Jump to content

د برېښنا دستګاه يا سټېشن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د برېښنا سټېشن، چې د برېښنا دستګاه او ځيني وختونه ورته توليدي سټېشن يا توليدي دستګاه هم وايي، د بريښنايي انرژۍ د توليد لپاره يوه صنعتي اسانتيا ده. د برېښنا دستګاوې په عمومي ډول له يوې برېښنايي شبکې سره وصل دي.

د برېښنا زياتې دستګاوې يو يا زيات توليدووونکي ماشينونه لري، چې دا يو څرخنده ماشين دی چې ميخانيکي انرژي په درې فازه برېښنايي انرژۍ بدلوي. د يو مقناطيسي برخې او يو هادي تر منځ اړوند حرکت يو برېښنايي جريان رامنځته کوي.

د انرژي سرچينه د جنراتور يا توليدونکي په پراخه توګه د بدلولو (تغيیر په کې راوستلو) په موخه چمتو شوې ده. د نړۍ تر ټولو زياتې د برېښنا دستګاوې، د برېښنا د توليد په موخه فوسيلی مايع يا ګاز لکه د ډبرو سکاره، تېل او طبيعي ګاز سوځوي. د انرژي په پاکو سرچينو کې هستوي انرژي او د بيا نوي کېدو وړ زياتېدونکې کارونه، لکه: لمریزه، بادي، څپه ایزه، د ځمکې د تودوخې او د اوبو برېښنا شاملېږي.

تاريخ

[سمول]

د ۱۸۱۷ ز په لومړيو کې بلجيمي مخترع (Zénobe Gramme) د صنعت لپاره په سوداګريزه کچه د برېښنا د توليد په موخه يو کافي ځواکمن توليدوونکی (جنراتور) اختراع کړ. [۱]

په ۱۸۷۸ز د انګليستان په (Cragside) کې د (William, Lord Armstrong) په واسطه د اوبو برېښنا يوه دستګاه طرحه او جوړه شوه، چې په خپل حالت کې يې د جهيلونو له اوبو نه(Siemens dynamos) ته، د برېښنا ورکولو لپاره استفاده کوله. برېښنا ګروپ ته انرژي ورکړه، تودوخه، ګرمې اوبه يې توليد کړې، يوه برېښنايي وسيله او د کارکوونکو د لږ ګمارنې وسيلې او د کروندو جوړونه يې په کار راوړله. [۲]

په ۱۸۹۰ ز کې د نړۍ د ډبرو سکارو په واسطه چلېدونکی عامه د برېښنا دستګاه، د اډيسن د برېښنايي رڼا دستګاه په لندن کې جوړه شوه. دا د (Thomas Edison) يوه پروژه وه، چې د (Edward Johnson) په واسطه تنظيم شوه. يو (Babcock & Wilcox) جوشوونکي ۹۳ کیلو واټه (۱۲۵ هارس پاور) ماشين ته برېښنا ورکړه، چې يو ۲۷ ټنه (۲۷ اوږد ټن) جنراتور يې وچلاوه. دا وړاندې شوې برېښنا، په هغو سيمو کې فرض کېږي چې د سړک له کېندنې پرته د درې پل د سړک لاندې لښتي په واسطه رسېدلی شوې، چې د ګاز کمپنيو انحصار و. په مشتريانو کې د ښار معبد (City Temple) او (Old Bailey) شامل وو. يو بل مهم پېرېدونکی د پوسټ د عمومي ادارې د ټيليګراف دفتر و، مګر دا تر ځمکې لاندې لښتي په واسطه نه شو رسېدلی. جانسن د عرضه کېبل لپاره (Tavern) او (Newgate) تنظيم کړل، چې دا کيبل به په هوايي ډول غځېږي. [۳]

