د اچينيانو پرتګاليانو نښتې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

آچيني-پرتګالي نښتې د پرتګالي سترواکۍ د پوځونو تر منځ د ماليزيا په ټاپووزمه (ملاکا) کې منځ ته راغلې پوځې نښتې وې، او د آچ سلطنت په سوماترا، د مالیزیا ټاپوزمه یا د ملاکا تنګي کې له 1519ز څخه تر 1639ز کال پورې په پرله پسې ډول پېښې شوې. پرتګالیانو د مالیا یا سوماترا ایالاتونو ملاتړ کاوه چا چې د آچني د پراختیا مخالفت کاوه، په داسې حال کې چې آچني له عثماني امپراطورۍ څخه ملاتړ تر لاسه کړی و.

کله چې «آچ» په بهر کې د مالیزیا په ټاوپوزمه کې د خپلې سترواکۍ پراخول پيل کړل، پرتګالیان او د هغوی ملاتړي د مالاکا په نيولو کې د اچنيانو له هڅو سره مخ شول، او د نورو مالیزیایی یا سوماترایي ایالتونو سره یې د آچ په وړاندې مقاوومت کې مرسته وکړه، په عمده توګه د پراختیا غوښتونکو سلطان سکندر مودا د واکمنۍ پرمهال.

مخينه[سمول]

په پنځلسمه پیړۍ کې درې ساحلي پاچاييو د سوماترا شمالي برخې تر خپل واک لاندې راوستې. پسايي له ديارلسمې پیړۍ څخه یو مسلمان سلطنت و، چې د بین الاسیایی سوداګرۍ یوه برخه يې اداره کوله، کومه چې د ملاکا له تنګي تیریده. سربیره پر دې، د شپاړسمې پیړۍ تر لومړيو پورې، دا د سیاسي بې ثباتۍ له امله ویجاړه شوې وه. یو بل مهم ایالت «پیدیر» و، کوم چې د مرچکو مهم تولیدونکی و، او له 1509ز کال راهيسې د پرتګالیانو ملګری و. درېیم يې «دیا» و (احتمالاً په اوسني کلنګ کې).

په 1511ز کال کې د هندوستان د پرتګالي والي «Afonso de Albuquerque» د مالیزیا لوی ښار ملاکا ونیو. ملاکا په سیمه کې د ډیر مهم سلطنت پلازمینه او د سوداګرۍ یو سوکاله ښار و، د کوم له لارې چې د هندوستان، چین او انسولینډیا سوداګري کېده.

د پرتګالیانو سره د دوښمنۍ په لرلو سره ډیری مسلمانان سوداګر آچ ته ولاړل، کوم چې د لوړ کیفیت لرونکي مرچک صادرول، په دې ډول دې سوداګرۍ وده وکړه، او د سلطان عایدات یې زیات کړل. سوداګریزې، سیاسي او مذهبي دښمنۍ د شپاړسمې پیړۍ په اوږدو کې په مختلفو مواردو کې «اچ» له پرتګالیانو سره په ټکر کې راوست، ځکه چې «اچ» په سوماترا، د مالیزیا ټاپوزمه کې د خپلو سیمو غزولو هڅه وکړه او ملاکا یې یې ونیوله.

د دوښمنۍ بهير[سمول]

د آچ او پرتګال تر منځ شخړې په 1519ز کال کې پیل شوې، کله چې د «Gaspar de Costa» د لاس لاندې یوه پرتګالي کښتۍ «آچ» ته نږدې ورکه شوه، د آچنیايانو له خوا پرې برید وشو او د کښتۍ ټوله عمله یې ووژله. Gaspar  ونیول شو او وروسته خوشې شو، له دې ډېر لږ وروسته په یوه بله کښتۍ چې د «Joano de Lima» د لاس لاندې وه، «آچ» ته نږدې تر بريد لاندې راغله. د هغې ټوله عمله قتل عام شوه. [۱]

