د اوکرايني پناه وړونکو کړکېچ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د اوکرياني کډوالو کړکېچ د خلکو هغه شته خوځښت دی، چې پر اوکراين باندې د ۲۰۲۲ ز کال روسي يرغل له امله رامنځته شوی دی او د فبروري په وروستيو کې د بريد له پیل څخه لږ مخکې پيل شو. د ۲۰۲۲ ز کال د مارچ ۱۹ کې ۳،۴ ميليونه وګړي له اوکراين څخه کډوال شوي وو، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۲ ز کال د مارچ ۱۶ نېټې د اټکل له مخې، ۶،۴۸ ميليونه خلک د هېواد دننه بې ځايه شوي دي. د ۲۰۲۲ ز کال د مارچ ۲۰ کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د راپور له مخې: لس (۱۰)ميليونه خلک چې د ټول نفوس څلورمه برخه کېږي، خپل کورونه پرېښي دي. ياد بريد د دويمې نړيوالې جګړې او ورڅخه د وروسته وختونو راهيسې د اروپا د تر ټولو پراخوکډوالو کړکېچ سبب شوی دی او په ۱۹۹۰ ز لسيزه کې د Yugoslav جګړو له راهيسې په اروپا کې د خپل ډول لومړنی بريد دی او په نړۍ کې د تر ټولو لوړې کډوالۍ الوتنو کچې سره، په يووېشتمه پېړۍ کې د نړۍ د تر ټولو سترې کډوالې کړکېچ څخه يو دی. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

له يرغل څخه وړاندې په Donbas کې جګړې په ۲۰۱۴ ز کال کې له خپل پيل راهيسې وار له مخه له دوه ميلیونه څخه د زياتو کډوالو او دننني ډول [د هېواد دننه] د بېځايه شويو وګړو پايله لرله. په ۲۰۲۲ ز کال کې د کډوالو پراخه ډېره کي په سيده ډول د اوکراين لويديځ کې ګاونډيو هېوادونو ته ننوتل. پولينډ د نورو ټولو اروپايي هېوادونو په پرتله ډېر کډوال تر لاسه کړل. د اوکراين نور هغه ګاونډي هېوادونه چې کډوال يې ترلاسه کړل، رومانيا، مولډوفا، هنګري او سلواکيا دي. ځيني کډوال بيا لږ څه وړاندې لويديځو اروپايي هېوادونو ته کډه شول او لږ څه يې نورو ځايونو ته هم کډوال شول. [۱۰][۱۱]

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو چې له اوکراين سره يې ګډه پوله لرله، د بايومتريک پاسپورټ ته له پاملرنې پرته د انساني مرستو پر بنسټ په اوکراين کې له جګړې څخه ټولو تښتېدونکو وګړو ته د ننوتلو اجازه ورکړې ده او يادې ټولنې پرېکړه کړې ده، چې دې وګړو ته د يوه کال لومړنۍ دورې لپاره د دې ټولنې په هر غړي هېواد کې (د کډوالو په خوښه) د پاتې کېدلو، کار کولو او زده کړې اجازه ورکړي. ځينو نا اروپایي او روماني وګړو په پوله کې د توکميز توپيري چلند راپور ورکړی دی. [۱۲][۱۳]

شمېرنې[سمول]

د کډوالو شمېرپه تېزۍ سره بدلون کولی شي او زیاتره وختونه يوازې اټکلونه دي. په يوه هېواد څخه بل هېواد ته خوځښتونه په اړين ډول رسمي نه دي ثبت شوي. اوکرايني وګړو ته په اروپا کې ځينو هېوادنو ته له اجازه ليک (وېزې) پرته د سفر کولو اجازه ورکړل شوې ده او له ځانګړې اجازې پرته په ياد هېواد کې کېدای شي، د اوږدې مودې پاتې کېدلو اجازه ورکړل شي. په نورو ځايونو کې دوی باید د پناه اخيستلو لپاره غوښتنه وکړي. د Schengen ترتيبونو له امله دوی زياتره وختونه نورو Schengen هېوادونو ته سفر کولی شي.

