د بالتیک هېوادونو اشغال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بالتیک په دریو خپلواکو هېوادونو – استونیا، لتویا او لیتوانیا – باندې د ۱۹۴۰ زکال په جون میاشت کې د ستالین تر مشرۍ لاندې شوروي اتحاد د مولتوف – ریبنتروپ د تړون پر مټ برید وکړ او دغه هېوادونه یې اشغال کړل. د مولوتوف – ریبنتروپ تړون د دویمې نړیوالې جګړې له پیلېدو لږ وړاندې د ۱۹۳۹ زکال په اګست میاشت کې د نازي جرمني او شوروي اتحاد تر منځ لاسلیک شو. له یاد برید وروسته دغه درې هېوادونه د ۱۹۴۰ زکال په اګست میاشت کې د شوروي اتحاد سره (په رسمي بڼه د «شوروي اتحاد د جمهوریتونو» په توګه) الحاق شول. دغه چاره د لویدیځو قدرتونو او متحده ایالاتو له خوا هېڅکله په رسمیت وه نه پېژندل شوه، ځکه چې دغه اشغال یې ناقانونه باله. د ۱۹۴۱ زکال د جون په ۲۲مه نازي جرمني په شوروي اتحاد برید وکړ او د څو اونیو په ترڅ کې یې بالتیک سیمې ترې ونیولې. د ۱۹۴۱ زکال په جولای میاشت کې دریم رایش د بالتیک قلمرو د اوستلانت په رایشس کومیساریات کې ورګډ کړ. د شوروي اتحاد سره پوځ په ۱۹۴۴ زکال کې د دغو بالتیک هېوادونو ډېری برخې بېرته له جرمني څخه ونیولې او هلته بند پاتې جرمني ځواکونه یې د ۱۹۴۵ زکال په مۍ میاشت کې د جرمني د بشپړې تسلیمۍ تر مهاله د کورلنډ جېب یا کورلنډ پاکټ په نامه سیمه کې کلابند وساتل. [۱][۲][۳][۴][۵]

له ۱۹۴۴ زکال څخه تر ۱۹۹۱ زکال پورې د شوروي د اشغال پر مهال په دغو دریو بالتیک هېوادونو کې د روسیې او د پخواني شوروي اتحاد د ډیری برخو وګړي استوګن کړای شول، په داسې حال کې چې د دغو سیمو اصلي ژبې، مذاهب، اداب او دودونه یې هم وځپل. ډېوېډ چیوني مور دغه چاره یو «معکوس کلتوري استعمار» ګڼي، چېرې چې استعمارچیانو استعمار شوي کسان له کلتوري پلوه له ځان څخه ښکته ګڼل. د دغو دریو بالتیک هېوادونو استعمار د دغو هېوادونو د بومي وګړو له ټولیزو اعدامونو، تبعیدونو او ځپلو سره نږدې اړیکه لرله. د شوروي د دواړو دورو اشغالونو پر مهال (۱۹۴۰ – ۱۹۴۱ زکال؛ ۱۹۴۴ – ۱۹۹۱ زکال) په ټولیزه کچه د دغو دریو هېوادونو ۶۰۵۰۰۰ وګړي اعدام او یا هم تبعید کړای شول په دغو کې ۱۳۵۰۰۰ استونیايي وګړي، ۱۷۰۰۰۰ لتویايي وګړي او ۳۲۰۰۰۰ لیتوانیايي وګړي شامل وو. د دغو کسانو او هغو کسانو چې په تېښته بریالي شوي و؛ کورونه او شخصي مالونه مصادره او هلته د راغلو استعمارچیانو لاس ته ولوېدل؛ په استعمارچیانو کې د شوروي پوځیان، د شوروي د داخلي چارو د ادارې (ملي امنیت) افسران او همدارنګه د کمونېست ګوند کارکوونکي او اقتصادي کډوال شامل وو. [۶][۷][۸]

خپله د دغو بالتیک هېوادونو حکومتونو، متحده ایالاتو، د هغو حقوقي محاکمو، د اروپا پارلمان، د اروپا د بشري حقونو محکمې او د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو شورا ټولو څرګنده کړه چې دغه درې هېوادونه ۱۹۳۹ زکال ته اړوند د مولوتوف – ریبنتوپ د تړون له مخې په ناقانونه توګه د شوروي تر برید لاندې راغلي او هغه یې اشغال کړي. دغه هېوادونه له ۱۹۴۱ زکال څخه تر ۱۹۴۴ زکال پورې د نازي جرمني له خوا اشغال شول چې بیا له ۱۹۴۴ زکال څخه تر ۱۹۹۱ زکال پورې بېرته د شوروي لاس ته ورغلل. د دغو اشغالونو د نه رسمیت پېژندو پالیسي د بالتیک هېوادونو د حقوقي تداوم لامل وګرځېده او باور دا دی چې دغه بالتیک هېوادونه له ۱۹۴۰ زکال څخه تر ۱۹۹۱ زکال پورې په قانوني بڼه او یا هم د قانون مطابق هغه خپلواک هېوادونه ګڼل کېدل چې تر اشغال لاندې وو. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

په ۱۹۸۹ زکال کې د پروسترویکا دورې پر مهال د شوروي اتحاد د تاریخ په بیاځلي ارزونې سره شوروي اتحاد د جرمني او خپل هېواد ترمنځ د ۱۹۳۹ زکال د مولوتوف او ریبنتروپ د تړون پټ پروتوکول وغانده. ورته مهال شوروي اتحاد هېڅکله په رسمي ډول په بالتیک هېوادونو کې خپل حضور اشغال نه باله او دا یې نه منله چې ګویا دغه هېوادونه یې دې شوروي اتحاد ته الحاق کړي وي؛ بلکې د استونیا، لیتوانیا او لتویا سوسیالیستي شوروي جمهوریتونه یې د شوروي اتحاد درې جوړونکي هېوادونه ګڼل. بل پلو د شوروي روسیې سوسیالیستي فدراتیف جمهوریت په ۱۹۹۱ زکال کې د ۱۹۴۰ زکال پېښې د «الحاق» په توګه په رسمیت