د اوکراین په جنوب کې جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اوکراین په جنوب کې جګړه د عملیاتو هغه دوامداره  صحنه ده چې د روسیې له خوا په اوکراین د یرغل سره چې د کال ۲۰۲۲ د فبرورۍ په ۲۴ پیل شو را منځ ته شوې ده. روسي وسله والو ځواکونو د روسيې له خوا له اشغال شوې کریمیا  کې له خپل مرکزڅخه د خرسون په ولایت، میکولیف ولایت، زاپورېژیا په ولایت او د اوکراین په جنوب حمله وکړه اوهلته له اوکراینې ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل شول. د روسي حملې د جنوب عملیاتي عناصر د اوکراین په شرق کې له عملیاتي عناصرو  سره یو ځای شول تر څو په ګډه د دونستک په ولایت کې د ماریپول ښار محاصره او بمبارد کړي چې له میاشتو محاصرې وروسته یې سقوط وکړ.  [۱][۲]

د مارچ په میاشت کې خرسون ونیول شو او له هغه وروسته روسي قواوې میکولیف لمنو ته په چټکۍ سره وړاندې لاړې او هلته جبهه په اګست کې د اوکرین له خوا تر حملي پورې ثابته پاتې شوه. اوکراینې قواوو د دنیپرو د سیند غربې اوشمالي سیمې بیرته ونېوې او جبهه د کال ۲۰۲۲ په نومبر کې د خرسون په جنوب کې ثابته پاتې شوه. خرسون چې په کال ۲۰۲۲ کې د روسیې د حملې په لړ کې یوازینې نیول شوی ولایتې مرکز و د نومبر په ۱۱ بیرته آزاد شو. [۳]

مخینه[سمول]

په کال ۲۰۱۴ کې د nیګنیتي انقلاب  څخه وروسته( Dignity revolution) )  ( دا داوکراین د انقلاب په نامه هم یادېږي چې په اوکراین کې د کال ۲۰۱۴ په فبرورۍ میاشت کېد ایورو مېدن له اعتراضاتو چې په لړ کې په کیف کې مرګونې جګړې وشوې او له امله یې ټاکل شوی ولسمشر  ویکتور یانوکوویچ لرې شو)  پېښ شو د کریمیا جزیره له اوکراین څخه تر لاسه او خپل ځان سره الحاق کړه. روسي ځواکونو د کریمیا خود مختاره جمهوریت  د اتو کلونو لپاره اشغال کړ. په دې جزیره کې د روسي ځواکونوحضور د اوکراین له بحران سره سم لس زره نورو اضافي ځواکونو ته لوړشو. [۴][۵][۶]

د فبرورۍ په ۲۴، روسی ځواکونو د کریمیا په شمال کې د کانال کنترول تر لاسه کړ او په دې سره کریمیا وکولای شو چې د دې کانال له اوبو چې له کال ۲۰۱۴ څخه بندې شوې وې ګټه واخلي.  د فبرورۍ په ۲۶، د ماریپول محاصره پیل شوه ځکه د ښار په شرق حمله تر سره شوه چې جبهه یې په دنباس کې د جدایې غوښتونکو له تسلط لاندې سیمو سره ونښلوله. د لارې په اوږدو کې، روسي ځواکونه بر دیانسک ته ننوتل او دا ښار یې ونیو. د مارچ په ۱، روسي ځواکونو په ملیتوپول باندې یرغل وکړ او هغه یې له نژدې نور ښارونو سره ونیو، ایوان فيدروف د ملیتوپول ښاروال وروسته اعلان وکړ چې روسي ځواکونو ښار اشغال کړی دی. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د فبرورۍ د ۲۵ په سهار، روسي واحدونه چې د دونتسک د خلکو په جمهوریت پورې یې تړاو درلود د ماریپول په لور پرمختګ وکړخو دپیلوپیل کلې ته نژدې د اوکراینو ځواکونو له لوري ماتې سره مخامخ شول. راپورونو وښودله چې د همدې ورځي تر ماښام پورې روسي سمندرې ځواکونو  د اژو دسیند په غاړه ماريپول نه ۷۰ کیلومتره (۴۳ میله) لرې یوه اوبه ایزه او ځمکنۍ حمله تر سره کړه. یوه امریکایي دفاعي چارواکي وویل چې ښایي روسیې په زرګونه سمندرې ځواګونه په دې ساحل کې پیاده کړي وي.  [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د فبرورۍ په ۲۶، بلې روسي قوې د کریمیا له شمال څخه چې د روسیې په ۲۲ قول اردو پورې اړونده وه زاپوريژیا اتومي برېښنا دستګاه ته نژدې شوه. د فبرورۍ په ۲۸، د انرهودار د سیمې په محاصره پیل وکړ تر څو وکولای شي د هستوي برېښنا د دستګاه کنترول لاس ته راوړي. د جګړې په مهال په دستګاه کې یو اور ولګېد. د اتومې انرژۍ نړیوالې استاذولۍ وویل چې اړین لوازم زیانمن نه شول. د مارچ تر ۴ پورې، د اتومې برېښنا کنترول روسي ځواکونو لاس ته ورغی. په دستګاه کې له اورلګېدنې سره سره، د برېښنا دستګاه د تشعشع کوم انتشار ثبت نه کړ.     [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

