د بابل د پاچاهانو نوملړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بابل پاچا ( اکیندین ساکاکانکي چې وروسته د شربابل په نوم هم يادېده) په لرغوني بین النهرین کې د بابل د ښار واکمن و، پاچاهي یې بابل وه چې په خپلواک ډول ترمیلاد ۱۹ پېـړۍ د مخه واکمن و او واکمني یې تر میلاد ۶ پیړۍ وړاندي ختمه شوه. د بابل واکمني تر ډېره خپلواکه وه چې سویلي بین النهرین د واکمنۍ لویه برخه وه. په دې واکمنۍ کې د سومر او اکد لرغونې سیمي شاملي وې. په دغه سیمه دوې سترې واکمنۍ تېرې شوې دي. کله چې د بابل پاچاهانو په لرغونو ختیځوسیمو واکمني پیداکړه نو د بابل لومړۍ امپراتوري ( د پخواني بابل امپراتوري له ۱۸۹۴/ ۱۸۸۰ څخه تر ۱۵۹۵ کاله ترمیلاد د مخه) دوام وکړ او د بابل دویمې امپراتورۍ (نوی بابل امپراتوري له ۶۲۶ څخه تر ۵۳۹ کاله تر میلاد وړاندي) وغزېده.

د بابل پاچاهي د ډېری واکمنانو تړاو له بهر څخه و، کابو د دوو زرو کلونو په اوږدو کې دا ښار د اموریت، ارامین، اسیرسن، کلداین، ایلیمیت، یوناني، کیسیت ، پارتهاین او فارسي واکمنانانو لخوا اداره کېده. داسې نه ښکاري چې ګواکي د یو پاچا قومي او کلتوري مخینه دې د بابل پاچاهي د پېژندلو لپاره مهمه وي. مهمه مسله دا وه چې ایا پاچا د دې وړتیا درلوده چې هغه دندې چې په سنتي ډول د بابل واکمن ته ورکړل شوې وې په سمه توګه ترسره کړي. لکه : امن راوستول، عدالت ټینګول، مدني حقونو ته درناوی،د بې ځایه مالیاتو راټولو څخه ډډه کول، دیني ارزښتونو ته درناوی، د معبدونو جوړول، په معبدونو کې خدایانو ته د سوغاتونو وړاندې کول او د مذهبي احکامو منل او داسې نور. د بابل د خپلواکۍ پاڅون هغه وخت کله چې دا ښار د پردیو واکمنانو له خوا اداره کېـده له دې امپراتوریو سره هیڅ تړاو نه درلود ځکه خو دا ډېره سخته وه چې واکمنان دې له بابل څخه لیدنه وکړي. دوی په دې ښار کې یې په محفلونو او سنتي غونډو کې ګډون نه کاوو.

د بابل وروستی واکمن نوبونایدیس و، چاچې له ۵۵۶ څخه تر ۵۳۹ کاله تر میلاد وړاندې واکمني کوله.د نوبونایدیس واکمني د هخامنشینانو د امپراتور کوروش لخوا د بابل په نیولو سره پای ته ورسیده. که څه هم د هخامنشیانو لومړی واکمن بابل ته درناوی درلود او د( بابل پاچا ) لقب یې کاراوو خو وروستیو هخامنشیانو واکمنانو ته د دې لقب ورکول ښايي یوازیني کار وي چې پخپله بابلیانو کړی وي چې وروسته بیا واکمنانو دا لقب لغوه کړ. هغه واکمنان چې بابل یې تر خپلي واکمنۍ لاندې و، بابلیانو به د خپلو پاچاهانو په سترګه ورته کتل، که څه هم بابل د هخامنشیانو له یرغل وروسته بیا خپلواکي تر لاسه نه کړه. همدارنګه بابلیانو څو ځله کوښښ وکړچې بهرني واکمنان وباسي او بېرته خپله امپراتوري جوړه کړي چې وروستۍ هڅي یې ترمیلاد وړاندې  د ۳۳۶/ ۳۳۵ کالو په اخېرکې د نایدین بیل د بغاوت په وخت کې وې.

پېـژندګلوي[سمول]

شاهـي لقـبونـه[سمول]

د دغه ښارد تاریخ په اوږدو کې د بابل واکمنانو او دهغوی واکمنۍ ته بیلابیل لقبونه کارول کېـدل چې تر ټولوعام لقبونه یې (د بابل استازی)،( د کاردونیش پاچا) او (د سومر او اکد پاچا ) وو. له دغو لقبونو څخه د یوه لقب کارول دا معنا نه درلوده چې په ورته وخت کې دې نور لقبونه ونه کارول شي، د مثال په ډول د نیو اسیرین پاچا د تیګلت پلسردرې ته ( ۷۲۹ تر ۷۲۷ میلاد دمخه په بابل کې) درې واړه لقبونه په یو وخت کې کارول شوي دي.   [۱][۲]

