Jump to content

د اډینګټون تجربه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اډینګټون تجربه د عامه نسبیت اړوند هغه مشاهداتي تجربه وه چې په ۱۹۱۹ زکال کې د بریتانوي ستورپوهانو فرانک واټسون ډایسون او آرتور سټنلي اډینګټون له خوا ترسره شوه. دغه مشاهده د ۱۹۱۹ زکال د مۍ په ۲۹مه نېټه په بشپړه توګه کسوف ته اړوند وه چې د دوه اکتشافي ډلو په واسطه، یو د افریقا په لویدیځ کې له پرنسیپ جزیرې او بل هم د برازیل له سوبرال ښار څخه ترسره شوه. د دغې اکتشافي چارې موخه دا وه چې د لمر په خوا کې د تېرېدونکي ستوري د نور جاذبوي انحراف ومومي. د دغه انحراف د کچې پخلی البرټ انشټین په خپله یوه مقاله کې کړی و چې په ۱۹۱۱ زکال کې یې لیکلې وه. له دې سره، دغه لومړنۍ وړاندوینه سمه نه وه، ځکه چې د عام نسبیت د نظریې پر بنسټ ناقصه وه. انشټین وروسته بیا په ۱۹۱۵ زکال کې د خپلې دغې نظریې په تصحېح کولو او همدارنګه د کارل شوارتزشیلډ په واسطه د خپلو معادلو د ځواب په ترلاسه کولو سره خپله وړاندوینه بېرته اصلاح کړه. د اکتشافي ډلو له بېرته راګرځېدن وروسته د هغه د چارو پایلې د اډینګټون له خوا د لندن سلطنتي ټولنې ته وړاندې شوې او له ډېرو لږ سلا مشورو وروسته ومنل شوې. په ورځپاڼو کې د دغې چارې د نتایجو پراخه پوښښ لامل وګرځېد انشټین او د هغه نظریات نړیوال شهرت ومومي. [۱][۲]

مخینه

[سمول]

د نور د جاذبوي انحراف لومړني ملاحظات په ۱۸۰۱ زکال کې خپاره شول، هغه مهال چې یوهان ګئورګ فون سولډنر اشاره وکړه چې نیوټني جاذبه وړاندوینه کوي، له یو لوی جسم څخه د تېرېدو په حالت کې د یو ستوري نور انحراف کوي. دغه انحراف په پیل کې انشټین په خپله هغه مقاله کې غلط محاسبه کړی و چې په ۱۹۱۱ زکال کې خپره شوه ځکه چې د انحراف دغه کچه یې له نیوټني کچې سره برابره بللې وه، یعنی دا چې ۰.۸۳ ثانیې قوس د هغه ستوري لپاره چې د جاذبې د نشتون په حالت کې د لمر مخې ته ځای ولري.

د ۱۹۱۱ زکال په اکتوبر میاشت کې د انشټین د هڅونې په موخه، جرمني ستورپوه اروین فروندلیخ د لمرنیونې یا کسوف له متخصص چارلز ډي پرین سره په برلین کې اړیکه ونیوله څو د انشټین د نوري انحراف د وړاندوینې د اثبات په موخه له لمرنیونې څخه د هغه د اخیستل شوو انځورونو د مناسب والي پوښتنه وکړي. پرین په کورډوبا کې د ارجنټاین د ملي رصدخانې مدیر و او د ۱۹۰۰، ۱۹۰۱، ۱۹۰۵ او ۱۹۰۸ زکلونو پر مهال په لیک رصد خانه کې و، ده د کسوف یا لمرنیونې په څلورو اکتشافي سفرونو کې ونډه لرله. هغه باور نه درلود چې د لمر نیونې څخه اخیستل شوي انځورونه دې ګټمن وي.

په ۱۹۱۲ زکال کې فروندلیچ غوښتنه وکړه چې که چېرې پرین د برازیل په رصدخانه کې د ۱۹۱۲ زکال د اکتوبر د ۱۰مې نېټې په لمرنیونه کې د نور د انحراف مشاهدات د خپل پروګرام برخه وګرځوي غوره به وي. دغه مهال ډبلیو. ډبلیو کېمپبل جې د لیک رصدخانې مدیر و او د سیمابو لرونکي د کمرې لېنزونه یې پرین ته امانت ورکړل. پرین او د کورډوبا ډله د کسوف د اکتشاف په برخه کې یوازنۍ ډله وه چې د نوري انحراف د لیدو په موخه یې ځانګړي تخصصي تجهیزات چمتو کړل. په خواشینۍ سره چې ټول اکتشاف کوونکي له شدیدو بارانونو څخه په خپلو چارو کې په تنګ راغلي و ځکه چې هغو د هر ډول مشاهدې مخه نیوله. له دې سره پرین لومړنی ستورپوه و چې د نور د انحراف اړوند یې د انشټین د وړاندوینې د ازمیښت په موخه تخصصی هڅه ترسره کړه. اډینګټون برازیل ته په یو بریتانوي اکتشافي سفر کې ولاړ څو د ۱۹۱۲ زکال د کسوف په مشاهده کې ونډه ولري، خو هغه له بېلابېلو نورو اندازه ګیریو سره لیوالتیا لرله. اډینګټون او پرین څو ورځې په برازیل کې تېرې کړې او کېدای شي د خپلو مشاهداتي پروګرامونو له دې ډلې یې د انشټین له خوا د نوري انحراف د وړاندوینې اړوند خبرې کړې وي. [۳]

