د اوکراین د شمال جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اوکراین په شمال کې جګړه په اوکراین باندې دروسیې د یرغل د عملیاتو یوه صحنه وه. په دې جګړه کې د روسيې له لوري د روسیې، اوکراین او بلا روس ترمنځ په سرحدونو باندې یرغل و چې د کال ۲۰۲۲ د فبرورۍ په ۲۲ پیل شو تر څو د اوکراین په پلازمینه کیف او کیف شاوخوا سیمو لکه کیف ولایت او شمالي سیمو کې په ژیتومیراولایت، سمی ولایت او چرنییوف ولایت باندی کنترول تر لاسه شی، کیف د اوکراین د دولتی پلازمینه او د اوکرایني وسله والو ځواکونو عمومې مرکزدی.  [۱][۲][۳][۴]

روسي ځواکونو په پیل کې څو ښا رونه او ښار ګوټي ونیول خو لوژستیکي او اکمالاتي نیمګړتیاوو، د اوکراین شدید مقاومت او په پای کې ضعیف مورال د روسیې پر مختګ له ځنډ سره مخ کړ. د کال ۲۰۲۲ په اپریل میاشت کې  د درنو تلفاتو له زغملو وروسته او له نورپرمختګ څخه د پاتې کېدو له امله، روسیې خپل ځواکونه له کیف او زيتومیر له ولایت څخه ووېستل او اوکرایني ځواکونو د دې سیمو کنترول بیرته لاس ته راووړ.  [۵][۶][۷][۸][۹]

جګړه[سمول]

په کیف کې د روسیې پرمختګ[سمول]

د کال ۲۰۲۲ د فبرورۍ په سهار روسیې د کیف په ښار کې په عمده موخو باندې لکه بوریسپیل نړیوال هوايي ډګر، د کیف په هوایي ډګر د توپونواو میزایلو حملې وکړې. ظاهرا روسیې غوښتل چې د دشمال له لورې د چټک میکانیزه پرمختګ او په ښار کې د سپتسناز ( دروسیې خاصې قواوې)  د نفوذ له لارې چې د هوایي قواوو ملاتړ ورسره و په چټکې سره کیف ونیسي. د روسيې هوایي ځواکونو هڅه کوله چې کیف ته نژدې دوه هوایي ډګرونه ونیسي نو د فبرورۍ په ۲۶ یې د انتونوف په هوایي ډګر حمله وکړه او ورته ځمکنۍ حمله یې په  واسیلکیف کې د واسیلکیف هوایي بېز ته نژدي تر سره کړه.  [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د روسیې حملې د څو عواملو له امله نابریالۍ وي، چې په دې عواملو کې د روسیې او اوکرایني ځواکونو تر منځ د مورال او اجرأتو تر منځ نا برابري، د اوکرایني ځواکون له خوا دوړلو وړ پېچلو وسلو استعمال چې د غربي ائتلافونو له خوا ورته چمتو شوې وي، د روسانو  له خوا ضعیف لوژستیکي او تجهیزاتي اجرأت، په هوایي وړاندې والي کې د روسیې پاتې راتلل او د لویو ښارونو محاصرې په مهال د روسې نظامیانو کمزوري کېدل شامل و. کله چې روسي ځواکونو د کیف په لور پرمختګ کاوه نو د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي خبرداری وکړ چې ویجاړوونکې ځواکونه ښار ته نژدې کېدونکي دي .  اوکراینیانو ادعا وکړه چې د هغوی یواځې ۳۰ تنو د خاصو عملیاتو ځواکونو وکولای شي د روسیې حمله ماته کړي. اوکراینیانو د روسانو یو کاروان چې د ۲۰۰۰ ځواکونو له خوایې ملاتړ کېده کمین کړ، درې وسایط موټر یې تخریب کړل او په پاتې کاروان یې حمله وکړه او په ترڅ ګې یو شمېر پلونه هم ویجاړ شول. دې ښکیلتیا په مؤقتی ډول له بلا روس څخه دروسانو د هغه پرمختګ مخه ونیوله چې ۷۰۰۰۰ عسکر او ۷۰۰۰ وسایط پکې ښکېل و. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د  راپورونو له مخې ، د واګنر ډلې مزدورو عسکرو او د چیچن ځواکونو هڅه وکړه چې زیلنسکي ووژني ، خود اوکراین دولت وویل چې دا هڅې  د روسیې په فدرالي امنیتي اداره کې د جګړې ضد چارواکو له خوا چې له اوکراین سره یې د زیلنسکې د وژنو پلانونه شریکول خنثی شوې. [۲۴]

