Jump to content

د برازیل بهرنۍ اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بهرنیو چارو وزارت د برازیل د بهرنیو چارو د مدیریت مسوولیت پر غاړه لري. برازیل په لاتینه امریکا کې یو مهم سیاسي او اقتصادي ځواک او په نړیواله کچه یو مهم لوبغاړی دی. د برازیل بهرنۍ پالیسي د یوه سیمه ییز ځواک او په بالوقه توګه د یوه نړیوال ځواک په توګه خپل رول منعکسوي او په پام کې لري تر څو د هېواد د ملي ګټو، ملي امنیت، ایډیالوژيکي موخو او اقتصادي هوساینې په ساتنه کې مرسته وکړي.[۱]

د دویمې نړیوالې جګړې او ۱۹۹۰ کال تر منځ، دواړو دیموکراتیکو او نظامي حکومتونو هڅه وکړه چې د دولتي مشرتابه صنعتي پالیسۍ او خپلواکه بهرنۍ پالیسۍ په تعقیب په نړۍ کې د برازیل نفوذ پراخ کړي. د برازیل بهرنۍ پالیسي په دې وروستیو کې د سویلي امریکا د نورو هیوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا، د ملګرو ملتونو او د امریکا د متحده ایالاتو د سازمان له لارې په څو اړخیزه ډیپلوماسۍ کې ښکیلتیا او په لاتینې امریکا کې د متحده ایالاتو سیاسي او اقتصادي نفوذ سره د مقابلې ځواک په توګه عمل کول دي.

عمومي کتنه

[سمول]

ولسمشر پر بهرنۍ پالیسي باندې بشپړ واک لري، په داسې حال کې چې کانګریس دنده لري تر څو ټول ډیپلوماتیک نوماندان او نړیوال تړونونه او همداشان د برازیل د بهرنۍ پالیسۍ اړوند ټول قوانین تر نظر تېر او ورباندې غور وکړي.[۲]

د بهرنیو چارو وزارت، چې د ایتامراتي په نوم هم یادیږي، هغه حکومتي وزارت دی چې ولسمشر ته د مشورې ورکولو او له نورو هېوادونو او نړیوالو نهادونو سره د برازیل د بهرنۍ اړیکو د لرلو مسوولیت پر غاړه لري. د ایتامراتي په ساحه کې سیاسي، سوداګریز، اقتصادي، مالي، کلتوري او کونسولي اړیکې شاملیږي، هغه برخې چې په کې هغه د ډیپلوماسۍ کلاسیکې دندې پر مخ وړي: استازیتوب، خبرول او مدیریت کول. د بهرنۍ پالیسي لومړیتوبونه د ولسمشر له خوا جوړیږي.

بهرنۍ پالیسي

[سمول]

د برازیل بهرنۍ پالیسي په لاتینه امریکا کې د سیمه ییز ځواک په توګه د هیواد د ځانګړي موقف، د مخ پر ودې هیوادونو په منځ کې د مشر او د نړۍ یو مخ پر ودې ځواک یو محصول دی. د برازیل بهرنۍ پالیسي په عمومي ډول د څو اړخیزو اصولو، د سوله ییزو شخړو د حل او د نورو هیوادونو په چارو کې د نه مداخلې پر بنسټ ولاړه ده. برازیل د امریکا د متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو سازمان له لارې په څو اړخیزه ډیپلوماسۍ کې ښکیل دی، او په افریقا او آسیا کې د پرمختللو هیوادونو سره یې اړیکې زیاتې کړي دي. برازیل اوس مهال په هایټي، MINUSTAH کې د ملګرو ملتونو د ثبات راوستونکي ګڼ ملتیز ځواک مشري کوي. د یو اړخیزه امتیازاتو تعقیبولو پر ځای، د برازیل بهرنۍ پالیسۍ، لومړی د جنوبي مخروط مشترکه بازار (میرکوسول) او اوس د سویلي امریکا د ملتونو اتحادیې له لارې پر سیمه ییز ادغام ټینګار کولو ته لیوالتیا لري. برازیل د نورو پرتګالي ژبو هیوادونو سره د ګډې همکارۍ له لارې په څو برخو کې همکارۍ ته ژمن دی، چې له هغې ډلې پوځي همکارۍ، مالي مرسته او کلتوري تبادله په کې شامله ده. دا د CPLP په چوکاټ کې ترسره کیږي، د بیلګې په توګه په ۲۰۰۳ کال کې افریقا ته د لولا ډي سلوا سفر د دریو پرتګالي ژبو افریقایي هیوادونو (انګولا، ساو توم او پرنسپې او موزمبیق) څخه دولتي لیدنې شاملې وې. په پای کې، برازیل هم په ختیځ تیمور کې د سولې د پراختیا او بیا رغولو په برخه کې په کلکه ژمن دی، چیرته چې دا هېواد هلته خورا پیاوړی نفوذ لري.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د برازیل سیاسي، سوداګریز، او نظامي پانګونې د هیواد د سوداګرۍ پالیسي بشپړوي. په برازیل کې، د بهرنیو چارو وزارت د سوداګرۍ پالیسي باندې حاکمیت ته دوام ورکوي، چې دا کار د دې لامل کیږي تر څو د دې هیواد سوداګریزې ګټې (کله ناکله) له لویې بهرنۍ پالیسي له موخې سره ضمیمه شي، یعنې په لاتینې امریکا او نړۍ کې د برازیل نفوذ لوړول. د بېلګې په توګه، په داسې حال کې چې له پرمختللو هیوادونو (لکه متحده ایالات او اروپایی اتحادیې) سره د معنی لرونکو سوداګریز تړونونو تړل ښايي د برازیل د اوږدمهاله اقتصادي ګټو لپاره ګټور وي، خو د برازیل حکومت د دې پرځای په مرکوسول کې د مشرتابه رول ته لومړیتوب ورکړی او د افریقا، اسیا او منځني ختیځ له هېوادونو سره یې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي دي.[۱۰][۱۱]