له کریمیا څخه دریمې یرغل کوونکې ډلې شمال غرب خواته حرکت وکړ، او هلته یې د دنیپر په سیند څو پلونو کنترول لاس ته راووړ. د مارچ په دویمه، روسي ځواکونو د خرسون جګړه یوړه او دا هغه لومړنې اوکرایني ښارو چې روسي ځواکونو د یرغل له پیل ونیو. روسي ځواکونو مایکولایف خواته حرکت وکړ او په ښار یې دوه ورځې وروسته یرغل وکړ چې د اوکراینې ځواکونو له خوا یې مخه ونیول شوه. د مارچ په دویمه، اوکرایني ځواکونو  هورلکلیوکا باندې چې له کال ۲۰۱۴ څخه را پدې خوا د دونسیتک خلکو جمهوریت له خوا کنترولېده یوه متقابله حمله تر سره کړه. د مارچ په ۱۴ په ماریپول باندې د  نویو میزایلي حملو د تر سره کېدو په اړوند اوکرایني دولت ادعا وکړه چې په ښار کې ۲۰۰۰ کسان وژل شوېدي.  [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د مارچ په ۱۸، مارېپول په بشپړ ډول محاصره شو او جګړه د ښار مرکز ته ورسيده، او د ملکیانو تخلیه له خنډ سره مخ شوه. د مارچ په ۲۰ د هنرونو یوښوونځی چې ۴۰۰ خلکو پناه وروړې وه د روسي بمونو په واسطه ویجاړ شو. روسانو د ټول ښار د تسلیمېدو غوښتنه وکړه خو اوکرایني دولتې چارواکو یې غوښتنه رد کړه. د مارچ په ۲۴، روسي ځواکونه مرکزي ماریپول ته ننوتل . د ښار ادارې ادعا وکړه چې روسانو دادیسه د ښار د نیولو په  ادعا سره  د هغوی د بریالیتوب په اړوند د چغو وهلو له لارې غوښتل د خلکو روحیه تضعیف کړي.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

د مارچ په ۲۷ د اوکراین د لمړي وزیر مرستیال اولها ستیفنیشنا ووویل (( د ماریپول اوسېدونکې اوبو، خوراکي توکو او نورو شیانو ته هېڅ  لاس رسی نه لري.د ښار ۸۵ سلنه برخه  ویجاړه شوې ده)) (( د روسیې موخې له بشریت سره هیڅ تړاو نه لري)). د مارچ په ۲۹ پوتین د یوې تلفوني مکالمې په لړ کې ایمانوویل ماکرون ته وویل چې د ماریپول بمبارد به هغه وخت ودروي چې اوکرایني ځواکونه ټول ماریپول تسلیم کړي.  [۳۷][۳۸]

د اپرېل په لومړۍ، د ملګرو ملتونو له خوا د نجات د یوې هڅې چې غوښتل یې د ماریپول جګړې څخه ژوندې پاتې شوي خلک د مخصوصو سرویسونو په واسطه له مریپول څخه وباسې د روسي ځواکونو له مخنیوی وشو او هغوی سرويسونو ته په داسې حال کې اجازه ورنکړه چې ښار ته ننوزي جې په استانبول کې د سولې خبرې روانې وې. د اپریل په دریمه، د نظامي حملې د لومړي پړاو په پای کې او له کیف څخه د روسي ځواکونو له وتلو وروسته، روسیې د اوکراین جنوب او وړاندې غرب ته خپلې حملې او بمباردونه د اودیسه، مایکولایو سیمو او د زاپوریژژیا د اتومې برېښنا په دستګاه باندې پراخ کړل . [۳۹][۴۰][۴۱]

