د اوکراين ولسمشر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اوکراين ولسمشر د اوکراين دولت مشر دی. ولسمشر په نړيوالو اړيکو، د دولت بهرنۍ سیاسي تګلارې فعاليت اداره کوي، مذاکرات کوي او نړيوال تړونونه کوي. ولسمشر نېغ په نېغه د اوکریان د خلکو له خوا د پنځو کلونو مودې لپاره ټاکل کېږي (که ولسمشريزې ټاکنې له وخت مخکې او د مهال وېش تر مخې وي)، يواځې په پرله پسې د دوه دورو لپاره محدوديت لري.[۱]

د ولسمشر رسمي هستوګنځای د «مارينسکي» ماڼۍ ده، د پلازمېنې کيف په «پيچارسک» ولسوالۍ کې موقعيت لري. په نورو رسمي هستوګنځايونو کې يې د «House with Chimaeras» او «House of the Weeping Widow» په نومونو ماڼۍ شاملې دي، له کومو چې د بهرنيو استازو د رسمي ليدنو پر مهال کار اخستل کېږي. د يوکراين د ولسمشر رسمي دفتر په غیر رسمي ډول د هغې کوڅې له امله چې دا دفتر پرې پروت دی د «بانکوف» په نوم ېادېږي، دا دفتر د ولسمشر د دفتر تر څنګ ولسمشر ته د کورنيو، بهرنيو او حقوقي موضوعاتو په اړه مشوره هم ورکوي.

د ۱۹۹۱ز کال د ديسمبر په پنځمه نېټه د دې دفتر له جوړېدو راهيسې، تر اوسه د يوکراين شپږ ولسمشران ټاکل شوي دي. «ليونيډ کراويچوک» لومړی ولسمشر و، له ۱۹۹۱ څخه تر ۱۹۹۴ز کال پورې کله چې هغه استفعا ورکړه ولسمشر و. ليونيډ کراويچوک يواځينی ولسمشر دی چې دوه پرله پسې دورې يې ولسمشري کړې. «ويکټور يوشچينکو، پیټرو پوروشينکو، او ويکټور يانوکوويچ» يو يو ځلې ولسمشري کړې، د وروستي ولسمشر ځای يو سرپرست ولسمشر «اوليکسانډر ټورچينوف» ونيو، ټورچينوف وروسته د ۲۰۱۴ز کال د فبرورۍ په يو ويشتمه نېټه د يوکراين د پارلمان د رئيس په توګه هم دنده تر سره کړه. «اوليکسانډر ټورچينوف» د اوسني يوکراين په تاريخ کې يواځينی سرپرست ولسمشر تېر شوی. يوکراين د متحده ايالاتو په څېر نه دی، په متحده ايالاتو کې سرپرست ولسمشر په سملاسي ډول د ولسمشرۍ واکونه او مسئوليتونه تر لاسه کوی، خو په يوکراين کې د سرپرست ولسمشر واکونه ډېر محدود دي. د ۲۰۱۵ز کال د جون په ۱۸ نېټه، يانوکوويچ په رسمي ډول د يوکراين د ولسمشر له لقب څخه په رسمي ډول بې برخې کړای شو. د يوکراين حکومت د نیمه صدارتي نظام څخه ګټه اخلي، په کوم کې چې د دولت او د حکومت د مشر دندې سره جلا جلا دي، په دې بنسټ د يوکراين ولسمشر د ملت د حکومت مشر نه دی. لومړی وزير د حکومت د مشر په توګه خدمات وړاندې کوي، کومه دنده چې اوس «ډينياس شمايل» پر مخ وړي چې په ۲۰۲۰ز کال کې يې په کار پيل کړی.[۲][۳][۴][۵]

اوسنی ولسمشر يې ولادمير زيلينسکي دی، چا چې د ۲۰۱۹ز کال د مۍ مياشتې په ۲۰مه نېټه د دې د فتر لوړه وکړه.

ټولکتنه[سمول]

ولسمشر د يوکراين د وسله وال پوځ سراعلی قوماندان او د ملي امنيت او دفاعي شورا مشر هم دی، کوم چې د ملي امنيت او دفاع په برخه کې ولسمشر ته سلا ورکوي، اجرائيه واکونه همغږي او مديريت کوي. د يوکراين د اساسي قانون تر مخې، ولسمشر د هېواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا، د يوکراين د اساسي قانون د څار او بشري او د خلکو د حقوقو او ازاديو تضمينونکی دی. [۶]

