د اچ‌آی‌وي واکسین جوړونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د اچ‌آی‌وي واکسین یو غښتلی واکسین چې کېدای شي یو وقایوي او یا هم معالجوي واکسین وي، په‌دې معنی چې د دغه واکسین له‌لارې به یا اچ‌آی‌وي ته د وګړو له اخته کېدو څخه مخنیوی او یا هم په اچ‌آی‌وي اخته وګړو درملنه به وشي.

ګومان کېږي چې د اچ‌آی‌وي یو واکسین به د اچ‌آی‌وي پر وړاندې یو معافیتي غبرګون رامنځ‌ته کړي (د فعال واکسیناسیون تګلاره) یا هم د اچ‌آی‌وي پر وړاندې د مخکې دمخه جوړ شوي انټي‌بادي ولري (د غیرفعال واکسیناسیون تګلاره).[۱]

د واکسین دوه فعاله بڼې، چې د RV 144 او Imbokodo په ازمایښتونو کې مطالعه شوې، وښودله چې په ځینو وګړو کې له اچ‌آی‌وي څخه مخنیوی کولای شي.

سره له‌دې، ساتنه په نسبي توګه، لږشمېر وګړو کې وه او اوږدمهاله نه‌وه. له همدې امله، لا تراوسه د اچ‌آی‌وي هېڅ کوم جواز لرونکی واکسین بازار ته راوتلی نه‌دی.

د اچ‌آی‌وي واکسین جوړولو اړوند ستونزې[سمول]

په ۱۹۸۴ز کې، وروسته له‌دې چې د اچ‌آی‌وي له‌امله د اېډز رامنځ‌ته کېدل تایید شوه، د متحده ایالاتو د روغتیا او انساني خدمتونو وزیرې «مارګرېټ هېکلر» خبر ورکړ چې، واکسین به یې د دوو کلونو په ترڅ کې وړاندې شي. سره له‌دې، د ویروسې لفافې پروټینونو د پېژندلو لپاره د اکتسابي معافیتي سیسټم تحریک کول په اچ‌آی‌وي له اخته کېدو څخه مخنیوي ونه‌کړای شو. [۲]

د ګڼ‌شمېر لاملونو له‌مخې، د اچ‌آی‌وي واکسین جوړول له نورو کلاسیکو واکسینونو څخه توپير لري:[۳]

  • څرنګه چې له عفونت څخه روغ شویو وګړو کې تر سترګو کېږي، کلاسیک واکسینونه د بیاعفوني کېدو پر وړاندې له طبیعي معافیت څخه تقلید کوي؛ په تقریبي ډول، په اېډز اخته هېڅ ناروغ روغتیا موندلې نه‌ده.
  • ډېري واکسینونه د ناروغۍ پر وړاندې ساتنه کوي، نه د عفونت پر وړاندې؛ د اچ‌آی‌وي عفونت مخکې له‌دې چې د اېډز لامل وګرځي، کېدای شي د ډېرې مودې لپاره پټ پاتې شي.
  • ډېري اغېزناک واکسینونه بشپړ مړه او یا هم ضعیف کړل شوي ژوندي اورګانیزمونه دي؛ بشپړ مړه HIV-1 انتیجن‌والی ساتلای نه‌شي او د ژوندي ضعیف شوي ویروس روغتیایي ستونزې راولاړوي.

د اچ‌آی‌وي جوړښت[سمول]

د ویروسي لفافې اپیتوپونه له ګڼ‌شمېر نورو ویروسونو څخه ډېر توپیر لري. سربېره پر دې، د gp120 پروټین اپیتوپونه، چې د کارکړنې له‌مخې خورا مهم دي، د گلایکوزیلېشن، تریمریزېشن او د اخېستونکي له‌خوا رامنځ‌ته شویو جوړښتي بدلونونو پر مټ پوښول شوي دي، چې د خنثی کوونکو انټي‌بادي‌ګانو له‌لارې یې بندول ستونزمن شوي دي.

