د ايټاليې اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ايټاليې اقتصاد زيات پرمختللی د بازار اقتصاد دی. دا هېواد په اروپايي اتحاديه کې دريېم ستر اقتصاد لري، د اسمي جي ډي پي له اړخه په نړۍ کې اتم ستر اقتصاد دی او د جي ډي پي (PPP) له پلوه دولسم ستر اقتصاد دی. ايټالیه د اروپايي اتحاديې، يوروزون (هغه سيمه چې د اروپايي اتحاديې غړي هېوادونه پکې موقعيت لري)، OECD، G7 او G20 سازمانونو بنسټګر غړی دی. دا هېواد په نړۍ کې لسم ستر صادرونکی دی چې په ۲۰۱۹ز کال کې يې ۶۳۲ مليارده ډالرو په ارزښت صادرات کړي. دا هېواد د اروپايي ټولنې له نورو هېوادونو سره نږدې سوداګريزې اړيکې لري، له کومو سره چې د ټولې سوداګرۍ  ۵۹٪ برخه تر سره کوي. په صادراتو کې د بازار د شراکت له اړخه د دې هېواد تر ټولو ستر سوداګريز شریکان المان (۱۲.۵٪)، فرانسه (۱۰.۳٪)، متحده ايالات (۹٪)، هسپانيه (۵.۲٪)، انګلستان (۵.۲٪) او سويټزرلينډ (۴.۶٪) دي.[۱][۲][۳]

له دويمې نړیوالې جګړې وروسته پړاو کې، ايټاليه د کرنې پر بنسټ اقتصاد څخه بدلون وموند، کوم چې د نړيوالو جګړو د پايلو له امله سخت اغېزمن شوی و، او دا هېواد د نړۍ په يو له پرمختللو هېوادونو، په نړيوالې سوداګرۍ او صادراتو کې مخکښ هېواد وګرځېد. د بشري پرمختګ د شاخص تر مخې، دا هېواد د ژوند له خورا لوړ معيار څخه برخمن دی. د «اکانومسټ» په وينا، ايټاليه د نړۍ اتم د ژوند لوړ معيار لرونکی هېواد دی. ايټالیه د نړۍ درېيمې سترې د سرو زرو زېرمې لري او د اروپايي اتحاديې په بوديجه کې خالصه ونډه اخستونکی درېیم ستر هېواد دی. سربېره پر دې، د دې پرمختللي هېواد خصوصي شتمني په نړۍ کې يو له سترو شتمنيو څخه ده. د خصوصي شتمنۍ له پلوه، ايټالیه له هانګ کانګ وروسته، له خصوصي  شتمنۍ څخه د جي ډي پي په تناسب سره دويم ځای لري. [۴][۵][۶][۷]

