د ايټاليې د خپلواکۍ لومړۍ جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ايټاليې د خپلواکۍ لومړۍ جګړه، د ايټاليې د يو ځای کېدو يوه برخه، په ايټالوي ټاپووزمه کې، د 1848ز کال د مارچ له درويشتمې نېټې، د 1849ز کال د اګست تر دوه ويشتمې نېټې، د سارډينيا  د پاچايۍ (1720-1861)  او ايټالوي رضاکارانو له خوا د اتريش د سترواکۍ او نورو محافظه کارو دولتونو پر ضد پر مخ وړل شوې وه.

دا جګړه د «هاوس اف بورین» - ټو سيسلي پر ضد د 1848ز کال د سيسيلي اوښتون له پيل کېدو مخکې منځ ته راغلې وه. دا جګړه په «ميلان» (پنځه ورځې) او «اوينس» ښارونو کې د بغاوتونو  له امله چټکه شوه، کومو ښارونو کې د اتريش پر ضد بغاوت وکړ او خپل حکومتونه يې جوړ کړ.

په شمالي ايټاليا کې د اتريش پر ضد د پاچا «چارلس البرټ» له خوا د دې جګړې پر مخ وړل شوې يوه برخه يوه شاهي جګړه وه، او دوه نښتې پکې شاملې وې. په دواړو نښتو کې، د «سارډينيا» پاچايۍ د اتريش پر سترواکۍ بريد وکړ، له ابتدايي برياليتوبونو وروسته، «سارډينيا» پرېکنده ماتې وخوړه، او په دې ډول يې جګړه وبايلله. د لومړۍ او دويمې جګړې پرېکنده پېښې په ترتيب سره د «کسټوزا» او «نووارا» جګړې وې.

د شاهي جګړې په پيل کې، د سارډينيا پاچايي د پاپ تر لارښونو لاندې دولتونو او د دوه سيسلي پاچايۍ له ملاتړ څخه برخمنه وه، کوم چې په کومه جګړه کې په سختۍ سره له ونډې اخيستلو وروسته په شا شول. په هر حال، د پاپ اړوند او ناپيلوني پوځونو رضاکاران له نورو ايټالوي رضاکارانو سره يوځای شول، او د اتريش پر ضد وجنګېدل.

د شاهي جګړو تر څنګ، په ګڼو ايټالوي ايالتونو (د پاپ تر لارښونو لاندې ايالتونه، ټسکني، او داسې نور) کې انقلابي خوځښتونه پيل شول، کوم چې په ايټالوي ايالتونو کې د 1848ز کال د انقلابونو برخه وو، کوم چې د «پيډمونټ» د لبرال ارمانونو سره د تطبيق وړ نه شي بلل کېدای. تاريخ لیکنه دا انقلابونه د 1848ز کال د مارچ مياشتې درويشتمې او سيسلي انقلاب ته د يوې ولسي جګړې په توګه ګوري. دا همدا راز ناکامه شوه، د دوديزو ادارو په بېرته جوړېدو پای ته ورسېده، او ډېر باغيان يې تبعيد ته اړ کړل.[۱][۲]

له داخلي انقلابيانو سره  په ولسي جګړه کې، د دوه سيسلي پاچايي او د پاپ تر لارښونې لاندې دولتونو خپل ځان د هغه اړخ په مقابل کې وموندل، په کوم لوري کې چې دوی هغه مهال د شاهي جګړې په اوږدو کې قرار درلود، کله چې دوی په ابتداء کې د پيډمونټ ملاتړ کړی و.

ولسي جګړې پوځي قوماندان (Giuseppe Garibaldi) ته اهميت ورکړ، خو هغه ماتې وخوړه، لکه څنګه چې پاچا چارلس البرټ ماتې سره مخ شوی و، څوک چې د جګړې په پای کې د خپل مشر زوی، پاچا «وکټر ايمانويل» دويم په حق کې له واکه لاس واخيست.