د پخوانیو جوړ شویو واکسینونو نااغېزمنتیا په لومړي سر کې له دوو اړوندو لاملونو څخه راولاړه شوې ده:

  • لومړی دا چې، د اچ‌آی‌وي بڼه په لوړه کچه بدلون موندونکې ده. د معافیتي سیسټم له‌خوا تحمیل شویو انتخابي فشارونو ته د چټک غبرګون ښودلو لپاره د ویروس د وړتیا له‌امله، په یوه اخته وګړي کې د وېروس ګڼ‌والی، په ټولیزه توګه، وده کوي ترڅو د اکتسابي معافیتي سیسټم له دوو لویو مټو څخه وتښي؛ هومورل (د انټي‌بادې له‌لارې عمل کوونکی) او حجروي (د T حجرو له‌لارې عمل کوونکی) معافیت.
  • دوه‌یم دا چې، د اچ‌آی‌وي جلا شوې بڼې، په خپله، زیات بدلون مومي. اچ‌آی‌وي په څوګونو فرعي ډولونو باندې وېشلای شو چې د ترمنځ یې خورا زیات جنتیکي توپيرونه شتون ولري. نو له‌دې امله، د هر ډول جوړېدونکي واکسین رامنځ‌ته شوی معافیتي غبرګون باید په بشپړه توګه پراخ وي او په‌کې دغه تنوع او توپیرونه په پام کې نیول شوي وي. هر یوه واکسین کې چې دغه پراخوالی په پام کې نیول شوي نه‌وي، د اغېزمنتیا احتمال یې ډېر لږ دی.

د یوه باوري انټي‌بادي د غبرګون تحریک کولو اړوند ستونزې له‌امله هڅې شوې دي ترڅو یو واکسین جوړ شي چې د سایتوتوکزیک د T لمفوسایتونو پر مټ غبرګون تحریک کوي.[۴][۵]

دغې ننګونې ته د حل بله لاره د یوه واحد پېپتاید جوړول دي چې د اچ‌آی‌وي ټولو پېژندل شویو بڼو تر ټولو لږ بدلون موندونکې برخې په‌کې په‌پام کې نیول شوې دي.[۶]

حیواني موډل[سمول]

د اچ‌آی‌وي واکسین د څېړنو لپاره حیواني موډل، په عموم ډول، بیزو دی، او په ځانګړې توګه د مکاک جنس. د څېړنیزو موخو لپاره کېدای شي بیزوګان په SIV یا کیمریک SHIV ککړ کړل شي. سره له‌دې، د واکسیناسیون له‌لارې د خنثی کوونکو انټي‌بادي‌ګانو القا کولو اثبات شوې حل‌لاره، د اچ‌آی‌وي د لومړنۍ هېترولوګي جلا شویو بڼو د خنثی کوونکو انټي‌بادي‌ګانو په تحریک کولو کې د ګڼ‌شمېر ستونزو د شتون له‌امله، په ټپه ولاړه ده. د ویروس لفافې پر بنسټ ځیني واکسینونه، د هومولوګ ویروس له ننګونې څخه د شامپانزو یا مکاکو ساتنه کوي، خو په کلینیکي ازمایښتونو کې، د ورته جوړښتونو له‌لارې معافیت موندونکي انسانان بیا هم په HIV-1 اخته شوي دي.[۷][۸][۹][۱۰]

اقتصادي اړخونه[سمول]

د «اچ‌آی‌وي واکسینونو او مېکروب‌وژونکو د سرچینو موندلو کاري ډلې» د ۲۰۱۲ز کال د جولای میاشت راپور له‌مخې، په ۲۰۱۱ز کې د اچ‌آی‌وي واکسین اړوند څېړنو لپاره کابو ۸۴۵ میلیونه امریکایي ډالره پانګونه شوې وه.[۱۱]

د اچ‌آی‌وي واکسین د جوړولو اقتصادي مسایلو کې یو هم دغه اړتیا ده چې مخکې دمخه یې د پېرودلو ژمنتیا (یا په بازار کې مخکې دمخه خرڅلاو ژمنتیاوې) شتون ولري، ځکه چې د واکسین له جوړېدلو وروسته، دولتونه او غیردولتي سازمانونه کېدای شي د واکسین بیه تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته کړي.[۱۲]

د احتمالي واکسینونو ډلبندي[سمول]

