د ایسټر(سپېڅلي اختر) پاڅون
د ایسټر پاڅون (په آیرلنډي: Éirí Amach na Cásca) چې د ایسټر بغاوت په نوم هم یادېږي، د ۱۹۱۶ کال د اپرېل د ایسټر اونۍ په ترڅ کې په آیرلنډ کې وسله واله بغاوت ؤ. دا پاڅون د آیرلنډ جمهوريت ِغوښتونکو له لوری د آیرلنډ خپلواک جمهوریت رامنځته کولو په موخه د برېتانوي واکمنۍ پر خلاف په لاره واچول شو، په داسي حال کې چې برېتانیه په لومړۍ نړیواله جګړه کې بوخته وه. دا په آیرلنډ کې د ۱۷۹۸ کال له بغاوت او د آیرلنډ د انقلابي دورې له لومړۍ وسله والې نښتې راهیسې ترټولو مهم پاڅون ؤ. د ۱۹۱۶ کال له مې څخه د پاڅون شپاړل مشران اعدام شول. د اعدامونو ماهیت او وروستنيو سیاسي پرمختګونو، په نهایت کې د آلنډ خپلواکۍ لپاره د خلکو ملاتړ په زیاتوالي کې مرسته وکړه. [۱]
یاد پاڅون چې د آیرلنډ جمهوریت غوښتونکې ورورولۍ (Irish Republican Brotherhood) اووه کسیزې نظامي شورا له لوری تنظیم شوی ؤ، د ایسټر په دوشنبه، د ۱۹۱۶ کال د اپرېل په ۲۴ نېټه پیل شو او شپږ ورځې یې دوام وکړ. د آیرلندي رضاکارانو ځواک غړي، چې د ښوونخۍ ښوونکي او د آیرلنډي ژبې فعال پاټریک پیرس يې مشري کوله، د جیمز کونولي په مشرۍ د آیرلنډ اوسېدونکو کوچنی سازمان او د آیرلنډ ښځو شورا څخه ۲۰۰ ښځې سره یوځای شول او په ډوبلین کې یې مهمې ستراتیژیکي ودانۍ ونیولې او د آیرلنډ جمهوریت یې اعلان کړ. د برتانیې پوځ زرگونه کمکي سرتېري او همدارنګه توپخانې او توپچي بېړۍ راوغوښتې. د ښار مرکز ته په لاره کوڅو کې جګړه روانه وه او په دې ځای کې باغیانو د برېتانيې پرمختګ سوکه کړ او زیاته مرګ ژوبله یې واړوه . د ډوبلین په نورو ځایونو کې زیاتره نښه ویشونکې او د اوږد واټن وسلو جګړې وې. د باغیانو اصلي ځایونه په تدریجي ډول چاپېر او په توپونو سره وویشتل شول. د آیرلنډ په نورو برخو کې انفرادي بریدونه پېښ شول؛ د رضاکارانو مشر ایون مکنیل د پاڅون د مخنیوي د هڅې لپاره د فسخې یو حکم صادر کړی ؤ، چې د راټول شوو باغیانو په شمېر کې یې زیات کموالی راوست.[۲]
برېتانوي پوځ په ډېرو زیاتو او درنو وسلو سره د د پاڅون مخه ونیوله. پیرس د اپرېل په ۲۹ د شنبې په ورځ د بې قید او شرط تسلیمېدا سره موافقه وکړه، که څه هم د لنډې مودې لپاره تیک پرک نښتو دوام درلود. د تسلیمېدا وروسته، هېواد د نظامي حکومت تر واک لاندې پاتې شو. شاوخوا ۳۵۰۰ کسان د برېتانویانو له خوا بندیان شول او له دې بندیانو څخه ۱۸۰۰ کسان د برېتانیې بندکمپونو یا بندخونو ته واستول شول. د پاڅون زیاتره مشران له نظامي محکمو وروسته اعدام شول. یاد پاڅون د فزیکي ځواک جمهوریت پالنه بېرته د آیرلنډ سیاست لومړۍ کرښې ته واستله، چې نږدې پنځوس کاله د مشروطه ملتپالنې تر ولکې لاندې وه. د پاڅون په وړاندې د برتانوي غبرګون سره مخالفت د عامه افکارو په بدلون کې او د خپلواکۍ په لور حرکت سره مرسته وکړه، لکه څنګه چې دآیرلنډ د ۱۹۱۸ کال د ډسمبر په ټاکنو کې څرګنده شوه، چې د سین فین ګوند په کې ګټونکی شو او لومړي لومړۍ شورا (First Dáil) جوړه و خپلواکي یې اعلان کړه.