مهالوېش[سمول]

د روسیې له خوا جنوبې خرسون نیول[سمول]

له هغه وروسته چې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین باندې د نظامی عملیاتو اعلان وکړ، نو روسې هوایي قواوو د خرسون په څو ښارونو کې خبلې موخې د بالیستیک اوکروز په توغندیووويشتل. د هوايي ملاتړ څخه په استفاده، روسي وسله وال ځواکونه خرسون ته د کریمیا له لارې چې په کال ۲۰۱۴ کې له روسیې سره ملحقه شوې وه تیر شول. روسي سمندري قواوو په توره بحیره کې یوه سمندري محاصره په لاره واچوله تر څو د اوکراین له خوا  خرسون ته نژدې د مېشتو واحدونو مخنیوی وشي او د اوکراین جنوب ته د مالونو د جریان او تجارت مخه ونیول شي.   [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

په محلي وخت د سهار په دری نیمو بجو، اوکراین ټول تجارتي انتقالات د اژوی په بحر کې بند کړل او ۱۰۰ بیړۍ په بندر کې بندې پاتې شوې. تر ماښام بورې روسان خرسون ته و رسېدل او او دخرسون په جګړه کې له اوکرایني قواوو سره ښکېل شول. په پیل کې روسان د دنیپر له سیند څخه د انتونیوسکې د پله له لارې تېر شول خو د اوکراین میکانیزه قواوو وکولای شو چې پل بېرته ونیسي.  [۴۶][۴۷]

د اوکراین یوه لوا توظیف شوه چې د هنیکچسک پل چې د پرېکوپ تنګې ته نژدې پروت و ویجاړ کړي تر څو له کریمیا له لوري د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه ونیسي. ویتالیچ سکاکون د جګړې انجنیر چې په پله کې یې چاودېدونکې مواد ځای په ځای کړی و وخت پیدا نه کړ چې له پله څخه شاته لاړ شي نو پل یې وران کړ او ځان یې هم وواژّه. سکاکون ته د ولسمشر زیلنسکي له خوا د اوکراین د اتل لقب ورکړل شو.  [۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

سرچينې[سمول]