د واکونو د وېش پر بنسټ، ولسمشر د پارلمان او قضايي نظام واکونه تايدوي. د بېلګې په ډول، هر هغه قانون چې پارلمان يې تصويب کړي، کېدای شي چې د ولسمشر له خوا رد شي؛ خو پارلمان کولای شي چې د اساسي قانون د ۲/۳ رايو په ورکولو سره د ولسمشر د رد مخنيوی وکړي. ولسمشر د «ويرخونا رادا» (پارلمان) د منحل کولو لپاره ډېر محدود واک لري او د يوکراين د وزيرانو کابينې ته د بهرنيو چارو وزير او د دفاع وزير نوماندوي. د قانون جوړونکې محکمې د اتلسو قاضيانو له ډلې شپږ يې د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي. د ولسمشر پرېکړې د يوکراين د محکمو له خوا بيا کتل کېږي، خو يواځې د اساسي قانون محکمه دا واک لري چې د ولسمشر فرمانونه د اساسي قانون خلاف اعلان کړي. هغه مهال چې په نده کې وي ولسمشر د خونديتابه حق لري.

د يوکراين له ولسمشرانو څخه بيا بيا عامو اتباعو غوښتنه کړې چې د دوی سره د دوی د شخصي ستونزو په حل کې مرسته وکړي (کله کله په بريالۍ توګه)؛ په ۲۰۱۲ز کال کې، د هغه مهال ولسمشر «يونوکويچ» هره مياشت له خلکو څخه له ۱۰،۰۰۰ څخه نيولې تر ۱۲،۰۰۰ پورې ليکونه تر لاسه کول. د سيمه ييز حکومت د نظره غورځول په يوکراين کې زوړ دود دی.[۷]

تاريخ[سمول]

لومړی مشرتابه[سمول]

د اوسني يوکراين د ولسمشرۍ د منځ ته راتګ مخکې، د پخواني يوکرايني دولت د مشر دفتر په رسمي ډول په تبعيد کې د «انډريا ليوټسکيا» له خوا جوړ شوی و. د يو کراين د خلکو جمهوريت د لومړيو کلونو په پيل کې د ولس بالفعل مشر د مرکزي «راډا» مشر هم و، په داسې حال کې چې تر ټولو لوړه اداره کوونکې هسته عمومي سکرتريت و چې مشري يې يو رئيس کوله. د پوځي تاوتریخوالي له امله د ۱۹۱۸ز کال د جنوري په ۲۵ نېټه د UPR د وروستي نړيوال اعلان څخه وروسته، د UPR مرکزي راډا (شورا) له روسيې څخه خپله خپلواکي اعلان کړه. د ۱۹۱۸ز کال د اپريل په ۲۹مه نېټه، «ميخايلو هروشوسکي» د يوکراين د خلکو جمهوريت د مرکزي رادا د لومړي مشر په توګه وټاکه او په دې ډول هغه د دې جمهوريت بالفعل مشر شو. که څه هم په پراخه کچه دا ناسمه انګېرنه شته، د دولت د مشرتابه د څوکۍ نوم مختلف و او هېڅ يو هم د «ولسمشرۍ» رسمي لقب نه درلود.[۸]

د ۱۹۱۸ز کال د اپريل په ۲۹مه نېټته، د سيمه ييزې الماني ادارې له خوا د «هيټ مين پاولو سکوروپيډسکي»، چا چې په ډېرې سختۍ سره د يوکرايني ژبې يو توری هم ويلی شو، د ټاکلو په موخه د پيل شوي کودتا پر مهال مرکزي راډا ونيول شول او په دې توګه منحل کړای شوه. د همدې کال د نومبر په مياشت کې، د «سکوروپيډسکي» د دولت د مخالف خوځښت په توګه د UPR مديريتي حکومت جوړ شو. ډېر ژر د ۱۹۱۸ز کال د ديسمبر په مياشت کې د د يوکراين د خلکو جمهوريت بېرته جوړ شو، د دې مديريتي حکومت مشري «ولاديمير وينيچينکو» کوله، نوموړي د ۱۹۱۸ز کال د ديسمبر له ۱۹مې نېټې څخه د ۱۹۱۹ز کال د فبرورۍ د مياشتې تر لسمې نېټې د دې جمهوريت د بالفعل دويم ولسمشر په توګه دنده تر سره کړه. خو په حقيقت کې دا مديريتي حکومت لنډ مهالې حکومتي هسته وه تر هغه وخته چې د يوکراين نوې اساسي قانون اسامبلي نوی ولسمشر وټاکي. «سايمن پيټليورا»  هغه مهال د دولت د استازيتوب واک په لاس کې واخيست، کله چې د ۱۹۱۹ز کال د فبرورۍ په يوولسمه نېټه «وينيچينکو» استفعاء ورکړه او د ۱۹۲۶ز کال د مۍ مياشتې تر پنځه وېشتمنې نېټې تر هغه وخته ولسمشر و چې «پيټليورا» په پاريس کې ووژل شو.[۹]

