د ایران او انګلیس جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د فارس - انګلیس جګړه یا د ایران - انګلیس جګړه (په فارسي ژبه: جنگ ایران و انگلستان) د انګلستان او د قاجاریانو د لړۍ په‌واسطه اداره کېدونکي ایران تر منځ یوه جګړه وه چې د ۱۸۵۶ کال د نوامبر د لومړۍ او د ۱۸۵۷ کال د اپرېل تر څلورمې پورې يې دوام وکړ. دا جګړه د دې لامل شوه چې بریتانیا د ایران د هغې هڅې سره مخالفت وکړي چې د هرات د خپلولو ادعا يې کوله. که څه هم هرات د قاجار کورنۍ د واکمنۍ پر مهال د ایران برخه و، کله چې جګړه پیل شوه د یاد ښار د خپل یاغي امیر د واکمنۍ پر مهال د کابل له امارت سره د اتحاد له لارې په هند کې د انګلیسانو ملاتړ ترلاسه کړ او د معاصر افغانستان د سلف برخه شو. د بریتانیا لښکرلېږد، د لښکرلېږد مشر ښاغلي جېمز اوترام په مشرۍ د جګړې په دوه ډګرونو: بوشهر ته نږدې د ایراین په سویلي سمندرغاړو او د بین النهرین په سویل کې په بریالیتوب ترسره  شو.

د جګړې په پایله کې فارسیان له هرات څخه ووتل او د خپلو ادعاوو اړوند يې د ښار د تسلیمولو او د ایران له سویل څخه د بریتانیا د وتلو نوې معاهده یې د لاسلیک کړه.

سرچینې[سمول]

انګلیسانو د سترې لوبې په چوکاټ کې په منځنۍ اسیا کې د نفوذ لپاره د انګلیس او روسیې د سیالۍ په ډګر کې هیله وکړه چې افغانستان د دوستانه اړیکو په درشل کې د یو خپلواک هېواد په توګه د هند پر لور د روسیې د پراختیا پر وړاندې د یو سپر هېواد په توګه پاتې شي. هغوی په افغانستان کې د ایران د نفوذ له پراختیا سره د دغې تصور له امله مخالف وو چې ګواکي ایران د روسیې تر اغېزو لاندې دی. په منځنۍ اسیا کې د ایران نفوذ د لوی ایران د رامنځته کېدلو لامل شوی و. که څه هم هغوی له نفوذ څخه خبر و خو انګلیسانو هېڅ‌کله پر ایران برید نه و کړی. ایران له دوولسو څخه زیات خارجي ایالتونه د خپلې سترواکۍ په واک کې لرل. په ۱۸۵۶ کال کې يې تازه هڅه وکړه او د اکتوبر په ۲۵مه د هرات په ولکه کولو بریالي شول، چې د فارس او انګلیس تر منځ له موجوده تړون څخه سرغړاوی و. په ځواب کې يې په هند کې د بریتانیا عمومي قومندان د لندن په امر د نوامبر په لومړۍ نېټه د جکړې اعلام وکړ.

تر دې مخکې د هرات پر سر تر لانجې ورهاخوا د میرزا هاشم خان اړوند یوه پېښه، پېښه شوه او د انګلیس سفیر هیله‌من و چې هغه به په تهران کې د خپل ماموریت د منشي په توګه منصوب کړي. فارسیانو دا رد کړه او پر وړاندې يې مخالفت رامنځته کړ او ورپسې داسې ګونګوسې خپرې شوې چې دا مخالفت د دې سړي له مېرمنې سره چې د شاه د مېرمنې اصلي خور وه د انګلیس د سفیر د نامناسبو اړیکو له امله شدید شو. اختلاف هغه مهال لا شدید شو چې ایرانیانو دا مېرمنه ونیوله. کله چې هغوی د هغې له خوشي کولو څخه ډډه وکړه د بریتانیا سفیر خپلې اړیکې ورسره پرې کړې. په حقیقت کې د انګرېزانو لومړنی حرکت دغې پېښې ته په غبرګون کې پیل شو، دا لرې نه وه که د هرات مسئله مطرح نه وی نو انګریزان به په فارس خلیج کې د یوې یا دوو ټاپوګانو تر ولکه کولو لا ډېر مخته تللي وو.    