  1. "Russian forces seize Chernobyl, parts of Kherson region". Daily Sabah (په انګلیسي ژبه کي). 24 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Ukraine says it was attacked through Russian, Belarus and Crimea borders". CNN (په انګلیسي ژبه کي). 23 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۴ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Ukraine troops enter centre of Kherson as Russians retreat in chaos". the Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 2022-11-11. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 18 March 2014 باندې). Putin Reclaims Crimea for Russia and Bitterly Denounces the West. The New York Times.
  5. (په 18 March 2014 باندې). Ukraine crisis: Putin signs Russia-Crimea treaty. BBC News.
  6. (په 4 February 2022 باندې). Russian Troops in Final Stages of Readiness Add to Worries for Ukraine. The New York Times.
  7. (په 24 February 2022 باندې). Russian forces unblock water flow for canal to annexed Crimea, Moscow says. Reuters.
  8. "Российская военная техника заняла территорию бывшего аэропорта "Бердянск" – горсовет" (په روسي ژبه کي). UNIAN. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. کينډۍ:Cite tweet
  10. (په 24 March 2022 باندې). Ukrainians claim to have destroyed large Russian warship in Berdyansk. CNN
  11. Zadorozhnaya, Anastasia (1 March 2022). Войска оккупанта готовят наступление на Мелитополь [Invader's troops are preparing an attack on Melitopol]. RIA Melitopol (په روسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۲ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Korobova, Marina (1 March 2022). "Мелитополь не сдался, Мелитополь – временно оккупирован" – городской голова о ситуации на 1 марта ["Melitopol did not surrender, Melitopol is temporarily occupied" – the mayor on the situation on March 1]. Mestnyye Vesti (په روسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۲ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Fierce battles raging in all directions near Mariupol – mayor". Interfax-Ukraine. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Richárd, Jabronka (25 February 2022). "Így áll most a háború Ukrajnában: több nagyvárosban harcok dúlnak, megtámadtak egy orosz repülőteret" [This is how the war in Ukraine is now: fighting is raging in several big cities, a Russian airport has been attacked]. Ellenszél (په مجارستانی ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. . Battle ongoing near Mariupol – mayor.
  16. (په 25 February 2022 باندې). "Amphibious assault" underway west of Mariupol on the Sea of Azov, senior US defense official says. CNN
  17. "Russian Navy Carries Out Amphibious Assault Near Mariupol". The Maritime Executive. مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Russian forces are about 31 miles outside southeastern Ukrainian city of Mariupol, US defense official says". CNN. 27 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۷ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 26 February 2022 باندې). Ukraine official says Russian troops approaching Zaporizhzhia nuclear plant. National Post.
  20. "The Russians paused the invasion, but aren't losing". Australian Financial Review. 28 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 4 March 2022 باندې). Ukraine nuclear plant on fire after Russia shelling.
  22. "Russian forces attacking Zaporizhzhia nuclear power plant in Ukraine, per multiple reports". Business Insider Australia. 3 March 2022. مؤرشف من الأصل في ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 3 March 2022 باندې). Russian forces strike Ukraine from multiple fronts, including at power plant. ABC News.
  24. (په 4 March 2022 باندې). Russian troops take Zaporizhzhia nuclear plant. ABC News.
  25. . Ukraine loses control over crossing to Kherson.
  26. (په 2 March 2022 باندې). First Ukraine City Falls as Russia Strikes More Civilian Targets. The New York Times.
  27. (په 4 March 2022 باندې). Ukrainian defenders repelled attack on Mykolaiv city, fighting continues on outskirts.
  28. "First in 7 days of war Ukrainian units go on offensive advancing to Horlivka – Arestovych". Interfax Ukraine. 2 March 2022. مؤرشف من الأصل في ۰۲ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 22 June 2015 باندې). Resident of Russian-held Horlivka: 'We have nothing'.
  30. (په 14 March 2022 باندې). Ukraine puts death toll in Mariupol bombardment at more than 2,500. CNN
  31. (په 18 March 2022 باندې). Fighting reaches central Mariupol as shelling hinders rescue attempts.
  32. (په 20 March 2022 باندې). Ukraine rejects Russian demand to surrender port city of Mariupol in exchange for safe passage. CBS News
  33. (په 21 March 2022 باندې). Ukraine refuses to surrender Mariupol as scope of human toll remains unclear. Canadian Broadcasting Corporation
  34. (په 25 March 2022 باندې). Ukraine war in maps: Tracking the Russian invasion. BBC News.
  35. Clark, Mason; Barros, George; Stepanenko, Kateryna (24 March 2022). "Russian Offensive Campaign Assessment, March 24". Institute for the Study of War. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جون ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په 20 March 2022 باندې). Russian forces bomb school sheltering 400 people in Mariupol, city council says. CNN
  37. (په 30 March 2022 باندې). Ukraine War: Putin demands Mariupol surrender to end shelling. BBC News.
  38. (په 27 March 2022 باندې). Ukrainian official: Mariupol 'simply does not exist anymore'. The Hill.
  39. (په 1 April 2022 باندې). Ukraine: No 'plan B' for evacuation of shattered Mariupol, say humanitarians, as Friday attempt fails. UN News.
  40. (په 3 April 2022 باندې). Missiles hit Ukraine refinery, 'critical infrastructure' near Odessa. SPH Media Trust
  41. (په 11 March 2022 باندې). Video analysis reveals Russian attack on Ukrainian nuclear plant veered near disaster. NPR
  42. (په 24 February 2022 باندې). Ukraine conflict: What we know about the invasion. BBC News.
  43. Huang, Han. "How did Russia attack Ukraine? Invasion map explained in graphics". South China Morning Post (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. (په 24 February 2022 باندې). Watch | Russian vehicles enter Ukraine via Crimea. The Hindu.
  45. "Black Sea blockade: Ukraine accuses Russia of major maritime escalation". Atlantic Council (په انګلیسي ژبه کي). 10 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "Ukraine Closes Sea of Azov Amid Military Action by Russia". Wall Street Journal (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۴ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. "Імовірність прориву на Миколаїв знизилася: військові відстояли Антонівський міст" (په یوکرائني ژبه کي). Ukrinform. 25 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. "Vitalii Skakun, who blew up the bridge in Henichesk at the cost of his own life, is a graduate of Lviv Polytechnic". Lviv Polytechnic National University. 26 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۷ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. "Ukrainian soldier blew himself up on bridge to block advancement of Russian tanks". yahoo.com. 25 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. "Ukrainian soldier blew himself up on bridge to block advancement of Russian tanks". The Independent (په انګلیسي ژبه کي). 25 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. "Ukrainian serviceman Skakun blows up Henichesk bridge to stop advance of tank column" (په انګلیسي ژبه کي). Ukrinform. 25 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)