وپېژندلې. ورته مهال د دغه هېواد تاریخونه او د ښوونځیو درسي کتابونه چې له تاریخي پلوه بیاکتنې ته اړتیا لري، په دې باور دي چې بالتیک هېوادونه په داوطلبانه بڼه د شوروي اتحاد له جمهوریتونو سره وروسته له هغه مل شول چې وګړو یې سوسیالېستي انقلابونه د شوروي له نفوذ پرته ترسره کړل. د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته د روسیې دولت او د هغو سیاستوالو ټینګار درلود چې د بالتیک هېوادونو الحاق د نړیوالو قوانینو سره په مطابقت و او د ۱۹۴۵ زکال په فبروري میاشت کې د یالتا هوکړې، د همدغه کال له جولای څخه تر اګست میاشتې پورې د پوتسدام کنفرانسونو او په ۱۹۷۵ زکال کې د هېلسنکي د تړونونو پر مټ په رسمیت پېژندل شوی؛ همدا و چې د موجودو پولو نه بدلون یې اعلان اکړ. له دې سره روسیې وروسته له هغه چې په ۱۹۹۶ زکال کې د اروپايي شورا سره یوځای شوه، د اروپا دغه غوښتنه یې ومنله چې «له اشغال شوو بالتیک هېوادونو څخه د شړل شوو وګړو په بېرته ستنېدنه کې مرسته وکړي». سربېره پر دې هغه مهال چې د روسیې سوسیالیستي فدراتیف جمهوریت په ۱۹۹۱ زکال کې له لیتوانیا سره یوه جلا هوکړه لاسلیک کړه، دا یې تائید کړه چې په ۱۹۴۰ زکال کې د دغه هېواد الحاق د لیتوانیا د ملي حاکمیت نقض و او د لیتوانیا د دولت قانوني دوام یې په رسمیت وپېژاند. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

ډیری لویدیځ هېوادونه په دې باور و چې د بالتیک هېوادونو حاکمیت په مشروع بڼه له منځه نه دی تللی او له همدې امله یې د بالتیک هېوادونو هغه حکومتونه د خپلواکو سیاسي جوړښتونو په توګه په رسمیت وپېژندل چې له ۱۹۴۰ زکال وړاندې په بالتیک هېوادونو کې واکمن وو او اوس مهال یې له واشنګټن او یا نورو ځایونو څخه په تبعید کې چارې مخته وړې. د بالتیک هېوادونو په ۱۹۹۱ زکال کې د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته په عملي بڼه خپلواکي ترلاسه کړه. روسیې د ۱۹۹۳ زکال په اګست میاشت کې له بالتیک هېوادونو (لیتوانیا) څخه د خپلو ځواکونو په ویستلو پیل وکړ. د دغو ځواکونو د وتلو بهیر د ۱۹۹۴ زکال په اګست میاشت کې بشپړ شو. روسیې د ۱۹۹۸ زکال په اګست میاشت کې په لتویا کې د سکرونډا - ۱ په نامه د رادار د یوه مرکز په راغونډولو سره په رسمي بڼه په بالتیک کې خپل پوځي حضور ته پای ټکی کېښود. له دغه ځایه راغونډ کړای شوي تجهیزات روسیې ته را ولېږدول شول او د دغه مرکز کنټرول لتویا ته د بالتیک له خاورې څخه د ۱۹۹۹ زکال په اکتوبر میاشت کې د وروستي روسي سرتېري په وتو وسپارل شو. [۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

سرچينې[سمول]

  1. Taagepera, Rein (1993). Estonia: return to independence. Westview Press. د کتاب پاڼې 58. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0813311999. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ziemele, Ineta (2003). "State Continuity, Succession and Responsibility: Reparations to the Baltic States and their Peoples?". Baltic Yearbook of International Law. Martinus Nijhoff. 3: 165–190. doi:10.1163/221158903x00072. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. Kavass, Igor I. (1972). Baltic States. W. S. Hein. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0930342418. مؤرشف من الأصل في ۱۰ فبروري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۲۰. The forcible military occupation and subsequent annexation of the Baltic States by the Soviet Union remains to this day (written in 1972) one of the serious unsolved issues of international law الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Davies, Norman (2001). Dear, Ian (المحرر). The Oxford companion to World War II. Michael Richard Daniell Foot. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 85. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0198604464. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Vardys, Vytas Stanley (Summer 1964). "Soviet Colonialism in the Baltic States: A Note on the Nature of Modern Colonialism". Lituanus. 