د اېټالیې کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اېټالیا د لوېدیځ یا غربي تمدن د زیږېدو له ځانونو څخه یو  هغه او یو کلتوري زبرځواک ګڼل کېږي. اېټالوي کلتور د اېټالویانو یوې رومي توکميزې ډلې کلتور دی چې په حیرانوونکې توګه متنوع دی او ټوله اېټالیایي ټاپووزمه او د ساردینیا او سیسلي ټاپوګان په بر کې نیسي. اېټالیا د یو شمېر نړیوالو ښکارندو لکه د رومي جمهوریت، رومي سترواکۍ، رومن کاتولیکې کلیسا، سمندریزو جمهوریتونو، رومانسکي هنر، ښوونیزې فلسفې، رسانس، د کشفیاتو د دورې، نزاکت پالنې، علمي انقلاب، باروک هنر، نوي کلاسیکېزم (نوې کلاسيکې فلسفې)، د اېټالیا د اتحاد (رېسورجمېنټو)، فاشېزم او اروپایي ادغام د پیل د ټکي په توګه پاتې شوې ده.[۱][۲][۳][۴]

اېټالیا د زیات شمېر مشهورو او اغېزناکو مدنیتونو لپاره کور و، چې د اتروسکانانو، سامنیانو او رومیانو په څېر اېټالیک خلک پکې شامل وو، په داسې حال کې چې د بهرنیو مدنیتونو لکه د فنیقیانو او یونانیانو کوربه توب یې هم کړی دی. اتروسکن او سامني کلتورونه په اېټالیا کې د رومي جمهوریت له ظهور څخه د مخه (کوم چې نوموړي کلتورونه فتح او په خپل ځان کې مدغم کړل) وغوړېدل. فنیقیانو او یونانیانو په اېټالیا کې د عیسی علیه السلام له زېږون نه څو پېړۍ پخوا د مېشت ځایون جوړول پیل کړل؛ او د یونانیانو مېشت ځایونه په ځانګړي ډول په غوړېدلو کلاسیکو مدنیتونو باندې بدل شول، چې ښه بېلګه یې د مګنا ګراسیا ښارونه دي.

اېټالیا د ډېرو پېړیو لپاره مهاجرتونه او یرغلونه تجربه کړل او تر ۱۸۶۱ز کال پورې کله چې یو ملي دولت شو په زیات شمېر مستقلو دولتونو باندې وېشل شوی و. د دغه نسبتاً ناوخته متحد کېدو او د هغو سیمو د تاریخي اهمیت له امله چې اېټالوي ټاپووزمه تشکیلوي، زیات شمېر دودونه او رواجونه چې اوس په جلا ډول اېټالوي پېژندل کېږي د هغو سیمو په واسطه چې منشا یې ورڅخه اخیستې ده مشخص کېدی شي. د دغو سیمو له سیاسي او ټولنیزې انزوا سره سره، د اروپا په کلتوري او تاریخي میراث کې د اېټالیا ونډه په لوړه کچه پاتې شوې ده.[۵]

د اېټالوي کلتور مهم عناصر د هغه هنر، سینما، سبک، او پراخه کچه مشهور خواړه دي. اېټالیا د اوپېرا (چې د تیاتر یوه بڼه ده) د زیږون ځای و، او د نسلونو لپاره د اړوند کمپوزر د ملیت سره له تړاو پرته د اوپېرا ژبه اېټالوي وه. اېټالیا د کلاسیکې موسیقۍ په وده ، د باروک موسیقۍ په زېږېدو، د موسیقۍ د کمپوز په بېلابېلو بڼو لکه سیمفوني، سوناترا او کانسرتو او همدارنګه له زیات شمېر کمپوزرانو سره لکه کلادیومونتېوردي، انتونیو ویوالدي، جیاکینو روسیني، جائتانو دونیزېتي، وینکینزو بېلیني، جوسیپي وېردي، او جاکومو پوچیني سره په  لویه پیمانه حضور درلود. اېټالیا د خپلو خوځندو ولسي نڅاګانو لپاره مشهوره ده. په نړیواله کچه تر ټولو ډېره پېژندل شوې نڅا تارانټېلا ده، نوموړې نڅا د اپولیا له تارانټوولایت څخه منشا اخیسې ده، همداراز زیات شمېر بڼو یې د اېټالیا په لر او بر کې له ترانټېلا، پیزاکا او تموریاتا څخه رېښه لري. د باله مشهورې نڅا ژانر هم مخکې له دې چې فرانسې ته ور معرفي شي له اېټالیا څخه منشا اخیستې ده. د اېټالیې د ډرامو د سلیقو په منځ کې د اوږدې مودې لپاره کمېډي ډېر مینه وال لري؛ یو بدیهه یی سبک چې کُمېدیا دلارتې نومېږي په اېټالیا کې د ۱۶مې زېږدیزې پېړۍ په نیمایي کې پیل شو او تر نن ورځې پورې اجرا کېږي. اېټالوۍ سینما ته په ټوله نړۍ کې د درناوي په سترګه کتل کېږي. د هنري فلمونو صنعت له اېټالیا څخه منشا اخیستې ده. سپګټي وېسترنز (د لوېدیځو فلمونو یو فرعي ژانر) د سرجیو لیون په لارښوونه د یو موټي ډالرو د فلم له نندارې ته وړاندې کېدو سره ظهور وکړ، نوموړی هغه ژانر دی چې تر ډېره د اېټالویانو له لوري له تولید شوو او هدایتکاري شوو فلمونو څخه تشکیل شوی دی. د لوېدیځ کلتور دواړه ننني او باندني اړخونه په اېټالوي ټاپووزمه کې زیږېدلي دي، که هغه د عیسوي دین، مدني ټولنو (لکه سنا)، فلسفې، قانون، هنر، ساینس له لیدلوري، یا د ټولنیزو دودونو او کلتور له لیدلوري دي.[۶][۷][۸]

