د اډوارډین دوره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بریتانیا د تاریخ د اډوارډین یا اډوارډایي دوره د اووم اډوارډ د سلطنت دورې پورې اړوند وه، چې له ۱۹۰۱ نه تر ۱۹۱۰ز کال پورې یې دوام وکړ او کله وخت داسې هم ویل کېږي، چې د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پیل پورې یې دوام وکړ. د ۱۹۰۱ز کال په جنوري کې د ملکې ویکتوریا مړینه د ویکتوریا د دورې پای و، د هغې زوی او ځایناستی یې اووم اډوارډ تر دې مخکې د هغو شیک پوشه اشرافو او نخبه ګانو مشر او رهبر و، چې د اروپا له موډ او فېشن نه اغېزمن سبک یې جوړ کړی و. سامويل هاینس د اډوارډین دوره د «د فرصتونو او هوساینې دوره بولي، چې ښځو په دې دوره کې انځوریزې خولۍ پر سر کولې او رایه یې نه ورکوله، شتمن او بډایه خلک به له دې نه شرمېدل چې ساده او عادي ژوند وکړي او لمر به هېڅکله د بریتانیا تر بیرغ لاندې واکمنۍ کې غروب نه کاوه». [۱]

لیبرالیان په ۱۹۰۶ز کال کې بېرته واک ته ورسېدل او د پام وړ اصلاحات یې رامنځته کړل. د لوړې طبقې د حکومت په دوره کې د ټولنې د هغو ټیټو برخو د سیاست په برخه کې د پام وړ بدلونونه لیدل کېدل، چې تر ډېره له واک او قدرت نه لرې پاتې شوي وو، لکه کارګران، خدمتکاران او د صنعتي برخې د کارګرانو طبقه. دغه راز ښځو هم په سیاست کې لا ډېر سهم درلودل پیل کړل.[۲]

د اډوارډین دوره د بریتانیا د تاریخ وروستۍ دوره وه، چې د پادشاه په نامه ونومول شوه، تر دې وروسته د پنځم جورج او شپږم جورج نورې پادشاهۍ یا سلطنتونه د جورجین دورې په نامه نه یادېږي، بلکې دا نوم د اتلسمې پېړۍ اړوند پادشاهانو دورې ته ساتل شوی دی. په همدې توګه د الیزابیت دوره یوازې د شپاړسمې پېړۍ ملکې یعنې لومړۍ الیزابیت پورې اړوند ده او اوسنۍ الیزابیت لپاره نه ده یاده شوې.

پوهېدنه[سمول]

د اډوارډین دوره کله وخت د یوې مینه ناکې طلایي دورې په توګه ښودل کېږي، چې د پسرلي اوږدې لمرینې ورځې، لویې او باغي میلمستیاوې او داسې لمر کې ډوبه دوره چې هېڅکله يې د بریتانیا په سترواکۍ کې غروب ونه کړ. دا لیدلوری په ۱۹۲۰ لسیزه او تر هغه وروسته د هغو کسانو پرمټ رامنځته شو، چې اډوارډي دوره یې له نوستالژۍ سره یادوله او د خپل ماشومتوب د دورې یادونه یې کوله، چې په جګړو کې رالوی شول. همدارنګه د اډوارډین دوره له جګړې نه مخکې د ویکتوریا د دورې د لویو لاسته راوړنو د متوسطې دورې د خوندونو په توګه بلل کېده.[۳][۴]

وروستۍ ارزونې د شتمنو او نیستمنو خلکو تر منځ پر لویو توپیرونو باندې ټینګار کوي، چې په دې دوره کې موجود وو، همدارنګه دا دوره په سیاسي او ټولنیز ژوند کې د لویو بدلونونو په توګه توصیفوي. د لارنس جېمز په نامه تاریخ لیکونکي داسې استدلال کړی، چې مشرانو او رهبرانو به تر ډېره د خپلو رقیبو او سیالو قدرتونو لکه آلمان، روسیې او د متحده ایالاتو له لوري د خطرونو احساس کاوه. سره له دې د ۱۹۱۴ز کال په مني موسم کې په ناڅاپي توګه د لومړۍ نړیوالې جګړې رامنځته کېدل تر ډېره په غیر منتظره او بې خبره توګه وه، خو یوازې د سمندریز سلطنتي ځواک لپاره نوې خبره نه وه، ځکه په پوره توګه د جګړې لپاره چمتو شوی و. [۵][۶][۷]

