د اوکران اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اوکراين اقتصاد مخ پر وده، مخلوط اقتصاد دی چې په ختځه اروپا کې موقعيت لري. د دې هېواد اقتصاد له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۸ز کال پورې هغه مهال چې په ټوله نړۍ کې ستره سوړبازاري پيل شوه، په چټکۍ سره وده وکړه، ان تر دې چې دا هېواد يې د ۲۰۰۸-۲۰۰۹ اوکرايني مالي بحران پورې ورساوه. د هېواد اقتصاد په ۲۰۱۰ز کال کې بېرته ورغېد او تر ۲۰۱۳ز کال پورې يې پرمختګ وکړ. له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۵ز کال پورې، د اوکراين اقتصاد له سخت سقوط سره مخ شو، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۵ز کال کې د دې هېواد جي ډي پي د ۲۰۱۳ز کال د ارزښت له نيمايي څخه يو څه لوړه وه. په ۲۰۱۶ز کال کې، اقتصاد يو ځل بيا په وده پيل وکړ. تر ۲۰۱۸ز کال پورې، د اوکراين اقتصاد په تېزۍ سره مخ پر وده و او د ۲۰۰۸ز کال د اندازې په پرتله نږدې ۸۰٪ ته ورسېد.

د ۱۹۹۰ز لسيزې پر مهال په رکود کې سخت پړسوب او په اقتصادي توليد کې د پخواني شوروي اتحاد د اوکراين د جي ډي پي له نيمايي څخه هم کمېدل شامل وو. په لومړي ځل په ۲۰۰۰ز کال کې د جي ډي پي وده ثبت کړای شوه او تر اتو کلونو پورې يې دوام پيدا کړ. دا وده د ۲۰۰۸ز کال د نړيوال مالي بحران له امله ودرېده، خو اوکرايني اقتصاد بېرته ورغېد او د ۲۰۱۰ز کال په لومړۍ ربعه کې يې مثبته جي ډي پي تر لاسه کړه. د ۲۰۱۰ز لسيزې په لومړيو کې، اوکران د يو ستر اروپايي اقتصاد د ډېرو برخو لرونکي هېواد په توګه پېژندل کېدو: حاصلخېزې کرنيزې ځمکې، ښه پرمختللی صنعتي مرکز، ښه روزل شوی مزدور او يو ښه تعلیمي نظام. په هر حال، د ۲۰۱۳ز کال د اکتوبر تر مياشتې، د اوکراين اقتصاد يو ځل بيا د سوړبازارۍ په منګولو کې وغورځېد. له دې مخکې دوبي کې، د روسیې له خوا د پولو د سختو سرحدي مقرراتو او ګمرکي مديريت له امله، روسيې ته د اوکران په صادراتو کې د پام وړ کمښت راغی. د ۲۰۱۴ز کال په لومړيو کې د روسيې له خوا له خپل هېواد سره د «کريميا» الحاق او د ۲۰۱۴ز کال په پسرلي کې د «ډونباس» پيل شوې جګړې د اوکران اقتصاد  ته سخت زيان ورساوه او د دې هېواد دوه صنعتي سيمې يې سختې زيانمنې کړې. په ۲۰۱۳ز کال کې، د اوکران د جي ډي پي وده صفر وه. په ۲۰۱۴ز کال کې د اوکراين اقتصاد ۶.۸٪ کمښت ولید او په ۲۰۱۵ز کال کې په جي ډي پي کې دا کچه تر ۱۲٪ پورې دوامداره پاتې شوه. د ۲۰۱۷ز کال د اپريل په مياشت کې، نړيوال بانک وويل چې په ۲۰۱۶ز کال کې د اوکراين اقتصادي وده ۲.۳٪ وه او په دې ډول سوړبازاري ختمه شوه. د دې پرمختګونو سره سره، اوکراين د سړي سر اسمي جي ډي پي له نظره د اروپا تر ټولو بې وزله هېواد دی چې ځينې ژورنالستان يې لامل د لوړې کچې فساد بولي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ۲۰۲۰ز کال په اپريل مياشت کې، نړيوال بانک راپور ورکړ چې په ۲۰۱۹ز کال کې اقتصادي وده په ۳.۲ سلنه ثابته پاتې وه چې  غوره کرنيزو حاصلاتو او په کورني لګښت متکي سکتورونو يې په سر کې ځای درلود. په ۲۰۱۹ز کال کې د کورونو لګښتونه (هغه لګښتونه/مصارف چې په کورونو کې کېږي) تر ۱۱.۹ سلنې پورې ورسېد چې د پام وړ حوالو د جريان او د مصرفونکو د پورونو بيا پيلولو له خوا يې ملاتړ کېدو، په داسې حال کې چې په ترتيب سره کورنۍ سوداګري او کرنه تر ۳.۴ او ۱.۳ سلنې پورې وده وکړه. په هر حال، په ۲۰۲۰ز کال کې «جي ډي پي» تر ۴.۴ سلنه پورې راوغورځېده چې لامل يې د کرونا وبا وه. په ۲۰۲۲ز کال کې پر اوکراين د روسيې د يرغل له امله، د پيسو نړيوال صندوق په وينا شونې ده چې د دې هېواد اقتصاد تر ۳۵٪ پورې کوچنی شي.[۱۴][۱۵][۱۶]

