د اکس (X) نسل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د X نسل (یا په اختصاري ډول Gen X) یوه ډیموګرافیکي ډله ده چې له بېبې بومرز نسل څخه وروسته او له زرګونو نسل څخه مخکې رامنځته شوی. څېړونکي او نامتو رسنۍ د ۱۹۶۰مې لسیزې له منځه تر پایه د دې نسل د زېږدون پیل کلونو او د ۱۹۷۰مې لسیزې پای څخه د ۱۹۸۰مې لسیزې تر پیله د دې نسل د زېږون پای کلونو په توګه کار اخلي، په داسې حال کې چې دا نسل په ټولیز ډول د ۱۹۶۵م تر ۱۹۸۰م کال زېږېدلو په توګه تعریف کېږي. د هاروارډ پوهنتون وایي هغه کسان چې د ۱۹۶۵م تر ۱۹۸۴م کاله پورې زېږېدلي دي د X نسل په نوم یادېږي. د دې تعریف په رڼا کې او په متحده ایالتونو کې د سرشمېرنې معلوماتو په اساس، تر ۲۰۱۹م کاله پورې، په متحده ایالتونو کې د X نسل ۶۵.۲ میلیونه کسان شتون لري. د X نسل ډېری غړي د خاموش نسل او لومړني بومرز نسل اولاده دي؛ په خپله د X نسل غړي بیا ډېری د زرګونو نسل او Z نسل پلرونه دي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

په ۱۹۷۰مه او ۱۹۸۰مه لسیزو کې، کله چې ټولنیز ارزښتونه د بدلون په حال کې وو، د X نسل ماشومانو ته به کله کله «د قفل او کیلي نسل» نوم هم ورکول کېده ځکه چې که کله به دوی غوښتل د یوه ماشوم په توګه بېرته تش کور ته راوګرځي نو اړتیا وه د دروازې خلاصولو لپاره کیلي وکاروي، ځکه چې په دې نسل کې د پخوانیو نسلونو په پرتله د لویانو نظارت ډېر کم شوی وو. تر هغې چې له کوره بهر په پراخه کچه د ماشومانو ساتنې ګزینې رامنځته کېدې، دا کار د طلاق کچې د او همدارنګه په کاري ځواک کې د میندو د ګډون زیاتوالي لامل شو.

په ۱۹۸۰مه او ۱۹۹۰مه لسیزه کې د نوي ځوانانو او ځوانو لویانو په توګه، د X نسل کسان د «MTV نسل» په توګه (د ویډیویي موسیقي چینل ته اشاره) لقب واخیست، چې کله کله به د تنبل، مغرور او ناکراره کسانو په توګه هم ځانګړي کېدل. د X نسل پر ځوانانو باندې د بې شمېره فرهنګي اغېزو یوه برخه کې د میوزیک ژانرونو پراختیا شامله وه چې په کې د پانک، پسټ پانک او هیوي مټال په څېر ټولنیز – قبیلوي هویتونو شتون درلود، سربېره پر هغو وروستیو ډولونو چې په خپله د X نسل کسانو لخوا جوړ شول (لکه ګرانچ، ګرینډکور او اړوند نور ژانرونه). فیلم، هم د فرانچایز لړیو تولید او هم د خپلواکو فیلمونو وده چې تر یوه حده د ویډیو په واسطه فعالېږي، هم د پام وړ کلتوري اغېز درلود. ویډیویي لوبې څه په تفریحي سالونو کې او څه په لوېدیځو کورونو کې هم د لومړي ځل لپاره د نوي ځوانانو د سرګرمۍ عمده برخه جوړوله. له سیاسي اړخه، د ختیځ بلوک په ډېری هېوادونو کې، د X نسل د کمونیزم وروستۍ ورځې او د سرمایه دارۍ نظام ته د ننه کېدو ورځې د خپلې ځوانۍ یوې برخې په توګه تجربه کړې. د لوېدیځې نړۍ په ډېری هېوادونو کې، د وخت ورته موده د محافظه کارۍ او آزاد بازار اقتصادونو تسلط سره تعریف شوه.

د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې منځني ژوند کې، څېړنو هغوی فعاله، خوشحاله او د کار او ژوند په منځ کې د توازن لاسته راوړلو په حال کې توصیف کوي. دا ډله همدارنګه په پراخه توګه د کار په محیط کې د تشبث او تولیدوونکي په توګه پېژندل شوې ده.