د ۴۸۵ وژل شویو کسانو له جملې څخه ۲۶۰ تنه ملکي وګړي، ۱۴۳ تنه برېتانوي پوځيان او پولیس او ۸۲ تنه ایرلنډي یاغیان وو، همدارنګه ۱۶ تنه یاغیان په پاڅون کې د خپلې ونډې له امله اعدام شول. له ۲۶۰۰ تنو څخه زیات کسان ټپیان شول. زیات شمېر ملکي وګړي د برېتانوي توپ خونو په ډزو کې ووژل یا ټپیان شول یا د یاغیانو سره غلط کړل شول . نور د برېتانويانو او یاغیانو ترمنځ د سختو نښتو په متقابلو ډزو کې بند پاتې وو. توپ ویشتنو او له امله یې اورونو د مرکزي ډوبلین ځینې برخې وېجاړې کړې.
پس منظر
[سمول]د ۱۸۰۰ کال اتحادیې قوانینو د لویې برېتانیې سلطنت او د آیرلنډ سلطنت د برېتانیې او آیرلنډ متحد سلطنت په توګه سره متحد کړل، آیرلنډ پارلمان لغوه کړ او آیرلنډ ته یې د برېتانیې په پارلمان کې استازیتوب ورکړ. زیاتره آیرلنډي ملتپالو له پیل څخه د اتحادیې او د کافي سیاسي استازیو د دوامداره نشتوالي، همدارنګه د آیرلنډ او آیرلنډ خلکو، ځانګړې توګه د آیرلنډ لویې لوږې سره د برېتانیې حکومت چلند سره مخالفت درلود. مخالفت بېلابېلې بڼې درلودل: د اساسي قانون له پلوه (د الغاء ټولنه؛ د کورنۍ واکمنۍ اتحادیه)، ټولنیز (د آیرلنډ د کلیسا غیر رسمي کول؛ د ځمکې اتحادیه) او انقلابي (د ۱۸۴۸ کال بغاوت؛ د فینیانو پاڅون). د آیرلینډ د کورنۍ واکمنۍ غورځنګ د برېتانیې د ننه د آیرلنډ د ځانواکۍ په لټه کې ؤ. د چارلس سټیوارټ پارنیل په مشرۍ د آیرلنډ پارلماني ګوند بریالی شو چې په ۱۸۸۶ کال کې د برتانیې په پارلمان کې د کورنۍ واکمنۍ لومړی قانون وړاندې کړي، خو ناکام شو. د ۱۸۹۳ کال د کورنۍ واکمنۍ دوهم قانون د عوامو جرګې له خوا تصویب خو د اعیانو جرګې له لوري رد شو. [۳][۴][۵]
د پارنیل له مړینې وروسته، ځوان او ډېر تندلاري ملتپالان له پارلماني سیاست څخه ناهیله شول او د جلاپالنې ډېر افراطي بڼو ته یې مخه کړه. د ګېلیک ورزشي ټولنه، د ډبلیو. بي. ییټس او اګسټا په مشرۍ د ګېلیک اتحادیه او کلتوري احیاء، لېډي ګریګوري، همدارنګه د آرتور ګریفیت نوي سیاسي فکر چې په خپله ورځپاڼه سین فین (Sinn Féin) کې یې څرګند کړ او د ملي شورا او سین فین اتحادیه په څېر سازمانونه د دې لامل شول چې زیاتره آیرلنډي وګړي د خپلواک ګېلیک آیرلنډ مفکورې سره آشنا شي. ځینې وختونه دې کار ته اشارې لپاره د Sinn Féin عمومي اصطلاح کاورل کېده او برېتانوي چارواکو د جمهوريت غوښتونکو او پرمختللو ملتپالانو لپاره د جمعي نوم په توګه کاراوه. [۶][۷][۸][۹]
د کورنۍ واکمنۍ دریمه لایحه د برېتانیې د لیبرال صدراعظم اچ. اچ. اسکوېث له لوري په ۱۹۱۲ کال کې وړاندې شوه. د آیرلنډي اتحادپالانو، چې زیاتره پروتستان وو، د یادې لایحې مخالفت یې وکړ، ځکه دوی نه غوښتل چې د کاتولیکانو تر واک لاندې آیرلنډي حکومت ور باندې واکمني وکړي. دوی د سر اډوارډ کارسن او جیمز کریګ په مشرۍ د ۱۹۱۳ کال په جنوري کې د السټر رضاکار ځواک (Ulster Volunteers) یا (UVF) جوړ کړ. په ځواب کې آیرلنډي ملتپالو د ۱۹۱۳ کال په نومبر کې د آیرلنډ رضاکارانو یوه پوځیوزمه سیاله ډله، د آیرلنډ رضاکار ځواک جوړ کړ. د آیرلنډ جمهوریت غوښتونکې ورورولي د آیرلنډي رضاکارانو تر شا محرکه ځواک ؤ او هڅه یې وکړه چې تر کنټرول لاندې یې ونیسي. مشر یې اییون مکنیل ؤ، چې د آیرلنډ جمهوریت غوښتونکې ورورولۍ غړی نه ؤ. د آیرلنډي رضاکارانو تعیین شوې موخه "د آیرلنډ د ټولو وګړو د ګډو حقونو او آزادیو خوندي کول او ساتل" وو. په دې کې د یو لړ سیاسي نظرونو خاوندان شامل وو او " د عقیدې، سیاست یا ټولنیزې ډلې تبعیض پرته د ټولو وړتیا لرونکو