تاریخ[سمول]

له ۱۹۱۷ز مخکې[سمول]

جغرافيې له مودې راهيسې د اوکران د ځمکو پر اقتصاد اغېز کړی. غني حاصلخېزې ځمکې (لکه د چرنوزيم سيمې) له دې سيمې څخه د «د غلو دانو کندو» جوړ کړی و: د لرغونو يونانيانو او د ابتدايي نوې اروپا لپاره. د سوداګريزو دهليزونو پالنه – له ورنجنيانو څخه تر يونانيانو پورې لاره او د ابناګانو له لارې د مديترانې بحيرې تر نړۍ پورې لاسرسی – خورا مهم وګرځېدل. له نولسمې پېړۍ راوروسته، کاني سرچينو د هېواد له صنعتي کېدو سره مرسته وکړه – په ځانګړي ډول په ډونباس کې. خو د پولو په امنيت کې کمښت دا معنا درلوده چې په اقتصادي پرمتخګ کې بيا بيا خنډونه پیدا شول. سټيپي کوچيانو او نورو يرغلګرو – د بېلګې په ډول کومان، مغول، تاتار، کله کله به يې لوټ او تالان اقتصادي ودې ته د پرمختګ ورکولو پر ځای زيات مهم بلل. په شپاړسمه او اتلسمه پېړۍ کې،  ځنګلي پراخو سيمو شاړو ځمکو د اوکراين ډېره برخه د لنډمهالي پوځي پوستو د سيمې په وتګه وګرځوله، دا چاره په اولسمه او اتلسمه پېړۍ کې به دې سيمه کې د تزاري روسيې له خوا په دې سيمه کې د خپل ځواک له پراختيا مخکې وه.[۱۷][۱۸][۱۹]

د شوروي اتحاد پړاو: ۱۹۱۷ څخه تر ۱۹۹۱[سمول]

له ۱۹۹۱ څخه تر ۲۰۰۰ پورې[سمول]

د ۱۹۹۱ز کال د اګست په څلورويشتمه نېټه اوکراين له شوروي اتحاد څخه خپلواکي واخيسته. په راتلونکو کلونو کې د دې نوي هېواد اقتصاد په توليد کې سخت کمښت او په پړسوب کې له زياتوالي سره مخ شو. اوکران د ۱۹۹۰ز لسيزې په لومړيو کې مالي بازارونو ته په لاسرسي کې د کمښت او د حکومتي لګښتونو د مالي تمويل لپاره په پرامه کچه د مالي پراختيا له امله د پيسو سخت پړسوب وليد، په داسې حال کې چې په توليداتو کې چټک کمښت پېښ شو. هغه مهال د شوروي اتحاد د ډېرو پخوانيو جمهوريتونو لپاره په توليد کې سخت کموالی او مخ په وده پړسوب عام و، خو اوکران له دې ستونزو څخه تر ټولو زيات اغېز وليد. د دې سخت پړسوب په ځواب کې د اوکراين ملي بانک د ۱۹۹۶ز کال په سپتمبر مياشت کې ملي دودپيسه چې «کاربووينټس» وه په «هريونيا» بدله کړه، او ژمنه يې وکړه چې دا پيسه به د امريکايي ډالر په اړوند ثابته وساتي. دودپيسه د ۱۹۹۰ز لسيزې تر پايه بې ثباته وه، په ځانګړي ډول د ۱۹۹۸ز کال د روسي مالي بحران په اوږدو کې.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د ۱۹۹۰ز لسيزې په اوږدو کې، د ژورې سوړبازارۍ له امله د بې وزلۍ کچه نسبتاً لوړه وه، خو په ۲۰۰۱ز کال کې په پيل کېدو سره، د پرله پسې اوه کلونو د اقتصادي ودې په پايله کې، د ډېرو اوکرانيانو لپاره د ژوند معيار لوړ شو. د ۲۰۰۷ز کال د نړيوال بانک يو راپور کې راغلي: «اوکراين په وروستيو کلونو کې د بل هر بدلېدونکي اقتصاد په پرتله په بې وزلۍ کې تر ټولو زيات کمښت ثبت کړی دی. د بې وزلۍ اندازه، د کومې اندازه کول چې د بې وزلۍ د مطلقې ليکې په مقابل کې شوې، په ۲۰۰۱ز کال کې د لوړې کچې ۳۲٪ څخه په ۲۰۰۵ز کال کې ۸٪ ته راښکته شوې ده. ملګرو متلونو يادونه کړې چې اوکران په مطلقې بې وزلۍ لاسبری شوی دی او په دې هېواد کې په ۲۰۰۹ز کال کې يواځې نسبي بې وزلي وه.[۲۴][۲۵]

