د بشري حقونو زده کړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بشري حقونو زده کړه (HRE) د زده کړو داسې بهیر دی چې موخه یې په هغو حقونو کې د پوهې، ارزښتونو او وړتیاوو ترلاسه کول دي چې ټول کسان یې د لرلو مستحق دي. په دغه زده کړو کې زده کوونکو ته ورښوول کېږي چې خپل تجارب د لید له داسې موقعیت څخه وارزوي څو له مخې یې وکولای شي د بشري حقونو مفاهیم په خپلو ارزښتونو، پرېکړه کولو او ورځنیو حالاتو کې ګډ کړي. د بخښنې د نړیوال سازمان پر باور د بشري حقونو زده کړه د وګړو د پیاوړي کولو لار ده او په داسې توګه د هغوی روزنه ده چې وړتیاوې او چلنونه یې د دوی په خپلو ټولګو، ټولنو او ټوله نړۍ کې د کرامت او برابرۍ د ودې لامل وګرځي.  [۱][۲]

د « ملي اقتصاد او ټولنیزو حقونو د ابتکار» بنسټ د بشري حقونو په زده کړه کې د تبعیض د نشتوالي اهمیت څرګندوي. دولتونه باید پام ولري چې دغه زده کړه نژاد، جنسیت، رنګ، مذهب، ژبې، ملي او ټولنیزې ریښې، سیاسي او شخصي نظر، زیږون یا بل هر ډول وضعیت ته له پام پرته وړاندې کړي. ټول زده کوونکي، والدین او ټولنې حق لري په هغو پرېکړو کې ګډون ولري چې هغوی ته په اړوندو ښوونځیو او زده کړو ته اړوند د هغوی پر حقونو اغېز کوي.[۳]

تاریخچه[سمول]

د «بشري حقونو نړیواله اعلامیه» د بشري حقونو په تاریخ کې د یوه پام وړ سند په توګه پېژندل کېږي. دغه اعلامیه بیانوي چې اساسي بشري حقونه ملاتړ ته اړتیا لري او د دغو له مخې هر کس د حقونو او آزادیو د معینې کچې څخه برخمن دی. باور پر دې دی چې دا یو له تر ټولو اغېزمنو سندونو څخه دی چې ټاکي کوم څه د بشري حق په شرایطو برابر دي او څه ډول کېدلای شي دغه نظریات او حقونه په ورځني ژوند کې ځای پر ځای شي. دغه اعلامیه د نړۍ په څه باندې ۵۰۰ ژبو وژباړل شوه او د بېلابېلو هېوادونو او سیمو د استازو له خوا د هغوی د توپیر لرونکو حقوقي او کلتوري تجاربو له مخې تنظیم شوه. دغه اعلامیه د ۱۹۴۸ زکال د ډسمبر په ۱۰مه د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا په تصویب ورسېده او له همدغه مهال راهیسې دغه ورځ د بشري حقونو د ورځې په نوم ونومول شوه. تر نن ورځې پورې د دغې اعلامیې ۳۰ مادې پر خپل ځای دي او څرګندوي چې دغه سند «د ټولو وګړو او ملتونو لپاره د لاسته راوړنو یو عام معیار دی». [۴][۵][۶]

د دغو آرمانونو زده کړې ته د ۱۹۵۳ زکال پر مهال په ښوونځیو کې د یونسکو له خوا د یو لړ پروګرامونو په جوړولو سره پام وشو، هغه پروګرامونه چې «د رسمي ښوونځیو په اډانه کې د بشري حقونو د زده کړو د لومړنیو هڅو په توګه یې» عمل وکړ. په دغه برخه کې د راتلونکي نسل د روزلو ټینګار په ۱۹۵۵ زکال کې د بشري حقونو د زده کړې لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د لسیزې په پیل سره وشو. خو لومړنۍ رسمي غوښتنه یې په ۱۹۷۴ زکال کې د یونسکو له خوا «د نړیوال درک، سولې او همکارۍ، بشري حقونو او اساسي آزادیو ته د اړوندو زده کړو د وړاندیز» تر عنوان لاندې مقاله کې وشوه. د بشري حقونو د زده کړې په نړیوال کانګرس کې ونډه کوونکي بالاخره په ۱۹۷۸ زکال کې سره راغونډ شول څو له دغو حقونو څخه ځانګړی تعریف چې په رسمي درسي نصاب کې ورته اړتیاوه جوړ کړي. په هغه موخو کې چې کانګرس ورباندې هوکړې ته ورسېد، په درناوي باندې په تمرکز لرلو سره مدارا کوونکو لیدلورو ته هڅونه، په ملي او نړیواله کچه د بشري حقونو اړوند د پوهې خپرول او همدارنګه د هغو عملي کول او بالاخره د بشري حقونو اړوند د آګاهۍ پراختیا شاملېده څو هغه په ملي یا نړیواله کچه په ټولنیز یا سیاسي ډګر کې پر واقعیت واړوي. [۷][۸]