په ۱۸۸۲ ز په نيويارک کې د منهاتن ټاپو (Manhattan Island) په ټيټه سيمه کې د برېښنايي رڼا د توليد په موخه د اډيسن په واسطه تاسيس شو. ذکر شوې دستګاه، تر هغې کار وکړ، چې بالاخره په ۱۸۹۰ ز کې د اور له امله له منځه ولاړ. دې دستګاه د مستقيم جريان جنراتورونو د چلولو په موخه متقابل د بخار ماشينونه کارول. د DC د وېش له امله د خدمت سيمه کوچنۍ او په مشبوع کوونکو کې د ولټېج لوېدلو په واسطه محدوده وه. په ۱۸۸۶ ز کې (George Westinghouse) د يوه متبادل جريان سيستم په جوړولو پيل وکړ، چې د اوږد واټن لېږد لپاره د ولټېج د پورته وړلو په موخه يې يو تبديلوونکی (Transformer) [هغه برېښنايي اله ده چې کمزوریې برېښنا په قوي بدلوي] وکاراوه او وروسته يې بېرته ولټېج راټيټ کړ، چې د کور دننه رڼا په موخه ترېنه ګټه واخېستل شي. دا يو نسبتاً زيات ګټور او ارزانه سيستم و، چې د عصري سيستمونو سره ورته دی. د جريانونو ټکر (war of the currents) بالاخره د AC وېش او ګټورتوب په برخه کې حل شو، که څه هم DC سيستمونو د ۲۰ پېړۍ تر پای پورې دوام وکړ. DC سيستمونه د يوه ميل (کيلومتر په خدماتي وړاندې يا د اړتيا له مخې همدومره کوچني، د مايع يا ګازو د مصرف په پرتله لږ اغېزناک او د زيات پراخه مرکزي AC توليدي دستګاوو د چلولو په پرتله د کاريګرو متمرکز و.

AC سيستمونو د مصرف د ډول له مخې په پراخه کچه فريکوينسي وکارولې، د رڼا مصرف لوړې فريکوينسي کاروي او د انقباض سيستمونه او دروند موتور سيستمونه ټيټو فريکوينسي (تناوبونه، تکرار) ته ترجيح ورکوي. د مرکزي دستګاه د توليد اقتصاد هغه وخت په ستر ډول وده وکړه، چې متحده رڼا او د انرژۍ سيستمونه چې په يوه عامه فريکوينسي کې يې عمل کاوه، وده وکړه. دې ته ورته توليدي دستګاه چې د ورځې پر مهال يې پراخه صنعتي مصرفونه مشبوع کړل، د ګڼه ګوڼې پر مهال يې د تګ راتګ د لويو لارو سيستمونه او په ماښام کې د رڼا مصرف هم مشبوع کولی شو. د همدې له امله يې د سيستم د مصرف عامل (load factor) ته وده ورکوي او په ټوله کې د برېښنايي انرژي بيه کموي. زياتې تمې وې، توليدي دستګاوې انرژي يا رڼا ته د فريکوينسي د ټاکنې او څرخېدونکي فريکوينسي بدلوونکو (frequency changers) په واسطه وقف شوې وې او څرخېدونکي بدلوونکي (convertors) له عمومي رڼا او د برېښنا له شبکې نه د برېښنايي لويو لارو سيستمونو د مشبوع کولو لپاره په ځانګړي ډول عام وو.

د ۲۰ مې پېړۍ د لومړيو لسيزو په موده کې مرکزي دستګاوې پراخې شوې، د سترې ګټورتيا چمتو کولو په موخه يې لوړ فشارونه کارول او د اعتماد وړتيا او بيې د ودې ورکولو په موخه يې په ګڼو سره تړلو توليدي دستګاوو باندې تکيه کوله. د AC د لوړ ولټېج لېږد د اوبو برېښنايي انرژۍ ته اجازه ورکړه، چې له لرې ځړوبو نه د بازار مارکېټونو ته په هوسا ډول ورسېږي (حرکت وکړي). په مرکزي دستګاه خدمت کې د اصل توربين (steam turbine) ظهور نږدې په ۱۹۰۶ ز کې د توليدي ظرفيت سترې خپرېدنې ته زمينه برابره کړه. له دې وروسته جنراتورونه د کمربندونو د انرژۍ لېږد يا د متقابلو ماشينونو د اړونده بطي سرعت په واسطه محدود نه و او بې شمېره اندازو ته يې وده کولی شوه. د بېلګې په ډول: (Sebastian Ziani de Ferranti) هغه څه پلان کړل، چې متقابل ماشينونه يې لرل او د مطلوبې نوې مرکزي دستګاه لپاره تر اوسه نه و جوړ شوي، مګر پلانونه يې هغه وخت له مخې لرې کړل، چې توربينونه په اړينه اندازه کې د لاسرسی وړ شول. له مرکزي دستګاه نه بهر، د برېښنا سيستمونو جوړول انجنيري مهارتونو او په مساوي معيار کې مالي ځيرکتيا ته اړتيا لري. د مرکزي دستګاه توليد سرلارو کې د امريکې (George Westinghouse) او (Samuel Insull) او د انګليستان (Ferranti) او (Charles Hesterman Merz) او نور زيات خلک شاملېږي.

