د بحرین تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بحرین د لرغوني د دلمون تمدن منځنۍ سیمه وه. په پارس خلیج کې د بحرین ستراتیژیک موقعیت، اساساً د پارسیانو، سومریانو، آشوریانو، بابلیانو، پرتګالیانو، عربانو او د برېتانیویانو د واکمنۍ او نفوذ لامل شو. 

د دلمون تمدن[سمول]

بحرین د لرغوني دلمون تمدن منځنۍ سیمه وه. دلمون په لومړي ځل د سومري میخي لیک په خټیزو تختو کې چې له میلاد نه مخکې د څلورمې زریزې په ورستیو پورې تړاو لري، څرګندیږي او د اوروک په ښار کې د اینانا الاهې په معبد کې وموندل شوې. د دلمون ستاینوم د یو ډول تبر او یوه ځانګړي چارواکي د ستاینې لپاره کارول کېږي. سربېره پر دې د وړیو د برخو لېستونه هم شته چې له دلمون سره تړلو وګړو ته ورکړل شوي. [۱][۲]

دلمون د دویم بورنا-بوریاش (شاوخوا ۱۳۷۰ کاله مخکې له میلاد نه) د واکمنۍ اړوند په دوو لیکونو کې یاد شوی، چې د بابل د کسایت لړۍ پرمهال له نیپور څخه ترلاسه شوي. دا لیکونه د دلمون د ولایتي چارواکي الي-ایپاشرا له خوا په بین النهرین کې خپل ملګري اینیل کیدیني ته لیکل شوي وو. یاد شوي نومونه اکدي دي. دا لیکونه او نور اسناد په هغه وخت کې د دلمون او بابل ترمنځ اداري اړیکو ته اشاره کوي. د کسایت واکمنۍ له نسکورېدو وروسته، په بین النهریني اسنادو کې د دلمون په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې، په استثنايي ډول آشوري ډبرلیکونو چې له میلاد نه مخکې په ۱۲۵۰ کال پورې تړاو لري، څرګنده کړې چې آشور پاچا د دلمون او ملوخا پاچا ؤ. د آشوريانو ډبرلیکونو د دلمون له پلوه خراج ثبت کړی. له میلاد نه مخکې په لومړۍ زریزه کې نورې آشوري ډبرلیکنې هم شته چې په دلمون باندې د آشوریانو واکمني په ګوته کوي. دلمون هم وروسته په بین النهرین کې د کاسایت لړۍ له لوري کنټرول کېده. [۳][۴]

په بحرین کې له یو لړموندل شوو لومړنیو سایتونو څخه څرګندېږي، چې د آشور پاچا، سناکریب (۶۸۱-۷۰۷ له میلاد نه مخکې) د پارس خلیج په شمال ختیځ برید وکړ او بحرین یې ونیو. دلمون ته ترټولو وروستی مرجع د نوي بابلي لړۍ په اوږدو کې را منځته شوې ده. د نوي بابل اداري اسناد، چې له میلاد نه مخکې په ۵۶۷ کال پورې تړاو لري، څرګندوي چې: دلمون د بابلي پاچا له لوري کنټرول کېده. له میلاد نه مخکې په ۵۳۸ کال کې د نوي بابل له ړنګېدو وروسته، د دلمون نوم کارونه له منځه ولاړه. [۵]

د لرغوني بین النهرین او د سند وادۍ تمدن ترمنځ د پراخې سوداګرۍ په اړه ادبي او د لرغون پېژندنې شواهد شته دي (احتمالاً په اکدي ژبه کې د ملوخا په نوم ځمکې سره په سمه توګه سمون ولري). د هارپا ښار د سیند له درې څخه د خټیز مهرونو چاپونه په ښکاره ډول د کالیو کڅوړو د مهر کولو لپاره کارول کېدل، لکه څنګه چې په شا خوا د پړي یا بوجۍ نښانو سره د خټینومهرونو چاپونه دا تاییدوي. د سند درې دغه یو شمېر مهرونه په اور سیمه او نورو بین النهریني سایتونو کې راڅرګند شوي دي.  

د "پارس خلیج" داروي، ټاپه ډوله (نه ګرد) مهرونه چې د دلمون څخه پېژندل شوي، چې په فیلکا او هند د ګجرات په لوتل او او په بین النهرین کې څرګندیږي، د اوږده واټن سمندري سوداګرۍ قانع کوونکی تایید دی. دا چې په سوداګرۍ کې څه شامل وو، لږ پېژندل شوي دي: چارتراش او قېمتي لرګي، عاج، د لاجورد ډبرې، سره زر او لوکس جنسونه، لکه: د سره عقیق او د ډبرو ځلانده مری، د پارس خلیج څخه مرغلرې، د صدف او هډوکو نقشونه، هغه جنسونه وو چې بین النهرین ته د سپینو زرو، قلعي، وړیو ټوکر، د زیتون غوړو او د غلې دانو په بدل کې استول کېدل. د عمان څخه د مسو چکۍ او قیر چې په طبیعي ډول په بین النهرین کې موندل کېږي، ممکن د پنبې ټوکر او کورني مرغانو سره چې د سیند سیمې مهم تولیدات او د بین النهرین اصلي تولیدات نه دي، تبادله شوي وي. د دې ټولو سوداګریزو جنسونو بېلګې موندل شوې دي. د دې سوداګړۍ ارزښت په دې حقیقت سره ښودل کېږي چې، په دلمون کې کارول شوي وزنونه او اندازې، په حقیقت کې هغو وزنو او اندازو ته ورته وو، چې په سیند کې کارول کېدل او هغو ته ورته نه وو چې په سویلي بین النهرین کې کارول کېدل.    