د 1848ز کال انقلابونه[سمول]

په 1848ز کال کې، د اوسني «ايميليا-روماګنا» او ايټاليې د نورو ډېرو سيمو په ګډون، د اروپا په ډېرو برخو کې انقلابي بغاوتونه پيل شول. د دوه سيسلي دویم «فرډينانډ» اړ کړای شو، چې د جنورۍ په درويشتمه نېټه يو اساسي قانون وړاندې کړي، او د فبرورۍ په اولسمه نېټه د «ټسکني» ليوپولډ ويم، د فبرورۍ په اولسمه د سارډينيا چارلس البرټ (البرټين قانون) او د مارچ په څوارلسمه پاپ نهم پيوس (بنسټيز قانون) هم د هغه بېلګه تعقيب کړه. د «پارما» ډيوک دويم چارلس له واکه ګوښه کړای شو. سيسلي، له ميسينا پرته، د دوه سيسلي د بوربن پاچايۍ پر ضد پاڅون وکړ.

د 1848ز کال د فبرورۍ په دوه ويشتمه نېټه، د «لويس فيليپ» پر ضد د فرانسې انقلاب پيل شو. د مارچ په مياشت کې، دا بغاوتونه په اتريشي سترواکۍ هم خپاره شول، چېرته چې ميلان (د ميلان پنځه ورځې) او وينس (د سان مارکو جمهوريت) د «هاوس اف هابسبرګ» پر ضد پاڅون وکړ.

په ځانګړي ډول په ميلان کې جګړې ګرمې شوې، چېرته چې د «لومبارډي-وينيشا» د پوځ قوماندان «مارشال جوزف راډټزکي» د ښار پرېښودلو ته اړ شو. د دې په پايله کې، په «لومبارډي-وينيشيا» کې نور بغاوتونه پيل شول، لکه په «کومو» کې. خپله «ويانا» کې د بغاوت له امله، اتريشي سترواکۍ د تزلزل په حال کې وه.

د مارچ په درويشتمه نېټه، د ميلان له پنځو ورځو يوه ورځ وروسته (د ميلان پنځه ورځې، په دې ښار کې يوه پنخه ورځنۍ کوڅه په کوڅه جګړه وه)، د سارډينيا پاچا چارلس البرټ د اتريش پر ضد جګړه اعلان کړه. شونې ده چې هغه په خپل هېواد کې د انقلاب څخه د خوندي کېدو د هيلې له امله هڅول شوی و، کومه چې خپله يو ليبرال سلطنت و، او په دې هيلې سره چې هغه به وکولای شي په «لومبارډي-وينيشيا» کې بغاوتونه د خپلې پاچايۍ د غزولو د يو فرصت په توګه وکاروي. په  همدې ډول يې د ايټاليې د خپلواکۍ لومړۍ جګړه پيل کړه. [۳][۴]

د ستراتيژيکي حالت او ځواکونو لنډيز[سمول]

د ميلان او وينس د بغاوتونو د پايلې په توګه، د 1848ز کال د مارچ له درويشتمې نېټې راهيسې، اتريشيان اړ شول چې څلور ګونو کلاوو (پيسچيرا، ويرونا، مانتوا، او ليګناګو) ته په شا شي، کومو چې په لومبارډي-وينيشيا کې د هابسبرګ د پوځ دفاعي مرکز وګرځېد. د څلور ګونو ختيځ، لوېديځ او سويل لور ته، د ايټالوي ايالتونو رضاکارو ځواکونو راټولېدل پيل کړل، تر څو د اتريشيانو پر ضد وجنګېږي. د اتريشيانو ځواکونه يوازې د «ګارډا» جهيل ختيځ ساحل په څنډو کې غزېدلي، شمال لور ته د يو دهليز په مټ له خپلې اصلي سيمې سره په اړيکې ساتلو توانيدلي وو.[۵]