  • د بابل استازی یا والي( ساککنکی بابل) د بابل په سیاسي واک باندې ټینګارکاوه. د دغه ښار په تاریخ کې د دوی واکمنانو د پاچا پرځای ځانته د والي او استازي لقب کاراوو. دلیل دا وه چې د بابل ريښتنی واکمن په رسمی ډول د دوی دیوتا مردوک بلل کېده. دوی په ښکاره ډول ځانته د شاهي لقبونو په نه کارولو سره د بابل واکمنانو د ښارخدای ته احترام څرکند کړ. د نیو اسرین سناکریب د واکمني په دوره کې ( ۷۰۵ څخه تر ۶۸۱ تر میلاد مخکې) دغه دود د یو څه وخت لپاره ختم شو. هغه ځانته د بابل پاچا( شاربابلی) لقب ادعا وکړه،په دې کارکېدای شوای په بابل کې د ده پروړاندی منفي تبلیغات شوي وای. په هرحال، شار بابلی د سنهریب د وخت له مخه په ځینو لیکنوکې راغلی لکه دهغه پلار او پخوانی سرګون دوه چې په بابلي لیکنوکې راغلي( ۷۱۰ څخه تر ۷۰۵ کاله ترمیلاد دمخه)، څوک چې د ساککنکی بابل پرځای کارول کېده. د سناکریب ځای ناستو به د سکاککنکی لقب کاراوو چې داسې ډېرمثالونه ترې پاتي دي چې د شار بابلی لقب پرځای یې د سکاککنکی لقب خوښ کړی، وروسته بیا د بابل نویو واکمنانو یوپر بل پسې کارول.[۳][۴][۵][۶][۷][۸]
  • د کاردونیش پاچا (شار کاردونیش) په ټوله کې د سویلي بین النهرین واکمنۍ ته اشاره کوي. د بابل د پاچاهي لپاره د کاردونیش نوم کاسیت و او د کاردونیش پاچا لقب د ښار د درېيـمي کورنۍ (کاسیتاس) لخوا ورکړل شوی و. کله چې کاسیت په بابل باندې کنټرول له لاسه ورکړ بیا هم دغه لقب تر ډېره کارول کېده ، د مثال په ډول د بومي پاچا د لومړي نابوشوماوکین په وخت کې (۹۰۰څخه تر ۸۸۸ کاله تر میلاد مخکې) او د نوي اسرین پاچا اسرحدون په وخت کې (۶۸۱ څخه تر ۶۶۹ کاله تر میلاد مخکې) ډېرکارېده.[۲][۹][۱۰][۱۱]
  • د سومر او اکد پاچا په ټوله کې د سویلي بین النهرین واکمنۍ ته اشاره کوي. یو لقب چې په اصل کې د اور د درېیـمي کورنۍ لخوا ( ۲۱۱۲ څخه تر ۲۰۰۴ کاله تر میلاد مخکې ) د بابل له جوړېدو وړاندې کارول کېده. دغه لقب د واکمنانو لخوا کارېده ترڅو د سومر او اکد له کلتوراومیراث سره ځان ونښلوي. همدارنګه د لرغونی اکادین د امپراتورۍ په دوران کې ترلاسه شوي د سیاسي تسلط ادعا کوله. دغه لقب یوجغرافیايي لقب هم وه او په جنوبي بین النهرین کې په دووسیمو وېشل کېده.سومر(سویل)او اکد( شمال ) دا معنا درلوده چې د سومر او اکد پاچا په ټول هېواد واکمني کوي. دغه لقب تر ۵۳۹ کاله ترمیلاد دمخه د بابل د واکمنانو لخوا د نوې بابل امپراتورۍ ترختمېدو پورېوکارول شو. همدارنګه دا لقب د کوروش لخوا ځانته کارول کېده چا چې په بابل باندې یرغل وکړ او په بابل باندې یې ترمرګه واکمني وکړه په (تر میلاد ۵۳۰ کاله پخوا). [۱۲][۱۳][۱۴]

رول او مشروعیت[سمول]

د بابل واکمنانود خپلو واکمنیو حق، د بابل د خدای مردوک لخوا د الهي ټاکل کېدو او د ښار د پادریانو لخوا د تقدیرپه نوم ترلاسه کاوو. د مردوک اصلي انځور(ډېری یې له خدای سره تړاو درلود )، د مردوک مجسمه د پاچاهانو د تاج ایښودلو په جشن کې په ښکاره ډول کارول کېده. چا چې به د نوي کال په جشن کې د مردوک له لاسونو څخه خپل تاجونه واخیستل، دا په دې معنا وه چې دوی ته د خدای لخوا دا پاچاهۍ ورکول کېـږي اوهر کال په همدې وخت پرځمکه د پاچا  په واکمنۍ او مردوک په منلو ټینکارکېده. پاچا به هر نوي کال په پنځمه ورځ یوازې د بابل لوی معبد ته ، ته او له لوی پادري سره به یې کتل.[۱۵][۱۶]

سرچینې[سمول]

  1. Soares 2017، ص. 24.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Soares 2017، ص. 23.
  3. Stevens 2014، ص. 68.
  4. Karlsson 2017، صص. 6, 11.
  5. Soares 2017، ص. 28.
  6. Shayegan 2011، ص. 260.
  7. Luckenbill 1924، ص. 9.
  8. Karlsson 2017، ص. 2.
  9. Van Der Meer 1955، ص. 42.
  10. Soares 2017، ص. 22.
  11. Goetze 1964، ص. 98.
  12. Peat 1989، ص. 199.
  13. Soares 2017، ص. 21.
  14. Da Riva 2013، ص. 72.
  15. Dandamaev 1989، صص. 185–186.
  16. Zaia 2019، ص. 3.