دا هېواد د نړۍ په کچه د مشهورو څو ښارونو په درلودلو ویاړي. روم ښار د رومي سترواکۍ لرغونې پلازمېنه، د پاپ او کاتولیکې کلیسا مقر و. د بیا متحدې شوې اېټالیا پلازمېنه او له نړیوال شهرت سره هنري، کلتوري او سینمايي مرکز و. فلورانس ښار د رسانس دورې چې د منځنیو پېړیو په پای کې د هنرونو د لویو پرمختګونو دوره وه، زړه و. نور مهم ښارونه یې تورین شاملوي چې یو وخت د اېټالیې پلازمېنه او اوسمهال د موټرونو د انجنیرۍ له تر ټولو لویو مرکزونو څخه ګڼل کېږي. میلان ښار د اېتالیې صنعتي او مالي پلازمینه او د نړۍ د فېشن له پلازمېنو څخه یوه ګڼل کېږي. وېنيز چې له منځنیو پېړیو څخه د معاصرې دورې تر لومړیو پورې د لوی مالي او سمندري ځواک د هغه وخت پلازمېنه وه، د خپلو کانالونو د پېچلي سېستم د درلودلو له امله په ځانګړې توګه د وېنیزي لمنانځنو او او د یو کال تر منځ (Biennale) لمانځنو پر مهال له ټولې نړۍ څخه ځان ته سیلانیان راکاږي. ناپلز ښار چې په اروپا کې تر ټولو لوی ښاري مرکز، او د نړۍ په کچه تر ټولو پخواني په پرله پسې ډول فعال اوپېرا هاوس (تیاترو دي سان کارلو) لري. بولوګنا ښار د دې هېواد د ترانسپورت د تقاطع عمده نقطه او همدارنګه د نړۍ په کچه د تر ټولو پخواني پوهنتون او د نړۍ په  کچه د تر ټولو مشهور پخلي/خوړو لپاره کور دی.  [۹][۱۰]

اېټالیا تر اوسه پورې د یونسکو د نړۍ د میراث د تر ټولو زیات شمېر ساحو (۵۸ ساحو) لپاره کور دی، او د یو اټکل له مخې دغه هېواد د نړۍ د ستر هنر د خزانو د نیمایي لپاره کور دی. په ټولیزه توګه، د اېټالیې ولس په هره کچه کې په اټکلیز ډول ۱۰۰۰۰۰یادګاري څلي (کلیساوې، جامع کلیسا ګانې، د لرغون پوهنې ساحې، کورونه او مجسمې) لري. د خپل تاریخ په اوږدو کې، نوموړي اولس د یادښت وړ یو زیات شمېر داسې خلک زیږولي دي چا چې د نړۍ په کچه لوی لوی رولونه لوبولي دي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

هنرونه[سمول]

اېټالوي هنر د پېړیو په اوږدو کې په یو شمېر لویو خوځښتونو باندې اغېزه کړې ده او د نقاشانو، مهندسانو(معمارانو) او مجسمه جوړوونکو په شمول یې څو لوی هنرمندان تولید کړي دي.

نن ورځ اېټالیا د هنر د څو ګالریو، موزیمونو، نندارتونونو په درلودلو سره د نړیوال هنر په میدان کې یو مهم ځای خپل کړی دی؛ په دې هېواد کې لوی هنري مرکزونه له روم، فلورانس، وېنیز، میلان، تورین، ګېنوا، ناپلز، پالېرمو، لېسي او نورو ښاونو څخه عبارت دي. اېټالیې د نړۍ د میراث ۵۸ ساحو ته ځای ورکړی دی، چې یاد شمېر په نړۍ کې له هر بل هېواد څخه ډېر دی.