د بشري حقونو زده کړه په ۱۹۹۳ زکال کې د بشري حقونو له نړیوال کنفرانس وروسته په یوې نړیوالې رسمي اندېښنې واوښته. دغه کنفرانس د بشري حقونو اړوند رسمي زده کړو ته د ډېری هېوادونو او بالاخره د ملګرو ملتونو د سازمان پام واړوه. په ۱۹۹۵ زکال کې ملګرو ملتونو د بشري حقونو د زده کړې لپاره لسیزه تصویب کړه چې له مخې یې یوځل بیا د دغو پرګرامونو موخې اصلاح شوې. د ملګرو ملتونو له خوا له دغه پرمختګ را وروسته د غیر دولتي سازمانونو، بین دولتي سازمانونو او هغه کسانو په مرسته چې د دغې موضوع د رسمي زده کړو لپاره ګمارل شوي و د ښوونځيو په رسمي نصابونو کې د بشري حقونو د زده کړو ادغام پراختیا ومونده او ګڼ شمېر بدلونونه په کې راغلل. [۹]

د نړیوال درک لپاره د آسیا - پاسفیک ښوونیز مرکز (APCEIU) او علمي چارو ته اړوندې د ملګرو ملتونو ادارې (UNAI) په ګډه سره په ۲۰۱۸ زکال کې په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د ملګرو ملتونو د نړیوال تبعه توب روزنیز سیمینار جوړ کړ. دغه ډول سیمینارونو د نوو نظریاتو او مفاهیمو د رامنځته کولو لپاره د خلکو په راغونډولو سره د بشري حقونو د زده کړو د ودې په برخه کې مرسته وکړه. د بشري حقونو مدافعین په دې باور دي چې دغه ډول چارې ډېرې اړینې دي ځکه چې د بشري حقونو لغتونه او مفاهمیم ورسره پراختیا مومي او تر خلکو رسېږي؛ همدارنګه زده کوونکو ته دا وړتیا وربخښي چې د بشري حقونو اړوند نقدي لیدلوري وړاندې کړي.[۱۰][۱۱]

دوام داره پرمختګ[سمول]

په ۲۰۲۲ زکال کې د بشري حقونو د زده کړو لپاره په نړیواله کچه غوښتنې مخ پر زیاتېدو شوې هغه مهال چې د ملګرو ملتونو نړیوال میثاق د مسولیت منونکې مدیریتي روزنې له اصولو څخه په کار اخیستو له شرکتونو وغوښتل څو هغه سر خلاصی لیک لاسلیک کړي چې له ښوونیزو موسساتو غواړي د سوداګریزو او بشري حقونو موضوعات په خپل درسي نصاب کې شامل کړي. دغه چاره له دې امله پیل شوه چې دغه ډلې باوري وې، «علمي بنسټونه د هغه غوره ځایګي لرونکي دي چې کولای شي د راتلونکو سوداګریو مشران په خپلو شرکتونو کې د بشري حقونو د اغېزمن مدیریت په موخه چمتو کړي». [۱۲][۱۳]