د حرارتي برېښنا دستګاوې

[سمول]

د حرارتي برېښنا په دستګاوو کې ميخانيکي انرژي، د تودوخې د يوه ماشين په واسطه تولیدېږي، چې حرارتي انرژي (زياتره د يوې مايع يا ګاز له سوځېدنې نه) په دوراني انرژۍ بدلوي. د حرارتي برېښنا زياتره دستګاوې بخار يا بړاس توليدوي، نو له امله يې دوی ته ځيني وختونه ورته د بړاس انرژۍ دستګاوې ويل کېږي. د حرارتي متحرک د دويم قاون (second law of thermodynamics) له مخې، د حرارتي انرژۍ ټولې بڼې ميخانيکي انرژۍ ته نه شي بدلېدلی. له همدې امله چاپېريال ته تل د تودوخې بايلل دي. که چېرې دا بايلنه د ګټورې تودوخې په توګه د صنعتي پړاوونو يا ولسوالیو ګرمولو لپاره وګومارل شي، نو د انرژي دستګاه ته د ګډ توليد د انرژي دستګاه يا CPH (ترکيب شوې تودوخه او انرژي) دستګاه په توګه مراجعه کېږي. په هغو هېوادونو کې چې د ولسوالیو ګرمښت په کې عام دي، د (heat-only boiler stations) په نامه د تودوخې وقف شوې دستګاوې په کې شته دي. په منځني ختيځ کې د انرژي د دستګاوو يو مهم ټولګی، د اوبو د تصفيه کولو لپاره د فرعي محصول تودوخه کاروي.

د حرارتي انرژۍ د دوران ګټورتوب د مايع يا ګاز توليد شوي اعظمي کار په واسطه محدود دی. ګټورتوب په مستقيم ډول د استعمال شوې مايع يا ګاز يوه دنده نه ده. د ورته اصلي حالتونو لپاره د ډبرو د سکارو، هستوي او ګازي انرژۍ دستګاوې ټول ورته نظرياتي ګټورتوب لري. که چېرې يو سيستم ټول پر ثباتي ډول وي، دا به د هغې په پرتله زيات اغېزناک وي، چې په متناوب ډول کارول شوی دی. اصلي توربينونه په عمومي ډول هغه وخت په لوړ اغېزناکتوب سره عمل کوي، چې په بشپړ ظرفيت کې عملي شوی وي. [۴][۵]

سرچینې

[سمول]
  1. Thompson, Silvanus Phillips (1888). Dynamo-electric Machinery: A Manual for Students of Electrotechnics. London: E. & F. N. Spon. p. 140.
  2. "Hydro-electricity restored to historic Northumberland home". BBC News. 27 February 2013.
  3. Jack Harris (14 January 1982), "The electricity of Holborn", New Scientist, archived from the original on 4 February 2023, نه اخيستل شوی 8 January 2022 {{citation}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |تاريخ الوصول= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  4. Jack Harris (14 January 1982), "The electricity of Holborn", New Scientist, archived from the original on 4 February 2023, نه اخيستل شوی 8 January 2022 {{citation}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |تاريخ الوصول= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  5. "Inter RAO UES cooperates with State Grid Corporation of China". Reference News. 2018-06-04. Archived from the original on 2023-02-04. نه اخيستل شوی 2022-01-08.