10 (2). ISSN 0024-5089. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ نومبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  7. David Chioni Moore (23 October 2020). "Is the Post- in Postcolonial the Post- in Post-Soviet? Toward a Global Postcolonial Critique". Cambridge University Press. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Abene, Aija; Prikulis, Juris (2017). Damage caused by the Soviet Union in the Baltic States: International conference materials (PDF). Riga: E-forma. د کتاب پاڼي 20–21. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9934-8363-1-2. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. The Occupation of Latvia Archived 2007-11-23 at the Wayback Machine. at Ministry of Foreign Affairs of the Republic of Latvia
  10. "22 September 1944 from one occupation to another". Estonian Embassy in Washington. 2008-09-22. مؤرشف من الأصل في ۳۰ جون ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۰۹. For Estonia, World War II did not end, de facto, until 31 August 1994, with the final withdrawal of former Soviet troops from Estonian soil. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Feldbrugge, Ferdinand; Gerard Pieter van den Berg; William B. Simons (1985). Encyclopedia of Soviet law. Brill. د کتاب پاڼې 461. د کتاب نړيواله کره شمېره 9024730759. مؤرشف من الأصل في ۱۰ فبروري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۲۰. On March 26, 1949, the US Department of State issued a circular letter stating that the Baltic countries were still independent nations with their own diplomatic representatives and consuls. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Fried, Daniel (June 14, 2007). "U.S.-Baltic Relations: Celebrating 85 Years of Friendship" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر August 19, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۰۹. From Sumner Wells' declaration of July 23, 1940, that we would not recognize the occupation. We housed the exiled Baltic diplomatic delegations. We accredited their diplomats. We flew their flags in the State Department's Hall of Flags. We never recognized in deed or word or symbol the illegal occupation of their lands. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Lauterpacht, E.; C. J. Greenwood (1967). International Law Reports. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 62–63. د کتاب نړيواله کره شمېره 0521463807. مؤرشف من الأصل في ۱۰ فبروري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۲۰. The Court said: (256 N.Y.S.2d 196) "The Government of the United States has never recognized the forceful occupation of Estonia and Latvia by the Soviet Union of Socialist Republics nor does it recognize the absorption and incorporation of Latvia and Estonia into the Union of Soviet Socialist republics. The legality of the acts, laws and decrees of the puppet regimes set up in those countries by the USSR is not recognized by the United States, diplomatic or consular officers are not maintained in either Estonia or Latvia and full recognition is given to the Legations of Estonia and Latvia established and maintained here by the Governments in exile of those countries الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Motion for a resolution on the Situation in Estonia Archived 29 September 2018 at the Wayback Machine. by the European Parliament, B6-0215/2007, 21.5.2007; passed 24.5.2007 Archived 19 May 2015 at the Wayback Machine.. Retrieved 1 January 2010.