له تیوریکي اړخه، د اچ‌آی‌وي هر احتمالي واکسین باید د اچ‌آی‌وي ویروسي تکثیري دوران ودروي. د یوه واکسین هدفونه د اچ‌آی‌وي ویروسي دوران لاندې پړاوونه وي:

  • I پړاو. ازاد حالت
  • II پړاو. ضمیمه
  • III پړاو. نفوذ
  • IV پړاو. د ویروس ویروسي قشر (ویریون) لېرې کول
  • V پړاو. تکرار
  • VI پړاو. یوځای کول
  • VII پړاو. خپرول

نو له‌دې امله، د اچ‌آی‌وي واکسین لپاره ممکنه تګلارې په لاندې توګه دي:

له وینې څخه د ویریونونو چاڼل (I پړاو)[سمول]

  • له وینې څخه د اچ‌آی‌وي ویریونونو د لېرې کولو لپاره بیولوجیکي، کېمیاوي او یا فزیکي تګلارې.

د ویریون د جذبولو تګلارې (I-III، VI، VII پړاوونه)[سمول]

  • د اچ‌آی‌وي ویریونونو فاګوسایتوزیس (حجره خوړل).
  • د اچ‌آی‌وي ویریونونو کېمیاوي یا اورګانیکي جذبول (د ویریون پر چاپېره د هر ډول پوټکي یا اضافي غشا جوړول).
  • ویریون ته کېمیاوي یا اورګانیکي ضمیمې.

د ویریون یا اړوندو برخو د له‌منځه وړلو یا تخریبولو تګلارې (I-VII پړاوونه)[سمول]

د «تخریبولو» معنی د ویریون د وړتیا مهارول یا درول دي ترڅو II-VII پړاوونو په پروسس کې شامل نه‌وي. د مېتودونو بېلابېله ډلبندي یې په لاندې توګه ده:

  • د مېتود د ماهیت له‌لارې:
    • فزیکي مېتودونه (I-VII پړاوونه)
    • کېمیاوي او بیولوجیکي مېتودونه (I-VII پړاوونه)
  • د اچ‌آی‌وي ویریون د جوړښت هدف تخریبول:[۱۳][۱۴]
    • د gp120 ارتباطي ګلایکوپروټین تخریبول (I-III، VI، VII پړاوونه)[۱۵]
    • د gp41 غشالېږدوونکي ګلایکوپروټین تخریبول (I-III، VI، VII پړاوونه)[۱۶]
    • د ویریون متریکس تخریبول (I-III، VI، VII پړاوونه)
    • د ویریون پوښ تخریبول (I-III، VI، VII پړاوونه)
    • د معکوس ترانسکرېپتاز تخریبول (I-VII پړاوونه)
    • د RNA تخریبول (I-VII پړاوونه)

د تکرار بندول (V پړاو)[سمول]

  • د وینې هغو کېمیاوي یا عضوي ترکیبونو ته ننوتنه چې gp120 پر چاپېره غونډ شوي دي. په فرضي ډول، کېدای شي د CD4 حجرې د غشاوو نیوونکې ټوټې وي. کېدای شي د دغو نیوونکو هر ډول کېمیاوي یا عضوي بلونج څخه (چې د gp120 د محصورولو وړتیا ولري) کار واخېستل شي.

د پړاوونو د پروسې مهارولو لپاره بیولوجیکي، کېمیاوي یا فزیکي تګلارې[سمول]

  • د ضمیمې، نفوذ، لېرې کولو، ادغام، تکرار، یوځای کولو او یا خپرولو بیولوجیکي، کېمیاوي یا فزیکي تګلاره.

د ککړو حجرو د فعالیت درول (VI-VII پړاوونه)[سمول]

د ککړو حجرو حیاتي فعالیت درول:

  • د ککړو حجرو د مېتابولیزم درول
  • د ککړو حجرو د انرژي تبادلې درول

سرچينې[سمول]