اصطلاح پېژندنه او ریښه پېژنونه[سمول]

د X نسل اصطلاح په بېلابېلو وختونو کې د پردیو ځوانانو د توصیف لپاره کارول شوې ده. د ۱۹۵۰مې لسیزې په لومړیو کې، هنګري عکاس رابرټ کاپا د لومړي ځل لپاره د X نسل نوم د هغو ځوانو سړیو او ښځو د انځورونو مقالې سرلیک لپاره وکاروه چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته سمدستي رالوی شوي وو. دا اصطلاح د لومړي ځل لپاره د ۱۹۵۲م کال په ډسمبر کې په Holiday مجله کې چاپ شوه او هلته یې اعلان وکړ چې د کاپا د انځورونو مقاله به هم خپره کړي.له ۱۹۷۶ تر ۱۹۸۱م کاله پورې، انګلیسي موسیقار، بیلي آیډل، له دې نوم څخه د خپلې پانک راک ډلې د نوم په توګه کار اخیست. آیډل د خپلې ډلې نوم د X نسل کتاب پورې تړلی وو، د ۱۹۶۴م کال کتاب چې د خبریالانو جېن ډیورسون او چارلز هامبلټ لخوا د بریټانیا د ځوانانو د خوښې وړ کلتور په هکله لیکل شوی – چې یوه نسخه یې د آیډل له مور سره هم وه. داسې ښکاري چې له دې اصطلاح څخه داسې کارونه د رابرټ کاپا د انځورونو مقالې سره هیڅ کومه اړیکه نه لري.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

دې اصطلاح په ۱۹۹۱م کال کې (د اکس نسل یانې: د یوه ګړندي شوي کلتور لپاره ځینې نکلونه) ناول څخه وروسته، چې د کاناډایي لیکوال ډاګلاس کوپلنډ لخوا ولیکل شو، خپله معاصره کارونه وموندله. په ۱۹۸۷م کال کې، کوپلنډ د ونکوور په مجله کې د «X نسل» له سرلیک سره یوه ټوټه ولیکله چې دا «هغه تخم وو چې په کتاب بدل شو». کوپلنډ د ۱۹۸۷م کال په مقاله کې او بیاځلې په ۱۹۸۹م کال کې په ویسټا مجله کې د بېلي آیډل X نسل ډلې ته اشاره وکړه. د خپل ناول لپاره په سپارښت شوي کتاب کې کوپلنډ لیکي چې د X نسل «د ۱۹۷۰مې لسیزې په پای کې د بیلي آیډل د اوږدې ناکاره پانک ډلې له نوم څخه اخیستل شوی». په هرحال، په ۱۹۹۵م کال کې کوپلنډ له دې ډلې سره د دې اصطلاح تړاو رد کړ او داسې یې وویل:[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

لکه څنګه چې ډېری کسان اټکل کوي د دې کتاب سرلیک د بېلي آیډل ډلې له نوم څخه ندی اخیستل شوی، بلکې د پال فوسل لخوا د طبقې په نوم لیکل شوي کتاب له وروستي څپرکي څخه اخیستل شوی چې د امریکایي طبقاتي جوړښت په هکله یو په زړه پوری د ټولن‌پوهنې کتاب دی. په خپل وروستني څپرکي کې، فوسل د «X» کټګورۍ خلکو څخه نوم واخیست چې غوښتل یې د موقعیت، پیسو او ټولنیز صعود چې اکثراً مډرن شتون په بر کې نیسي، څخه عبور وکړي.[۲۰][۲۱]

لیکوال ویلیام اسټراوس یادونه وکړه چې په هغه وخت کې چې د کوپلنډ د ۱۹۹۱م ناول خپور شو، د «X» نښه په عامه کلتور کې مخکښ وو، ځکه چې په ۱۹۹۲م کال کې د مالکوم X فلم نندارې ته وړاندې شو او د «X نسل» نوم بلآخره تلپاتې شو. «X» یوه ناپېژندل شوي متغیر یا هغې لېوالتیا ته اشاره لري چې تعریف شوي ندي. د سټراوس همکار نیل هاو، په ځنډ سره د دې ډیموګرافیکې ډلې نومونې ته اشاره وکړه او وې ویل: «د هغوی له زېږېدو څخه وروسته تر ۳۰ کلونو پورې هغوی نوم نه درلود. زه فکر کوم دا یو طبیعي امر دی». له دې د مخه، دا ډله د پوسټ بومرز، بېبي بسټرز (چې په لوېدیځه نړۍ، په ځانګړې توګه په متحده ایالتونو کې، د ماشومانو د ودې وروسته د زېږون کچې ټیټ‌والي ته اشاره کوي)، نوی ورک شوی نسل، د قفل او کیلي ماشومان، د MTV نسل او دیارلسم نسل (د آمریکا خپلواکي راهیسې دیارلسم نسل) په نومونو هم یادېدل.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د نېټې او عمري محدودې تعریفونه[سمول]