  15. Dehousse, Renaud (1993). "The International Practice of the European Communities: Current Survey". European Journal of International Law. 4 (1): 141. doi:10.1093/oxfordjournals.ejil.a035821. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  16. European Parliament (January 13, 1983). "Resolution on the situation in Estonia, Latvia, Lithuania". Official Journal of the European Communities. 42/78. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جون ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. European Court of Human Rights cases on Occupation of Baltic States
  18. "Distr. General A/HRC/7/19/Add.2 17 March 2008 Original: English, Human Rights Council Seventh session Agenda item 9: Racism, Racial Discrimination, Xenophobia and Related Forms of Intolerance, Follow-up to and Implementation of the Durban Declaration and Programme of Action – Report of the Special Rapporteur on contemporary forms of racism, racial discrimination, xenophobia and related intolerance, Doudou Diène, Addendum, Mission to Estonia" (PDF). Documents on Estonia. United Nations Human Rights Council. 2008-02-20. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۰ مارچ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Mälksoo, Lauri (2003). Illegal Annexation and State Continuity: The Case of the Incorporation of the Baltic States by the USSR. Leiden & Boston: Brill. د کتاب نړيواله کره شمېره 9041121773. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "The Soviet Red Army retook Estonia in 1944, occupying the country for nearly another half century." Frucht, Richard, Eastern Europe: An Introduction to the People, Lands, and Culture, ABC-CLIO, 2005 ISBN 978-1576078006, p. 132
  21. (په 18 May 2005 باندې). Russia and Estonia agree borders. BBC.
  22. Country Profiles: Estonia, Latvia, Lithuania Archived 31 July 2003 at the Wayback Machine. at UK Foreign Office
  23. The World Book Encyclopedia ISBN 0716601036
  24. The History of the Baltic States by Kevin O'Connor ISBN 0313323550
  25. Saburova, Irina (1955). "The Soviet Occupation of the Baltic States". Russian Review. Blackwell Publishing. 14 (1): 36–49. doi:10.2307/126075. JSTOR 126075. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. See, for instance, position expressed by the European Parliament, which condemned "the fact that the occupation of these formerly independent and neutral States by the Soviet Union occurred in 1940 following the Molotov/Ribbentrop pact, and continues." European Parliament (January 13, 1983). "Resolution on the situation in Estonia, Latvia, Lithuania". Official Journal of the European Communities. 42/78. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جون ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "After the German occupation in 1941–44, Estonia remained occupied by the Soviet Union until the restoration of its independence in 1991." کينډۍ:Cite court
  28. David James Smith, Estonia: independence and European integration, Routledge, 2001, ISBN 0415267285, p. xix
  29. Parrott, Bruce (1995). "Reversing Soviet Military Occupation". State building and military power in Russia and the new states of Eurasia. M.E. Sharpe. د کتاب پاڼي 112–115. د کتاب نړيواله کره شمېره 1563243601. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Van Elsuwege, Peter (April 2004). Russian-speaking minorities in Estonian and Latvia: Problems of integration at the threshold of the European Union (PDF). Flensburg Germany: European Centre for Minority Issues. د کتاب پاڼې 2. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۱۳. The forcible incorporation of the Baltic states into the Soviet Union in 1940, on the basis of secret protocols to the Molotov–Ribbentrop Pact, is considered to be null and void. Even though the Soviet Union occupied these countries for a period of fifty years, Estonia, Latvia and Lithuania continued to exist as subjects of international law. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. The Forty-Third Session of the UN Sub-Commission Archived 2015-10-19 at the Wayback Machine. at Google Scholar
  32. Marek (1968). p. 396. "Insofar as the Soviet Union claims that they are not directly annexed territories but autonomous bodies with a legal will of their own, they (The Baltic SSRs) must be considered puppet creations, exactly in the same way in which the Protectorate or Italian-dominated Albania have been classified as such. These puppet creations have been established on the territory of the independent Baltic states; they cover the same territory and include the same population."
