Jump to content

د اوکیناوا جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اوکیناوا جګړه چې مستعار نوم یې د ایسبرګ عملیات و د آرام سمندر یو له لویو جګړو څخه وه چې د متحده ایالاتو د سمندري او مرین وسله والو ځواکونو له خوا د جاپان د سلطنتي ځواک پر وړاندې وشوه. د اوکیناوا لومړنی برید د ۱۹۴۵ زکال د اپرېل په لومړۍ نېټه وشو چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د آرام سمندر په صحنه کې تر ټولو لوی ځمکنی او سمندري برید و. د اوکیناوا په چاپېر کې کراما ټاپوګان د مخه نیونکو اقداماتو په توګه د مارچ په ۲۶مه نېټه د متحده ایالاتو د ۷۷ مې پیاده لوا له خوا نیول شوي وو. دغې ۸۲ ورځنۍ جګړې د ۱۹۴۵ زکال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۲۲مې نېټې پورې دوام وموند. د ایسلنډ هوپېنګ له اوږدو عملیاتو وروسته متفقینو ځواکونو هوډ درلود د اوکیناوا په لوی ټاپو کې د کاډینا هوايي اډې څخه د جاپان په اصلي ټاپو ګانو باندې په ډوان فال نومي پلان شوو عملیاتو کې ګټنه وکړي، چې له یادو ټاپو ګانو څخه یې ۳۴۰ مایله (۵۵۰ کیلومتره) فاصله لرله. [۱][۲][۳][۴][۵]

متحده ایالاتو په یاد ټاپو کې د جګړې لپاره لسم پوځ جوړ کړ؛ دغه پوځ د متحده ایالاتو د ۷مې، ۲۷مې، ۷۷مې او ۹۶مې پیاده لواګانو او همدارنګه د ۶مې سمندري لوا د لومړۍ او دویمې قطعې څخه جوړ شو. لسم پوځ له دې امله ډېر ځانګړی و چې تاکتیکي هوايي پوځ (د وسله وال پوځ او سمندري ځواکونو ګډې قومندانۍ ته اړوند) یې درلود او د سمندري او ځمکنیو ګډو ځواکونو له خوا یې ملاتړ کېده. په مقابل لوري کې بیا د جاپان ۳۲م پوځ جګړه کوله. [۶]

دغه جګړه په انګریزۍ کې د « typhoon of steel» په نامه یادېږي چې د فولادي طوفان په معنې دی او په جاپاني هم په همدغه معنی « tetsu no bōfū» بلل کیږي. دغه مستعار نوم د جګړې شدت، د جاپانیانو کمی کازه بریدونو او همدارنګه د متفقینو پریمانه بېړیو او زرهي وسایطو ته اشاره لري چې په دغه ټاپو باندې یې په برید کې ونډه لرله. دا د آرام سمندر د جګړو تر ټولو خونړۍ جګړه وه چې له امله یې د متفقینو له اړخه ۵۰ زرو او د جاپان له اړخه هم ۱۱۷ زرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته؛ په دغو کې هغه اوکیناوايي وګړي هم شامل و چې د جاپان له پوځ سره ودرېدل. د سیمه ئیزو چارواکو په خبره لږ ترلږه ۱۴۹۴۲۵ تنه اوکیناوايي وګړي د اجباري ځان وژونو له امله مړه او یا هم ورک شول. [۷][۸][۹][۱۰]

د دغې جګړې په سمندري عملیاتو کې دواړو لورو په پام وړ شمېر بېړۍ او الوتکې له لاسه ورکړې چې په دغو کې د جاپان یاماتو جنګي بېړۍ هم شامله وه. له جګړې وروسته په اوکیناوا کې د بېړیو یو لنګرځای له متحده ایالاتو سره مرسته وکړه څو د جاپان په اصلي ټاپوګانو باندې د خپل پلان شوي برید په موخه له هغو څخه د ځواکونو د ځای پر ځای کولو او همدارنګه د الوتکو د الوتنې د نږدې مرکز په توګه ګټنه وکړي.