د اچ جګړه، 1521[سمول]

په 1521ز کال کې د «Jorge de Brito» تر لاس لاندې د شپږو پرتګالي بیړيو يوه ټولګه له «ګوا» څخه وخوځېده، او د آچ په بندر کې لنګر شوه، چیرته چې دوی نهه پرتګاليان وموندل چې هلته یې کښتۍ ډوبه شوې وه او مشري يې «João de Borba» کوله. Borba بریټو خبر کړ چې «آچ» سلطان څه ډول په یو شمیر پرتګالي بېړيو برید وکړ، او لوټ یې کړې، کومې چې یا د هغه له ساحل څخه تیرې شوې يا هلته ويجاړې شوې. بریټو له سلطان څخه وغوښتل چې د بېړيو ته راشي، خو لکه څنګه چې دا کار ناشونی و، دوی هڅه وکړه چې د آچ ښار ته نږدې د دوه سوه کسانو په مرسته یو معبد لوټ کړي. دوی د بندر او آچ ښار ترمنځ نیمه لار کې یو کوچنی کلی ونیو، خو وروسته د آچنيانو د ځوابي برید په پايله کې بیرته کښتۍ ته په شا کړای شول، او له پنځوسو زيات یې ووژل. [۲][۳][۴]

د پيدر جګړه، 1522[سمول]

سلطان «علی موغیت سیاه» د پیدر ګاونډی سلطنت، لوړ پوړو چارواکو ته په رشوت ورکولو سره، په 1522ز کال کې ونیو. د پیدر سلطان له خپلې کورنۍ سره ګاونډي «پاسای» ته ولاړ، چیرته چې پرتګالیانو یوه کلا درلوده، او د هغه د تخت د بیرته ترلاسه کولو لپاره یې د دې کلا د کپتان د نظامي مرستې غوښتنه وکړه. د کلا کپتان «Manuel Henriques» له اتيا پرتګالیانو او دوه سوه مرستندويانو سره پیدر ته د سمندر له لارې ولیږل شو، په داسې حال کې چې سلطان د ځمکې له لارې له زرو فوځیانو او پنځلسو پیلانو سره روان شو. آچنیايانو په پرتګالیانو برید وکړ، او د قومندان په ګډون یې پنځه دېرش تنه ووژل، له هغې وروسته پرتګالیان د کمين په شک لرلو سره، بیرته «پاسای» ته ستانه شول.  [۵]

د پاسای محاصره 1523-1524[سمول]

په 1523ز کال کې آچ په پاسای بريد، چې د پرتګال ملاتړي وو، او د څو میاشتو مبارزې وروسته یې پلازمینه په ډیرو وژنو سره ونیوله. د پرتګالي کلا په لور چې هلته یې شتون درلود ولاړل، او د څو میاشتو لپاره یې محاصره کړه. پرتګالیانو چې شمیر یې له دوه سوه او پنځوس پوځیانو څخه زیات نه و، او ډیر یې ناروغ او ټپیان وو، وکولای شول څو بریدونه شنډ کړي؛ خو د جګړې د شورا له راغونډېدو وروسته يې د کلا د خالي کولو پرېکړه وکړه. [۶][۷]

د اچ جګړه، 1528[سمول]

په 1527ز کال کې، «Francisco de Mello» په یوه وسله واله کښتۍ کې «ګوا» ته روان شو. د سفر پر مهال نوموړی له مکې څخه د اچي حاجيانو د يوې بېړۍ سره مخ شو، چې درې سوه آچيايان او څلوېښت عربان پکې سپاره وو. دوی بېړۍ له لرې بمبار او ډوبه يې کړه. پرتګالیانو ژوندۍ پاتې عمله قتل عام کړه، چې اچيايان يې غچ ته راوپارول. اچیايانو بیا په پرتګالي بېړۍ بريد وکړ، او هغه يې ونيوله. [۸]