اېټالیا د رسانس دورې (۱۳۰۰-۱۶۰۰ز کلونو) په اوږدو کې چې د ګیوټو د رسانس له لومړنۍ بڼې څخه پیل او د لیوندرو دا وینکي، میچالنګلو او رافاییل د عالي رسانس په دوره کې  خپل ځانګړي عروج ته ورسېده، د هنري پراختیا اصلي مرکز و، او د نوموړو هنرمندانو د اثارو د رسانس وروستني فاز ته چې منرېزم یا نزاکت پالنه نومېده، الهام ورکړی دی. اېټالیې خپله هنري غلبه په ۱۷مې زېږدیزې پیړۍ کې له باروک هنر سره حفظ کړه (۱۶۰۰-۱۷۵۰ز کلونه). کلتوري سیلانیت او نوی کلاسیکېزم (۱۷۵۰-۱۸۵۰ز کلونه) د  یو ناپایداره اقتصاد لپاره لویه تکیه ګاه وګرځېدل. باروک او نوې کلاسیکه فلسفه دواړه د لومړي ځل لپاره په روم کې رامنځته شول او په اېټالیا کې د زیږېدلیو سبکونو څخه وروستني هغه وو چې په ټول لوېدیځ هنر کې خواره شول.[۱۵][۱۶]

په هر ترتیب، اېټالیا د ۱۹مې زېږدیزې پېړۍ له نیمایي څخه را په دې خوا د ماکیایولي، راتلونکې پالنې (Futurism)، مېتافزیک، نوېسنټو اېټالیَنو (Novecento Italiano)، فضا پالنې، آرتې پوېرا (Arte Povera)، او ترانساواتګرېد (Transavantgarde) کلتوري خوځښتونو په څېر خوځښتونو سره د نړیوال هنر په میدان کې خپل شتون حفظ کړ.

معماري[سمول]

د اېټالیا په ګوټ ګوټ کې د پخوانۍ زمانې معماري پاتې شوني یا بقایا د دې هېواد د کلتور د ماضي په ستروالي باندې دلالت کوي. په اېټالیا کې د معمارۍ تاریخ  د اتروسکن او یونانیانو له لرغونو سبکونو سره پیل، تر کلاسیک روم پورې یې وده وکړه، ورپسې د رسانس په دوره کې د کلاسیک روم تر ظهور پورې او په باروک دورې باندې له بدلېدو سره تکامل ته ورسېد. د اېټالوي رسانس د دورې په بهیر کې د زده کوونکو لپاره د خپلو زده کړو د یوې اساسي برخې په توګه د لرغونو بقایاوو او ودانیو د مطالعې لپاره روم ته سفر کول معمولي وو[۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. Marvin Perry, Myrna Chase, James Jacob, Margaret Jacob, Theodore H. Von Laue (1 January 2012). Western Civilization: Since 1400. Cengage Learning. p. XXIX. کينډۍ:ISBN.
  2. Italy has been described as a "cultural superpower" by Arab news, the Washington Post, The Australian Archived 2014-12-26 at Archive.is, the Italian consul general in San Francisco Archived 27 November 2015 at the Wayback Machine., the former Foreign Affairs Minister Giulio Terzi and the U.S. President Barack Obama Archived 26 December 2014 at the Wayback Machine..
  3. Cohen, I. Bernard (1965). "Reviewed work: The Scientific Renaissance, 1450-1630, Marie Boas". Isis. 56 (2): 240–42. doi:10.1086/349987. JSTOR 227945
  4. Peter Davies; Derek Lynch (2002). The Routledge Companion to Fascism and the Far Right. Routledge. pp. 1–5.
  5. Risorgimento. Encyclopædia Britannica Online, 2011. Web. 25 September 2011.
  6. Kimbell, David R. B. Italian Opera. Cambridge University Press, 1994. p. 1. Web. 22 July 2012.
  7. کينډۍ:In lang Commedia dell'arte. Treccani, il portale del sapere. Web. 24 July 2012.
  8. Roman law. Encyclopædia Britannica Online, 2011. Web. 25 September 2011.
  9. Zirpolo, Lilian H. The A to Z of Renaissance Art. Scarecrow Press, 2009. pp. 154-156. Web. 16 July 2012.
  10. Top Universities Archived 17 January 2009 at the Wayback Machine. World University Rankings Retrieved 6 January 2010
  11. [۱] UNESCO World Heritage Centre. Web. 25 September 2011.
  12. کينډۍ:In lang Beni Italiani Unesco. Archived 16 July 2012 at the Wayback Machine. Associazione Città e Siti Unesco. Web. 17 July 2012.
  13. Abbot, Charles. Italy. Morellini Editore, 2006. p. 101. Web. 24 September 2011.
  14. DK (Author). DK Eyewitness Travel Guide: Italy. Dorling Kindersley Ltd, 2012. pp. 23-24. Web. 1 December 2013.
  15. Stevenson, Angus (19 August 2010). Oxford Dictionary of English. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199571123. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. The road from Rome to Paris. The birth of a modern Neoclassicism
  17. Sear, Frank. Roman architecture. Cornell University Press, 1983. p. 10. Web. 23 September 2011.