د بریتانیا د اساسي قانون تاریخ
د بریتانیا د اساسي قانون تاریخ د انګلنډ، ولز، سکاټلنډ، او ایرلنډ له یوځای کېدو څخه تر نن ورځې پورې د بریتانیا په اساسي قانون کې بدلونونو ته اړوندېږي. په داسې حال کې چې د بریتانیا د اساسي قانون تاریخ په رسمي ډول له ۱۸۰۰ زکال څخه پیلېږي خو ریښه یې د انګلنډ، سکاټلنډ، ولز او ایرلنډ څلورو هېوادونو له یوځای کېدو ډېر وړاندې مهال ته رسېږي. [۱][۲]
د بریتانیا اساسي قانون د مختلفو قوانینو، قضایي سوابقو، کنوانسیونونو، هوکړو او نورو منابعو ټولګه ده چې په ټولیزه توګه د بریتانیا د اساسي قانون په توګه یادېږي. له همدې امله دا ښه راځي د بریتانیا اساسي قانون د «نه لیکل شوي» پر ځای د یو «نه تدوین» شوي اساسي قانون په توګه توصیف شي. [۳][۴][۵][۶]
لرغونې او رومي بریتانیا
[سمول]د روم سترواکۍ له خوا له فتح کولو وړاندې، بریتانیا او ایرلنډ د اروپا لویې وچې د سلتیک کډوالو څخه ډک و؛ خو دوی هېڅ حقوقي ثبت شوې سابقه نه ده پرېښې. له میلاد څخه په وړاندې ۵۵ او ۵۴ کال کې د روم د جمهوریت د پای پر مهال رومي کنسول او د لژیون پوځي واحد قوماندان ژولیوس سزار د ګالیک پراخو جګړو پر مهال په بریتانیا برید وکړ. په داسې حال کې چې دغه اشغال دایمي نه و او سزار بېرته روم ته راوګرځېد؛ هلته دیکتاتور شو او بیا ترور کړای شو. هغه مهال چې د سزار وارث اګوستوس له میلاد څخه په مخکني ۲۷ کال کې واک ته ورسېد جمهوریت یې په سترواکۍ بدل کړ. د اګوستوس د مېرمنې لیویا د واکمنۍ پر مهال د هغه لمسي کلادیوس په ۴۳ زکال کې بریتانیا فتح کړه. [۷]
د روم د نه تدوین شوي اساسي قانون پر بنسټ رومي بریتانیا د یو ګورنر له خوا اداره کېده چې معمولا به یې د سنا غړیتوب درلود خو ټاکنه یې د سترواک په واک کې وه او د هغه پوځي سابقې ته په کتو به یې دغه ځایګي ته ټاکه. د بریتانیا لوندینیوم ایالتي ښار هغه مهال ۶۰ زره تنه نفوس درلود چې په ټولیز ډول د ټولې بریتانیا د وګړو شمېر ۳ میلیونو تنو ته رسېد. رومي اقتصاد د غلامانو پر بنسټ او په کلکه سره پوځي و. هادریان په ۱۲۲ زکال کې د سترواکۍ لپاره د محدودیټ ټاکلو په موخه دیوال جوړ کړ، خو ډیر ژر د انتونینوس پیوس له خوا په ۱۴۲زکال کې شمال ته ولېږدول شو. لوی کنسټانټین په ۳۰۶ زکال کې وروسته له هغه چې د سترواکۍ د لقب له ادعا لاس پر سر شو په ۳۰۶ زکال کې په یورک کې استوګن شو. کنسټانټین په ۳۱۲ زکال کې په روم برید وکړ او په ۳۱۳ زکال کې یې د میلان فرمان صادر کړ. دغه چاره د یو شمېر هغو پېښو لامل وګرځېده چې له مخې یې کلیسا په قانون باندې تر ټولو زیات واک وموند. د دوامداره بریدونو له امله سترواکي له پاشل کېدو سره مخ شوه او په ۴۰۷ زکال کې یې بریتانیا له لاسه ووته. نه هم د تئودوسیان قانون چې په ۴۳۸ زکال کې صادر شو او نه هم په ۵۳۴ زکال کې د ژوستینین قانون چې د مدني قانون د لویې ټولګې په توګه پېژندل کېده د بریتانیا قوانینو ته لار ومونده. [۸][۹][۱۰]
تیاره دوره (منځنۍ دوره)
[سمول]په تیاره دوره کې هغه مهال چې د انګلو ساکسونانو، بریتانویانو، ډنمارکیانو او وایکنګانو ترمنځ په واک شخړې روانې وې؛ پاچایانو د ویتان په نوم منظمې شورا ګانې جوړولې چې له اربابانو او د کلیسا له مشرانو څخه جوړېدلې. [۱۱]
د انګلستان پاچاهي د نهمې پېړۍ په نیمايي کې رامنځته شوه. لوی الفرد د لویدیځو ساکسونانو د پاچا په توګه یو لړ قوانین صادر کړل، همدارنګه اوسنی انګلنډ په ۹۲۷ زکال کې هغه مهال رامنځته شو چې وروستۍ هپتارکي پاچاهي د انګلنډي پاچا اتلستن د واکمنۍ پر مهال سقوط وکړ. د ۱۰۶۶ زکال د اکتوبر په ۱۴ مه د انګلستان پاچا دویم هارولډ هغه مهال چې د نورماندي د دوک ویلیام پر وړاندې یې په هاسټینګز جګړه کې خپل سرتېري رهبري کول ووژل شو. تر ۱۰۶۶ زکال پورې انګلستان د هغو پاچایانو له خوا اداره کېده چې د ویتان (د پوهانو په معنی) له خوا به ټاکل کېده. په سیمه ئیزه کچه باندې هم د دیموکراسۍ مختلفو عناصرو شتون درلود چې د فولکلموت په نوم پېژندل کېدل. [۱۲]
په ۱۰۶۶ زکال کې د نورمنانو تر بریده پورې په انګلستان کې د یو پاچا تر ادارې لاندې کامن لا یا عرفي قانون نه و رامنځته شوی.