د جګړې ترتیبات

[سمول]

متفقین

[سمول]

په ټولیزه توګه، متحده ایالاتو له ۱۰۳۰۰۰ څخه زیات سرتېري (له دغې شمېرې سربېره ۳۸ زرو نورو سرتېرو شتون درلود چې د توپ خانې، پوځي ملاتړ او مرکزي قومندانۍ سرتېري او همدارنګه نور ۹۰۰۰ خدماتي ځواکونه په کې شامل و)، څه باندې ۸۸۰۰۰ سمندري سرتېري او ۱۸۰۰۰ سمندري پرسونل (ساختماني کارکوونکي او طبي پرسونل) لرل. د جګړې د پیل پر مهال ۱۸۲۸۲۱ سرتېري د متحده ایالاتو د لسم پوځ تر قوماندې لاندې وو. پلان دا و چې جنرال سایمون بولیوار باکنر جونیر به د عملیاتو د ځمکني پړاو تر پایه مرستیال اډمیرال ریچمونډ کې. ټرنر او له دغو څخه وروسته به په مستقیم ډول اډمیرال ریمونډ اې سپرونس ته راپور ورکونکی وي. د جګړې په اوږدو کې د متحده ایالاتو سمندریزو، هوايي او مرین وسله والو پوځونو ته د اړوندو الوتکو شمېر له ۳۰۰۰ څخه زیات و؛ په دغو الوتکو کې جګړه کوونکې، برید کوونکې، جاسوسي کوونکې او بم غورځونکې الوتکې شاملې وې. ورته مهال په کې ۱۸ جنګي بېړیو، ۲۷ کرویزر، ۱۷۷ له منځه وړونکو/ د هغو سکورټ کوونکو، ۳۹ الوتکو وړونکو (۱۱ پرواز وړ، ۶ سپکې او ۲۲ سکورټ وړونکې) او د سرتېرو ملاتړ کوونکو ګڼ شمېر ټرانسپورټي بېړیو ونډه لرله. [۱۱][۱۲]

د بریتانوي ځواکونو ملتیا هم د بریتانیا د سمندریز ځواک ۲۵۱ الوتکو کوله چې د دغو ځواکونو په اډانه کې د اسټرالیا، نیوزلنډ او کاناډا په ګډون د بریتانوي همګټو هېوادونو بېړیو او پرسونل هم شتون درلود. [۱۳]

جاپان

[سمول]

د جاپان ځمکنۍ لښکرکشي (چې تر ډېره یې دفاعي بڼه لرله) د ۳۲م منظم پوځ د ۶۷۰۰۰ سرتېرو او د جاپان د سلطنتي سمندري پوځ د شاوخوا ۹۰۰۰ سرتېرو له خوا چې په اوروکو سمندري اډه کې مېشت و (د دغو ځواکونو یوازې څو سوه یې د ځمکنۍ جګړې په برخه کې روزل شوي وو)  ترسره شوه. سربېره پردې له دوی سره ۳۹۰۰۰ ریوکیواني وګړي مل و (په دغو کې د بویېټي په نامه په چټکۍ سره جوړه شوې ۲۴۰۰۰ کسیزه ملیشه ډله او ۱۵۰۰۰ یونیفورم نه لرونکي کارګران شامل وو). جاپانیانو د لیته خلیج د جګړې له مهاله له کامی کازه (هوايي انتحاري برید) تاکتیکونو څخه ګټنه کوله، خو د لومړي ځل لپاره یې دفاعي کړنلار خپله کړه. د اپرېل په لومړۍ نېټه سیمې ته د امریکايي ځواکونو له رسېدو وروسته د مۍ تر ۲۵مې نېټې پورې د اوو کامي کازه بریدونو هڅه شوه چې په ټولیزه توګه په کې ۱۵۰۰ الوتکو ونډه لرله.

۳۲م پوځ په پیل کې له ۹م، ۲۴م او ۶۲م لښکر او همدارنګه د ۴۴مې مختلطې خپلواکې لوا څخه جوړ و. ۹م لښکر له برید مخکې تایوان ته لېږدول شوی و او له همدې امله د جاپان دفاعي پلان ګډوډ شو. په پام کې وه چې لومړنی مقاومت به په سوېل کې د جنرال میتسورو اوشیجیما، د هغه د درستیزوال جنرال ایسامو چو او د عملیاتي مشر ډګروال هیرومیچي یاهارا له خوا رهبري شي. یاهارا له دفاعي ستراتیژۍ څخه ملاتړ کاوه، خو چو د بریدګرې ستراتیژۍ ملاتړی و.

