د ايټاليې کورنۍ جګړه
پېښې نېټه | |
---|---|
ځای |
پيل موده | |
---|---|
پای |
د ايټاليې کورنۍ جګړه د ايټاليې په پاچايۍ کې یوه کورنۍ جکړه وه چې د د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د ايټالوي فاشستانو او ايټالوي چيريکي جنګياليو (چې ډيری يې په سياسي ډول په ملي ازادۍ کميټه کې تنظيم شوي وو) تر منځ شوې وه، او تر يو کم بريده پکې په جګړه کې ښکېل ايټالوي پوځ هم شامل و.
ډيری ايټالوي فاشستان د ايټالوي سوسیال جمهوريت سرتيري يا ملاتړي وو، کوم چې د ايټاليې د نيواک پر مهال د نازي المان په لارښوونه جوړ شوی يو مرستياپال لاسپوڅی دولت و. د ايټاليې کورنۍ جګړه د شا اوخوا 1943ز کال د سپتمبر له اتمې (د کيسيبل اوربند تاريځ) څخه د 1945ز کال د مۍ تر دويمې (د کيسرټا د تسليمۍ تاريخ) پورې روانه وه. د ايټاليې چريکي جنګيالي او د ايټاليې د پاچايۍ شريک جګړه مار پوځ، چې کله کله به يې له مادي اړخه اتحادي ځواکونو ملاتړ کاوه، په يو وخت کې د نيواکګر نازي المان وسله والو ځواکونو پر ضد وجنګېد. د ايټاليې د سوسيال جمهوريت د فاشستي ملي جمهوري پوځ او د ايټاليې د پاچايۍ د شريک جګړه مار پوځ تر منځ نښتې ډېرې کمې وې، په داسې حال کې چې د ايټالوي فاشستانو او د ايټاليې د چريکي جنګيالو تر منځ نښتې عامې وې. د چریکي جنګيالي خوځښت په داخل کې هم کله لکه نښتې کېدې. په دې مورد کې، المانيانو چې کله کله به يې ايټالوي فاشستانو مرسته کوله، د ايټالوي ملکيانو او سرتېرو پر ضد ګڼ ظلمونه وکړل.[۱][۲]
هغه پېښه چې وروسته د ايټالوي کورنۍ جګړې لامل شوه، د 1943ز کال د جولای د مياشتې په پنځمه نېټه د پاچا «وکټر ايمانويل درېيم» له خوا د «بينيټو موسليني» ګوښه کول او نيول و، له کوم وروسته چې د 1943ز کال د سپتمبر په اتمه نېته ايټاليې د «کيسبيل» په اوربند (جنګ بندۍ) لاسليک وکړ، او له متحدينو سره يې جګړه پای ته ورسوله. په هر حال، الماني ځواکونو له اوربند سملاسي وروسته، د «اچسي» د عملاتو له لارې د ايټاليې نيول پيل کړل، او له جنګ بندۍ وروسته يې په پراخه کچه پر ايټاليې بريد وکړ، او ويې نيوله، د شمالي او مرکزي ايټاليې واک يې په لاس کې واخيست، او ايټالوي سوسيال جمهوريت (RSI) يې جوړ کړ، په داسې حال کې چې «موسيليني» يې بېرته د مشر په توګه وټاکه، وروسته له دې چې د «ګران ساسو» په بريد کې د الماني پراشوتي ځواکونو له خوا وژغورل شو. د دې په پايله کې، د المانيانو پر ضد د جګړې لپاره ايټالوي شریک جنګيالی پوځ جوړ شو، په داسې حال کې چې نورو ايټالوي سرتېرو په ملي جمهوري پوځ کې د المانيانو سره اوږه په اوږه جګړې ته دوام ورکړ. سربېره پر دې، يو لوی ايټالوي مقاومتي حرکت د المانيانو او ايټالوي فاشستي ځواکونو پر ضد چريکي جګړه پيل کړه. د فاشستانو ضد بريا د «موسيلني» په اعدام، له ديکتاتورۍ څخه د هېواد د ازادۍ، او د نيول شويو سيمو د متحد پوځي حکومت تر واک لاندې د ايټالوي جمهوريت د جوړېدو لامل وګرځېده، کوم چې په 1947ز کال کې د ايټاليې سره د سولې تر تړون پورې دوام وکړ.[۳][۴][۵]
اصطلاحات
