د برهان نقشه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د استدلال نقشه یا د استدلال ډیاګرام د یوه استدلال د جوړښت بصري ښودنه ده. د استدلال په یوې نقشه کې، په ټولیز ډول، د اړوند استدلال کلیدي اړخونه شامل دي، چې له دودیز پلوه، «پایلې» او «فرضیې» نومول کېږي او همدا راز ورته «مناقشه» او «برهان» هم ویل کېږي. د استدلال نقشو کې کېدای شي مشترکې فرضیې، نیوکې، د نقض برهان، ردَونه او لمي برهان وښودل شي. د استدلال نقشه په بېلابېلو بڼو ښودل کېږي، خو په ټوله کې، د کارکړنې له اړخه، سره معادلې دي او د یوه استدلال فردي ادعاوې او د هغو ترمنځ اړیکې ښیي.[۱]

د استدلال نقشې، په ټولیز ډول، د زده‌کړې په او د نیوک‌پاله تفکر په پلي کېدنه کې کارول کېږي. د نقشې‌جوړونې موخه د استدلالونو منطقي جوړښت راسپړنه، د نابیان شویو فرضیو پېژندنه، د پایلې لپاره د استدلال وړاندې شوي ملاتړ کوونکي ارزونه او د بحثونو په هکله د یوه پوهاوي رامنځ‌ته کولو لپاره هڅه ده. د استدلال نقشې ډېري وخت، په ناوړو ستونزو کې د مسایلو، مفکورو او استدلالونو په هکله د بحث ملاتړ کولو په موخه جوړېږي.[۲][۳][۴]

کلیدي ځانګړتیاوې[سمول]

د استدلال نقشو یوشمېر بېلابېلې بڼې وړاندیز شوې دي، خو تر ټولو متداوله نقشه «ونه‌ییز جوړښت» دی، چې «کریس رید» او «کلېن روو» یې معیاري ډیاګرام ګڼي. په نوموړي ډیاګرام کې یو ونه‌ییز جوړښت کاږل کېږي چې هر برهان یوې پایلې ته اړوند ګرځي. دا چې پایله او اړوند برهان د ونې پورتنۍ یا لاندنۍ برخه کې وي، عمومي توافق شتون نه‌لري. په یوې بله بڼه کې یې، استدلالونه له کیڼ څخه ښي خوا ته کاږل کېږي.[۵][۶]

د ډوګلاس نیل والټن او ملګرو د څرګندونې له‌مخې، د استدلال نقشه دوې بنسټیزې برخې لري: «یوه برخه یې د دایروي شمېرو یو ټولګه ده چې د ټکو په توګه وړاندې شوې ده. هره شمېره، په ډیاګرام کېدونکي استدلال کې یوه قضیه (فرضیه یا پایله) وړاندې کوي. بله برخه یې د کرښو یا غشو یوه ټولګه ده چې ټکي سره نښلوي. هره کرښه (غشی) یو استنباط ښیي. د ټکو او کرښو ټوله شبکه، په ورکړل شوي استدلال کې د برهان په هکله یوه ټولیزه کتنه وړاندې کوي…». د استدلال د نقشو جوړولو سافټ‌وېر په معرفي کېدلو سره، د استدلال نقشو لپاره داسې بکسونه په پام کې نیول شوي دي چې د اړوندو قضیو لپاره د شمېرو په ځای، په خپله واقعي قضیې په‌کې ځای په ځای شوې دي.[۷][۸][۹]

تاریخ[سمول]

د استدلال نقشې‌جوړونې فلسفي پیل‌ټکي او دود[سمول]

د «منطق اساسات» په کتاب کې، چې په ۱۸۲۶ز کې خپور او ګڼ‌شمېر نورې وروستۍ ګڼې یې چاپ شوې، ګواکې د لومړي ځل لپاره لوی اسقف ریچارد وېتلي د استدلال نقشه وړاندې کړې ده، چې له دغه وړاندیز سره یې یوځای معرفي کوي: «ګنې [دغه نقشه] ډېري زده‌کوونکو ته، د استدلال د لوست د منطقي شننې ښودلو لپاره، ډېره روښانه او اسانه وبرېښي، ترڅو هغه د یوې ونې یا منطقي وېش په بڼه وکاږي».[۱۰]

له‌دې سره، سره، نوموړی تخنیک په پراخه توګه ونه‌کارول شو، ګواکې له‌دې امله چې د پېچلو استدلالونو لپاره، ګڼ‌شمېر لیکنو او د فرضیو بیالیکلو ته اړتیا لېدل کېده.