سیاست[سمول]

په کارګره طبقه کې مخ پر ودې سیاسي پوهه موجود وه، چې د کارګرۍ اړوندو اتحادیو، د کارګرۍ خوځښتونو او د غوره کاري فرصتونو لپاره د غوښتنو د زیاتوالي لامل شوه، خو اشرافو بیاهم د لوړو دولتي ادارو کنټرول او واک په خپل لاس کې درلود. [۸]

محافظه کار ګوند[سمول]

محافظه کاران له ۱۸۹۰ز لسیزې نه تر ۱۹۰۶ز پورې غالب او واکمن سیاسي ګوند و، چې په هغه وخت کې د «اتحادیو» په نامه یادېدل. دغه ګوند ډېر د پیاوړتیا او قوت ټکي درلودل، چې د هغو رایه ورکوونکو لپاره په زړه پورې و، چې د امپریالیزم، تعرفو، د انګلستان د کلیسا، ځواکمن سمندریز ځواک او په ټولنه کې د دودیزو سلسله مراتبو پلويان او ملاتړي وو. د انګلستان د کلیساوو پر قوي ملاتړ او نظامي ګټو سربېره د انګلستان د اطرافونو یا کلیوالو سیمو یو شمېر ځمکې لرونکو اشرافو او مشرانو په منځ کې د رهبرۍ او مشرۍ یو پیاوړی جوهر او اساس موجود و. مؤرخینو د ټاکنو له پایلو نه په ګټې اخیستنې سره هڅه کړې ترڅو دا وښیي، چې محافظه کارانو د کارګرې طبقې په اړوندو سیمو کې په حیرانوونکې بڼه او ښه توګه کار او فعالیت کړی دی. همدارنګه مؤرخینو په لویو ښارونو کې د کارګرې طبقې دودیزو یا عنعنوي انګلیسانو د شتمنۍ اړوند غوره عنصر ته هم لېوالتیا درلوده. [۹][۱۰][۱۱]

په اطرافي یا کلیوالو سیمو کې مرکزي ملي ادارې له مسافرتي تنخوا غوښتونکو ویناوالو نه کار واخیست او له رسالو، پوسټرونو او په تېره بیا د څراغ اړوندو سلایدونو نه یې هم کار واخیست، دې چارې له کلیوالو رایه ورکوونکو او په تېره بیا د کرنې له اړوندو کارګرانو سره د ګټورې او اغېزمنې اړیکې وړتیا لرله، چې په همدې وختونو کې یې د رایې ورکولو حق ترلاسه کړی و. د شلمې پېړۍ په لومړیو کلونو کې محافظه کاره دولت له آرتور بالفور سره د لومړي وزیر په توګه د بهرني سیاست، دفاع او ښوونې او روزنې په برخه کې بېلابېلې بریاوې تر لاسه کړې او دغه راز د ایرلند د کرایي یا سوداګریزو بزګرانو لپاره یې د الکول د جواز ورکولو او د ځمکې د مالکیت د مسایلو لپاره یې ځینې حللارې ترلاسه کړې. [۱۲][۱۳]

سره له دې کمزورۍ او نیمګړتیاوې د راټولېدو په حال کې وې او په ۱۹۰۶ز کال کې دومره ډېرې وې، چې ګوند ایله تر ۱۹۲۲ز کال پورې په دې وتوانېد ترڅو بېرته خپل بشپړ واک ته راوګرځي. د «تعرفو اصلاح»  (پر ټولو وارداتو باندې د مالیاتو یا تعرفې وضع کول) په برخه کې یو لوی درز موجود و، چې زیاتره خپلواک سوداګر یې د لیبرالي کمپ په لور یوړل. د تعرفو اصلاحات یو ډول بایلونکې موضوع وه، چې محافظه کاره رهبري په نه توضیح کېدونکې توګه ورسره تړلې وه.[۱۴][۱۵]

