د ايټالیا اتحاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ايټالیا اتحاد
هېوادد اېټاليا سلطنت، Kingdom of Sardinia، historic state of Italy
ځایاېټاليا
Point in time۱ی جنوري ۱۸۱۵
د پيل موده۱ی جنوري ۱۸۱۵
د پاي موده۱ی جنوري ۱۸۷۱
Has effectProclamation of the Kingdom of Italy، د اېټاليا سلطنت

د ايټالیا اتحاد (په ايټالوي: Unità d'Italia فونوتیکي سمبول یې [risordʒiˈmento]) چې د رېسورجمېنټو (/rɪˌsɔːrdʒɪˈmɛntoʊ/، په ايټالوي: [risordʒiˈmento]؛ ناپاک راڅرګندېدلو/ lit. 'Resurgence'/) په نوم هم پېژندل کېږي، په ۱۹مه پېړۍ کې ټولنیز او سیاسي غورځنګ و چې په پایله کې يې د ايټالیا ټاپووزمې بېلابېل ایالتونه په ۱۸۶۱ کال کې د ايټالیا له واحدې پاچاهۍ سره یوځای شول. چې د وېن ګنګرې د پایلو خلاف يي د ۱۸۲۰ او ۱۸۳۰ لسیزې له بغاوتونو څخه الهام واخیست او د اتحاد پروسه د ۱۸۴۸ کال له انقلابونو سره ګړندۍ شوه او په ۱۸۷۱ کال کې د روم تر ولکې او د ايټالیا پاچاهۍ د پلازمېنې په توګه د روم تر ټاکلو وروسته پای ته ورسېد.[۱][۲]

ځينې هغه هېوادونه چې په ايټالیا کې ملت‌پال د غورځنګ د اتحاد لپاره موخه ګرځول شوی وو تر ۱۹۱۸ کال پورې د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې د اتریش-هنګري تر ماتې وروسته د ايټالیا له پاچاهۍ سره یوځای نه شول. له همدې امله تاریخ پوهان ځینې وختونه د اتحاد دوره اوږدوي او له ۱۸۷۱ کال څخه يې تېره بولي، چې د نولسمې پېړۍ وروستي فعالیتونه او لومړۍ نړيواله جګړه (۱۹۱۵-۱۹۱۸) په‌کې شاملیږي او یوازې د ۱۹۱۸ کال د نوامبر په ۴مه د وېلا ګوستي له اوربند سره پای ته رسېږي. دا د اتحاد د دورې پراخ تعریف دی چې د وېتوریانو د ريسوجمېنټو په مرکزي موزیم کې وړاندې شو.[۳][۴]

مخینه[سمول]

له لرغونې وخت څخه تر لومړني مدرن دور پورې[سمول]

ايټالیا له ميلاد څخه مخکې د روم د پاچاهۍ له خوا متحده شوه. د ۷۰۰ کلونو لپاره د روم د جمهوریت او امپراتورۍ د خاورې د پراختیا پلازمېنه وه او د اوږدمهال لپاره يې ممتاز وضعیت تجربه کړ، خو د اګوستوس تر واکمنۍ پورې په ولایت نه وه بدله شوې.

د لویدیځ روم د امپراتورۍ تر نسکورېدو وروسته ايټالیا د اوستروګوتيک پاچاهۍ تر واکمنۍ لاندې متحده پاتې شوه او وروسته يې د لومباردیانو او بیزانسیانو (د ختیځ روم امپراتوري) تر منځ شخړه رامنځته کړه او د پېړیو لپاره يې خپل اتحاد له لاسه ورکړ. د فرانک امپراتورۍ تر فتحې وروسته د ايټالیا د پاچا لقب د روم د سپېڅلې امپراتورۍ امپراتور ته منصوب شو. که څه هم امپراتور یو غایب جرمني ژبی بهرنی و، چې د یو ایالت په توګه یې د ايټالیا د ادارې لپاره چندان اندېښنه نه لرله. په پایله کې ايټالیا په ورو ورو د ښاري-ایالتونو په سیستم بدله شوه. له دې سره د ايټالیا سويل د سیسیل د اوږدمهالې پاچاهۍ یا ناپل پاچاهۍ له‌خوا چې نورمن‌یانو رامنځته کړې وه اداره کېده. مرکزي ايټالیا د یوې لنډمهالې پاچاهۍ په توګه د پاپ ايالت په نوم د پاپ له‌خوا اداره کېده.