د انساني چارو د همغږي کولو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر د فبروري پر ۲۷ مه اټکل وکړ، چې په دوو مياشتو کې به په اوکراين کې په کور دننه ۷،۵ ميليونه بې ځايه شوي وي، ۱۲ ميليونه وګړي به روغتيايي پاملرنې ته اړتيا ولري او له جګړې څخه د تښتېدونکو وګړو شمېر به څلور ميليونه ته ورسېږي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ستر ماموريت وويل چې: ياد حالت له دويمې نړيوالې جګړې راهيسې د اروپا تر ټولو چټک د کډوالو کړکېچ و. د ۲۰۲۲ ز کال مارچ پر ۱۹ مه د UNHCR د معلوماتو له مخې، له هېواد څخه د تللو وګړو شمېر له ۳،۴ ميلون څخه زيات شو. [۱۴][۱۵]

د انساني حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ستر ماموريت د اړيکو مشر له اوکراين څخه د کډوالو د يو مخيز لېږد چټکتيا غير معمولي ياده کړه او وړانديز يې وکړ، چې په اوکراين کې دننه د بې ځايه شويو شمېر، د هېواد پرېښودونکو په پرتله لوړ دی. [۱۶][۱۷]

هېوادونه[سمول]

ګاونډي هېوادونه[سمول]

ګاونډي هېوادونه د هغو کډوالو د شمېر له مخې ترتيب شوي دي، چې دې هېوادونو ته تللي دي؛ نور هېوادونه د الفبا له مخې لښتليک شوي دي.

پولينډ[سمول]

پولنډ داسې انګېرله چې روسیه به د فبروري پر ۱۵مه نېټه باندې پر اوکراین برید وکړي. د پولينډ حکومت له ټولنو څخه تر يو ميليون کډوالو لپاره د چمتووالي غوښتنه وکړه. د ۲۰۲۲ ز کال مارچ په ۱۹ نېټه له ۲،۱ ميليون څخه زيات اوکرایني کډوال پولينډ ته ننوتل. ياد هېواد د پولې عادي رسمي چارې او قوانين د پام وړ لږ کړل او ويې ويل، چې د پېژندنې بېلابېل ډول سندونه به ومني. [۱۸][۱۹][۲۰]

د پولينډ ټولنه کې په Przemysl رېل ګاډي تمځای کې يو ځوان کډوال اشاره کوي، چې د پولينډ هره سيمه د کډوالو پر مخ پرانستې ده. سيمه یيز چارواکي د اوسېدنې وړيا ځايونه، خواړه او نور اړينې توکې برابروي. له دې ورهاخوا په پراخ شمېر ملکي وګړی او بنسټونه په خپله خوښه (رضاکارانه) مرسته، وړيا د اوسېدنې ځايونه او نورې مرستې وړاندې کوي. د کډوالو لپاره د معلوماتو په لرلو سره برېښنا پاڼې يا ويب سايټونه هم په اوکرايني ژبه دي. حکومت حقوقي بدلونونه برابروي، چې کېدای شي په پولينډ کې د اوکرايني وګړو ګومارنه اسانه کړي، که څه هم اوکراين له اروپايي ټولنې څخه د باندې دی، ځکه اوکرايني وګړي د کار اجازه ليک ته اړتيا لري. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د اروپايي شورا رئيس Charles Michel د مارچ پر دويمه د پولينډ او اوکراين تر منځ پوله وکتله او د پولينډ د هڅو ستاينه يې وکړه، چې د اوکرايني وګړو، اروپايي اتباعو او له نورو هېوادونو څخه ورتلونکو کډوالو لپاره له هر ډول توپيري چلند پرته خوندي لاره ډاډمنوي. د France Inter لپاره په يوې وروستۍ مرکه کې نوموړي د اوکرايني او پولينډي خدمت کوونکي د توکم پالنې بيان شوې ادعاوې د روسيې تبليغات او د روسيې د معلوماتي جګړې يوه برخه ياده کړه. زياتره کتونکي باور لري، چې زياتره اوکرايني وګړي کېدای شي ،ځکه په پولينډ او نورو مرکزي اروپايي هېوادونو کې پاتې شی، چې د تړلي کار بازارونو د زغم وړ ښارونو او وار له مخه شته تيت او پرکتيا ياد هېوادونه د هغو اوکراينيانو لپاره زيات غوښتونکي ځايناستې جوړ کړي دي، چې د اروپا په لويديځ کې يو څه نازکه ټاکنې (غوراوی) مومي. [۲۹][۳۰][۳۱]

رومانيا[سمول]