اټياليه د نړۍ په کچه د توليداتو په جوړولو (هغه تولیدات چې د ماشين په کارولو سره جوړېږي) کې شپږم ستر هېواد دی، کوم چې د نړیوالو ګڼ ملیتي شرکتونو د یو کوچني شمېر د پرتلې په کچه د نورو اقتصادونو په پرتله او د زياتو متحرکو کوچنیو او منځنیو کچو سوداګريزې ادارې لری، کوم چې د ګڼو صنعتي برخو په ډلبندۍ کې شمېرل کېږي او د ايټاليې د صنعت د ملا تير جوړوي. ايټاليه خورا مهم توليدات لري او صادروي. د دې هېواد په توليداتو کې ماشينونه، موټرې، درمل، فرنيچر (د کور، دفتر او نورو ساختمانونو د عيارولو سامان الات)، خوراکي توکي او لباس شامل دي. له همدې امله  ایټاليه د پام وړ سوداګريز زياتوالی (مازاد) لري. دا هېواد همدا راز د اغېزناکې او نوښتي سوداګرۍ اقتصادي برخې، صنعتي او مسابقتي کرنيزه برخه (ايټاليه په نړۍ کې د شرابو تر ټولو ستر توليدونکی دی) او په تخليقي ډول طرحه شوي د غوره معيار تولیداتو د جوړولو له امله هم شهرت لري: په دې کې موټرې، بېړۍ، د کور سامان الات او د طراحينو لباسونه شامل دي. ايټاليه په اروپا کې د هوساينې د وسايلو تر ټولو ستر مرکز دی او په نړيواله کچه د هوساينې درېيم مرکز دی. د ایټاليې د توليداتو برخه د لوړ معيار تولیداتو سره د مزدور د کم مصرف پر بنسټ د چين او نورو مخ پر وده اسيايي اقتصادونو سره د سيالۍ کولو وړتيا لري. ايټالیه د کارګرۍ يوه پياوړې څانګه لري، په کومه کې چې د خلکو يوه ستره برخه (۴.۵٪) په اروپايي اتحاديه کې د کاري همکارۍ پر مټ استخدام شوې ده.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د دې مهمو برياليتوبونو سره سره اوسمهال هېواد د جوړښتي او ناجوړښتي ستونزو سره مخ دی. د ودې کلنۍ کچه يې عموماً د اروپايي اتحاديې له منځنۍ کچې څخه کمه وي. ايټاليې په ځانګړي ډول د ۲۰۰۰ز لسيزې په وروستيو کې له اقتصادي بحران څخه سخت زيان ليدلی. له ۱۹۸۰ز لسيزې څخه راپدېخوا زیاتو دولتي لګښتونو په ولسي پورونو کې سخت زياتوالی راوستی. سربېره پر دې، د ايټاليې د ژوند معيار تر ډېره بريده په شمال او سويل کې وېشل شوی دی: په شمالي ايټالیه کې د سړي سر منځنی جي ډي پي په څرګند ډول د اروپايي اتحاديې له منځنۍ کچې څخه زيات دی، په داسې حال کې چې په سويلي ايټاليه کې ځينې سيمې او ايالاتونه په څرګند ډول له منځنۍ کچې ښکته دي. په منځنۍ ايټاليه کې، د دې پر ځای د سړي سر «جي ډي پي» د منځنۍ کچې ده. په وروستيو کلونو کې، د ايټاليې د سړي سر «جي ډي پي» وده کرار کرار د «يوروزون» منځنۍ کچې ته ورسېده، په داسې حال کې چې د دې هېواد د استخدام کچه اوس هم شاته پاتې ده. بیا هم، اقتصاد پوهان د دولتي شمېرو سره مخالفت څرګندوي، ځکه چې په ډېر شمېر کې غېر رسمي دندې (د ۱۰٪ او ۲۰٪ کار ځواک اټکل شوی دی) د غېر فعاليت يا د بې روزګارۍ په کچه کې د زياتوالي لامل ګرځېدلی. په سويلي ايټاليه کې سيوري اقتصاد (يعنې پټ يا غېر قانوني اقتصاد چې په شمېرو کې يې راپور نه ورکول کېږي) ډېر دی، په داسې حال کې کله چې د شمال پر لور ځي، نو دا اقتصاد کمښت پيدا کوي. په حقيقي اقتصادي شرايطو کې، سويلي ايټاليه تقريباً د منځنۍ ايټاليې له کچې سره سمون لري.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

تاريخ[سمول]

د ايټاليې اقتصادي تاريخ په درې مهمو پړاونو کې وېشل کېدای شي چې هغه دا دي: د هېواد له متحد کېدو وروسته د هلو ځلو يو لومړی پړاو، د کومې ځانګړتیا چې زیاته کډوالي او د جمود ښکار شوې وده ده؛ له ۱۸۹۰ز څخه تر ۱۹۸۰ز لسيزې پورې د پیاوړي اتحاد يو منځنی پړاو، کوم چې د ۱۹۳۰ز لسيزې د ستر رکود او دوه نړيوالو جګړو له امله دريدلی و او د سستې ودې يو وروستی پړاو، کوم چې د ۲۰۰۸ز کال د نړيوال مالي بحران وروسته د غبرګ رکود له امله لوړ شو، له کوم څخه چې دا هېواد په وروستيو کلونو کې کرار کرار بهر راوځي. [۲۲]