دې وضعیت د رېنانس تر دوران پورې دوام وکړ، خو د مدرنې دورې په لومړیو کې د مدرنو ملتونو - د دولت له راڅرګندېدو سره مخ پر خرابېدو شو. ايټالیا د پاپ د دولت په ګډون وروسته د لویو ځواکونو، په ځانګړي ډول د روم د سپېڅلې امپراتورۍ (د اتریش په ګډون)، اسپانيې او فرانسې تر منځ د نيابتي جګړو په ځای بدله شوه.

د ملي اتحاد مختلونکي په ۱۴۵۴ کال کې د ايټالیايي لیګ په تړون او په ۱۵مه پېړۍ کې د کېزمو ډي مډيچي او لورنو ډي مډيچي په بهرنۍ پالیسۍ کې را څرګند شول. د رېنانس دورې وتلو لیکوالانو ډانته، پېتراک، بوکاچیو، ماکیاولي او ګيچيارډیني له بهرنۍ واکمنۍ سره خپل مخالفت څرګند کړ. پېتراک څرګندونه وکړه چې په ايټالیا میا کې «د ايټالیایانو په زړونو کې لرغونې مېړانه لا نه‌ده مړه شوې.» ماکیاولي وروسته له ايټالیا ميا څخه څلور کرښې په پرېنس (په ايټالیا کې د سیاسي تړون نوم، ژباړن) کې را نقل کړې. چې له لېوالتیا سره یو داسې سیاسي مشر ته سترګې پر لاره وې چې ايټالیا د بربریانو له منګولو څخه د ژغورنې په موخه متحده کړي.[۵]

د ايټالیا لومړنۍ جګړې ۶۵ کاله د ايټالیا پر ايالتونو د فرانسې د بریدونو شاهدې وې چې په ۱۴۹۴ کال کې پر ناپل د اتم چارلز له برید سره پيل شوې. که څه هم د کاتيو کامبرېزس سوله (۱۵۵۹) د دې شاهده وه چې د ايټالیا ډېرې برخې د هابسبورګیانو تر مستقیمې یا غیر مستقیمې ولکې لاندې دي. د وېستفالیا سولې په ۱۶۴۸ کال کې په رسمي ډول د سپېڅلي روم د امپراتورانو واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود. حال دا چې د هابسبورګیانو لړۍ اسپانوي څانګې چې د هغو امپراتوریو بله برخه يې تأمینوله د اسپانيې تر ځای ناستې جګړې (۱۷۰۱-۱۷۱۴) پورې د ايټالیا پر ډېره برخه واکمنۍ ته دوام ورکړ.  

د ايټالیا د ملي هویت احساس د ډېلا پاتريا ډيګلي په نوم د جېیان رېنالډو کارلي په اثر کې چې په ۱۷۶۴ کال کې لیکل شوی و منعکس شو. دا کتاب ښيي چې څه ډول په ميلان کې يو پردۍ کافې ته دننه شو او له دې ویلو سره یې خلک حیران کړل چې نه ميلانی دی نه بهرنی. هغوی وپوښتل «ښه نو ته څه يې؟» هغه وویل: «زه یو ايټالیايی یم.»[۶][۷]

د ناپیلون دور او د فرانسې انقلاب[سمول]

په ايټالیا کې د هابسبورګ واکمني د فرانسې د انقلابیونو له لښکر لېږدونو سره په ۱۹۹۲-۱۹۹۷ کلونو کې کله چې د جمهوریتونو لړۍ راپورته شوه پای ته ورسېده. په ۱۸۰۶ کال کې د روم سپېڅلې امپراتوري د وروستي امپراتور دویم فرانسیس له‌خوا تر هغې وروسته منحل شوه چې د اسټرليتز په جګړه کې يې د ناپیلون له‌خوا ماته وخوړه. د فرانسوي انقلاب د جګړو په بهیر کې ايټالیايي لښکرلېږدونو د فيوډالیزم پخوانی جوړښت له‌منځه یوړ او مدرنې نظريې او اغېزمن قانوني صلاحیت/قدرت يې معرفي کړ؛ چې ډېر فکري ځواک اوټولنیزه پانګه يې چمتو کړه، چې په ۱۸۱۴ کال کې يې تر نسکورېدو وروسته د لسیزو لپاره د اتحاد غورځنکونو ته لمن ووهله.[۸]