د مارچ ۱۹ کې د رومانيا حکومت دې هېواد ته د ۵۲۷۲۴۷ تنو اوکرايني وګړو د ورتللو راپور ورکړ. د مارچ پر ۱۵ مه نېټه باندې د باندينيو چارو وزير Bogdan Aurescu راپور ورکړ، چې نږدې ۸۰۰۰۰ تنه په ياد هېواد کې پاتې شوي دي. د رومانيا د دفاع وزير Vasile Dincu د ۲۰۲۲ ز کال د فبروري پر ۲۲ مه اعلان وکړ، چې رومانيا به د اړتيا پر مهال ۵۰۰۰۰۰ کډوال تر لاسه کړي، چې لومړني کډوال له دې اعلان څخه دوه ورځې وروسته دې هېواد ته ورسېدل. [۳۲][۳۳]

ځيني توکميز رومانيان د هغو اوکرايني اتباعو له منځه دي، چې رومانيا ته راتښتېدلي دي. [۳۴]

مولډووا[سمول]

مولډووا د هغو لومړنيو هېوادونو له ډلې څخه وه، چې له Odessa او Vinnytsia oblast څخه يې کډوال تر لاسه کړل. د دې هېواد چارواکو د کړکېچ د تنظيمولو په موخه يو مرکز فعال کړی دی، چې د کډوالو لپاره د اوسېدنې انساني هوساينه اسانوي. [۳۵][۳۶]

د ۲۰۲۲ ز کال د مارچ ۱۹ پورې ۳۶۲۵۱۴ اوکرايني کډوال مالډووا ته داخل شوي وو، چې د بل هر هېواد د سړي سر کډوالو تر ټولو لوړه شمېره ده. د (Middle East Eye) له مخې: دې حالت ټولنيزو کړکېچونو ته لاره هواره کړې ده او نړيواله مرسته قاطع اټکل شوې ده، چې د کډوالو نفوذ پر مخ وړلو لپاره د مالډووا له بنسټونو سره مرسته وکړي. Moldova د Russian-backed Transnistria سره د خپلې دننۍ شخړې له امله د روسي تېري په اړه يو ګواښوونکی نظر لري. د مالډووا حکومت وړيا بس چلونه [سفر] برابروي او رومانيا په مالډووا کې د فشار ارامولو په موخه ورسره له دې هېواد څخه رومانيا ته د وګړو په تېرېدنه کې مرسته کړې ده. [۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې[سمول]