روسي ځواکونو غوښتل چې کیف ونیسي نو د فبرورۍ په ۲۴ یې یوه آزما یښتۍ حمله جنوب خواته د بلاروس له لورې د د نیپرو د سیند د غربۍ غاړې په امتداد تر سره کړه، ظاهرا ددې حملې موخه دا وه چې له غرب لوري د کیف ښار محاصره کړي خو خپل ځواکونه یې د اپرېل تر ۷ پورې بیرته وایستل ترڅو جنوب شرقي جبهه کې بیا اکمال او پیاده شي. دا حمله د روسيې له لوري د دنیپرو د سیند د شرقي غاړې په امتداد د دوو جلا محوري حملو په واسطه ملاتړ کېده: په غربې خوا کې په چرنهیو او شرقي خوا کې د سمي له لوري. ظاهرا د دې حملې موخه دا وه چې کیف ښار له شرق او شمال شرق لوري محاصره کړي. [۲۵][۲۶]

د حملې قوه د چرنوبل ممنوعه سیمې ته ورسېده او د چرنوبل د اتومې بټې د برق دستګاه  او پریپیات د ارواوو ښار ( هغه ځای ته ویل کېږي چې د ډول ډول عوامول لکه جګړه ، طبیعي پېښو او نورو له امله پرېښودل شوی وي) یې ونیول. په چرنوبل کې تر بري وروسته روسي قواوو په ایوانکیف کې سنګر ونیو چې د سرحد او کیف ترمنځ یو کلیدي ښار ګوټی و. د امریکا د دفاع وزیر لیود آستین ښکاره کړه چې د حملې په لومړې ورځ د روسیې ځينې پیاده او میکانیزه قواوې د ۳۲ کیلومترۍ ( ۲۰ میله) پورې پر مختګ وکړ. [۲۷][۲۸][۲۹]

د روسیې پرمختګ تر ډېره د لوژستیکې ستونځو له امله چې تر یوه برېده د بلاروس د اپوزیسیون له خوا پېدا شوې وي  وځنډېد ځکه د رېل پټلۍ ناراضي کار ګرانو، هکرانو او امنیتی ځواکونو په بلا روس کې رېل پټلۍ کرښې مختل کړې. دا عملیات چې په بلاروس کې د رېل پټلۍ جګړه نومېده د افرادو او درې لویو شبکو په واسطه چې بایپول ، د رېل پټلۍ د کارګرانو د ټولنې او سایبري چریکانو نومېدل تنظیم شوې وه.

په نورو شمالي سیمو کې عملیات[سمول]

د فبرورۍ په ۲۴ د سمي ولایت ( د اوکراین او روسیې تر منځ له سرحد څخه ۳۵ کیلومتره (۲۲) میله لرې ښار ) په لوري د روسي ځواکونو یو بل پرمختګ په دې ښار د روسي ځواکونو د حملې پایله وه. په ښاري جګړه کې د روسانو پرمختګ شاته و تمبول شو او اوکرایني قواوو په بریالیتوب سره ښار ونیو. د اوکرایني منابعو په وینا، له سلو ډېر زره لرونکي وسایط ویجاړ کړل شول او ډېر عسکر ووژل شول. روسي ځواکونو په اوختیرکا باندې هم حمله وکړه او هلته یې ترموباریک وسلي ( داسې وسلې چې ګاز لرونکې ورېځې یې جوړولې)  وکارولې.  [۳۰][۳۱]

په داسې حال کې چې په سومي کې جګړه په شدت سره روانه وه، نو د مارچ په ۴، روسي ځواکونه غرب لوري ته د لویې لارې په امتداد له سومي څخه برووري ته چې د کیف شرقي سیمه وه ورسېدې.  د مارچ د ۴ جګړه د فریدیرک کاګان له خوا ارزول شوې ده او لیکلي یې دي چې (( د سومي محور اوسمهال د کیف په لور د روسیې د پرمختګ لپاره یوه بریالۍ او خطرناکه ناکه لاره ده)). هغه یادونه کړې ده چې (( په دې سیمه کې میکانیزه پرمختګ لپاره جغرافیا مساعده ده ځکه دا سیمه هواره او کم نفوسه ده او ښه دفاعي مواضع جمتو کوي)). د جنګ د مطالعې لپاره د انستیتوت په وینا، دا چې روسي ځواکونو ونشو کولای چې د مارچ له ۸ څخه وروسته نوې سیمې ونیسي ، نو دا ممکنه ده چې هغوی د کیف په شرق کې ځواکونه ځای په ځای کړي او وکولای شې په سومي ولایت کې د اوکراینیانوضد حملو په وړاندې دفاع وکړي.   [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