  33. Zalimas, Dainius "Commentary to the Law of the Republic of Lithuania on Compensation of Damage Resulting from the Occupation of the USSR" – Baltic Yearbook of International Law. Martinus Nijhoff Publishers, ISBN 978-9004137462
  34. cf. e.g. Boris Sokolov's article offering an overview Эстония и Прибалтика в составе СССР (1940–1991) в российской историографии Archived 2018-10-17 at the Wayback Machine. (Estonia and the Baltic countries in the USSR (1940–1991) in Russian historiography). Accessed 30 January 2011.
  35. Cole, Elizabeth A. (2007). Teaching the violent past: history education and reconciliation. Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼي 233–234. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0742551435. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Combs, Dick (2008). Inside The Soviet Alternate Universe. Penn State Press. د کتاب پاڼي 258, 259. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0271033556. مؤرشف من الأصل في ۱۰ فبروري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۲۰. The Putin administration has stubbornly refused to admit the fact of Soviet occupation of Latvia, Lithuania and Estonia following World War II, although Putin has acknowledged that in 1989, during Gorbachev's reign, the Soviet parliament officially denounced the Molotov–Ribbentrop Pact of 1939, which led to the forcible incorporation of the three Baltic states into the Soviet Union. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Bugajski, Janusz (2004). Cold peace. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 109. د کتاب نړيواله کره شمېره 0275983625. مؤرشف من الأصل في ۱۰ فبروري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۲۰. Russian officials persistently claim that the Baltic states entered the USSR voluntarily and legally at the close of World War II and failed to acknowledge that Estonia, Latvia, and Lithuania were under Soviet occupation for fifty years. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. МИД РФ: Запад признавал Прибалтику частью СССР Archived 29 March 2016 at the Wayback Machine., grani.ru, May 2005
  39. Комментарий Департамента информации и печати МИД России в отношении "непризнания" вступления прибалтийских республик в состав СССР Archived 2006-05-09 at the Wayback Machine., Ministry of Foreign Affairs (Russia), 7 May 2005
  40. Khudoley (2008), Soviet foreign policy during the Cold War, The Baltic factor, p. 90.
  41. Zalimas, Dainius (2004-01-01). "Commentary to the Law of the Republic of Lithuania on Compensation of Damage Resulting from the Occupation of the USSR". Baltic Yearbook of International Law. Martinus Nijhoff Publishers. 3: 97–164. doi:10.1163/221158903x00063. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9004137462. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Parliamentary Assembly (1996). "Opinion No. 193 (1996) on Russia's request for membership of the Council of Europe". Council of Europe. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. as described in Resolution 1455 (2005), Honouring of obligations and commitments by the Russian Federation Archived 2009-04-01 at the Wayback Machine., at the CoE Parliamentary site, retrieved December 6, 2009
  44. Zalimas, Dainius (2004-01-01). "Commentary to the Law of the Republic of Lithuania on Compensation of Damage Resulting from the Occupation of the USSR". Baltic Yearbook of International Law. Martinus Nijhoff Publishers. 3: 97–164. doi:10.1163/221158903x00063. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9004137462. مؤرشف من الأصل في ۱۰ فبروري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "Treaty between the Russian Soviet Federated Socialist Republic and the Republic of Lithuania on the Basis for Relations between States" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ جولای ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Quiley, John (2001). "Baltic Russians: Entitled Inhabitants or Unlawful Settlers?". In Ginsburgs, George (المحرر). International and national law in Russia and Eastern Europe [Volume 49 of Law in Eastern Europe]. Martinus Nijhoff Publishers. د کتاب پاڼې 327. د کتاب نړيواله کره شمېره 9041116540. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. "Baltic article". The World & I. Washington Times Corp. 2 (3): 692. 1987. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Shtromas, Alexander; Faulkner, Robert K.; Mahoney, Daniel J. (2003). "Soviet Conquest of the Baltic states". Totalitarianism and the prospects for world order: closing the door on the twentieth century. Lexington Books. د کتاب پاڼې 263. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0739105337. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Baltic Military District Archived 8 November 2017 at the Wayback Machine. globalsecurity.org
  50. The Weekly Crier (1999/10) Archived 2013-06-01 at the Wayback Machine. Baltics Worldwide. Accessed 11 June 2013.
  51. "Russia Pulls Last Troops Out of Baltics" The Moscow Times. 22 October 1999.