د اپټا تړون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اپټا (APTTA) د افغانستان-پاکستان ترمنځ ترانزیټي-سوداګریز تړون دی. افغانستان او پاکستان له ډېرو خبرو اترو وروسته، د ۱۹۶۵م د اټا تړون پر ځای په ۲۰۱۰ کال کې د اپټا تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې د پاکستان د کراچۍ، قاسم او ګوادر بندرونو له لارې افغانستان ته د ترانزیټ اجازه ورکړل شوه. همدا راز افغان سوداګرو ته اجازه ورکړل شوه، چې د الهور تر واهګې پورې خپل توکي ورسوي او داسې له هند سره په سوداګرۍ کې ونښلي افغان سوداګرو ته یوازې د هند-پاکستان ترمنځ د واهګې تر بندر پورې د تګ اجازه وه؛ خو افغان سوداګرو ته اجازه نه وه، چې د واهګې بندر له لارې له هند څخه واردات وکړي. په بل اړخ کې پاکستان منځنۍ آسیا او ایران ته د سوداګرۍ په موخه لاره ومونده.

د تړون پای ته رسېدل[سمول]

دغه تړون تر ۲۰۱۵م کال پورې و، چې بیا افغانستان د دغه تړون تمدیدول هند ته له بشپړې لارې ورکونې سره وتړل. که څه هم افغان حکومت له ۲۰۱۰ کال راهسیې هڅې وکړې، چې خپلې ترانزیټي لارې زیاتې کړي د الجوردو او چابهار ترانزیټي لارو د جوړولو په تړاو یې ګامونه واخیستل؛ ترڅو پاکستان له دغه هېواده تېرې شوې ترانزیټي لارې څخه د سیاسي ابزار په توګه ګټه وانخلي. خو د ملي وحدت حکومت له راتګ سره، دغه هڅې لا ګړندۍ شوې او له امله یې په ۲۰۱۶م کې افغانستان او هند په دې موخه چې پاکستان بایپاس کړي، له ایران سره یوځای د چابهار تړون لاسلیک کړ.

سرچینه[سمول]

افغان-جرمن.نيټ