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (OHCHR) هڅه کوي د فني همکاریو اړوند د خپلو پروګرامونو او همدارنګه د ACT پروژې له لارې چې وګړیزو پروژو ته مالي امکانات ورکوي د بشري حقونو د ملي او سیمه ییزو طرحو څخه په ملاتړ د بشري حقونو ترویج ته دوام ورکړي. ACT یا له ټولنو سره د مرستې کولو پروژه چې د OHCHR او د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (UNDP) له خوا په ګډ ډول مخته وړل کېږي د مدني ټولنې له هغو بنسټونو سره مالي مرستې کوي چې اوس مهال په سیمه ییزو ټولنو کې بشري حقونو ته په اړوندو چارو بوخت دي. OHCHR همدارنګه د بشري حقونو د زده کړې د نړیوال پروګرام همغږیتوب پر غاړه لري چې موخه یې «د بشري حقونو د زده کړو له اساسي لارو چارو څخه د مشترک درک ترویج، د وګړیزې کچې پر ځای په نړیواله کچه د مشارکت او همکاریو د پیاوړتیا په موخه د څرګند چوکاټ وړاندې کول دي». دا د تېرې لسیزې د پروګرام پر ځای یو د منلو وړ پروګرام دی. له دې سره چې په هرو څو کلونو کې په یوه ځانګړې موضوع تمرکز کوي او هڅه کوي د بشري حقونو زده کړو ته له بېلابېلو لارو پیاوړتیا وبخښي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

زده کړې[سمول]

OHCHR د بشري حقونو د زده کړو روزنیز موادو او د منابعو وسایلو لکه د بشري حقونو د زده کړو او روزنو ډیتابېس، د بشري حقونو د زده کړو او روزنو د منابعو ټولګو او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې انټرنټي برخې ته پراختیا ورکړې.[۱۸][۱۹][۲۰]

همدارنګه د ښوونځیو په ښوونیز نصاب کې هم د بشري حقونو د زده کړو وړاندې کېدو ته مخه شوې. د بېلګې په توګه تاریخ، سیاست او وګړتوب ته اړوند موضوعات د بشري حقونو په زده کړه کې شاملېږي، خو تخصصي کورسونه لکه د «بشري حقونو» کورس هم شتون لري چې د عالي لیسې د زده کوونکو لپاره د بکلوریا د نړیوال دیپلوم د پروګرام د برخې په توګه وړاندې کېږي. د دغې دورې د بشپړولو لپاره زده کوونکي باید د دوه کلونو لپاره زده کړې وکړي، په وروستۍ ازموینه کې ګډون وکړي او د بشري حقونو موضوعاتو ته اړوند پای لیکنه وړاندې کړي. د د یپلوم وړاندې کوونکي پروګرام د برخې په توګه زده کوونکي باید د بشري حقونو اړوند ۴۰۰۰ ویي لرونکې څېړنیزه مقاله ولیکي. [۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. "Human Rights Education". www.amnesty.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "WHAT is human rights education?". www.theadvocatesforhumanrights.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Join NESRI in supporting people's movements for human rights". www.nesri.org (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Universal Declaration of Human Rights". www.un.org (په انګلیسي ژبه کي). 2015-10-06. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Humanrightseducation.info". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Universal Declaration of Human Rights". United Nations. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Human Rights Education History". K12academics. 6 February 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "UNESCO.org". Recommendation concerning Education for International Understanding, Co-operation and Peace and Education relating to Human Rights and Fundamental Freedoms. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "United Nations Decade for Human Rights Education : resolution / adopted by the General Assembly". United Nations Digital Library. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. OmarHernandez (2018-05-09). "2018 United Nations Global Citizenship Education Seminar". academicimpact.un.org (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ نومبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "From Citizenship to Human Rights to Human Rights Education", Making Human Rights Intelligible Towards a Sociology of Human Rights, Hart Publishing, 2013, doi:10.5040/9781472566461.ch-009, د کتاب نړيواله کره شمېره 9781849463959 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Make Human Rights Part of Management Education | UN Global Compact". www.unglobalcompact.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Principles for Responsible Management Education (PRME) - Center for Responsible Business | Berkeley-Haas". responsiblebusiness.haas.berkeley.edu (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "OHCHR | Technical Cooperation Homepage". www.ohchr.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "OHCHR | ACT Project overview". www.ohchr.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "United Nations Development Programme (UNDP) | United Nations Educational, Scientific and Cultural Organization". www.unesco.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "OHCHR | World Programme for Human Rights Education (2005-ongoing)". www.ohchr.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Universal Declaration of Human Rights". www.un.org (په انګلیسي ژبه کي). 2015-10-06. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "OHCHR | Resource Collection on Human Rights Education Training". www.ohchr.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Database on human rights education and training". hre.ohchr.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Innovation for Strengthening Public Policies on Human Rights Education for the City of São Paulo". UNESCO. 5 October 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)