د لوړې کارګرې طبقې او منځنۍ طبقې په برخه کې د محافظه کارانو ملاتړ کمزوری شوی و او د روڼ اندو تر منځ یو ډول ناهیلي رامنځته شوې وه. د ۱۹۰۶ز کال عمومې ټولټاکنې د لیبرالي ګوند لپاره یوه په زړه پورې بریا وه، چې د ټولو رایو اړوند سهم یعنې ۲۵٪ یې و، حال دا چې د محافظه کار ټولې رایې ثابتې وې. [۱۶]

د کارګر ګوند[سمول]

د کارګر ګوند له ۱۸۹۰ز کال نه وروسته د کارګرۍ اتحادیې له غورځنګ نه راووت، چې په ډېر سرعت سره د ودې په حال کې و. یاد ګوند په ۱۹۰۳ز کال کې له لیبرالانو سره د ګلادستون – مک دونالد تړون لاسلیک کړ، چې په ټاکنو کې د یو پراخ حزبي ملاتړ امکان او دغه راز په ولسي جرګه یا پارلمان کې د کارګرانو د یوې کوچنۍ ډلې د رامنځته کېدو امکان یې برابر کړ. دا تر ۱۹۲۰ز لسیزې پورې یو لنډمهالی ترتیب و. د کارګر ګوند په مناسبه کچه پیاوړی و، هغه د دې لپاره، چې وکولای شي په یوازې توګه فعالیت وکړي او لیبرالان په دې وخت کې له یو ډول نه بدلېدونکي زوال او ختمېدو سره مخ وو. په کارګره طبقه کې ظریفو ټولنیزو بدلونونو یو ځوان نسل تولید کړ، چې غوښتل یې، تر څو په خپلواکه توګه عمل وکړي. [۱۷]

مایکل چایلدز وایي، چې ځوان نسل د لیبرالي سیاسي سبکونو په پرتله د کارګر ګوند غوره بللو لپاره ځینې دلایل درلودل؛ لکه یو شمېر ټولنیز لاملونه لکه لومړنۍ سیکولرې زده‌ کړې (د اختلافي ښوونځیو له له منځه وړونکي رول سره، چې لیبرالي لیدلوري یې تلقین کاوه) وې. «نوې اتحادیه ګرایۍ» له ۱۸۹۰ز نه وروسته نا مسلکي کارکوونکي په هغه غورځنګ کې ښکېل کړل، چې تر دې دمخه د مسلکي کارګرانو په واک کې وو او دغه راز نوي تفریحي فعالیتونه په تېره بیا د موسیقۍ او لوبو تالارونو، ځوانان ډېر بوخت کړل او په ورته وخت کې یې د لیبرالي رایه ورکونکو مخکینی نسل په شا وتمباوه.[۱۷][۱۸]

د لیبرال ګوند[سمول]

د لیبرال ګوند په ۱۹۰۶ز کال کې واحد ایډیولوژیکي بنسټ نه درلود، دغه ګوند د امپریالیستانو او د بویریانو د ملاتړو په څېر بېلابېلې متضاده او دښمنې ډلې لرلې، چې سوسیالیستانو او د لایسزفر کلاسیکو لیبرالانو ته نږدې وې. د رایې ورکولو حق او د ښځو د رایې ورکولو د حق مخالفین، د جګړې ضد عناصر، له فرانسې نه د پوځي اتحاد ملاتړي، غیر متقابله مخالفین، له انګلیسي حلقې نه وتلي پروتستانیان ټول هغه پیاوړي عناصر وو، چې د زده ‌کړو او مالیاتو په برخه کې ځانګړې شوې کلیسا سره د مخالفت لپاره وقف شوي وو. په دې توګه مخالفین ورځ تر بلې د خپلو ملاتړو د له لاسه ورکولو په حال کې و، او له ۱۹۰۰ز کال نه وروسته یې د حزب په چارو کې لا کم او کمېدونکی رول ولوباوه. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