د شلمې پېړۍ په لومړیو کې، حقوقي فیلسوف او تیوري‌پوه – جان هنري ویګمور – د ګڼول شویو فرضیو په په کارولو سره د حقوقي استدلالونو نقشې جوړې کړې، چې تر یوه بریده د نولسمې پېړۍ فیلسوف – هِنري سېژویک – د مفکورو پر بنسټ ولاړې وې (چا چې د ګړنو ترمنځ د اړیکو ښودلو په موخه له کرښو څخه کار واخېست).[۱۱][۱۲]

په شلمې پېړۍ کې د انګلیسي‌ژبو د استدلال ډیاګرام‌جوړونه[سمول]

د ناانځوریزو استدلالونو لپاره د انځوریزې ارجاع د پاتې راتللو تشې د پوره کولو په موخه، د پنځوسو کلونو په اوږدو کې د ناانځوریز (غیرصوري) استدلال لپاره، د انګلیسي‌ژبو [[د استدلال تیوري]] پر مټ ډیاګرامي تګلارې وپنځول شوې.

مونو بیّردزلي په ۱۹۵۰ ز کې د استدلال ډیاګرام یوه بڼه وړاندې کړه. د هغه میتود داسې ؤ چې استدلال به یې په نښو او بېلابېلې برخې به یې په اړوندو شمېرو سره ښودلې؛ دغه یو معیاري میتود پاتې شو چې لا تراوسه هم په پراخه توګه کارول کېږي. همدا راز، هغه یو لړ اصطلاحات مطرح کړل چې لا هم د هم‌رېوندو، نارېوندو او پرله‌پسې استدلالونو په بیانولو کې ورڅخه ګټه اخېستل کېږي.[۱۳]

په ۱۹۵۸ ز کې، ستیفن تولمین، په خپل مخکښ او اغېزمن کتاب – د استدلال کارَونې – کې د یوه تعمیم شوي استدلال لپاره ګڼ‌شمېر برخې ونومېرلې. د نیوک‌پالې ښوونې په زده‌کړه کې د تولمین ډیاګرام په پراخه توګه کارول کېږي. په داسې حال کې چې تولمین، په تدریج سره، د غیرصوري منطق په پرمختیا کې د پام وړ اغېزه درلوده، خو لومړنۍ اغېزه یې ناڅیزه وه او په دغه برخه کې د بیّردزلي تګلاره، د هغې له وروستیو پرمختیاوو په ملتیا سره، د استدلالونو لپاره ډیاګرام‌جوړونې لپاره یوه معیاري تګلاره وګرځېده. تولمین داسې یو څه مطرح کوي چې د بیّردزلي په تګلاره کې نه‌لېدل کېږي. د بیّردزلي په تګلاره کې «غشي برهان او پایلې سره نښلوي (خو) د هغو ترمنځ پروت دلالت په اړه هېڅ کوم ملاتړ نه‌وړاندې کوي. په بله وینا، د استنباط او منطقي استنتاج ترمنځ د توپیر کولو لپاره هېڅ کومه تیوري نشته، دغه اقتباس داسې ګڼل کېږي چې ګنې تل لانجمن بحث نه‌دی او ملاتړ او ارزونې پورې تړاو نه‌لري». تولمین د «توجېه» مفهوم مطرح کړ چې «کېدای شي د استنباط ترشا برهانونو د ښودونکي یا د اړیکې د قانوني مجاز ګڼلو ملاتړ په توګه وانګېرل شي».[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د بیّردزلي تګلاره د ستیفن ن. ټوماس له‌خوا اصلاح شوه. ټوماس په خپل کتاب (۱۹۷۳ ز) – عملي استدلال په طبیعي ژبه – کې د «سره تړلي» ګړنه مطرح کړه ترڅو هغه استدلالونه بیان کړل شي، چې هغو کې د پایلې د ملاتړ لپاره فرضیې د اړتیا له‌مخې په ګډه سره کار کوي. سره له‌دې، د تړلو او خپلواکو فرضیو ترمنځ واقعي توپیر مخکې تر دې رامنځ‌ته شوی ؤ. د تړلي جوړښت مطرح کېدنه د استدلال نقشو لپاره لاره اواره کړه ترڅو ورکې یا «پټې» فرضیې راڅرګندې کړي. سربېره پر دې، ټوماس وړاندیز وکړ ترڅو د یوې پایلې پر وړاندې د «موافق» او «مخالف» برهانونو بیان او «مخالف» برهانونه په ټکي‌لرونکو غشو وښودل شي. ټوماس «د استدلال ډیاګرام» ګړنه بیان کړه، «بنسټیز برهانونه» یې د داسې برهانونو په توګه تعریف کړل چې په استدلال کې کوم ملاتړ نه‌لري او «وروستۍ پایله» یې داسې تعریف کړه چې د هېڅ یوې وروستۍ پایلې لپاره د ملاتړ په توګه کارول شوې نه‌وي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