د برازیل د نرم ځواک ډیپلوماسۍ کې بنسټیزې ستراتیژیانې شاملې دي لکه د ډیپلوماتیکو ایتلافونو رامنځته کول ترڅو د لویو قدرتونو ځواک محدود کړي. په دې وروستیو کلونو کې یې، د BASIC، IBSA او BRICS په څیر په نړیوالو ګروپونو کې د ګډون له لارې د نورو ستراتیژیکو لوبغاړو لکه هند، روسیې، چین او سویلي افریقا سره د سیاسي ډیالوګ جوړولو ته لوړ لومړیتوب ورکړی دی. د بریکس هیوادونه د نړۍ په ډیپلوماسۍ کې د مخ په زیاتیدونکي بدلون ترټولو پیاوړي چلونکي دي او دوی د نړیوال ځواک له بدلونونو څخه ډیره ګټه پورته کوي.[۱۲]

د کارګرانو د ګوند اداره: ۲۰۰۳-۲۰۱۶

[سمول]

د لولا ډي سلوا تر ادارې (۲۰۰۳-۲۰۱۰) لاندې د برازیل بهرنۍ پالیسي په لاندې لارښوونو متمرکزه وه: د زیات انډول په لټه کې مرسته کول او د یو اړخیزوالې را کمول؛ د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو پیاوړي کول ترڅو په نړیواله کچه په سیاسي او اقتصادي خبرو اترو کې د هیواد وزن زیات کړي؛ د اړیکو ژورول ترڅو د ډیرو اقتصادي، مالي، تخنیکي او کلتوري تبادلو څخه ګټه پورته کړي؛ د هغو تړونونو څخه ډډه کول چې کولی شي په اوږد مهال کې پراختیا له خطر سره مخامخ کړي.[۱۳]

دغو لارښوونو په دقیقه توګه پر لاندې مواردو باندې ټینګار درلود: د نویو رامنځته کېدونکو او مخ پر ودې هیوادونو لکه هند، سویلي افریقا، روسیې او چین سره د سیاسي همغږۍ لټون؛ د جنوبي امریکا د ملتونو د اتحادیې جوړول او د هغې مشتق ارګانونه، لکه د جنوبي امریکا د امنیت شورا؛ د مرکوسول پیاوړتیا؛ د دوحې په پړاو او WTO کې اټکل کول؛ د متحده ایالاتو په ګډون د پرمختللو هیوادونو سره د اړیکو ساتل؛ د افریقایي هیوادونو سره د اړیکو ټینګول او محدودول؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سمون او د برازیل لپاره د دایمي څوکۍ لپاره کمپاین؛ او د ټولنیزو اهدافو دفاع چې د دولتونو او نفوسو ترمنځ د زیات انډول لپاره زمینه برابروي.[۱۴]

له ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې، لولا ډي سلوا چین د هغه محور په توګه ومانه کوم چې هغه د ناعادلانه نړیوال نظم اصلاح ګڼلی و. لولا د يو چين د اصولو په اړه د برازيل ژمنه اعلان کړه کوم چې د چین د ولسي جمهوریت او د چین  کمونیست ګوند موضع هم ده او ویې ویل چې د چین ولسي جمهوریت د ټول چین او ټایوان یوازینی قانوني دولت او ټایوان د چین یوه برخه ده.[۱۵][۱۶]