د فرانسې جمهوریت د جمهوریت اوصو لو ته پراختیا ورکړه او د بورېنیانو او هابسبورګيانو او ګڼو نور سلسلو د واکمنۍ پر ښاروندۍ يې د جمهوري حکومتونو بنسټونه دود کړل. د هر ډول بهرني کنترول پر وړاندې غبرګون د ناپيلون بناپارت واکمنان له ګواښ سره مخ کړل. کله چې د ناپيلون واکمني له ماتې سره مخ شوه، د هغه له‌خوا ګمارل شویو واکمنانو هڅه وکړه خپل موقف خوندي کړي (چې له ډلې يې د ايټالیا نایب‌السطنه ايوژن ډي بوهارنیس او د ناپل پاچا یاوکيم مېراټ یادولی شو) چې تر ډېره يې ناسیونالیستي احساسات راپارول. بوهارنا هڅه وکړه د ايټالیا په نوې پاچاهۍ کې د خپلې ځای‌ناستۍ لپاره د اتریش هوکړه ترلاسه کړي او د ۱۸۱۵ کال د مارچ په ۳۰مه یې د مورات د رېمني اعلامیه صادره کړه چې په هغه کې يې له ايټالیايانو څخه غوښتي و چې د اتریشي یرغلګرو پر وړاندې بغاوت وکړي.[۹]

په ۱۷۷۹ کال کې د ناپیلون په دور کې د ايټالیا درې رنګه بیرغ د ايټالیا د خپلواک دولت، د سیسپادان جمهوریت له‌خوا چې د انقلابي فرانسې د ناپيلون د خور جمهوریت و د لومړي ځل لپاره تر فرانسې وروسته پېښو پر بنسټ لکه د فرانسې انقلاب (۱۷۸۹- ۱۷۹۹) چې د خپلو اېډیالانو تر منځ يې له ملي خپلواکۍ څخه دفاع کړه ومنل شو. دا پېښه د درې رنګې ورځې په توګه له جشن سره نمانځل کېږي. د ايټالیا ملي رنګونه د لومړي ځل لپاره په ۱۷۸۹ کال کې پر يو درې رنګه عسکري خولۍ راڅرګند شول، چې ۷ کاله مخکې یې د ايټالیا د لومړني جنګي بیرغ په توګه په شين، سپين او سور رنګ کې وړاندوینه شوې وه او په ۱۷۹۶ کال کې د لومبارډ لژیون له خوا ومنل شو.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Collier, Martin (2003). Italian unification, 1820–71. (الطبعة First). Oxford: Heinemann. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-435-32754-5. The Risorgimento is the name given to the process that ended with the political unification of Italy in 1871 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Riall, Lucy (1994). The Italian Risorgimento: state, society, and national unification (الطبعة First). London: Routledge. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-203-41234-3. The functional importance of the Risorgimento to both Italian politics and Italian historiography has made this short period (1815–60) one of the most contested and controversial in modern Italian history الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Arnaldi, Girolamo: Italy and Its Invaders. Harvard University Press, 2005. Page 194. کينډۍ:ISBN
  4. "Museo Centrale del Risorgimento di Roma". Istituto per la storia del Risorgimento italiano (په اطالوی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hörnqvist, Mikael (25 November 2004). Machiavelli and Empire – Mikael Hörnqvist – Google Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781139456340. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Antonio Trampus, "Gianrinaldo Carli at the centre of the Milanese Enlightenment." History of European ideas 32#4 (2006): 456–476.
  7. Holt, Edgar (1971). The Making of Italy: 1815–1870. New York: Murray Printing Company. د کتاب پاڼي 22–23. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Raymond Grew, "Finding social capital: the French revolution in Italy." Journal of Interdisciplinary History 29#3 (1999): 407–433. online
  9. Anna Maria Rao, " Republicanism in Italy from the eighteenth century to the early Risorgimento," Journal of Modern Italian Studies (2012) 17#2 pp 149–167.
  10. Maiorino, Tarquinio; Marchetti Tricamo, Giuseppe; Zagami, Andrea (2002). Il tricolore degli italiani. Storia avventurosa della nostra bandiera (په اطالوی ژبه کي). Arnoldo Mondadori Editore. د کتاب پاڼې 156. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-88-04-50946-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. The tri-coloured standard.Getting to Know Italy, Ministry of Foreign Affairs (retrieved 5 October 2008) Archived 23 February 2008 at the Wayback Machine.
  12. Article 1 of the law n. 671 of 31 December 1996 ("National celebration of the bicentenary of the first national flag")
  13. Ferorelli, Nicola (1925). "La vera origine del tricolore italiano". Rassegna Storica del Risorgimento (په اطالوی ژبه کي). XII (fasc. III): 662. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ مارچ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Tarozzi, Fiorenza; Vecchio, Giorgio (1999). Gli italiani e il tricolore (په اطالوی ژبه کي). Il Mulino. د کتاب پاڼي 67–68. د کتاب نړيواله کره شمېره 88-15-07163-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)