۱۸۵۶[سمول]

د قاجار پوځ د کاغذ پر مخ د ۸۶۷۰۰ تنه پرسونل یادونه کړې. که څه هم تهران د جګړې لپاره تر ۲۰۰۰۰ ډېر پوځیان جګړې ته بسیج نه شوی کړی. د ایران پوځ د پام‌وړ برخه د اذربایجان منظمو هنګیانو جوړوله. د ایران هغه لښکر (توپ خانه) یوازې په لرې واټن ويشتونکو وسلو مسلط و. په ټوله کې د ۱۲۰ وسلو له ډلې څخه ۶ یې ۱۲- پونډي وسلې وې، حال دا چې نورې يې ټيټ کیفیته وسلې وې. د پوځ لیکې د حمل او نقل په برخه کې تر ډېره پر کچرو، اسونو او اوښانو تکیه وې او ګاډیو ته لاس‌رسی محدود و. د څو شاهي ساتونکو پرته د ایران د پوځ روحیه ډېره کمزورې وه. د منځنۍ کچې د یو سرتېري کلنی معاش ۷ تومنه و چې تر څنګ يې د ځیرې/راشن لپاره ورځنۍ شاهي بسپنه هم ورکول کېده. پر دې سربېره هغه سرتېري نېکمرغه وو چې د خپلو خدماتو لپاره به یې د ۷ تومنو سربېره ۲ تومن نور ترلاسه کول. [۱][۲]

د ایران د پوځیانو قومانده چې د خوشاب په جګړه کې د انګلیس د اکتشافي پوځیانو پر وړاندې جنګېدل د جنرال (امیرنویان) مهرعلي خان نوري شجاع الملک په لاس کې وه. په ۱۸۵۵ کال کې مهرعلي خان د فارس پوځ ته ارتقاع وکړه او څلور کاله هلته پاتې شو. کله چې د انګلیس یرغلګر ځواکونه په ایران کې پلي شول، شجاع الملک د لنډې مودې لپاره د ایران د سویل د عمومي پوځ د قومندان په توګه ارتقاع وکړه. شجاع الملک د ملي پوځ د وزیر (وزیر لشکر) میرزا اسدالله لمسی او د ریئس (صدراعظم) او اعتمادالدوله میرزا نصرالله خان نوري وراره و. هغه په هغه وخت کې د ایران د قاجار پوځ له ډېرو محترمو افسرانو څخه و او د انګرېزانو د درجو او دوسیو تر منځ له شهرت څخه برخه‌من و.  [۳][۴]

د بریتانیا دولت له ایران سره د جګړې په قضیه کې ځان په عجیبو غریبو شرایطو کې وموند. دا یوه بېسارې جګړه وه چې وروستۍ موخه په کې د دوښمن ماتول وو خو تر څنګ يې له دې څخه ډاډ تر لاسه کول وو چې دولت په کافي اندازه پياوړی پاتې شي تر څو پاييښت ولري او د روسیې له احتمالي پرمختیا څخه مخنیوی وکړي. په دې توګه د بریتانیا کابینې اکتشافي پوځ ته بېلابېل محدودیتونه وضع کړي وو:   [۵][۶][۷]

  1. د واکمن شاه د راپرزولو لپاره باید هېڅ هڅه ونه شي.
  2. د هغه خلک باید بلوا ته و نه هڅول شي.
  3. د ایران هېڅ فرد باید د بریتانیايي پوځ په لیکو کې جذب نه شي