په شمال کې د ځواکونو قومنداني ډګروال تاکهیدو کوله. د سمندري ځواکونو قومندان هم اډمیرال مینورو اوتا و. د دوی ګمان دا و چې امریکایان به له ۶ څخه تر ۱۰ لواګانې د جاپانیانو د دوه نیمو لوا ګانو پر وړاندې جګړې ته ولېږي. دوی دا محاسبه کړې وه چې د هر امریکايي لښکر ځواک د غوره کیفیت او د وسلو د شمېر له مخې د جاپاني یو لښکر د ځواک په پرتله پنځه یا شپږ ځله کیږي. له دې سربېره له هغو سره سمندري او پریمانه هوايي ځواک هم شتون درلود.

د ماشومانو قرباني

[سمول]

د اوکیناوا په جګړه کې د جاپان سلطنتي پوځ له ۱۴ کلنو څخه نیولې تر ۱۷ کلنو ۱۷۸۰ تنه د ښوونځي زده کوونکي د اوسپنې او وینې د ځواکونو (Tekketsu Kinnōtai) په نامه د سلطنتي ځواکونو په لومړۍ کرښه کې ځای پر ځای کړل، په داسې حال کې چې ښځینه هیمیوري زده کوونکې یې د ټپیانو د درملنې په واحدونو کې وګمارلې. دغه چاره د قانون پر ځای د پوځ د وزارت په امر ترسره شوه. دوی زده کوونکي د داوطلبه سرتېرو په توګه د سرتېرو په لیکو کې ځای پر ځای کړل. واقعیت دا و چې پوځي چارواکو ښوونځیو ته امر وکړ چې نږدې ټول زده کوونکي اړ کړي ځانونه د داوطلبو سرتېرو په توګه ثبت کړي؛ ځینې مهالونه یې اړین اسناد په جعلي توګه جوړول. د تکستو کینوتای شاوخوا نیم غړي په ټانګونو باندې په ځانمرګو بریدونو او چریکي عملیاتو کې ووژل شول. [۱۴]

د شاوخوا ۲۱ منځنیو ښوونځیو له زده کوونکو څخه چې د زده کوونکو پوځ یې جوړاوه ۲۰۰۰ زده کوونکو د جګړې په ډګر کې ژوند له لاسه ورکړ. آن تر دې چې نجونې زده کوونکې هم د جګړې د سختو شرایطو له ستونزو سره مخ وې، په داسې حال کې چې ډیرو یې د جاپاني سرتېرو د روغتیا پالونکو په توګه خدمت کاوه. [۱۵]

سرچينې

[سمول]
  1. کينډۍ:Citation-attribution
  2. Feifer 2001 pp. xi, 99–106
  3. "Okinawa: The Costs of Victory in the Last Battle". The National WWII Museum | New Orleans (په انګليسي ). 2022-07-07. لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "The United States Navy assembled an unprecedented armada in March and April 1945". Militaryhistoryonline.com. خونديځ د اصلي څخه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "The American invasion of Okinawa was the largest amphibious invasion of all time". Historynet.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ مارچ ۲۰۰۸ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Wheelan, Joseph (2020). Bloody Okinawa: The Last Great Battle of World War II (په انګليسي ) (چاپ 1st). New York: Hachette Books. مخونه 343. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-306-90320-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "Okinawa: The Typhoon of Steel". American Veterans Center. 1 April 1945. خونديځ د اصلي څخه ۰۳ مې ۲۰۱۲. لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. At 60th anniversary, Battle of Okinawa survivors recall 'Typhoon of Steel' – News – Stripes Archived 5 April 2020 at the Wayback Machine., Allen, David; Stars and Stripes; 1 April 2005.
  9. Huber, Thomas (May 1990). "Japan's battle of Okinawa, April–June 1945". Combined Arms Research Library. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اکتوبر ۲۰۰۴ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "Number of names Inscribed/沖縄県". Okinawa Prefecture. لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Rottman, Gordon (2002). Okinawa 1945: The Last Battle. Osprey Publishing. مخونه 39. د کتاب نړيواله کره شمېره 1841765465. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. The Great Courses. World War II: The Pacific Theater. Lecture 21. Professor Craig Symonds
  13. Hobbs, David (January 2013). "The Royal Navy's Pacific Strike Force". US Naval Institute. خونديځ د اصلي څخه ۲۲ جولای ۲۰۱۸. لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Huber, Thomas (May 1990). "Japan's battle of Okinawa, April–June 1945". Combined Arms Research Library. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اکتوبر ۲۰۰۴ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. "[Official] Himeyuri Peace Museum". www.himeyuri.or.jp. خونديځ د اصلي څخه ۱۱ جنوري ۲۰۲۳. لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)