په ۱۹۱۴ زکال کې د ارجنټاین، جرمني او متحده ایالاتو څخه د کسوف اړوند درې متخصصین ژمن شول څو د نور د انحراف اړوند د انیشټین نظریه وازمايي. دغه درې مدیران د برلین له رصد خانې څخه اروین فینلي- فریندولیچ، امریکايي ستور پوه ویلیام والاس کېمپبل او په کوردوبا کې د ارجنټاین د ملي رصد خانې مدیر چارلز ډي پرین وو. دغه درې پوهان د روسیې په سترواکۍ کې کریمیه ته ولاړل څو د اګست د ۲۱مې نېټې کسوف وګوري. ورته مهال د همدغه کال د جولای میاشتې په لومړیو کې لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه او جرمني هم د اګست په لومړۍ نېټه د روسیې سره د جګړې اعلان وکړ. جرمني ستورپوهان اړ شول خپل هېواد ته راوګرځي او هغه چې پاتې شول د روسانو له خوا ونیول شول. په داسې حال کې چې امریکايي او ارجنټایني ستورپوهان وه نه نیول شول، خو ورېځې د کسوف پر مهال د واضحو مشاهداتو مانع وګرځېدې. د پرین له خوا اخیستل شوي انځورونه په داسې حال کې چې د انشټین د وړاندوینې د اثبات په موخه کافي نه و، خو لومړني هغه انځورونه و چې د نوري انحراف د وړاندوینې د ازمیښت په موخه اخیستل شوي وو. [۴][۵]

په ۱۹۱۱ زکال کې د انشټین له خوا په لیکل شوې مقاله کې د لمر مخې ته د ستوري د رڼا انحراف د ۰.۸۳ ثانیې قوس په اندازه پخلی شوی و او ستورپوهان یې وهڅول څو دغه وړاندوینه د کسوف پر مهال لمر ته د نږدې ستورو په مشاهده کولو وازمايي. انشټین ښه چانس درلود ځکه په ۱۹۱۲ زکال کې د پرین د مشاهداتو او په ۱۹۱۴ زکال کې د فروندلیچ او کېمپبل د مشاهداتو پایلې د هوا د خرابوالي له امله کومه سمه پایله ورنکړه. ورته مهال انشټین دغه وړاندوینه په ۱۹۱۵ زکال کې د عام نسبیت په توګه اصلاح کړه او د هغو کچه یې تر ۱.۷۵ ثانیې قوس پورې وښووله. انشټین او وروسته نورو ستورپوهانو بیا د دغې اصلاح څخه ګټنه وکړه. [۶][۷][۸]

د عامه نسبیت سره د اډینګټون لیوالتیا د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال په ۱۹۱۶ زکال کې پیل شوه، هغه مهال چې ده د انشټین مقالې ولوستې (په ۱۹۱۵ زکال کې په برلین کې خپرې شوې)، هغه مقالې چې د بې پلوه هالنډي فیزیک پوه ویلیام ډي سیټر له خوا په بریتانیا کې د ستورپوهنې سلطنتي ټولنې ته ولېږل شوې. اډینګټون وروسته وویل چې دی هغه مهال یو له هغو محدود شمېر کسانو څخه و چې دغه نظریه یې درک کړې وه، د هغو په اهمیت پوهېده او بیا یې په ۱۹۱۶ زکال کې د بریتانیا په سلطنتي ټولنه کې د یوې غونډې پر مهال د هغو د نسبیت اړوند وینا وکړه. هغه د کسوف پر مهال د نوري انحراف د مشاهدې په څېر د بېلابېلو کړنلارو پر مټ د دغې نظریې د ازمیښت پر اهمیت ټینګار وکړ چې له همدې امله سلطنتي ستورپوه، فرانک واټسون ډایسون د ۱۹۱۹ زکال د مۍ میاشتې د کسوف د مشاهدې لپاره د پلانونو په جوړولو پیل وکړ چې په ځانګړي ډول د دغه ډول ازمیښتونو لپاره مناسب و. اډینګټون همدارنګه د عامه نسبیت اړوند یو لوی راپور د فیزیکي ټولنې لپاره ولیکه چې د جاذبې د نسبیتي تیوري د راپور تر عنوان لاندې خپور شو (۱۹۱۸ زکال). اډینګټون همدارنګه په کمبرېج پوهنتون کې، چېرې چې له ۱۹۱۳ زکال راوروسته د ستورپوهنې ښوونکی و، د نسبیت اړوند لکچرونه ورکړل.

