د با ثباته وزرو الوتکه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لوتونکی ماشین دی، د خپلو وزرو په ذریعه الوتنه کوي، پورته تګ کوي او د پورته تګ لامل یې د وزرونو شکل، له هوا سره تړاو لرونکی مخکې لور ته سرعت وي. له څرخ لرونکې الوتکې سره توپیر لري، په څرخ لرونکې الوتکه کې وزرې د څرخ شکل لري، له وزرو ټپونکې الوتکې (ornithopters) سره هم توپیر لري. د با ثباته وزرو لرونکې الوتکې بېلګې له لوړ ځای څخه د ټوپ وهنې لپاره وزرونه، په هوا کې د وزرو غونډونکې الوتکې یا هره هغه الوتکه چې په وزرو کې مورفېنګ سیستم لري.


د (Gliding fixed-wing aircraft) ډول کې یې وزرونه خوځښت کوونکې هوا د ارتفاع اخیستلو لپاره کاروي. د (Powered fixed-wing aircraft) ډول ماشین لري او مخکې لور ته د خوځښت ځواک له ماشین څخه ترلاسه کوي. الوتنه یې پیلوټ کوي او یا په بورډ کې کمپیوټر لري او له لرې کنټرول کیږي، ځینې یې د کمپیوټر په ذریعه خودمختاره دي او د انسان له کنټرول پرته الوتنه کوي.