د ایټالیا تاریخ
د ایټالیا تاریخ له لرغونې، منځنۍ او عصري پړاوونو نه جوړ دی. د کلاسیک لرغونتوب راهیسې، لرغوني ایټروسکان، بېلا بېل ایټالوي خلک (لکه: سامنایټ او امبریان)، سیلټ، یونانیان، فونیشینان او ایلیریان (میسیپیان) د نورو لرغونو ایټالوی قبیلو تر څنګ په ایټالوي ټاپو وزمو کې مېشت وو. په لرغونې زمانه کې، ایټالیا د رومیانو ټاټوبی او د روم سترواکي تر ټولو ستر ښار و. د روم سلطنت په ۷۵۳ ز وړاندې کال کې تاسیس شو او په ۵۰۹ زېږد وړاندې کال کې ېې د یوه جمهوریت بڼه واخیسته، دا هغه وخت و چې مطلقه سلطنتي رژیم د سنا او خلکو په ګټه ړنګ شو. وروسته د روم جمهوریت وکولای شول، چې ایټالیا بیا ځلې متحده کړي، خو ځینې ټاپو وزمې، لکه: سلتیان، اتروسکان او یونانیان یې له لاسه ورکړل. روم د ایټالیا د خلکو فدراسیون مشري وکړه او وروسته د روم د قدرت ډېریدلو سره په لوېدیځه اروپا، شمالي افریقا او نږدې ختیځ کې واکمن شو.[۱][۲][۳][۴]
د روم جمهوریت د جولیوس سیزر له وژنې وروسته سقوط وکړ، چې وروسته له هغه د روم سترواکي د ډېرو پېړیو لپاره په لویدېځه اروپا او مدیترانه کې واکمنتیا درلود، دوی د لویدېځې فلسفې، ساینس او هنر په پراختیا کې د پام وړ هڅې وکړې. په ۴۷۶ زېږد وړاندې کال کې د روم له سقوط وروسته، ایټالیا په څو ښاري دولتونو او سیمه ییزو سیاستونو ووېشل شوه. سمندري جمهوریتونه د حمل او نقل، سوداګرۍ او بانکدارۍ له لارې لویې سوکالۍ ته ورسیدل، هغه داسې چې د آسیا او نږدې ختیځ وارداتي توکو لپاره د اروپا د اصلي بندر په توګه کارول کېده او په دې سره وتوانیده، تر څو د پانګوالۍ نظام بنسټ کېږدي. مرکزي ایټالیا د پاپ اړوندو ایالتونو لاندې پاتې شوه. ایټالوی پلټونکو، لکه: ( مارکو پولو، کریسټوفر کولمبس د امیریګو ویسپوچي په شمول) لرې ختیځ او نوې نړۍ ته نوې لارې کشف کړې، چې د کشف د دورې په پیل کې یې مرسته وکړه، که څه هم ایټالوي دولتونو د مدیترانې له حوزې بهر د استعماري سترواکیو موندلو موکه نه درلوده.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
د ۱۹مې پیړۍ منځ کې، د ایټالیې یووالي (د ګیوسیپ ګاربالدي په مشرۍ، چې د سارډینیا سلطنت له خوا ملاتړ کیده) د ایټالوي ملت دولت رامنځته کولو لامل شو. د ایټالیا نوی سلطنت، چې په ۱۸۶۱ز کال کې تاسیس شو، په چټکۍ سره عصري او یوه استعماري سترواکي رامنځته کړه، چې د افریقا ځینې برخې او د مدیترانې په اوږدو کې هېوادونه یې کنټرولول. په هرحالت، سویلي ایټالیا کلیوالي او بې وزله پاتې شوه، چې د ایټالوي ډیاسپورا سرچینه وه.