د لولا د واکمنۍ پر مهال، برازیل کیوبا ته پیسې او کارپوریټ ملاتړ ورکړ. د برازیل د تیلو دولتي شرکت پیټروبراس له کیوبا څخه د تیلو د کیندلو امکان مطالعه کړ، په داسې حال کې چې د Odebrecht ودانیز شرکت د کیوبا د ماریل بندر د جزیرې اصلي سوداګریز بندر ته د بیارغونې مشري پر غاړه واخیسته. د برازیل دولتي پرمختيايي بانک Odebrecht ته ۳۰۰ میلیون ډالر ورکړي ترڅو په ماریل کې نوي سړکونه، د اورګاډي پټلۍ، واټونه او ګودامونه جوړ کړي. برازیل هم کیوبا ته د برازیل د توکو او خدماتو د تادیه کولو لپاره د کریډیټ لاینونو کې تر ۱ میلیارد ډالرو پورې وړاندیز وکړ.[۱۷][۱۸][۱۹]

د ۲۰۰۷ کال په نومبر کې، لولا ډی سلوا د وینزویلا له ولسمشر هوګو چاویز څخه د دې هېواد د خلکو له خوا په دیموکراتیکه توګه ټاکل شوي  ولسمشر په توګه دفاع وکړه. هغه وویل: «له چاویز سره هېڅ خطر نشته.» د چاویز په دفاع کې هغه زیاته کړه: «غواړم یوازې د چاویز له مشرۍ نه مننه وکړم، د وینزویلا خلکو فوق العاده کارونه تر سره کړي دي. او دا چې دې هېواد په تېرو ۱۰۰ کلونو کې د دې هېواد لپاره چاویز تر ټولو غوره ولسمشر دی.»[۲۰][۲۱]

سرچينې

[سمول]
  1. Country Profile: Brazil Archived 2011-05-24 at the Wayback Machine. UK Foreign and Commonwealth Office. Retrieved on 2009-01-05.
  2. Article 84 of the Federal Constitution of Brazil Archived 2019-09-19 at the Wayback Machine. V-Brazil. Retrieved on 2011-09-20.
  3. U.S. Congressional Report on Brazil Archived 2009-07-10 at the Wayback Machine. United States Congress. Retrieved on 2009-06-23.
  4. Georges D. Landau, "The Decision-making Process in Foreign Policy: The Case of Brazil," Center for Strategic and International Studies: Washington DC: March 2003
  5. "Brasilemb.org". www.brasilemb.org.
  6. "CPLP - Comunidades dos Países de Língua Portuguesa". خوندي شوی له the original on 2008-10-06.
  7. "Brazil's president visits Angola". BBC News. 2003-11-03. بياځلي په 2010-04-02.
  8. Pepe, Leandro Leone (2005). "O envolvimento do Brasil na questão timorense" (PDF). Revue Lusotopie XIII. بياځلي په 11 September 2012.
  9. "Brazil sends observers to East Timor elections". Embassy of Brazil in London. جون 2007. خوندي شوی له the original on 5 مارچ 2012. بياځلي په 11 سپټمبر 2012.
  10. Rodrigues, Pietro; Urdinez, Francisco; de Oliveira, Amâncio (2019-07-01). "Measuring International Engagement: Systemic and Domestic Factors in Brazilian Foreign Policy from 1998 to 2014". Foreign Policy Analysis. 15 (3): 370–391. doi:10.1093/fpa/orz010. ISSN 1743-8586.
  11. CRS Report RL33258, Brazilian Trade Policy and the United States, by J. F. Hornbeck
  12. Brazil in the BRIC initiative: soft balancing in the shifting world order? Revista Brasileira de Política Internacional. Retrieved on 2011-09-30.
  13. Lula da Silva’s Foreign Policy: The Autonomy through Diversification Strategy Archived 2009-08-30 at the Wayback Machine. Vigevani, Tullo; Cepaluni, Gabriel. Retrieved on 2009-07-11.
  14. Lula da Silva’s Foreign Policy: The Autonomy through Diversification Strategy Archived 2009-08-30 at the Wayback Machine. Vigevani, Tullo; Cepaluni, Gabriel. Retrieved on 2009-07-11.
  15. "Joint Communiqué Between the People's Republic of China and The Federative Republic of Brazil on Further Strengthening China-Brazil Strategic Partnership". mfa.gov.cn.
  16. "Lula Should Be Clear-Eyed About Beijing". Human Rights Watch. 13 April 2023.
  17. "Brazil, Cuba Sign $200M in Business Deals". MercoPress.
  18. Siddique, Haroon (25 February 2010). "Fidel Castro holds 'emotional' meeting with Brazilian president". The Guardian.
  19. "Brazil's Lula offers Cuba oil knowhow, credit". Reuters.
  20. "Brazil's Lula defends Chavez as referendum nears". Reuters. November 25, 2007.
  21. "x". The Financial Times.