منځنۍ پېړۍ
[سمول]د فاتح ویلیام د واکمنۍ پر مهال د شاهي شورا (Curia Regis) په لارښونه په ۱۸۰۶ زکال کې د قیامت د ورځې (Domesday Book) په نامه کتاب راغونډ شو چې په کې د مالیاتو د راغونډولو په موخه د ټولو ځمکو او کارګرانو لیست شتون درلود. یوازې ۱۲ سلنه وګړي آزاد و په داسې حال کې چې فئوډالي سیسټم نورو ټولو ته د رعیت، غلامانو او بېوزله وګړو په سترګو کتل. د انګلنډ لومړي هنري (۱۰۶۸ – ۱۱۳۵ زکال) د آزادیو منشور بارونانو ته د تضمینونو د ټولګې په توګه وړاندې کړ. [۱۳]
په ۱۱۹۰ زکال کې زړور ریچارډ (لومړي ریچارډ) چې په روم کې له پاپ سره ډېر نږدې و له دریمې صلیبي جګړې سره مل شو څو په سپېڅلې ځمکه برید وکړي خو په ډېر لوړ لګښت ورته تمامه شوه. هغه مالیات چې د لومړي ریچارډ او د هغه د ځای ناستي پاچا جان له خوا د جګړې د لګښتونو د پوره کولو په موخه وضع کېدل د شدیدې ناخوښۍ لامل وګرځېدل او اشرافو په پاچا فشار راوړ څو په ۱۲۱۵ زکال کې مګناکارټا یا د آزادیو ستر منشور لاسلیک کړي. دغه منشور ژمنتیا رامنځته کړه چې د هر ډول مالیاتو له لګولو وړاندې باید د عامه شورا نظر واخیستل شي، محکمې په ثابت ځای کې ترسره شي، محاکمه باید د قانون سره مطابق د تورن د سیالانو پر وړاندې ترسره شي، خلک د آزادو سوداګریزو تحرکاتو اجازه ولري او دوی ته بېرته خپلې مشترکې ځکمې ورکړل شي. د مګناکارټا نه رعایت د بارون د لومړۍ جګړې لامل وګرځېد او د رابین هوډ مشهوره افسانه ترې جوړه شوه: یو بېرته راګرځېدلی صلیبی مبارز چې له بډایو کسانو څخه غلا کوي څو هغه بېوزلو ته ورکړي. د مشترکې ځمکې اړوندې ژمنې ډېر ژر په ۱۲۱۷ زکال کې د ځنګله په منشور کې چې د دریم هنري له خوا په سنت پل کې لاسلیک شو بیا ولیکل شوې. دغو اسنادو ثابته کړه چې پاچا د خدای له لوري له ظاهري واک لرلو سره قانون ته هم محدود دی؛ دغه چاره «اساسي قانون» ته تر ټولو نږدې او نه لغو کېدونې کړنه وه چې تر اوسه انګلستان تجربه کړې. دریم هنري ۹ کلن و چې پاچا شو له همدې امله هېواد د نایب السطلنتانو له خوا تر هغه مهاله اداره کېده کله چې خپله ۲۰ کلن شو. د لکستر د شپږم ارل سیمون دو مونتفورت تر مشرۍ لاندې د بارونانو د فشار له امله هنري د اکسفورډ مقررات، د وسټ منیسټر مقررات او لومړنی استازولي کوونکی انګلیسي پارلمان ومانه چې د پاچا واکونه یې محدود کړل. د ۱۳۱۱ زکال احکام د هغو مقرراتو ټولګه وه چې د مخکښو او لوړ پوړو ځایګي لرونکو روحانیونو له خوا د پاچا د ځواک محدود کولو په موخه په پاچا دویم اډوارډ ومنل شول. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
د منځنیو پېړیو په اوږدو کې مشترکه ځمکه د عادي وګړو او هغو کارګرو بزګرانو د هوساینې منبع وه، چې د یو فئوډالي کنټرولي سیسټم له خوا احاطه شوي و. په ۱۳۴۸ زکال کې د تور مرګ په نامه وبا انګلیس وخوړ او د دغه هېواد د نفوسو نږدې درې برخه وګړي یې ووژل. له دې امله چې بزګرانو خپل اربابان له لاسه ورکړل او د کارګرو کمښت رامنځته شو؛ معاش هم زیات شو. پاچا او پارلمان په ۱۳۵۱زکال کې د معاشاتو د زیاتوالي د درولو په موخه غبرګون وښود. دغه چاره په ۱۳۸۱زکال کې د بغاوت لامل وګرځېده، چې مشرانو یې د فیوډالېزم او د ټولو توکو د مشترک والي د لغو کولو غوښتنه وکړه. د دغه بغاوتونو د شدید ځپلو سربېره غلامي او رعیت توب له منځه ولاړ، خو ډیری وګړو د سیاسي او اقتصادي حقونو په برخه کې هېڅ ډول اساسي آزادۍ ته لاسرسی وه نه موند. [۱۹][۲۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ The Acts of Union 1800 unified the Kingdom of Great Britain and the Kingdom of Ireland, while the Acts of Union 1707 unified England and Wales with Scotland, but did not yet officially use the name ‘United Kingdom’.
