د برېښنا انرژي خپرېدل
د برېښنا خپرېدل له يوې توليدي ساحې نه يو برېښنايي فرعي تمځای يا سټېشن ته د برېښنايي انرژۍ يو ستر حرکت دی. يو له بل سره وصل شوي لاينونه چې دې حرکت يا لېږد ته زمينه مساعدوي، د خپرېدلو د شبکې په نوم پېژندل کېږي. دا د لوړ ولټېج سټېشنونو او مصرف کوونکو تر منځ د سيمه یيز وائيرنګ يا لاين غزونې نه بېل دی، چې په قسمي ډول د برېښنايي انرژي وېش ته راجع کېږي. د ترکيب شوي خپرېدلو او وېش شبکه، د برېښنا د وړاندې کولو يوه برخه ده چې د برېښنايي شبکې په توګه پېژندل کېږي.
د برېښنايي انرژي د اوږد واټن ګټور لېږد يا خپرېدنه لوړ ولټېج غواړي. دا د دروند جريان په واسطه توليد شوي ضايعات کموي. د خپرېدو لاينونه زياتره د لوړ ولټېج متناوب جريان کاروي، مګر د خپرېدونکي لاين يو مهم ټولګی د لوړ ولټېج مستقيم جريان نه ګټه پورته کوي. د ولټېج کچه په ټرانسفرمرونو سره بدلون مومي، د خپرېدلو لپاره ولټېج پورته وړي او بيا د سيمه یيز وېش لپاره ولټېج کموي او وروسته بيا د مصرف کوونکي په واسطه لګېږي.
يوه پراخه ساحه همزماني درجه بندي يا نقشه (wide area synchronous grid) چې په شمالي امريکا کې «يو له بل سره وصل» په نوم هم پېژندل کېږي، په مستقيم ډول زيات هغه توليدوونکي ماشينونه وصلوي چې زياتو مصرف کوونکو ته په ورته اړوند فريکوينسۍ سره AC انرژي توليدوي. د بېلګې په ډول: په شمالي امريکا کې څلور ستر يو له بل سره وصل interconnections شته (لويديخ انټرکنکشن، ختيځ انټرکنکشن، کيوبيک انټرکنکشن او د تکزاس د برېښنايي اعتبار شورا (ERCOT) شبکه). په اروپا کې يوه ستره شبکه د اروپا ډېرې اړوند برخې وصل کوي.
په تاريخي ډول د خپرېدلو او وېش لاېنونه زياتره وخت د ورته کمپنۍ په ملکيت کې وو، مګر د ۱۹۹۰ ز لسيزو کې زياتو هېوادونو د برېښنا مارکیټ اړوند قوانين په داسې طريقو ازاد کړي دي، چې د وېش له سوداګرۍ نه د برېښنايي لېږد يا خپرېدلو سوداګرۍ يو له بله بېلوالی يې رهبري کړ. [۱]
سيستم
[سمول]د لېږد ډېر لاېنونه د درې فازه متناوب جريان لوړ ولټېجه دي، که څه هم د متناوب جريان يو فازه لاين ځيني وختونه د اوسپنې لار د برېښنايي کوونې په سيستمونو کې کارول کېږي. د لوړ ولټېج مستقيم جريان (HVDC) ټيکنالوژي د اوږدو واټنونو (په نمونه يي ډول په سلګونو ميله واټن) کې د ستر ګټورتوب لپاره کارېږي. د HVDC ټيکنالوژي د اوبتل برېښنايي کېبلونو (په نمونه يي ډول له ۳۰ ميل يعنې ۵۰ کیلومترو نه اوږد واټن) کې هم کارول کېږي او د هغو شبکو تر منخ د برېښنا په تبديلولو کې کارېږي، چې په دوه اړخيز ډول په يو وخت کې نه دي پېښ شوي. د HVDC اړيکې د برېښنا د ستر وېش شبکو په ثابت ساتلو کې کارول کېږي، چې ناڅاپي نوي بارونه يعې لوډ يا خاموشېدل، د شبکې په يوه برخه کې کېدای شي، په هممهال ستونزو او غورځېدونکي ناکاميو (cascading failures) کې کېدای شي پایله ولري.
برېښنا په لوړ ولټېج (۶۶ کیلو واټ يا له دې پورته) کې خپرېږي، تر څو د انرژي هغه ضايعات کم کړي چې د اوږد واټن په لېږد يا خپرېدنه کې رامنځته کېږي. برېښنا په عادي ډول د برېښنا د هوايي لاينونو په واسطه خپرېږي. تر ځمکې لاندې د برېښنا لېږد په اړين ډول د فعالولو لوړه بيه او د سترو عملياتي محدوديتونه، مګر د څارنې لږې بيې لري. تر ځمکې لاندې د برېښنا لېږد ځيني وختونه، په کليوالي سيمو يا په چاپيريالي ډول حساسو موقعيتونو کې کارول کېږي.
