د برمودا مثلث

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د برمودا مثلت د برمودا مثلت یا Bermuda Triangle د اطلس سمندر په لوېدیځه برخه کې یو ځای دی، چې د شیطان په مثلت هم یادېږي. په افسانوي ډول داسې ویل کېږي، چې په دغه ځای کې یو شمېر الوتکې او بېړۍ په پټ او مرموز ډول ورکې او غیبې شوې دي. د امریکا د متحده ایالتونو سمندري ځواک د دغه ډول یو مثلت شتون نه مني او وایي، چې دغه سیمه د امریکا د متحده ایالاتو د جغرافیایي سیمو د پېژندنې ادارې په نوملړ کې نشته. د برمودا مثلت درېوو خواوو ته د میامي، برمودا او پورتوریکو سیمې پرتې دي.