د ايران او افغانستان د اوبو تړون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ايران او افغانستان د اوبو د تړون له مخې: دویمه ماده : ټول هغه اوبه چې د هملند سیند څخه ایران ته ورکول کيږي په نورمال یا غیرې نورمال کال کې په منځني ډول په یوه ثانیه کې 22 متره مکعبه دي خو افغانستان د ښه ګاونډیتوب له کبله څلور متر مکعب اضافه ورکوي چې ټولې 26 متره معکب کيږي . خو

 ایران د نړیوالو او د همدې تړون خلاف لومړی یو نهر بیا وروسته څلور نهرونه چې ۵۵ متر مکعب اوبه په هر ثانیه او اوس نهه نهره  د تړون خلاف جوړ کړي دي .چې ۱۵۰ متر مکعب اوبه په هر ثانیه کې زیرمه کوي بل دا چې هغه اوبه چې دوباره نیمروز ته راتللی هغه یی هم بندې کړي دي  ځکه دا اوبه تر زاهدان او کرمان پوری هم رسيږي  د واټرپمپونو سربیره زمونږ اوبه په ډالرو پر کویت قطر او په دوبی هم پلوری او د کوهک په نوم یې د برښنا بند هم جوړ کړی چی همدا بریښنا زمونږ په نیمروز او هلمند ځینو سیمو هم پلوری ایران  د شوي تړون خلاف چې په كې درې سيمې د اوبو د اخستلو لپاره ټاكل شوي، له ۳۰ تر۴۰ سيمو څخه اوبه اخلي. د ياد تړون د پنځمې مادې له مخې ايران، د هلمند د سيند پر اوبو له هغې كچې پورته چې په تړون كې تثبيت شوې ده، د هېڅ ډول ادعا حق نه لري. د ياد تړون په هيڅ ماده کې افغان حکومت له ايران سره داسې تعهد نه لري چې ګويا ايران دې د سيستان او بلوچستان او د زاهدان ښار د ځمکو خړوبولو لپاره د اړتيا وړ اوبه د هلمند له سيند نه واخلي. خو له بده مرغه چې د راپورونو له مخې همدا اوس هم د تړون خلاف زاهدان ته ۳۷ مليون متر مكعبه اوبه د هلمند له سيند ورکول کيږي> او هڅه کوي چې په افغانستان کې هغه بندونو چې د دې سیند پر سر جوړيږي مخه یې ونیسي ښه بیلګه یې د بخش اباد د بند جوړیدل دي او غواړي دا سیمې په یوه نه يو ډول سره نا امني کړي چې فراه ولایت یې ښه بیلګه ده .دا چې ایران ولې دا کار کوي نو سبب یې دا دی چې ایران ځکه داسې اټکل شوی چې ایران به  تر 2025 کال پورې  د اوبو له کمښت سره مخ شي په همدې حال کې په کال 1393 کې واشنګټن پوسټ هم راپور ورکړو او وویل چې  ایران د اوبو د کمښت له خطرناک حالت سره مخ دی . په ایران کې د اوبو د کمښت عوامل د نفوسو وده، نا ګټوره کرنه او د اوبو د ښه مدیریت نشتون  دی  چې ورځ تر بلې دا مسله له ایران سره سختیږي او افغان حکومت باید خپلو اوبو ته ځانګړی پاملرنه وکړي او که ایران بیا هم د اوبو نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي نو نړیوالو بنسټونو ته چې د اوبو په برخه کې کار کوي شکایت وکړي .

محمد داود نیازی