بریتانیا دوو اقداماتو ته لاس‌رسی درلود: د افغانستان له طریقه د فارس پر لور ځمکنۍ لښکرلېږد او یا د فارس خلیج له لارې برید کول، چې موخه یې هم ترټنه او هم خپلو غوښتنو ته د شاه اړ ایستل وو. د افغان انګلیس تر لومړۍ ویجاړوونکي جګړې وروسته د بریتانیا دولت په مستقیم ډول د هرات په مرسته د ځمکني پوځ لېږلو ته مایل نه و او په بدل کې يې پرېکړه وکړه چې د فارس خلیج پر سمندرغاړو برید وکړي. هغوی په هند کې خپل دولت ته امر وکړ چې د بوشهر پر عمومي سیمه د برید لپاره چې هغه مهال ایران ته دننه کېدلو له اصلي بندرونو څخه و یو سمندري اکتشافي پوځ رامنځته کړي.  [۸]

په لومړیو کې د سرلښکر فاسټر سټاکر په مشرۍ یو لښکر چې ۲۳۰۰ بریتانوي سرتېري او د بمبيي د شاهي پوځ ۳۴۰۰ هندي سیپایان په کې شامل وو د ۱۸۵۶ کال د ډېسمبر په لومړیو کې په ایران کې پلي شول. چې د بمبيي د معدنچیانو او کان لټونکو انجنیرانو دوه شرکتونه په کې شامل وو. دا دوه شرکتونه په لاندې ډول راغلي: [۹]

  • دویم شرکت، د ټولي مشر سي‌ټي. هېګ په مشرۍ، (د بمبیي انجنیران)
  • څلورم شرکت، د ټولي مشر جې.لې مېژریور (د بمبیي انجنیران)

دا دواړه شرکتونه د ټولي‌مشر ډبلیو آر ډیکنسون (د بمبيي انجنیران) په مشرۍ د بمبيي د معدنچیانو او کان لټونکو سرتېرو د سر مشریز ټولي په ولکه کې وو. لوی دستریز جې. هېل د بمبيي د معدنچیانو کان او لټونکو سرتېرو پخواني قومندان چې پوځ يې ډیکنسون ته سپارلی و، د دغې اکتشافي ډلې د قومندان انجنیر په توګه وګومارل شو. تر اکتشاف وروسته یې یو ځل بیا د بمبيي کان لټونکو سرتېرو قومنداني ترلاسه کړه. توپخانه د بریتانیا د مجوز استازې ډګروال  سینګلر ټرولیان په مشرۍ د بمیيي د توپخانې په قومانده کې وه. [۱۰][۱۱][۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. Mashayekhi, Abdolkarim (1396). "امپراتوري استعماري بريتانيا و رويارويي نظامي ايران و انگليس در آبراه خليجفارس و بندر بوشهر در دورة قاجار" (PDF). فصلنامة تخصصي مطالعات خليجفارس. 3: 42–69. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ نومبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Mashayekhi, Abdolkarim (1396). "امپراتوري استعماري بريتانيا و رويارويي نظامي ايران و انگليس در آبراه خليجفارس و بندر بوشهر در دورة قاجار" (PDF). فصلنامة تخصصي مطالعات خليجفارس. 3: 42–69. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ نومبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "مهر علی خان شجاع الملک | بانک اطلاعات رجال". rijaldb.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ ډيسمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hunt, George Henry; Townsend, George Henry (1858). Outram & Havelock's Persian Campaign. University of Michigan. G. Routledge & co. د کتاب پاڼې 214. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. George Henry Hunt, George Henry Townsend (1858). Outram & Havelock's Persian Campaign. University of Michigan. G. Routledge & co. د کتاب پاڼې 167. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Grant, James (2013). British battles on land and sea. Hardpress Ltd. د کتاب پاڼې 218. OCLC 926956427. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-314-62196-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. George Henry Hunt, George Henry Townsend (1858). Outram & Havelock's Persian Campaign. University of Michigan. G. Routledge & co. د کتاب پاڼې 167. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Sandes, E. W. C. (1948) The Indian Sappers & Miners, p. 128.
  9. Sandes, E. W. C. (1948) The Indian Sappers & Miners, p. 129.
  10. Sandes, E. W. C. (1948) The Indian Sappers & Miners, p. 129.
  11. Bombay Artillery
  12. Sandes, E. W. C. (1948) The Indian Sappers & Miners, p. 128.