له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۴ پورې[سمول]

اوکراين د ۲۰۰۰ز لسيزې تر لومړيو پورې باثباته شو. د اوکراين له خپلواکۍ وروسته ۲۰۰۰ز کال په لومړي ځل د اقتصادي ودې کال و. د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۸ز کلونو تر منځ په صادراتو کې د ۵۰٪ زياتوالي په مرسته اقتصاد مخ په لوړه روان و – په بنسټيز ډول د فلزاتو، فلزي کارونو، انجينيرۍ، کيمياوي موادو او خوراکونو په څېر د دوديزو صنعتونو صادرات. د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۸ز کلونو تر منځ، د چټکې نړيوالې اقتصادي ودې له امله د فلزاتو او کيمياوي موادو نرخونه لوړ شول، په داسې حال کې چې له روسيې څخه د وارد شوي طبيعي ګاز نرخ بيا هم ښکته پاتې شو. د پيسو جريان د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۸ کلونو تر منځ د اوکراين د اقتصادي پرمختګ په مخکې وړلو کې مرسته وکړه. په پرتليز ډول د سود د ډېرې کچې پر لور د توجه له امله، د اوکراين اقتصاد ته بهرنۍ نقدې پيسې واستول شوې او د پيسو مهيا کېدلو کې تيزي راغله: له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۰ز کال پورې، پيسې په کلني ډول ۳۵٪ کچه زیاتې شوې. په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ز کلونو کې، د پور د ودې کچه په منځنۍ اندازه ۷۳٪ وه. د دې يوه اغېزه دا وه چې د اوکراين شتمنۍ د سترو اقتصادي پوکاڼيو (کم ارزښت اقتصاد) په څېر ښکارېدې او زيات پړسوب د اوکراين د صادراتو مسابقې ته زيان ورسولو. په جي ډي پي کې د پور تناسب په چټکتۍ سره لوړ شو – يواځې په څو کلونو کې، له ۷ څخه نږدې ۸۰ سلنې پورې ورسېد. له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۷ز کال پورې، د اوکراين د حقيقي ودې منځنۍ کچه ۷.۴٪ سلنه وه. د دې ودې لامل کورنۍ غوښتنه وه: د استهلاک پر لور ميلان، نور جوړښتي بدلون او مالي پرمختګ. کورنۍ تقاضا په ثابتو نرخونو کې په کلنۍ ډول نږدې ۱۵٪ زياته شوه. پراختيايي – دوه جرياني - مالي تګلارې له دې سره مرسته وکړه. اوکراين د مزدور له ډېر ښکته مصرف، تر يو بريده کمې تعرفې او د خپلو اصلي صادراتي توکو له لوړ قيمت څخه ګټه واخيسته، خو په ورته وخت کې له غېر تعرفه يي خنډونو سره هم مخ شو. روسيې د ۲۰۰۸ز کال له پای راهيسې، له اوکراين څخه د طبيعي ګاز د نړيوال بازار له نرخ څخه کم قيمت وانه اخيست؛ له همدې امله د روسيې-اوکراين تر منځ د ګاز پر سر ګڼ اختلافات پيدا شول.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. Ukraine. Macroeconomic indicators Archived 25 August 2010 at the Wayback Machine. National Bank of Ukraine
  2. Ukraine – Macroeconomic situation – April 2010, UNIAN (19 May 2010)
  3. "Ukraine becomes world's third biggest grain exporter in 2011 – minister" (Press release). Black Sea Grain. 20 January 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "World Trade Report 2013". World Trade Organisation. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. The Underachiever: Ukraine's Economy Since 1991, Carnegie Endowment for International Peace (9 March 2012)
  6. Big debts and dwindling cash: Ukraine tests creditors' nerves, Reuters (17 October 2013)
  7. Russia sets off trade war to prevent Ukraine from signing agreement with EU, says UDAR. Kyiv Post. 14 August 2013. (په 24 August 2013 باندې). Ukraine Leader Ignores Putin Warning on EU Path. (په 14 August 2013 باندې). Russia hits at Ukraine with chocolate war. (په 24 August 2013 باندې). Trading insults. (په 23 August 2013 باندې). Putin warns Ukraine against EU pact. (په 28 August 2013 باندې). Ukraine PM tells Russia to accept "reality" of EU trade deal. (په 30 August 2013 باندې). Putin 'deserves medal' for pushing Ukraine towards EU. (په 16 August 2013 باندې). О комплексе мер по вовлечению Украины в евразийский интеграционный процесс.Does Russia Have a Secret Plan for Ukraine?, The Atlantic (21 August 2013) Caught in a Zeitnot Archived 10 February 2016 at the Wayback Machine., The Ukrainian Week (6 August 2013)
  8. Amid staggering destruction, eastern Ukraine looks to rebuild, Al Jazeera (28 September 2014)
  9. "Ukraine economy expected to shrink 8%". Yahoo. 2 October 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Ukraine's Economy Contracted By 6.8 Percent In 2014, RFE/RL (20 March 2015)
  10. Ukraine conflict taking heavy toll on economy says IMF, Radio Svoboda (30 October 2015)
  11. Ukraine's Economy is Recovering Modestly Despite Significant Headwinds, World Bank (4 April 2017)