- ↑ See AW Bradley, KD Ewing and CJS Knight, Constitutional and Administrative Law (2018) ch 2, 32-48, on historic structure, and devolution.
- ↑ "What is the UK Constitution?". UCL Constitution Unit. بياځلي په 11 November 2014.
- ↑ "What is the British Constitution?". The Constitution Society. خوندي شوی له the original on 11 December 2014. بياځلي په 15 November 2014.
- ↑ "The Big Question: Why doesn't the UK have a written constitution, and does it matter?". The Independent. 14 February 2008. بياځلي په 15 November 2014.
- ↑ کينډۍ:Cite document
- ↑ See F Pollock and FW Maitland, The history of English law before the time of Edward I (1899) Book I, ch I, 1, ‘Such is the unity of all history that anyone who endeavours to tell a piece of it must feel that his first sentence tears a seamless web.’
- ↑ Pollock and Maitland (1899) 4-5
- ↑ cf E Gibbon, The History of the Decline and Fall of the Roman Empire (1789) arguing Christianity led to weakness that caused Rome’s fall.
- ↑ Pollock and Maitland (1899) 5-6
- ↑ FW Maitland, The constitutional history of England (1909) 6
- ↑ Feilden, p.2
- ↑ DD McGarry, Medieval History and Civilization (1976) 242, 12% free, 30% serfs, 35% bordars and cottars, 9% slaves.
- ↑ T Purser, Medieval England, 1042-1228 (2004) 161, this included a 25% tax on income and property, all the year's wool, and all churches gold and silver, to pay a ransom after Richard I was captured when returning from the crusades by Henry VI, Holy Roman Emperor.
- ↑ Magna Carta 1215 clauses 12 (Parliament), 17 (court), 39 (fair trial), 41 (free movement), 47 (common land).
- ↑ See W Langland, Piers Plowman (1370) Passus 5, 3278, "But I kan rymes of Robyn Hood" is the first mention of the tales, notably in the run up to the Peasants' revolt of 1381. As ballads and poems evolved, see John Stow, Annales of England (1592)
- ↑ Charter of the Forest 1217. This allowed, for example, in clause 9, ‘Every freeman shall at his own pleasure provide agistment' or grazing rights, and in clause 12, ‘Henceforth every freeman, in his wood or on his land that he has in the forest, may with impunity make a mill, fish-preserve, pond, marl-pit, ditch, or arable in cultivated land outside coverts, provided that no injury is thereby given to any neighbour.’
- ↑ Pollock and Maitland (1899) Book I, 173
- ↑ J Froissart, The Chronicles of Froissart (1385) translated by GC Macaulay (1895) 250–52, "What have we deserved, or why should we be kept thus in servage? We be all come from one father and one mother, Adam and Eve: whereby can they say or shew that they be greater lords than we be, saving by that they cause us to win and labour for that they dispend? They are clothed in velvet and camlet furred with grise, and we be vestured with poor cloth: they have their wines, spices and good bread, and we have the drawing out of the chaff and drink water: they dwell in fair houses, and we have the pain and travail, rain and wind in the fields; and by that that cometh of our labours they keep and maintain their estates: we be called their bondmen, and without we do readily them service, we be beaten; and we have no sovereign to whom we may complain, nor that will hear us nor do us right."
- ↑ EP Cheyney, ‘The Disappearance of English Serfdom’ (1900) 15(57) English Historical Review 20 and A Fitzherbert, Surueyenge (1546) 31, servitude was ‘the greatest inconvenience that nowe is suffred by the lawe. That is to have any christen man bounden to an other, and to have the rule of his body, landes, and goodes, that his wyfe, children, and servantes have laboured for, all their life tyme, to be so taken, lyke as it were extorcion or bribery’.