د اچ جګړه، 1529[سمول]

د آچيايانو سلطان سره د سوداګرۍ د تړون د خبرو اترو په هڅه کې، د ملاکا والي د ارزښتمنو ډالیو سره یوه ډله واستوله، او آچ ته ورسیده، په هر حال، د دوی له وتلو سمدستي وروسته، ځینې کښتيو دوی تعقيب کړل، ويې نيول، او د دوی عمله یې ووژله. والي ګومان وکړ چې دا کښتۍ په پېښو کې ورکې شوې وې. [۹]

آچنيايي سلطان د تړون د تصویب لپاره د پرتګالیانو د شتون غوښتنه وکړه. والي د څو سوداګرو سره یوځای د «Manuel Pacheco» تر لاس لاندې یوه لویه کښتۍ ولیږله؛ کله چې دوی ورسیدل، دوی د آچيايايي بیړیو له خوا محاصره شول، او دا چاره د پرتګاليانو په منځ کې د شک لامل وګرځېده. Manuel په يو غشي ووژل شو، او کښتۍ ونیول شوه. عمله یې ونیول شوه او ټول ووژل شول.[۱۰]

د ملاکا محاصره، 1537[سمول]

د 1537ز کال په سیپتمبر مياشت کې، د آچ له خوا په ملاکا لومړی بريد وشو، چې مشري یې علاء الدین الکهار کوله. درې زره جنګياليو د دې ناڅاپي بريد ملاتړ کاوه، چې د شپې له مخې له ملاکا سره نږدې پلي شول، او د شا اوخوا سيمو په ورانولو يې پيل وکړ. په هر حال، له دې وروسته د دوه شپو په موده کې، آچیایایی ځواکونه د پنځه سوه آچیایانو په تلفاتو سره د پرتګالیانو له خوا وویستل شول.  [۱۱][۱۲]

د پرليس سيند جګړه، 1547[سمول]

د آچ سلطنت په 1547ز کال کې، په پرتګالي ملاکا د ناڅاپي بريد هڅه وکړه، د دې بريد مشري يې د د پيډر پاچا «Bayaya Soora» کوله. د اچيايي بيړيو ستره ټولګه، چې په هغې کې درې ګيلي بېړۍ، اوه پنځوس لانچاري بېړۍ، پنځه زره ماڼوګان او جنګيالي، درې سوه هلبولنګ پوځي اشراف، او تر څنګ يې د عثماني سترواکۍ اتیا اجير عسکر شامل و، چې یو شمیر یې د عثماني پليو ځواکونو جنیسري څخه پخواني جلا شوي سرتيري وو، خو دوی د پرتګالیانو له خوا کشف شول، په نيمه شپه د پلې کېدو پر مهال تر کمين لاندې راغلل، او د شمال لور ته شاتګ ته اړ کړای شول. [۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Amirul Hadi, Aceh and Portuguese, a study of the struggle of Islam in Southeast Asia, p. 53
  2. Mark Dion, Sumatra through Portuguese eyes: excerpts from Joao de Barros Decadas de Asia, p. 156
  3. Dion, p. 158.
  4. Dion, pp. 160-161.
  5. William Marsden, The History of Sumatra, pp. 417–8
  6. William Marsden, The History of Sumatra, pp. 420-422.
  7. Danvers, Frederick Charles, The Portuguese In India Vol.1, pp. 356–357
  8. William Marsden, The History of Sumatra, pp. 423–4.
  9. William Marsden, p. 426
  10. William Marsden, p. 426
  11. Amirul Hadi, p. 56
  12. William Marsden, p. 428
  13. Saturnino Monteiro (1992): Batalhas e Combates da Marinha Portuguesa Volume III, pp. 95–103.
  14. Frederick Charles Danvers, (1894) The Portuguese in India: A.D. 1481–1571, W.H. Allen & Company, limited, Volume I p. 481.