د خپرېدلو په سيستمونو کې د برېښنايي انرژي د ذخيرې د اسانتايوو کمښت، يوه کليدي محدوديت ته لار هواروي. برېښنايي انرژي بايد د مصرف د کچې په اندازه توليد شي. د کنترول يو sophisticated سيستم ته اړتيا ده، چې دا باوري کړي چې د برېښنا توليد د هغې له غوښتنې سره په نږدې ډول پرتله کېږي. که چېرې د برېښنا لپاره د غوښتنې ملاتړ ( supply) زيات وي، ذکر شوی بې تعادلي کولی شي، د دې سبب شي چې توليدي دستګاه او د لېږد وسايل په خودکار ډول د ويجاړۍ د مخنيوي په پار خاموش او پرې شي. په تر ټولو خراب حالت کې دا کېدای شي، د بندېدو يا خاموشۍ يوه تړلې لړۍ او يو ستر منطقوي ته بندېدل رهبري کړي. په بېلګو کې د امريکا د شمال ختيځ د ۱۹۶۵، ۱۹۷۷، ۲۰۰۳ ز برېښنا بندېدل او په ۱۹۹۶ او ۲۰۱۱ ز کې د امريکا په نورو سيمو کې د برېښنا ستر بندېدل يا قطعه کېدل شاملېږي. د برېښنا د خپرولو شبکې په سيمه یيز، ملي او ان د لويې وچې په سطحه پراخو شبکو کې وصل شوي دي، چې د ګڼو تر حده زياتو (redundant) چمتو کولو په واسطه د داسې ناکامۍ خطر کم کړي. د برېښنا د لېږد کمپنۍ د هر لاين د بارو اعظمي ظرفيت مشخص کوي (په اصلي ډول د لاين د فزيکي يا حرارتي حد په پرتله لږ)، تر څو باوري کړي چې، د شبکې په يوه بله برخه کې د يوې ناکامۍ په پېښه کې اضافي ظرفيت د لاسرسي وړ دی.
هوايي خپرېدل
[سمول]د لوړ ولټېج هوايي هادي د روپوشي (پوښ) په واسطه نه دي پوښل شوي. د هادي مواد نږدې تل يو المونيمي الياژ دی، چې په بېلابېلو پوښونو کې جوړ شوی دی او په ممکن ډول د پولادو په پوښ سره تقويه شوی دی. ځيني وختونه د هوايي لېږد لپاره مس کارول کېدل، مګر المونيم یو څه روښانه، ګټور او يوازې په حاشيوي ډول لږه کارکرده ګي لري او بيه يې هم کمه ده. هوايي هادي يوه وسيله ده، چې په نړيواله کچه د بېلابېلو کمپنيو په واسطه جوړېږي. پرمختللي هادي مواد او شکلونه په باقاعده ډول کارول کېږی، تر څو زيات شوي ظرفيت او د خپرېدنې عصري سرکټونو (د برېښنا د جريان لارې) ومني يا اجازه ورکړي. د هادي اندازې له 12mm2 (د امريکايي سيم اندازه) نه تر 750mm2 (۱۵۹۰۰۰۰ دايروي ميل ساحه) پورې د مقاومت په بدلولو او د جريان وړلو په ظرفيت سره تنظیميږي. د لويو هادي لپاره (په يو قطر يا دايره کې د يو څو سانتي مترو نه زيات) د برېښنا په فريکوينسي کې، د جريان زيات بهير سطحې ته نږدې د پوستکي يا پوښ د اغېزې له امله متمرکز دی. د هادي د مرکز برخه لږ جريان يا کرنټ لېږدوي، مګر هادي ته په وزن او بيه کې مرسته کوي. د جريان د دې محدوديت له امله، کله چې لوړ ظرفيت ته اړتيا وي؛ ګڼ موازي کېبلونه (چې بنډل هادي ورته وايي) کارېږي. بنډل هادي په لوړ ولټېج کې هم کارول کېږي، تر څو د corona discharge په واسطه بايللې انرژي کمه کړي.