د صنعتي کېدو پړاو[سمول]

له اتحاد مخکې، د ډېرو ايټالوي ايالتونو اقتصاد تر ډېره بريده پر کرنه ولاړ و؛ په هر حال، کرنيز زياتوالي په شمال لوېديځه ايټاليه کې هغه څه منځ ته راوړل چې تاريخ پوهان يې «له صنعت څخه مخکې» بدلون بولي، کوم چې د ۱۸۲۰ز لسيزې څخه پيل شوی و، د کوم له امله يې چې د تولیدي فعالیتونو تمرکز خپور شو،  که څه هم دا تولیدي فعالیتونه ډېری يې د لاسي صنايعو و، په ځانګړي ډول د «کاونټ اف کيور» د زياتې ازاد خيالې واکمنۍ پر مهال په « Piedmont-Sardinia» کې. [۲۳][۲۴]

په ۱۸۶۱ز کال کې، د ايټاليې متحدې پاچايۍ له منځ ته راتګ وروسته، د نوي هېواد د وروسته پاتې والي په اړه په واکمنه طبقه کې ژور بيداری پيدا شو، دا ځکه چې د PPS د شرايطو تر مخې روښانه کړای شوي د سړي سر «جي ډي پي» د انګلستان په پرتله نږدې نيمايي او د فرانسې او المان په پرتله شا اوخوا ۲۵٪ کمه وه. د ۱۸۶۰ او ۱۸۷۰ز لسيزو په اوږدو کې، د تولید کارونه وروسته پاتې او د کوچنۍ کچې وو، په داسې حال کې چې د لوړې کچې کرنيزه برخه د ملي اقتصاد د ملا تير حيثيت درلود. دې هېواد کې د ډبرو سکرو او وسپنې د سترو زېرمو کمی و او وګړي يې تر ډېره بريده بې سواده وو. په ۱۸۸۰ز لسيزه کې، د کرنې يو سخت بحران د «پو» په دره کې د کرنې ډېرې نوې لارې چارې متعارفې کړې، په داسې حال کې چې له ۱۸۷۸ز څخه تر ۱۸۸۷ز کال پورې، د خونديتابه تګلارې په دې موخه وړاندې کړای شوې، څو د يو درانده صنعت بنسټ کېږدي. د فولادو او وسپنې یو شمېر ستر کارونه ژر تر ژره د اوبو ځواک وړتيا لرونکو سيمو په شا او خوا کې راټول شول، په ځانګړي ډول د منځنۍ ايټاليې په «الپاين» غونډیو او «امبريا» کې، په داسې حال کې چې «ټورين» او «ميلان» د رخت جوړولو، کيمياوي موادو، انجنيرۍ او بانکدارۍ په برخه کې چټکتيا راوسته او «جينوا» د ملکي او پوځي بېړيو جوړولو برخه ونيوله.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