[سمول]که څه هم د ناروی، هالنډ او فرانسې په څېر نورو اروپايي هېوادونو هم چريکي جنګيالي خوځښتونه او له نازيانو سره همکاري کونکي حکومتونه درلودل، په ايټاليا کې د خپلو هېوادوالو تر منځ وسله والې نښتې تر ټولو سختې وې، چې په دې سره ايټالوي قضيه بې سارې ګرځېدلې وه. په 1965ز کال کې، د کورنۍ جګړې تعريف په لومړي ځل د فاشستي سياستوال او تاريخ پوه «جيور جيو پيسانو» له خوا په خپلو کتابونو کې وکارول شو، په داسې حال کې چې د «کلاډيو پاوون» د « Una guerra civile. Saggio storico sullamoralità della Resistenza » (يوه کورنۍ جګړه. د مقاومت د اخلاقو په اړه تاريخي مقاله) په نوم کتاب، چې په 1991ز کال کې خپور شوی و، د دې لامل وګرځېد د ايټاليې کورنۍ جګړې اصطلاح د ايټالوي او نړيوال تاريخ ليکنې له خوا ډېره وکارول شي.[۶][۷][۸][۹][۱۰]
اړخونه (ډلې/ګوندونه)
[سمول]د ډلو تر منځ د ټکرونو په پايله کې ډېر ملکيان شکنجه او مړه شول. د ايټاليې د جګړې پر مهال، د لوېديځو متحدينو له خوا چريکي جنګياليو ته سپکې وسلې، جګړه ييز توکي او چاوديدونکي مواد ورکول کېدل. اتحادي ځواکونو او چریکي جنګياليو په پوځي ماموريتونو، د دوښمن د ليکو شاته له هوا څخه د سرتېرو ښکته کولو يا پليو کولو کې يو له له بل سره مرسته وکړه، چې ډېر ځله به پکې د OSS ايټالوي-امریکايي غړي هم شامل وو. نور عمليات په خاص ډول د پټو خدماتو د کارمندانو له خوا تر سره کېدل. چېرته چې به شونې وه، دواړو خواوو له داسې حالتو ډډه کوله، په کومو کې به چې د مخالفو محاذونو ايټالوي واحدونه په جنګي پېښو کې ښکېل وو.
چريکي جنګيالي
[سمول]د چريکي جنګياليو لومړۍ ډلې په بووس، پيډمونټ او بوسکو مارټيز، ابروزو کې جوړې شوې. نورې ډلې چې په بنسټيز ډول د سلاويانو او کمونستانو څخه جوړې وې، په جولين مارچ کې پيل شوې. نورو ډلو د متحدينو د جنګي بنديانو څخه وده وکړه، کوم بنديان چې د سپتمبر د اتمې له پېښو وروسته، خوشې شوي يا له بنده تښتېدلي وو. دا لومړي تنظيم شوي واحدونه د المان د چټک غبرګون له امله منحل شول. د 1943ز کال د سپتمبر په نولسمه نېټه په بووس کې، نازيان په ايټالوي ځمکه د لومړۍ ټولوژنې مرتکب شول.[۱۱]
د سپتمبر په اتمه نېټه، د راډيو له خوا د اوربند له اعلان څو ساعته وورسته، د فاشستانو د ګڼو مخالفنو سازمانونو استازي په روم کې راټول شول. دوی Mauro Scoccimarro او Giorgio Amendola (د ايټاليې کموست ګوند)، Alcide De Gasperi (مسيحي ډيموکراسي)، Ugo La Malfa and Sergio Fenoaltea (عمل ګوند)، Pietro Nenni and Giuseppe Romita (ايټالوي اشتراکي ګوند)، Ivanoe Bonomi او Meuccio Ruini (کارګر ديموکراتيک ګوند)، او Alessandro Casati (ايټالوي ليبرال ګوند) وو. دوی لومړۍ ملي خپلواکۍ کمېټه (CLN) جوړه کړه، چې Bonomi يې مشري کوله.[۱۲]
ايټالوي کمونست ګوند متحدينو ته له انتظار کولو پرته پيل ته لېواله وو:
(په ايټالوي کې):
...è necessario agire subito ed il più ampiamente e decisamente possibile perché solo nella misura in cui il popolo italiano concorrerà attivamente alla cacciata dei tedeschi dall'Italia, alla sconfitta del nazismo e del fascismo, potrà veramente conquistarsi l'indipendenza e la libertà. Noi non possiamo e non dobbiamo attenderci passivamente la libertà dagli angloamericani.