کارَونې[سمول]

د استدلال نقشې په بېلابېلو برخو کې کارول کېږي، خو تر ټولو پراخه کارَونه یې د منطقي طراحۍ په شمول، په ښوونیزو، اکاډمیکو، سوداګریزو چاپېریالونو کې تر سترګو کېږي. د استدلال نقشې په عدلي طبپوهنه، حقوق او مصنوعي ځيرکتیا کې هم کارول کېږي. همدا راز، ویل کېږي چې د استدلال نقشې، د برېښنایي-ډیموکراسۍ روانې ودې ته په کتو سره، د ډیموکراسۍ د پوهاوي او تطبیق د څرګوالي په پرمختګ کې ستره اغېزه درلودلای شي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د فلسفي دود ستونزې[سمول]

په دودیز ډول، ډېر سخته ده چې د نیوک‌پاله تفکر ښوونه د منطق او میتود د ښوونې له فلسفي دود څخه جلا کړل شي او د نیوک‌پاله تفکر ډېري کتابونه هم د فیلسوفانو له‌خوا لیکل شوي دي. د غیرصوري منطق کتابونه له فلسفي بېلګو او مثالونو څخه ډک دي، خو څرګنده نه‌ده چې ایا د دې ډول کتابونو تګلارې د غیرفلسفي زده‌کوونکو لپاره هم ګټور تمامېږي که نه. داسې برېښي چې د دغسې ښوونیزو ټولګیو څخه وروسته احصایوي اغېزه ډېره ناڅیزه ده. له‌دې سره، سره، د ګڼ‌شمېر مطالعاتو له‌مخې، د استدلال نقشې تر ډېره بریده اغېزمنې راڅرګندېږي. د بېلګې په توګه: ښودل شوې ده چې د استدلال نقشو له‌لارې ښوونه، د سوداګرۍ څانګې زده‌کړیالانو نیوک‌پاله تفکر ته پرمختیا وربخښي.[۳۰][۳۱]

سرچینې[سمول]

  1. Freeman 1991, pp. 49–90
  2. For example: Davies 2012; Facione 2016, pp. 88–112; Fisher 2004; Kelley 2014, p. 73; Kunsch, Schnarr & van Tyle 2014; Walton 2013, p. 10; van Gelder 2015
  3. For example: Culmsee & Awati 2013; Hoffmann & Borenstein 2013; Metcalfe & Sastrowardoyo 2013; Ricky Ohl, "Computer supported argument visualisation: modelling in consultative democracy around wicked problems", in Okada, Buckingham Shum & Sherborne 2014, pp. 361–380
  4. For example: Davies 2010; Hunter 2008; Okada, Buckingham Shum & Sherborne 2014, pp. vii–x, 4
  5. Reed & Rowe 2007, p. 64
  6. For example: Walton 2013, pp. 18–20
  7. Reed, Walton & Macagno 2007, p. 2
  8. Freeman 1991, pp. 49–90; Reed & Rowe 2007
  9. Harrell 2010, p. 19
  10. Whately 1834 (first published 1826)
  11. Wigmore 1913
  12. Goodwin 2000
  13. Beardsley 1950
  14. Toulmin 2003 (first published 1958)
  15. Simon, Erduran & Osborne 2006
  16. Böttcher & Meisert 2011; Macagno & Konstantinidou 2013
  17. Reed, Walton & Macagno 2007, p. 8
  18. Reed, Walton & Macagno 2007, p. 9
  19. Reed, Walton & Macagno 2007, p. 9
  20. Snoeck Henkemans 2000, p. 453
  21. Scriven 1976
  22. Beardsley 1950, p. 21
  23. Reed, Walton & Macagno 2007, pp. 10–11
  24. van Eemeren et al. 1996, p. 175
  25. Holmes 1999; Horn 1998; Robert E. Horn, "Infrastructure for navigating interdisciplinary debates: critical decisions for representing argumentation", in Kirschner, Buckingham Shum & Carr 2003, pp. 165–184
  26. Kirschner, Buckingham Shum & Carr 2003; Okada, Buckingham Shum & Sherborne 2014
  27. For example: Bex 2011
  28. For example: Verheij 2005; Reed, Walton & Macagno 2007; Walton 2013
  29. Hilbert 2009
  30. Twardy 2004; Álvarez Ortiz 2007; Harrell 2008; Yanna Rider and Neil Thomason, "Cognitive and pedagogical benefits of argument mapping: LAMP guides the way to better thinking", in Okada, Buckingham Shum & Sherborne 2014, pp. 113–134; Dwyer 2011; Davies 2012
  31. Carrington et al. 2011; Kunsch, Schnarr & van Tyle 2014