په لومړۍ نړیواله جګړه کې ایټالیا د ټرینټو او ټریسټ (Trento and Trieste) په ترلاسه کولو سره خپل وحدت بشپړ کړ او د ملګرو ملتونو په اجرائیوي شورا کې یې دایمي چوکۍ ترلاسه کړه. په هرحالت، ایټالوی ملتپالو لومړۍ نړیواله جګړه یوه ماتیدونکي بریا ګڼله، ځکه چې ایټالیا د لندن تړون) ۱۹۱۵ز کال) له مخې ژمنه شوې ټولې سیمې لا نه وې تر لاسه کړې، چې وروسته همدا احساس په ۱۹۲۲ز کال کې د بینیټو موسولیني د فاشیست دیکتاتورۍ د رامنځته کیدو لامل شو. د ايټاليا آزادۍ، د ټولنيز جمهوريت له سقوط او د مقاومت په لاس د موسوليني له وژل کېدو وروسته، دغه هېواد د یوې ټولپوښتنې له لارې مطلقه سلطنت ړنګ او پر ځای یې ډيموکراسي پيل کړه، په اقتصادي برخه کې یې معجزې ته ورته پرمختګ وکړ، اروپايي اتحادیه، ناټو او د شپږ ډله (وروسته جي۷ او جي۲۰ ) بنسټ يې کېښود، چې دا په ۲۱مه پیړۍ کې یو پیاوړی اقتصادي، کلتوري، نظامي او سیاسي فکتور پاتې دی.[۱۱][۱۲]
د رومیانو دوره
[سمول]رومي سلطنت
[سمول]د رومي سلطنت د تاریخ په اړه لږ څه شتون لري، دا ځکه چې د هغه وخت هېڅ لیکل شوي ریکارډ شتون نه لري او ډیري تاریخونه چې د روم سلطنت په اړه د جمهوریت او سترواکي په لړ کې لیکل شوي، په لویه کچه د افسانو پر بنسټ ولاړ دي.
فرانسوي ګولیانو (Gauls) د روم ډیری تاریخي ریکارډونه له منځه یووړل، کله چې دوی په ۳۹۰ له زېږد وړاندې کال کې د الیا (Allia) له جګړې وروسته ښار لوټ کړ او هغه څه چې پاتې وو، په پای کې د وخت یا د غلا له امله له منځه ولاړل . [۱۳]
رومي جمهوریت
[سمول]د روایاتو او وروستیو لیکوالانو، لکه: لیوی په وینا، د روم جمهوریت د ۵۰۹ له زېږد وړاندې کال شاوخوا کې رامنځته شو، دا هغه وخت و چې د روم د اوو پاچایانو نه یې وروستی پاچا د تارکین په نوم د لوسیوس جونیوس برتوس له خوا ګوښه شو.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
له زیږد وړاندې څلورمه پیړۍ کې جمهوریت د ګولیانو له خوا تر برید لاندې راغی چې په پیل کې پر روم غالب شو او له واکه یې وغورځاوه. وروسته بیا رومیانو د کیمیلس (Camillus) په مشرۍ وسلې پورته کړې او ګاولیان یې بیرته وشړل. روميانو په تدريجي ډول د ايټاليا په ټاپو وزمه کې د ايټروسکانس (Etruscans) په ګډون نور خلک هم تر خپل واک لاندې راوستل.[۱۸][۱۹][۲۰]
له زېږد وړاندې په درېیمه پیړۍ کې روم له یوه نوي او قوي مخالف (ځواکمن کارتیج فونیشین ښاري دولت) سره مخامخ شو. د درې سختو جنګونو په ترڅ کې کارتیج ښار ویجاړ شو او روم د هسپانیا، سیسلي او شمالي افریقا کنټرول ترلاسه کړ. په دویمه پېړۍ کې د مقدونیې او سیلوسید سترواکیو ته له ماتې ورکولو وروسته، رومیان په مدیترانې بحیرې واکمن شول.[۲۱][۲۲]
له زیږد وړاندې۲۷ کال کې، اکتاویان د روم یوازینی مشر و. د هغه په رهبري کې رومي تمدن خپل اوج ته ورسېده ،چې څلور لسیزې یې دوام وکړ. په همدغه کال کې هغه ته اګستس نوم ورکړل شو، دا پیښه معمولا د تاریخ پوهانوله خوا د روم سترواکي پیل ګڼل کیږي. په رسمي توګه، حکومت جمهوري و، مګر اګسټس مطلق واکونه درلودل. مشرانو جرګې اوکتویانو ته د پروکنسولر سترواکي (Proconsular imperium) ځانګړې درجه ورکړه، کوم چې هغه ته په ټولو پروکنسولونو (نظامي واليانو) د واک چلولو صلاحیت ورکړ.[۲۳][۲۴][۲۵]
سرچینې
[سمول]- ↑ Buti, Gianna G.; Devoto, Giacomo (1974). Preistoria e storia delle regioni d'Italia (in ایټالوي). Sansoni Università.