ایرلنډیانو" لپاره پرانیستی وو. بله وسله واله ډله، د آیرلنډ اسېدونکو سازمان د همغه کال د ډوبلین کار بندیز (Dublin Lock-out) په پایله کې د سوداګرۍ اتحادیه پالانو له لوري رامنځته شو. د برېتانوي پوځ افسرانو ګواښ وکړ چې که چېرې دوی ته د اسټر رضاکار ځواک پر وړاندې د اقدام امر وشي، نو استعفاء به ورکړي. کله چې د آیرلنډ رضاکارانو ډوبلین ته ټوپکونو قاچاق کاوه، د برېتانیې پوځ هڅه وکړه چې د دوی مخه ونیسي او د ملکيانو په یوه ډله یې ډزې وکړې. په ۱۹۱۴ کال کې، داسې برېښېد چې آیرلنډ د کورنۍ جګړې په درشل کې وي. د هغه کال په اګست کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیلېدو او د په هغې کې د آیرلنډ په ښکېلتیا سره یې مخنیوی وشو. سره له دې د ۱۹۱۴ کال د سپتمبر په ۱۸ د آیرلنډ د حکومت د ۱۹۱۴ کال قانون وضع شو او د قانون په کتاب کې ځای پرځای شو، خو د ځنډونې قانون (Suspensory Act) په ورته وخت کې تصویب شو، چې د آیرلنډ کورنۍ واکمني یې یو کال وځنډوله او دا واک موجود ؤ چې تر هغه وخته چې جګړې دوام درلود، د نورو شپږو میاشتو لپاره به ځنډول کېد. هغه وخت ډېر باور دا ؤ چې جګړه به د څو میاشتو څخه زیاته دوام ونه کړي. د ځنډونې قانون پر بنسټ د ۱۹۱۵ کال د سپتمبر په ۱۴ په شورا کې یو حکم صادر شو ترڅو د آیرلنډ حکومت قانون د ۱۹۱۶ کال د مارچ تر ۱۸ پورې وځنډوي. د ۱۹۱۶ کال د فبروري په ۲۹ یو بل حکم صادر شو چې قانون یې د نورو شپږو میاشتو لپاره وځنډاوه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Department of the Taoiseach – Easter Rising". Taoiseach. خونديځ د اصلي څخه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸. لاسرسينېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Leaders and Men of the Easter Rising: Dublin 1916 Archived 21 December 2019 at the Wayback Machine. Francis X. Martin 1967 p105
- ↑ MacDonagh, pp. 14–17
- ↑ Behrendt, Stephen C. (2010). British Women Poets and the Romantic Writing Community. Johns Hopkins University Press. مخونه 244–5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0801895081. خونديځ د اصلي څخه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۹. لاسرسينېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۶. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Mansergh, Nicholas, The Irish Question 1840–1921, George Allen & Unwin, 1978, ISBN 0-04-901022-0 p. 244
- ↑ MacDonagh, Oliver, pp. 72–74
- ↑ Feeney, p. 22
- ↑ Feeney, p. 37
- ↑ O'Leary, Brendan (2019). A Treatise on Northern Ireland, Volume I: Colonialism. Oxford University Press. مخونه 320. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0199243341. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Those who set the stage" (PDF). The 1916 Rising: Personalities and Perspectives. National Library of Ireland. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۲۹ جولای ۲۰۱۸. لاسرسينېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۰۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Foy and Barton, pp. 7–8
- ↑ Macardle, pp. 90–92
- ↑ Townshend, p. 49
- ↑ Collins, M.E.. Sovereignty and partition, 1912–1949. Edco Publishing, 2004. pp. 32–33
- ↑ Townshend, pp. 59–60
- ↑ Hennessey, Thomas (1998), p. 76
- ↑ Jackson, Alvin: p. 164