  1. "Refugees fleeing Ukraine (since 24 February 2022)". UNHCR. 2022. مؤرشف من الأصل في ۱۰ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 2022-03-19 باندې). Biden outlines 'consequences' if China aids Russia – as it happened. The Guardian.
  3. Ramsay, George (21 March 2022). "A quarter of Ukrainians have fled their homes. Here's where they've gone". CNN. مؤرشف من الأصل في ۲۱ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ЮНИСЕФ: больше половины детей в Украине вынуждены были покинуть свои дома
  5. "'We couldn't stand it': the Ukrainians travelling for days to flee Russian bombs and rockets". The Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 2022-03-08. مؤرشف من الأصل في ۰۹ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Protecting Ukrainian refugees: What can we learn from the response to Kosovo in the 90s?". 7 March 2022. مؤرشف من الأصل في ۰۷ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "IntelBrief: China Seeks to Balance Its Interests as Russia's War on Ukraine Intensifies". The Soufan Center. 4 March 2022. مؤرشف من الأصل في ۱۰ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Beaumont, Peter (2022-03-06). "Ukraine has fastest-growing refugee crisis since second world war, says UN". The Guardian (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۹ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Keaten, Jamey (2022-03-03). "UN refugee agency: 1 million flee Ukraine in under a week". AP NEWS (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "UN-Angaben: 500.000 Menschen aus der Ukraine geflüchtet". Tagesschau.de. 2022-02-28. مؤرشف من الأصل في ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 10 March 2022 باندې). Waves of Ukrainian Refugees Overwhelm Poland. BusinessHala.
  12. "Ukraine: Council unanimously introduces temporary protection for persons fleeing the war". www.consilium.europa.eu (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۹ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Information for people fleeing the war in Ukraine". European Commission. مؤرشف من الأصل في ۱۷ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 27 February 2022 باندې). België maakt 3 miljoen euro vrij voor humanitaire hulp Oekraïne.
  15. (په 2022-03-06 باندې). Ukraine exodus is fastest growing refugee crisis in Europe since WW2 - UNHCR chief. Reuters.
  16. "More than 1.2 million refugees flee Ukraine". France 24 (په انګلیسي ژبه کي). 2022-03-04. مؤرشف من الأصل في ۰۸ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Almost 6.5 Million People Internally Displaced in Ukraine: IOM". International Organization for Migration. 21 March 2022. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Jan Pallokat (2022-02-15). "Polen bereitet sich auf Flüchtlinge vor". Tagesschau.de (په الماني ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Information on the stay in Poland of persons fleeing from Ukraine - Urząd do Spraw Cudzoziemców - Portal Gov.pl". Urząd do Spraw Cudzoziemców (په پولش ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Frequently Asked Questions - Urząd do Spraw Cudzoziemców - Portal Gov.pl". Urząd do Spraw Cudzoziemców (په پولش ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Punkty recepcyjne - Urząd do Spraw Cudzoziemców - Portal Gov.pl". Urząd do Spraw Cudzoziemców (په پولش ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Hotele dla uchodźców. Samorządy szukają miejsc zakwaterowania Ukraińców". Rzeczpospolita (په پولش ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۰ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Watch CNN reporter walk through Ukrainian refugee shelter in Poland (په انګلیسي ژبه کي), مؤرشف من الأصل في ۰۵ مارچ ۲۰۲۲, د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Mapa wielkiego serca. Tutaj widać, jak Polacy pomagają uchodźcom z Ukrainy". Spider's Web (په پولش ژبه کي). 2022-03-02. مؤرشف من الأصل في ۰۶ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. More than 700,000 Ukrainian refugees in Poland (په انګلیسي ژبه کي), مؤرشف من الأصل في ۰۵ مارچ ۲۰۲۲, د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "#PomagamUkrainie". pomagamukrainie.gov.pl. مؤرشف من الأصل في ۰۱ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "домашня сторінка - Інформація для громадян України - Portal Gov.pl". Інформація для громадян України (په یوکرائني ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Rząd maksymalnie uprości zatrudnianie Ukraińców. Chce tego m.in. branża handlowa". Businessinsider (په پولش ژبه کي). 2022-03-02. مؤرشف من الأصل في ۰۶ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Remarks by President Charles Michel after his meeting with Prime Minister of Poland Mateusz Morawiecki in Rzeszów" (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۸ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Charles Michel: "Abandonner l'Ukraine serait abandonner les valeurs européennes"" (په فرانسیسی ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۸ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 10 March 2022 باندې). Two Ukrainian Refugees Enter Poland Every Three Seconds Right Now. The Wall Street Journal.
  32. Manuel Bogner, Steffi Hentschke, Michał Kokot, Thomas Roser, Franziska Schindler, Frida Thurm: Ukrainische Bevölkerung: Auf der Flucht. Archived 2022-02-26 at the Wayback Machine. In: Die Zeit. 24 February 2022, retrieved 27 February 2022.
  33. "Aurescu, pentru CNN: 460.000 de refugiaţi ucraineni au tranzitat România, dintre care 80.000 au rămas în ţara noastră". مؤرشف من الأصل في ۲۴ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. EXCLUSIV - Mărturia unui român din Ucraina care a fugit de război în România: "Nord-bucovinenii nu prea sunt dispuși să lupte. Mulți habar nu au ce este o armă" Archived 2022-03-04 at the Wayback Machine.
  35. "Cozi la punctele de trecere a frontierei cu Ucraina, pe sensul de intrare în R. Moldova. Președinta Sandu: "Suntem pregătiți să acomodăm câteva zeci de mii de oameni. Avem pregătite mai multe scenarii în cazul în care vom avea un flux mai mare de refugiați"" (په رومانیائی ژبه کي). Ziarul de Gardă. 24 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Prim-ministra Gavrilița a oferit detalii despre măsurile întreprinse de autorități pentru gestionare fluxului de migrați. A fost creat Centrul unic de gestionare a crizei" (په رومانیائی ژبه کي). Ziarul de Gardă. 27 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۷ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 19 March 2022 باندې). 'We need to help … they are our neighbours': One of Europe's poorest nations is opening its doors to Ukrainians fleeing war. ABC News.
  38. (په 15 March 2022 باندې). Moldova greets Ukrainian refugee influx with compassion and wariness. Middle East Eye.
  39. (په 22 March 2022 باندې). Moldova calls for help to stay on feet following invasion of Ukraine. Financial Times.