په کیف باندې د جګړې په مهال، ژیتومېر ولایت هم اغیزمن شو، روسي ځواکونو چې کیف ته نژدې یې عملیات کول د مارچ تر ۳ پورې یې ۲۰ میله ( ۳۲ کیلومتره) د بیهون په لور په مخ لاړل. د اوکرایني ځواکونو عمومي قومندان چد ژيتومير په ولایت کې دوه تکتیکي لیوا ډله مېشته وې. چېرنیهيو ته نژدې روسیې ځواکونو د پيوکا په هوایي ډګر یرغل وکړ او باتورین ته نژدې د چرنیهیو لمنو کې د ټانکو جګړه روانه وه. [۳۶]

د راپورونو له مخې، د فبرورۍ په ۲۵ په یوه بجه او نهو دېرشو دقیقو روسي ځواکونه د سومې له ښار څخه شاته شول، په داسې حال کې چې په راتلونکې ورځ کې اوکراین د کونوتوپ کنترول له لاس ورکړ، روسي ځواکونو روسي سرحد څخه ۹۰ کیلومتره (۵۶ میله)  لرې دویم لوی ښار ونیو او  چوچیوف ته هم ننوتل. [۳۷][۳۸]

تر دویمې ورځې پورې روسي ځواکونه سنوسک، سوسنیستیا، مېنا، سیمینوکا، هورودنیا، کوریوکیوکا او نوهورود سیورسکي ته ننوتل یا ورنژدې شول. د اوختیرکا یوه ښوونځي کې د اوره ګان ۲۷ یو میزایل ونښت چې یو محافظ یې وواژه او یو ښوونکې او یو زده کوونکي یې ټپیان کړل. د اوکراین ځواکونو د روسانوشاته تمبولو لپاره په سخت مقاومت لاس پورې کړ. د فبرورۍ په ۲۶، په ټوله ورځ کې په سومي کې د روسي قواوو او دفاعي ځواکونو تر منځ جګړه روانه وه. د راپورونو له مخې روسي قواوو وکولای شو چې د ښار نیمه برخه ونیسي خو اوکرایني ځواکونو یرغلګر شاته و تمبول، او په سومې کې د جګړې په مهال درې تنه ملکیان ووژل شول.  [۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

سرچينې[سمول]