پيډمونټيسي پوځ[سمول]

په ميلان کې د بغاوت په پيل سره، د 1848ز کال د مارچ په مياشت کې د سارډينيا پاچايۍ پوځ په خوځښت راوستل شو، او د هغې ځواک 4/5 و، چې شا اوخوا 65000 غړي يې درلودل.[۶]

د پيډمونټيسي پوځ مشري «چارلس البرټ»، د جګړې وزير جنرال «انټونيو فرانزيني»، او جنرال «يوسيبيو باوا» کوله. جنرال «يوسيبيو باوا» نېغ په نېغه د لومړي وسله وال قول اردو قومانده په لاس کې درلوده، چې د جنرال «فيډريکو مليټ ډي ارويلرز» او «وټوريو ګيريټي ډي فيريري» تر مشرۍ لاندې پکې دوه فرقې شاملې وې. د دويم وسله وال قول اردو مشري د «ايټوري ډي سوناز» سره وه، داسې حال کې چې «جيواني بټيسټا فيډريک» او «ماريو بروګليا» د دې قول اردو د دوه فرقو مشري په غاړهدرلوده. پنځمه فرقه، چې احتياطي سرتيري پکې وو، د «ساوايي» د ډيوک چارلس البرټ د وارث «وکټر ايمانويل» سره وه. او په پای کې د درندو وسلو د کنډک مشري د ساوايي د «فرډينانډ» سره وه، چې د «جينوا» ډيوک و.[۷][۸][۹]

د «ټيچينو» له سيند څخه تر اوښتلو مخکې، کوم چې د سارډينيا او لمبارډي – وينيشيا تر منځ پوله وه، چارلس البرټ پرېکړه وکړه چې د جګړې توغ به ايټالوي درې رنګه توغ وي، او د «سيويارډ» وسلې به يې په منځ کې لګېدلي وي.[۱۰]

نور ايټالوي پوځونه او رضاکار[سمول]

په دې ټاپووزمه کې نورو ټولو پاچاييو هم لومبارډي-وينيشيا ته خپل پوځونه واستول، کوم چې په خپلو هېوادونو کې د ولسي جذباتو له امله د اتريش پر ضد په جګړه کې شموليت ته اړ وو، خو په دې جګړه باوري نه وو.

تر ټولومخکې رسېدونکی د پاپ پوځ و، په کوم کې چې 17-18000 سرتيري و (په دوی کې شا اوخوا 900 سپاره سرتيري او 22 توپونه و). دا پوځ له منظمې فرقې جوړ و (10-11000 سرتيري چې په دوی کې 3-4000 رضاکار و)، مشري يې «پيډمونټيسي» جيواني ډورانډو کوله، دويمه فرقه (شا اوخوا 7000 سرتيري)، چې له سيارو ملکي ساتونکو او رضاکارانو جوړه وه، او مشري يې جمهوريت خواه «اينډريا فيراري» کوله. وسله وال پوځونه د پاپ د استازي «فرارا» څخه لومبارډي-وينيشيا ته ننوتل. د شا اوخوا 130 رضاکارانو يوه ډله، چې «Bersaglieri del Po» بلل کېده، هم له «فرارا» څخه راورسېده.[۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. Langer, William K. (1969). Political and Social Upheaval, 1832–1852. New York, Harper & Row. د کتاب پاڼي 371–386. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Robertson, Priscilla (1952). Revolutions of 1848: a social history. Princeton, Princeton University Press. د کتاب پاڼي 309–401. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Scardigli, pp. 101–102
  4. Avery, Robert. The First Italian War of Independence (1848–49) – A Military History The Victorian Web.
  5. Scardigli, p. 126
  6. Pieri, p. 198
  7. Pieri, pp. 207–208
  8. Scardigli, p. 117
  9. Giglio, pp. 165–166
  10. Scardigli, p. 101
  11. Pieri, pp. 374–375