همدارنګه په دې ګوند کې رومي کاتولیکیان هم وو، لکه د کاتولیک پیاوړی روڼ اندی مشر هیلر بلوک، چې د ۱۹۰۶ او ۱۹۱۰ز کلونو په لړ کې د لیبرال د استازي په توګه وټاکل شو. هغوی د کارګرۍ غورځنګ اړوند سیکولران هم درلودل. د منځنۍ طبقې سوداګریزه، مسلکي او روڼ اندې ټولنې عموماً اصلي مرکزونه ول، که څه هم یو شمېر لرغونو اشرافي کورنیو هم په کې مهمه ونډه لرله.[۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. "Manor House. Edwardian Life | PBS". www.pbs.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Roy Hattersley, The Edwardians (2004).
  3. J. B. Priestley The Edwardians (1970), pp. 55–56, 288–290.
  4. Battiscombe, Georgina (1969). Queen Alexandra. London: Constable. د کتاب پاڼې 217. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-09-456560-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Roy Hattersley, The Edwardians (2004).
  6. G. R. Searle, A New England?: peace and war, 1886–1918 (Oxford UP, 2004)
  7. James, Lawrence (1994). The Rise and Fall of the British Empire. Little, Brown and Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-349-10667-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. David Brooks, The age of upheaval: Edwardian politics, 1899–1914 (Manchester University Press, 1995).
  9. Jon Lawrence, "Class and gender in the making of urban Toryism, 1880–1914." English Historical Review 108.428 (1993): 629–652.
  10. Matthew Roberts, "Popular Conservatism in Britain, 1832–1914." Parliamentary History 26.3 (2007): 387–410.
  11. Marc Brodie, "Voting in the Victorian and Edwardian East End of London." Parliamentary History 23.2 (2004): 225–248.
  12. Kathryn Rix, "'Go Out into the Highways and the Hedges': The Diary of Michael Sykes, Conservative Political Lecturer, 1895 and 1907–8." Parliamentary History 20#2 (2001): 209–231.
  13. Robert Blake, The Conservative Party: from Peel to Major(2nd ed. 1985) pp 174–75
  14. David Dutton, "Unionist Politics and the aftermath of the General Election of 1906: A Reassessment." Historical Journal 22#4 (1979): 861–876.
  15. Andrew S. Thompson, "Tariff reform: an imperial strategy, 1903–1913." Historical Journal 40#4 (1997): 1033–1054.
  16. Blake, The Conservative Party: from Peel to Major(1985) pp 175–89
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Michael Childs, "Labour Grows Up: The Electoral System, Political Generations, and British Politics 1890–1929." Twentieth Century British History 6#2 (1995): 123–144.
  18. G.R. Searle, A new England?: peace and war, 1886–1918 (2004), pp 185–87.
  19. Ian Packer, "The great Liberal landslide: the 1906 General Election in perspective." Historian 89#1 (2006): 8–16.
  20. Martin Pugh, Votes for women in Britain 1867–1928 (1994)
  21. John W. Auld, "The Liberal Pro-Boers." Journal of British Studies 14#2 (1975): 78–101.
  22. Nabil M. Kaylani, "Liberal Politics and British-Foreign-Office 1906-1912-Overview." International Review of History and Political Science 12.3 (1975): 17–48.
  23. Glaser, John F. (1958). "English Nonconformity and the Decline of Liberalism". The American Historical Review. 63 (2): 352–363. doi:10.2307/1849549. JSTOR 1849549. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. R. C. K. Ensor, England 1870–1914 (1936) pp 384–420.
  25. George Dangerfield, The Strange Death of Liberal England (1935) online
  26. Kenneth Rose, King George V (1984) pp 113, 121; Ensor. p. 430.