  12. "What is wrong with the Ukrainian economy?". Atlantic Council (په انګلیسي ژبه کي). 26 April 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Bullough, Oliver (6 February 2015). "Welcome to Ukraine, the most corrupt nation in Europe". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۲۱. Since 1991, officials, members of parliament and businessmen have created complex and highly lucrative schemes to plunder the state budget. The theft has crippled Ukraine. The economy was as large as Poland’s at independence, now it is a third of the size. Ordinary Ukrainians have seen their living standards stagnate, while a handful of oligarchs have become billionaires. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Overview". World Bank. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Ukraine's GDP fell by 4.4 pct in 2020: Ukrainian national bank – Xinhua | English.news.cn". www.xinhuanet.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Elliott, Larry (14 March 2022). "Ukraine economy could shrink by up to 35% in 2022, says IMF". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Kaplan, Temma (2014). Democracy: A World History. New York: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199929962. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۸. Greece consisted of discrete enclaves on which agriculture was difficult and residents turned to the sea for their livelihood. [...] Athens could not have survived without grain from Ukraine, one reason that Athens feared Persian movements toward the Dardanelles, the Bosporus, and the Black Sea, and maybe the main reason Athens extended so many rights of participatory democracy to lower-class male citizens who served in its navy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Havrylyshyn, Oleh (2016). "Nature of the Economy before Independence". The Political Economy of Independent Ukraine: Slow Starts, False Starts, and a Last Chance?. London: Springer. د کتاب پاڼې 18. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781137576903. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۸. From the mid-1500s one saw the second historical period of European orientation as 'increasing demand for grain on the European markets [led to] Ukraine earning its reputation as the breadbasket of Europe'. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Havrylyshyn, Oleh (2016). "Nature of the Economy before Independence". The Political Economy of Independent Ukraine: Slow Starts, False Starts, and a Last Chance?. London: Springer. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781137576903. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۸. In the 1860s and 1870s a major shift in economic structure began as czarist policy turned to promote modern industrialization [...]. [...] A huge government-supported program of railroad building began, followed by policies to attract foreign investors to develop metallurgy in the coal- and iron-rich areas of the South-East. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Verkhovna Rada of Ukraine Resolution On Declaration of Independence of Ukraine". Verkhovna Rada of Ukraine. 24 August 1991. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Why is Ukraine's economy in such a mess?, The Economist (5 Mar 2014)
  22. Why is Ukraine's economy in such a mess?, The Economist (5 Mar 2014)
  23. President's Decree dated 26 August 1996, published on 29 August
  24. Human Development Report 2009 [HDR 2009 Statistical Tables]
  25. "Economic Analysis and Evaluation - Publications & Reports". web.worldbank.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Why is Ukraine's economy in such a mess?, The Economist (5 Mar 2014)
  27. The Underachiever: Ukraine's Economy Since 1991, Carnegie Endowment for International Peace (9 March 2012)
  28. The Underachiever: Ukraine's Economy Since 1991, Carnegie Endowment for International Peace (9 March 2012)
  29. Unconventional Gas Reservoirs: Evaluation, Appraisal, and Development by M. Rafiqul Islam, Gulf Publishing Company, Published: 7 November 2014, کينډۍ:ISBN (page 34)
  30. Reforming the Ukrainian Economy under Yanukovych: The First Two Years, Carnegie Endowment for International Peace (2 April 2012 )
  31. (په 4 January 2006 باندې). Ukraine and Russia reach gas deal. BBC news.