  1. Gray GE, Laher F, Lazarus E, Ensoli B, Corey L (April 2016). "Approaches to preventative and therapeutic HIV vaccines". Current Opinion in Virology. 17: 104–109. doi:10.1016/j.coviro.2016.02.010. PMC 5020417. PMID 26985884. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Shilts, Randy (1987). And the Band Played On: Politics, People, and the AIDS Epidemic (الطبعة 2007). St. Martin's Press. د کتاب پاڼې 451. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-312-24135-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Fauci AS (1996). "An HIV vaccine: breaking the paradigms". Proc. Am. Assoc. Phys. 108 (1): 6–13. PMID 8834058. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Kim D, Elizaga M, Duerr A (March 2007). "HIV vaccine efficacy trials: towards the future of HIV prevention". Infectious Disease Clinics of North America. 21 (1): 201–17, x. doi:10.1016/j.idc.2007.01.006. PMID 17502236. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Watkins DI (March 2008). "The hope for an HIV vaccine based on induction of CD8+ T lymphocytes--a review". Memórias do Instituto Oswaldo Cruz. 103 (2): 119–29. doi:10.1590/S0074-02762008000200001. PMC 2997999. PMID 18425263. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Létourneau S, Im EJ, Mashishi T, Brereton C, Bridgeman A, Yang H, Dorrell L, Dong T, Korber B, McMichael AJ, Hanke T (October 2007). Nixon D (المحرر). "Design and pre-clinical evaluation of a universal HIV-1 vaccine". PLOS ONE. 2 (10): e984. Bibcode:2007PLoSO...2..984L. doi:10.1371/journal.pone.0000984. PMC 1991584. PMID 17912361. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Poignard P, Sabbe R, Picchio GR, Wang M, Gulizia RJ, Katinger H, et al. (April 1999). "Neutralizing antibodies have limited effects on the control of established HIV-1 infection in vivo". Immunity. 10 (4): 431–8. doi:10.1016/S1074-7613(00)80043-6. PMID 10229186. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Berman PW, Gregory TJ, Riddle L, Nakamura GR, Champe MA, Porter JP, et al. (June 1990). "Protection of chimpanzees from infection by HIV-1 after vaccination with recombinant glycoprotein gp120 but not gp160". Nature. 345 (6276): 622–5. Bibcode:1990Natur.345..622B. doi:10.1038/345622a0. PMID 2190095. S2CID 4258128. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Connor RI, Korber BT, Graham BS, Hahn BH, Ho DD, Walker BD, et al. (February 1998). "Immunological and virological analyses of persons infected by human immunodeficiency virus type 1 while participating in trials of recombinant gp120 subunit vaccines". Journal of Virology. 72 (2): 1552–76. doi:10.1128/JVI.72.2.1552-1576.1998. PMC 124637. PMID 9445059. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Morgan C, Marthas M, Miller C, Duerr A, Cheng-Mayer C, Desrosiers R, et al. (August 2008). "The use of nonhuman primate models in HIV vaccine development". PLOS Medicine. 5 (8): e173. doi:10.1371/journal.pmed.0050173. PMC 2504486. PMID 18700814. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Investing to End the AIDS Epidemic: A new Era for HIV Prevention Research and Development" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Berndt ER, Glennerster R, Kremer M, Lee J, Levine R, Weizsacker G, et al. (April 2005). "Advanced Purchase Commitments for a Malaria Vaccine: Estimating Costs and Effectiveness" (PDF). NBER Working Paper. doi:10.2139/ssrn.696741. SSRN = 696741 696741. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۱ جولای ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. McGovern SL, Caselli E, Grigorieff N, Shoichet BK (April 2002). "A common mechanism underlying promiscuous inhibitors from virtual and high-throughput screening". Journal of Medicinal Chemistry. 45 (8): 1712–22. doi:10.1021/jm010533y. PMID 11931626. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Compared with overview in: Fisher, Bruce; Harvey, Richard P.; Champe, Pamela C. (2007). Lippincott's Illustrated Reviews: Microbiology (Lippincott's Illustrated Reviews Series). Hagerstown, MD: Lippincott Williams & Wilkins. کينډۍ:ISBN. Page 3
  15. کينډۍ:Cite report
  16. Malashkevich VN, Chan DC, Chutkowski CT, Kim PS (August 1998). "Crystal structure of the simian immunodeficiency virus (SIV) gp41 core: conserved helical interactions underlie the broad inhibitory activity of gp41 peptides". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 95 (16): 9134–9. Bibcode:1998PNAS...95.9134M. doi:10.1073/pnas.95.16.9134. PMC 21304. PMID 9689046. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)