په ۱۹۱۷ زکال کې په بریتانیا کې د جګړې لپاره د اجباري استخدام چاره پیل شوه. اډینګټون دغه مهال ۳۴ کاله عمر درلود او پوځ ته دتګ په شرایطو برابر و، خو پوهنتون یې هغه ته د ملي ګټو په موخه له دغې چارې څخه معافیت واخیست. دغه معافیت بیا وروسته د جګړې د وزارت له خوا واروزل شو او د ۱۹۱۸ زکال د جون او جولای میاشتې په ناستو کې وویل شول چې هغه له جګړې سره د خپلو مذهبي باورونو له امله مخالف دی ځکه چې کواکر و. په وروستۍ غونډه کې سلطنتي ستورپوه فرانک واټسون ډایسون د هغه له معافیت څخه ملاتړ وکړ او اډینګټون ته یې وړاندیز وکړ چې د راتلونکي کال په مۍ میاشت کې د بشپړ کسوف د لیدو په موخه اکتشافي سفر ترسره کړي. د اېستناف پلاوي د هغه معافیت ۱۲ میاشتې نور هم اوږد کړ څو دغه چاره په سمه توګه ترسره کړي. په داسې حال کې چې دغه زیاتوالی په نومبر میاشت کې د اوربند په لاسلیک کېدو او د جګړې په پای ته رسېدو یوځل بیا تر بحث لاندې ونیول شو، خو د هغه اکتشافي سفر د پلان له مخې مخته ولاړ. [۹]

سرچينې

[سمول]
  1. Earman, John; Glymour, Clark (1980). "Relativity and eclipses: the British eclipse expeditions of 1919 and their predecessors" (PDF). Historical Studies in the Physical Sciences. 11 (1): 49–85. doi:10.2307/27757471. JSTOR 27757471.
  2. Dyson, F. W.; Eddington, A. S.; Davidson, C. (1920). "A Determination of the Deflection of Light by the Sun's Gravitational Field, from Observations Made at the Total Eclipse of May 29, 1919". Philosophical Transactions of the Royal Society A: Mathematical, Physical and Engineering Sciences. 220 (571–581): 291–333. Bibcode:1920RSPTA.220..291D. doi:10.1098/rsta.1920.0009.
  3. Perrine, Charles D. (1923). "Contribution to the history of attempts to test the theory of relativity by means of astronomical observations". Astronomische Nachrichten. 219 (17): 281–284. Bibcode:1923AN....219..281P. doi:10.1002/asna.19232191706. بياځلي په 2 November 2021.
  4. Perrine, Charles D. (1923). "Contribution to the history of attempts to test the theory of relativity by means of astronomical observations". Astronomische Nachrichten. 219 (17): 281–284. Bibcode:1923AN....219..281P. doi:10.1002/asna.19232191706. بياځلي په 2 November 2021.
  5. Campbell & Curtis (1914). "The Lick Observatory-Crocker Eclipse Expedition to Brovarý, Russia". Publications of the Astronomical Society of the Pacific. 26 (156): 225–237. Bibcode:1914PASP...26..225C. doi:10.1086/122351. S2CID 120712519.
  6. Earman, John; Glymour, Clark (1980). "Relativity and eclipses: the British eclipse expeditions of 1919 and their predecessors" (PDF). Historical Studies in the Physical Sciences. 11 (1): 49–85. doi:10.2307/27757471. JSTOR 27757471.
  7. Burgess, A. (11 August 2017). "The 1922 Eclipse Adventure That Sought to Confirm the Theory of Relativity", Atlas Obscura. Retrieved 2 November 2020.
  8. Einstein, A. (1911). "On the Influence of Gravitation on the Propagation of Light". Annalen der Physik. 35 (10): 898–908. Bibcode:1911AnP...340..898E. doi:10.1002/andp.19113401005.
  9. Einstein, A. (1911). "On the Influence of Gravitation on the Propagation of Light". Annalen der Physik. 35 (10): 898–908. Bibcode:1911AnP...340..898E. doi:10.1002/andp.19113401005.