  1. (په 24 February 2022 باندې). Battle underway for airbase on Kyiv outskirts. France 24.
  2. (په 24 February 2022 باندې). Russian troops advancing toward Kyiv as war rages throughout Ukraine. The Globe and Mail.
  3. "Russian Offensive Campaign Assessment, March 3". Critical Threats. مؤرشف من الأصل في ۰۳ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 25 February 2022 باندې). Russian Forces Close In on Ukraine's Capital, Bombing Intensifies. The Wall Street Journal.
  5. (په 7 March 2022 باندې). 'A family died... in front of my eyes': Civilians killed as Russian military strike hits evacuation route in Kyiv suburb.
  6. (په 7 March 2022 باندې). Bucha, Vorzel, Hostomel under enemy's control, situation remains critical.
  7. Qena, Nebi; Karmanau, Yuras. "Moscow says it will curb assault on Kyiv, Chernihiv; Russian troops seen withdrawing". www.timesofisrael.com (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۱ اپرېل ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Ukraine war latest: Ukraine says it has retaken entire Kyiv region". مؤرشف من الأصل في ۰۲ اپرېل ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Kyiv region "liberated" from Russian forces, senior Ukrainian defense official says". 2 April 2022. مؤرشف من الأصل في ۰۲ اپرېل ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 24 February 2022 باندې). Russian troops advancing toward Kyiv as war rages throughout Ukraine. The Globe and Mail.
  11. (په 24 February 2022 باندې). Ukraine invasion map: Where Russia's troops have attacked in the war so far and how Putin will target Kyiv. i.
  12. (په 25 February 2022 باندې). Fresh pre-dawn explosions heard in Ukraine's capital, Kyiv, with reports Russian plane downed. ABC News
  13. (په 24 February 2022 باندې). Battle Underway for Airbase on Kyiv Outskirts. Moscow Times.
  14. . Russia claims to take control of Hostomel airport just outside Kyiv. The Times of Israel.
  15. (په 26 February 2022 باندې). {{{title}}}.
  16. . {{{title}}}.
  17. Roblin, Sebastien (27 February 2022). "At Vasylkiv, Ukrainians Repel Russia's Paratroopers and Commandos in Frantic Night Battle". 19FortyFive. مؤرشف من الأصل في ۲۷ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 20 March 2022 باندې). Russia's war for Ukraine could be headed toward stalemate.
  19. (په 21 March 2022 باندې). Opinion: Against all odds, Ukrainians are winning. Russia's initial offensive has failed..
  20. Kemp, Richard (22 March 2022). "The Russian army has run out of time". The Daily Telegraph. مؤرشف من الأصل في ۲۲ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 24 February 2022 باندې). Explosions heard in Kyiv as Russia presses Ukraine assault. Associated Press.
  22. (په 24 February 2022 باندې). Ukraine president warns of Russian saboteurs in Kyiv as U.S., allies pile on new sanctions. NBC News.
  23. "Defense official recalls 30 Ukrainian SOF soldiers hampering Russia's advance toward Kyiv". 11 April 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 3 March 2022 باندې). Volodymyr Zelensky survives three assassination attempts in days. The Times.
  25. Kagan, Frederick; Barros, George; Stepanenko, Kateryna (4 March 2022). "Russian Offensive Campaign Assessment, March 4". Institute for the Study of War. مؤرشف من الأصل في ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 5 March 2022 باندې). Russian Offensive Campaign Assessment, March 4. CriticalThreats.
  27. (په 24 February 2022 باندې). Ukraine loses control of Chernobyl nuclear site, amid battles in Kyiv outskirts. The Times of Israel.
  28. Українські військові під Києвом зупинили колону російських танків [The Ukrainian military stopped a column of Russian tanks near Kyiv]. Gazeta (په اوکرايني ژبه کي). 25 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 24 February 2022 باندې). Explosions heard in Kyiv as Russia presses Ukraine assault. Associated Press.
  30. "Бои под Сумами: артиллерия и "Байрактары" уничтожили 100 танков и 20 "Градов" оккупантов". مؤرشف من الأصل في ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 26 February 2022 باندې). {{{title}}}. Berdyansk City Council
  32. (په 5 March 2022 باندې). Russian Offensive Campaign Assessment, March 4. CriticalThreats.
  33. Kagan, Frederick; Barros, George; Stepanenko, Kateryna (4 March 2022). "Russian Offensive Campaign Assessment, March 4". Institute for the Study of War. مؤرشف من الأصل في ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په 5 March 2022 باندې). Russian Offensive Campaign Assessment, March 4. CriticalThreats.
  35. Institute for the Study of War Archived 2022-03-13 at the Wayback Machine. - RUSSIAN OFFENSIVE CAMPAIGN ASSESSMENT, MARCH 11. Retrieved 12 March 2022
  36. "Russian Offensive Campaign Assessment, March 3". Critical Threats. مؤرشف من الأصل في ۰۳ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Krizheva, Tatiana (24 February 2022). "Russia invaded Ukraine. The situation in Chernihiv region. TEXT BROADCAST". Suspilne. مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "1st day of War. Chronicles. Putin launched a large-scale invasion of Ukraine". Odessa Journal. 24 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۵ اپرېل ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Oles Drukach (25 February 2022). "Ворог відступив: у Сумах біля кадетського корпусу закінчився переможний бій" (په اوکرايني ژبه کي). Channel 24. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ فبروري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. (په 25 February 2022 باندې). 'Almost not possible' for Ukraine to win without West's help, Ukraine official says. Politico.
  41. (په 26 February 2022 باندې). Ukraine war news from February 25: Kyiv suburbs breached, Russian forces face resistance, Zelensky warns Russia will 'storm' capital. Financial Times.
  42. Roman Olearchyk (په 26 February 2022 باندې). Russian aircraft forced to land in Belarus, Ukrainian army says. The Financial Times.
  43. "Ukraine attacked: Map of sites targeted by Russia's invasion". www.nbcnews.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Krizheva, Tatiana (25 February 2022). "The second day of the armed attack. Chernihiv region. TEXT BROADCAST". Suspilne. مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Katerina Rodak (25 February 2022). "В Охтирці росіяни обстріляли дитячий садок та сховище з людьми". Zaxid.net (په اوکرايني ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "В Охтирці російські окупанти покидали БТРи та розбіглися — Геращенко". Новини Чернівці: Інформаційний портал «Молодий буковинець». مؤرشف من الأصل في ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)