نن ورځ د لېږد يا خپرولواندازه ولټېجونه په عادي ډول ۱۱۰ کیلو واټه او له دې پورته په نظر کې نيول کېږي. ټيټ ولټېجونه،لکه: ۶۶ کیلو واټ او ۳۳ کیلو واټه، په عادي ډول د فرعي خپروونکو ولټېجونو په توګه کتل کېږي، مګر کله ناکله په اوږدو لاينونو باندې په سپک لوډ (لږ مصرف لرونکو لاېنونو باندې) هم کارول کېږی. له ۳۳ کیلو واټ نه ټيټ ولټېجونه په معمولي ډول د وېش لپاره کارول کېږي. له ۷۶۵ کیلو واټ نه پورته ولټېجونه د اضافي لوړ ولټېج په توګه کتل کېږي او په یو څه ټيټو ولټېجونو کې له کارېدلو وسايلو سره په پرتلیز ډول د بېلابېلو طرحو او نقشو غوښتنه کوي.
دا چې د هوايي لېږد سيمونه (لاينونه) د سرپوش (پوښ) لپاره په هوا باندې تکيه کوي، د دې لاينونو ډيزاين د یو څه تصفيې غوښتنه کوي، چې د خونديتوب د ثابت ساتلو په موخه مراعات شي. د هوا ضد او نقيض حالتونه، لکه: لوړ بادونه او ټيټه د حرارت درجه کولی شي، د برېښنا د پرې کېدو لامل شي. د هوا ۲۳ ((عقدې)) (په يو ساعت کې ۴۳ کیلو متره) سرعت هادي ته اجازه ورکولی شی، چې عملياتي تصفيې په ورو ورو لاندې کړي، په رڼا او د ملاتړ يا supply په بایللو کې اغېزه کوي. د فزيکي لاين دوراني حرکت د دوران د امپليتود او فريکوينسي له مخې، د هادي تراټ يا اهتزاز (conductor gallop or flutter) نومول کېدای شي. [۲]
تر ځمکې لاندې لېږد
[سمول]د برېښنا انرژي د هوايي لېږد پر ځای د ځمکې لاندې کېبلونو په واسطه هم خپرېدلی او لېږدول کېدلی شي. تر ځمکې لاندې کېبلونه، د هوايي لاينونو په پرتله لږ right of way اخلي، لږه څرګندتيا لري او د خرابې هوا په واسطه لږ اغېزمنېږي. که څه هم د پوښل شوو کېبلونو او کېندنې بيې، د هوايي ساختمان په نسبت زياتې لوړې دي. د ښخ شوي لېږد په لاينونو کې د عیبونو موقعيت معلومول او ترميمول نسبتا زيات وخت نيسي.
په ځينو ښاري سيمو کې د ځمکې لاندې کېبلونه، له فلزي نلونو سره نږدې دي او په عایق مايع يا ګاز سره بېل پوښل شوي دي، چې د پمپونو په واسطه يا ساکن دي او يا بل شان. که چېرې يوه برېښنايي تېروتنه نل ويجاړوي او په شاوخوا خاوره کې يو عايق چاود يا څڅېدنه توليدوي، د مايع نايتروجن لارې د نل د ويجاړو شوو برخو د منجمد کولو په موخه کارول کېږي، تر څو اوبو اېستنې او د ويجاړ شوي نل ترميم ته زمينه برابره کړي. تر ځمکې لاندې دا ډول کېبل کولی شي، د ترميم دورې ته دوام ورکړي او د ترميم بيه لوړه کړي. د پايپ ( نل) او خاورې د تودوخې درجه، په عادي ډول د ترميم په دوره کې په ثابت ډول اداره کېږي. [۳][۴][۵]
سرچینې
[سمول]- ↑ "A Primer on Electric Utilities, Deregulation, and Restructuring of U.S. Electricity Markets" (PDF). United States Department of Energy Federal Energy Management Program (FEMP). May 2002. نه اخيستل شوی October 30, 2018.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ Hans Dieter Betz, Ulrich Schumann, Pierre Laroche (2009). Lightning: Principles, Instruments and Applications. Springer, pp. 202–203. ISBN 978-1-4020-9078-3. Retrieved on 13 May 2009.
- ↑ Banerjee, Neela (September 16, 2001). "AFTER THE ATTACKS: THE WORKERS; Con Edison Crews Improvise as They Rewire a Truncated System" – via NYTimes.com.
- ↑ "INVESTIGATION OF THE SEPTEMBER 2013 ELECTRIC OUTAGE OF A PORTION OF METRO-NORTH RAILROAD'S NEW HAVEN LINE". documents.dps.ny.gov. 2014. نه اخيستل شوی 2019-12-29.
- ↑ NYSPSC case no. 13-E-0529