"د دلمون بېړیو له بهرنۍ خاورې څخه د خراج په توګه لرګي راوړل".[۶]

د بین النهرین سوداګریز اسناد، د اجناسو لېستونه او رسمي ډبرلیکنې د ملوخا د نورو هاراپي مهرونو او لرغونو موندنو یادونه کوي. د ملوخان سوداګرۍ ته ادبي مرجع د اکدیانو، د اور د سیمي د درېیمې پاچهۍ او د اسین-لارسا زمانو ( له میلاد نه مخکې تقریباً ۲۳۵۰-۱۸۰۰)  ته رسي، خو احتمالا سوداکړي د پاچاهۍ په لومړۍ دوره ( له میلاد نه مخکې تقریباً په ۲۶۰۰ )   کې پیل شوه. د ملوخانو یو شمېر کښتۍ ښايي مستقیماً د بین النهرین بندرونو سفر کاوه، خو د اسین - لارسا په زمانو کې، دلمون دا سوداګري انحصار کړه. د بحرین ملي موزیم ارزوي چې: "د سرو زرو دوران" یې له میلاد نه مخکې تقریباً تر ۲۲۰۰-۱۶۰۰ دوام وکړ. تر پارس خلیج لاندې د کنډوالو موندنې ښايي په دلمون پورې اړه ولري.[۷]

د بین النهریني حماسي شعر، د ګلګامش حماسه کې ګلګامش اړ ؤ چې دلمون ته د رسېدو لپاره د ماشو غره څخه تېر شي، ماشو غر، معمولاً د لبنان موازي غرونو او د لبنان ختیځو غرونو ټولې لړۍ ته ویل کېږي او د دې غرونو ترمنځ تنګی تونل جوړوي. [۸]

دلمون چې ځينې وختونه " د لمر ختو سیمه " او " د ژوند ځمکه " په توګه یاد شوی، د سومري د پیدایښت د کیسې د ځینو نسخو صحنه ده او هغه ځای دی چې د خدای بلل شوي د سیلاب سومري اتل، اوتناپشتیم (زیوسودرا) د خدایانو له خوا غوره شو، ترڅو د تل لپاره ژوند وکړي. د تورکلید جکوبسن د اورېدو وړ د پیدایښت کتاب (Eridu Genesis  )ژباړه هغه "د دلمون غر" بولي، چې نوموړی هغه "ډېر لرې، نیمه افسانوي ځای" ټاکي. [۹]    

دلمون د اینکي او ننورساګ په حماسي کیسه کې هم د هغه ځای په توګه یاد شوی، چې پیدایښت په کې پېښ شو. ننورساګ، د ځمکې مور ته د اینکي ژمنه:  

زه به د دلمون، زما د میرمنې د زړه خاورې لپاره د اوبو اوږدې لارې، سیندونه او نهرونه جوړ کړم، چې په هغو کې اوبه وبهېږي، ترڅو د ټولو موجوداتو تنده ماته کړي او دې ټولو ژوندیو موجوداتو ته به پرېماني راوړي.   

نینیل، د هوا او سویلي باد سومري الاهه په دلمون کې خپل کور درلود. دا د ګلګامش په حماسي شعر کې هم څرګندېږي.  

خو په لومړني حماسي شعر، Enmerkar and the Lord of Aratta کې چې په اوروک او اریدو کې د اینمیرکر له لوري د زیګوراټز په جوړښت باندې څرخي، د اصلي پېښې په داسې بڼه بیان کېږي، چې ګواکي په یوه نړۍ کې پېښېږي، چې " دلمون لا تر هغه وخته د استوګنې ځای نه و شوی ".   

سرچينې[سمول]

  1. Background Notes: Mideast, March, 2011. US Department of State. 2011. د کتاب پاڼې 100. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781592431267. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Dilmun and Its Gulf Neighbours by Harriet E. W. Crawford, page 5
  3. Larsen, Curtis E. (1983). Life and Land Use on the Bahrain Islands: The Geoarchaeology of an Ancient Society. University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 50–51. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-46906-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Crawford, Harriet E. W.; Rice, Michael (2000). Traces of Paradise: The Archaeology of Bahrain, 2500 BC to 300 AD. Harriet Crawford, Michael Rice. د کتاب پاڼې 217. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781860647420. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Mouthed-Zadeh, Pirouz (5 November 2013). Security and Territoriality in the Persian Gulf: A Maritime Political Geography. Taylor & Francis. د کتاب پاڼي 119 and others. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-81724-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Larsen, Curtis E. (1983). Life and Land Use on the Bahrain Islands: The Geoarchaeology of an Ancient Society. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-46906-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. The UK Register, Science, Lost ancient civilisation's ruins lie beneath Gulf, By Lewis Page Science, December 9, 2010
  8. P. T. H. Unwin; Tim Unwin (18 June 1996). Wine and the Vine: An Historical Geography of Viticulture and the Wine Trade. Psychology Press. د کتاب پاڼي 80–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-14416-2. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Thorkild Jacobsen (23 September 1997). The Harps that once--: Sumerian poetry in translation, p. 150. Yale University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-07278-5. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)