLARATION OF HUMAN RIGHTS". www.unfoundation.org. 5 December 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Henry J Steiner and Philip Alston, International Human Rights in Context: Law, Politics, Morals, (2nd ed), Oxford University Press, Oxford, 2000.
  10. Hurst Hannum, The universal declaration of human rights in National and International Law, p.145
  11. (په 2014-12-04 باندې). The case against human rights | Eric Posner. The Guardian.
  12. Sosa v. Alvarez-Machain, 542 U.S. 692, 734 (2004).
  13. "OHCHR | Universal Declaration of Human Rights Main". www.ohchr.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Glendon 2002, pp. 62–64.
  15. Universal Declaration of Human Rights, United Nations, 1948 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Glendon 2002, Chapter 10.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ "OHCHR | Universal Declaration of Human Rights at 70: 30 Articles on 30 Articles - Article 28". www.ohchr.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "FDR, "The Four Freedoms," Speech Text |". Voicesofdemocracy.umd.edu. January 6, 1941. د لاسرسي‌نېټه April 25, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Bodnar, John, The "Good War" in American Memory. (Maryland: Johns Hopkins University Press, 2010) 11
  20. "United Nations Charter, preamble and article 55". United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Cataclysm and World Response Archived 2013-01-20 at the Wayback Machine. in Drafting and Adoption : The Universal Declaration of Human Rights Archived 2013-01-20 at the Wayback Machine., udhr.org.
  22. "UDHR50: Didn't Nazi tyranny end all hope for protecting human rights in the modern world?". Udhr.org. 1998-08-28. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ مې ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "UDHR – History of human rights". Universalrights.net. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)