د X نسل یوه ډیموګرافیکه ډله ده چې د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د ماشومانو زیاتوالي څخه وروسته رامنځته شوه او د بېبي بومرز ډلې څخه وروسته یو نسلي بدلون څرګندوي. ډېری څېړونکي او ډیموګرافران له هغو نېټو څخه کار اخلي چې په نفوس کې د زېږون (بارورۍ) بڼو سره مطابقت لري. د X نسل لپاره، په متحده ایالتونو کې (او په ټوله کې په لوېدیځه نړۍ کې)، دا دوره هغه وخت پیلېږي چې د زېږون کچه کې د پام وړ کم‌والی رامنځته شوی وو، یانې د ۱۹۵۰مې لسیزې په پای کې په لوړه کچه د ماشومانو د زېږېدو زیاتوالي څخه وروسته، تر هغې چې د ۱۹۷۰مې لسیزې په وروستیو کې بیا پورته شوه او د ۱۹۸۰مې لسیزې په پیل کې له وروستنۍ بیارغونې ته ورسېده.

سرچينې[سمول]

  1. Twenge, Jean (26 January 2018). "How Are Generations Named?". Trend. The Pew Charitable Trusts. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اگسټ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Masnick, George. "DEFINING THE GENERATIONS REDUX". Harvard University. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Gen Xer". Lexico. Oxford Dictionaries. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ فبروري ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Fry, Richard (28 April 2020). "Millennials overtake Baby Boomers as America's largest generation". Pew Research Center. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Strauss, William; Howe, Neil (2000). Millennials Rising: The Next Great Generation. Cartoons by R.J. Matson. New York: Vintage Original. د کتاب پاڼې 54. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0375707193. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Gordinier, Jeff (27 March 2008). X Saves the World: How Generation X Got the Shaft but Can Still Keep Everything from Sucking. Viking Adult. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0670018581. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 18 September 2015 باندې). Move Over, Millennials, Here Comes Generation Z.
  8. Ulrich, John Mcallister; Harris, Andrea L. (2003). GenXegesis: Essays on Alternative Youth (Sub)culture. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780879728625. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Klara, Robert (4 April 2016). "5 Reasons Marketers Have Largely Overlooked Generation X". Adweek. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 1 March 2014 باندې). The original Generation X. BBC News.
  11. 'Punk Rock - An Oral History', by John Robb. P.240. (Pub. P.M. Press, 2012).
  12. "Generation X - A Punk Rock History with Pictures". punk77.co.uk. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Cunningham, Guy Patrick (2015). "Generation X". In Ciment, James (المحرر). Postwar America: An Encyclopedia of Social, Political, Cultural, and Economic History, Volume 2. Routledge. د کتاب پاڼې 596. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-46235-4. The expression was later popularized by the American author Douglas Coupland, who borrowed it for the title of his 1991 novel Generation X: Tales for an Accelerated Culture. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 1 March 2014 باندې). The original Generation X. BBC News.
  15. (په 6 October 2014 باندې). From GIs To Gen Z (Or Is It iGen?): How Generations Get Nicknames. NPR
  16. (په 2 September 2007 باندې). Genesis X. Vancouver Magazine.
  17. (په September 1987 باندې). Generation X. Vancouver Magazine. See original magazine pages 164, 165, 167, 168, 169. The story is continued on p. 194, which was not scanned.
  18. Coupland, Doug. "Generation X". Vista, 1989.
  19. Doody, Christopher (2011). "X-plained: The Production and Reception History of Douglas Coupland's Generation X". Papers of the Bibliographical Society of Canada. 49 (1): 5–34. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په June 1995 باندې). Generation X'd. Details Magazine.
  21. (په 2 September 2007 باندې). Genesis X. Vancouver Magazine.
  22. Klara, Robert (4 April 2016). "5 Reasons Marketers Have Largely Overlooked Generation X". Adweek. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. . Demographic Profile - America's Gen X. MetLife
  24. Coupland, Doug. "Generation X". Vista, 1989.
  25. (په 10 November 1911 باندې). The Shaping of a Shapeless Generation : Does MTV Unify a Group Known Otherwise For its Sheer Diversity?.
  26. Jackson, Ronald L.; Hogg, Michael A. (2010). Encyclopedia of Identity (په انګلیسي ژبه کي). SAGE. د کتاب پاڼې 307. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781412951531. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. II, Ronald L. Jackson; Jackson, Ronald L.; Hogg, Michael A. (29 June 2010). Encyclopedia of Identity (په انګلیسي ژبه کي). SAGE. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781412951531. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)