په هر حال، د صنعتي کېدو خپرېدلو، کومه چې د هېواد د شمال لويديځو سيمو ځانګړتيا وه، تر ډېره بريده «وينيشيا» او په ځانګړي ډول سويل له منځه وويست. د پايلې په توګه له هېواده وتلي ايټالويان تر شپږ ويشت ميلیونه ايټالويانو رسېږي، کومه چې د ۱۸۸۰ او ۱۹۱۴ز کلونو تر منځ ډېره برخه ده؛ ډيری پوهان دا د اوسنۍ زمانې تر ټولو ستر ډله ييز هجرت بولي. د سترې جګړې پر مهال، ايټالوي دولت چې لا هم کمزوری و، په بريالیتوب سره یو نوی جنګ پر مخ یوړ او ويې کولای شول چې شا او خوا پنځه ميليونه استخدام شوي کسان په وسله سمبال او وروزي. خو دا پايلې يې په وېرونکې قیمت تر لاسه کړې: د جګړې تر پايه پورې، ايټاليې ۷۰۰۰۰۰ سرتيري له لاسه ورکړل او په دې هېواد د ملياردونه ليرو دولتي پور و. [۳۰][۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. Hall, Peter A.; Soskice, David (2001). Varieties of Capitalism: The Institutional Foundations of Comparative Advantage. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 131. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-191-64770-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Report for Selected Countries and Subjects". www.imf.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "CIA World Factbook: Italy". CIA. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Select Country or Country Groups". www.imf.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. . The Economist Intelligence Unit's quality-of-life index.
  6. (په 5 January 2013 باندې). Italia terza al mondo per riserve d'oro, per ogni cittadino dote di 1.650 euro.
  7. (په 1 February 2013 باندې). Quel bilancio Ue poco equilibrato.
  8. "Manufacturing, value added (current US$) Archived 10 October 2017 at the Wayback Machine.". accessed on 17 May 2017.
  9. "Manufacturing statistics". Eurostat. November 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Workman, Daniel (27 December 2018). "Italy's Top 10 Exports". World's Top Exports. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Workman, Daniel (2 March 2019). "Top Industrial Robots Exporters". World's Top Exports. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Woodard, Richard (19 March 2013). "Italian wine now 22% of global market". Decanter. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Gustafson, Krystina (31 December 2015). "The world's biggest luxury markets in 2015". www.cnbc.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Italy remains the third market for luxury goods". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 19 May 2005 باندې). Knowledge Economy Forum 2008: Innovative Small And Medium Enterprises Are Key To Europe & Central Asian Growth. The World Bank
  16. "The Power of Cooperation – Cooperatives Europe key statistics 2015" (PDF). Cooperatives Europe. April 2016. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "REGIONAL ACCOUNTS YEARS 2017-2019" (PDF). ISTAT. 22 December 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Anno 2017 CONTI ECONOMICI TERRITORIALI" (PDF) (په اطالوی ژبه کي). ISTAT. 13 December 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "GDP per capita growth (annual %) | Data". data.worldbank.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "In Italia 3,7 milioni di lavoratori in nero". LaStampa.it. 14 October 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په August 29, 2019 باندې). Il Sud d'Italia e i settori che evadono di più.
  22. Toniolo, Gianni, المحرر (2013). The Oxford handbook of the Italian economy since unification. New York, NY: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199936694. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Riall, Lucy (1999). The Italian risorgimento : state, society, and national unification (الطبعة Repr.). London [u.a.]: Routledge. د کتاب پاڼې 53. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415057752. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Killinger, Charles L. (2002). The history of Italy (الطبعة [Online-Ausg.]). Westport, Conn. [u.a.]: Greenwood Press. د کتاب پاڼې 112. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0313314834. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Toniolo, Gianni, المحرر (2013). The Oxford handbook of the Italian economy since unification. New York, NY: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199936694. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Hildebrand, George Herbert (1965). Growth and Structure in the Economy of Modern Italy. Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press. د کتاب پاڼي 307–309. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Zamagni, Vera (1993). The economic history of Italy, 1860–1990 : from the periphery to the centre (الطبعة Repr.). [New York]: Clarendon Press. د کتاب پاڼې 64. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0198287735. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Kemp, Tom (1985). Industrialization in nineteenth-century Europe (الطبعة 2nd). London: Longman. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0582493841. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Ciccarelli, Carlo; Fenoaltea, Stefano (July 2010). "Through the Magnifying Glass: Provincial Aspects of Industrial Growth in Post-Unification Italy" (PDF). Banca d'Italia. د کتاب پاڼې 4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Cohen, Robin (1995). The Cambridge Survey of World Migration. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 114. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-44405-7. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Clark, Martin (1984). Modern Italy, 1871–1982. New York City: Longman. د کتاب پاڼې 186. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-582-48361-3. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)