- ↑ Farney, Gary D.; Bradley, Guy (2018). The Peoples of Ancient Italy. de Gruyter.
- ↑ Lazenby, John Francis (1998). Hannibal's War: A Military History of the Second Punic War. University of Oklahoma Press. p. 29. ISBN 9780806130040.
Italy homeland of the Romans.
- ↑ Maddison, Angus (20 September 2007). Contours of the World Economy 1-2030 AD: Essays in Macro-Economic History. ISBN 9780199227211.
- ↑ Compre: Sée, Henri. "Modern Capitalism Its Origin and Evolution" (PDF). University of Rennes. Batoche Books. خوندي شوی له the original (PDF) on 2013-10-07. بياځلي په 29 August 2013.
The origin and development of capitalism in Italy are illustrated by the economic life of the great city of Florence.
- ↑ Sée, Henri. "Modern Capitalism Its Origin and Evolution" (PDF). University of Rennes. Batoche Books. خوندي شوی له the original (PDF) on 7 October 2013. بياځلي په 29 August 2013.
- ↑ Jepson, Tim (2012). National Geographic Traveler: Italy. National Geographic Books. ISBN 9781426208614.
- ↑ Burke, P., The European Renaissance: Centre and Peripheries (1998)
- ↑ Bonetto, Cristian (2010). Discover Italy. Lonely Planet. ISBN 9781741799958.
- ↑ Bouchard, Norma; Ferme, Valerio (2013). Italy and the Mediterranean: Words, Sounds, and Images of the Post-Cold War Era. Palgrave Macmillan. ISBN 9781137343468. بياځلي په 17 December 2015.
- ↑ [[[:کينډۍ:Google books]] Canada Among Nations, 2004: Setting Priorities Straight]. McGill-Queen's Press – MQUP. 17 January 2005. p. 85. ISBN 978-0-7735-2836-9. بياځلي په 13 June 2016.
{{cite book}}
: Check|url=
value (help) ("The United States is the sole world's superpower. France, Italy, Germany and the United Kingdom are great powers") - ↑ Sterio, Milena (2013). The right to self-determination under international law : "selfistans", secession and the rule of the great powers. Milton Park, Abingdon, Oxon: Routledge. p. xii (preface). ISBN 978-0-415-66818-7. بياځلي په 13 June 2016. ("The great powers are super-sovereign states: an exclusive club of the most powerful states economically, militarily, politically and strategically. These states include veto-wielding members of the United Nations Security Council (United States, United Kingdom, France, China, and Russia), as well as economic powerhouses such as Germany, Italy and Japan.")
- ↑ Asimov, Isaac. Asimov's Chronology of the World. New York: HarperCollins, 1991. p. 69.
- ↑ Langley, Andrew and Souza, de Philip, "The Roman Times", Candle Wick Press, Massachusetts
- ↑ Matyszak, 2003. pages 43–44.
- ↑ Adkins, 1998. pages 41–42.
- ↑ Rome: The Roman Republic Archived 2011-05-14 at the Wayback Machine. by Richard Hooker. Washington State University. Written 6 June 1999. Retrieved 24 March 2007.
- ↑ Haywood, 1971. pages 350–358.
- ↑ Pyrrhus of Epirus (2) Archived 2016-04-14 at the Wayback Machine. and Pyrrhus of Epirus (3) Archived 2016-03-03 at the Wayback Machine. by Jona Lendering. Livius.org. Retrieved 21 March 2007.
- ↑ Haywood, 1971. pages 357–358.
- ↑ Bagnall 1990
- ↑ Rome: The Conquest of the Hellenistic Empires Archived 2011-05-01 at the Wayback Machine. by Richard Hooker. Washington State University. Written 6 June 1999. Retrieved 22 March 2007.
- ↑ Stevenson (2014). Julius Caesar and the Transformation of the Roman Republic. Routledge.
- ↑ Rankin, David (2002). Celts and the Classical World. Routledge. p. 176.
- ↑ Between Republic and Empire: Interpretations of Augustus and His Principate. University of California Press. p. 400.