انګليسي:
"...اړينه ده چې په سملاسي ډول او څومره ژر چې شونې وي په پراخه پیمانه او په پرېکنده ډول اقدام وشي، ځکه که يوازې ايټالوي ولسونه له ايټاليې څخه د المانيانو د ايستلو او نازيزم او فاشيزم ته د ماتې ورکولو لپاره فعاله ونډه تر سره کړي، نو دا به په حقيقت کې د دې وړتيا ولري چې خپلواکي او ازادي تر لاسه کړي. موږ له برتانويانو او امريکايانو څخه په غېر فعال ډول د ازادۍ هيله نه شو درلودلای او بايد ويې نه لرو.[۱۳]
متحدينو د چريکانو په اغېزناکتيا باور نه درلود، له همدې امله جنرال اليګزينډر په نازيانو خپل بريدونه وځنډول. د اکتوبر په شپاړسمه نېټه، CLN خپله لومړۍ مهم سياسي او عملياتي خبریانه خپره کړه، کومې چې د جمهوريت پلوو مشرانو له خوا پيل شوي د پخلاينې غوښتنې رد کړې. د CLN ميلان "له ايټالويانو څخه د الماني بريدګر او د هغوی د فاشتو نوکرانو پر ضد د جګړې" غوښتنه وکړه.[۱۴][۱۵]
د نومبر په پای کې، کمونستانو د «Distaccamenti d'assalto Garibaldi» په نوم ضربتي ځواکونه جوړ کړل، کوم چې وروسته په پوځي فرقو او غونډونو بدل شول، د کوم مشري چې Luigi Longo کوله، او سياسي رهنمايي يې Pietro Secchia او لوی درستيز Giancarlo Pajetta په غاړه درلوده. د نومبر په پنځه ويشتمه نېټه، په لومړي عملیاتي حکم کې، چريکي جنګيالیو ته امر وشو چې په هر ډول بريد وکړي او له منځه يوسي:
- د هټلر د وسله والو ځواکونو افسران، سرتيري او مادي زېرمې؛
- د نيواکګرو المانيانو سره مرسته کونکو فاشستانو او خاينانو خلک، ځايونه او شتمنۍ؛
- جنګي صنعتونه، د اړيکو سيستمونه او هر هغه څه، کوم چې د نازي نيواکګرو د جنګي طرحو سره مرسته کولای شي. [۱۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ Pavone 1991, p. 238.
- ↑ See for example the Porzûs massacre.
- ↑ INCOM Video of the Week speech by Alcide De Gasperi at the peace conference in Italian language
- ↑ See as examples the following books (in Italian): Guido Crainz, L'ombra della guerra. Il 1945, l'Italia, Donzelli, 2007 and Hans Woller, I conti con il fascismo. L'epurazione in Italia 1943 - 1948, Il Mulino, 2008.
- ↑ Becker او Knipping 1986، مم. 506–507.
- ↑ Storia della guerra civile in Italia
- ↑ See the books from Italian historian Giorgio Pisanò Storia della guerra civile in Italia, 1943–1945, 3 voll., Milano, FPE, 1965 and the book L'Italia della guerra civile ("Italy of civil war"), published in 1983 by the Italian writer and journalist Indro Montanelli as the fifteen volume of the Storia d'Italia ("History of Italy") by the same author.
- ↑ See as examples the interview to French historian Pierre Milza on the Corriere della Sera of 14 July 2005 (in Italian) and the lessons of historian Thomas Schlemmer at the University of Munchen (in German).
- ↑ Payne 2011، م. 202.
- ↑ De Felice 1995، م. 22.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Bocca 2001، م. 16.
- ↑ Pietro Secchia, Agire subito from La nostra lotta nr. 3-4, November 1943
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Oliva 1999، م. 176.
- ↑ Oliva 1999، م. 177.