زماني جدول[سمول]

  • ۱۶۴۸ – ۱۷۶۴: د زاپوريژيان هوسټ هيټمين.
  • ۱۹۱۷ – ۱۹۱۸: د يوکراين د مرکزي شورا رئيس.
  • ۱۹۱۷- ۱۹۹۰: د کمونستي ګوند لومړی سکرتر.[۱۰]
  • ۱۹۱۸ – ۱۹۱۸: هيټمين.
  • ۱۹۱۸ – ۱۹۴۹: د ادارې رئيس (له ۱۹۲۱ څخه په تبعید کې).
  • ۱۹۱۳۸ – ۱۹۱۹۰: د شوروي اعلی مجلس د رئيسه پلاوي رئيس (د دولت رسمي مشر).
  • ۱۹۹۰ – ۱۹۹۱: د شوروي اعلام مجلس رئيس.
  • ۱۹۴۸ – ۱۹۱۹: ولسمشر (په تبعيد کې).
  • له ۱۹۹۱ څخه: ولسمشر.

په تبعيد کې[سمول]

په ۱۹۲۰ز کال کې د شوروي له بريد او د اوکرايني اشتراکي شوروي جمهوريت تر واک لاندې د یوکرايني ځمکې له راوستلو وروسته، د يوکراین ولسي جمهوريت تبعيد ته اړ شو. د «پيټليورا» په وژل کېدو سره، د دولتي چارو واک پخواني لومړي وزير «انډريا ليوټسکيا» ته ولېږدول شو، چا چې په ۱۹۴۸ز کال کې د يوکراین د ولسمشر دفتر جوړ کړ. «ليوټسکيا» (په تبعيد کې)  د ۱۹۵۴ز کال د جنورۍ تر مياشتې پورې د لومړي ولسمشر په توګه خدمت وکړ. له «ليوټسکيا» وروسته «سټيپن ويټويتسکي» د ۱۹۵۴ز کال د جنورۍ له مياشتې د ۱۹۶۵ز کال د اکتوبر په نهمه نېټه تر مړينې په دې دنده پاتې شو. د «ويټويتسکي» له مړینې وروسته، «ايوان باهريني» په لنډ مهالي ډول ولسمشريز واکونه په غاړه واخستل تر دې چې په تعبيد کې دېيم ولسمشر «مايکولا ليويتسکي» (د لومړي تبعيدي ولسمشر زوی) د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. «ليويتسکي» له ۱۹۶۷ز څخه د ۱۹۸۹ز کال د ديسمبر په مياشت کې تر مړينې ېورې ولسمشر و.[۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. (په 16 May 2014 باندې). New Ukrainian president will be elected for 5-year term – Constitutional Court.
  2. "Resolution of the Verkhovna Rada №764-VII of 23.02.2014 on conferring powers of the president of Ukraine on the Chairman of the Verkhovna Rada according to article 112 of the Constitution of Ukraine". President of Ukraine's Official website. 25 February 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اپرېل ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Published law deprives Yanukovych of presidential rank Archived 17 June 2015 at the Wayback Machine., UNIAN (17 June 2015)
  4. Volunteer battalion Azov members and former members create National Corps political party Archived 5 December 2017 at the Wayback Machine., Interfax-Ukraine (14 October 2016)
  5. Economic Interdependence in Ukrainian-Russian Relations by Paul J. D'Anieri, State University of New York Press, 1999, کينډۍ:ISBN (page 187)
  6. "President of Ukraine". Government portal. Cabinet of Ministers of Ukraine. مؤرشف من الأصل في 10 جنوري 2009. د لاسرسي‌نېټه 15 دسمبر 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Oksana Grytsenko (په 5 April 2012 باندې). Help Me, Father Czar!. Kyiv Post
  8. Ohloblyn, Oleksander and Lubomyr Wynar "Hrushevsky, Mykhailo". Encyclopedia of Ukraine.  
  9. "Vynnychenko Volodymyr Kyrylovych". Government portal. Cabinet of Ministers of Ukraine. مؤرشف من الأصل في 30 سيپټمبر 2007. د لاسرسي‌نېټه 15 دسمبر 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. On 24 October 1990, article 6 on the monopoly of the Communist Party of Ukraine on power was excluded from the Constitution of the Ukrainian SSR
  11. . Tenth President. Ukrayina Moloda