Jump to content

د اوکام اُستُره (چاړه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د اوکام اُستُره (په لاتین کې: novacula Occami)، چې د «سپما اصل» یا د سپما قانون (په لاتین کې: lex parsimoniae) په توګه هم پېژندل کېږي، د مسألې د حل پرنسیپ دی: «واقعیتونه باید د اړتیا له کچې څخه ډېر نه‌شي»؛ چې کله ناکله په ناسم ډول د «تر ټولو ساده بیان په ټولیز ډول تر ټولو ښه بیان دی» په توګه انګېرل کېږي. دغه مفکوره انګلیسي فرانسیسکن راهب «د اوکهام اوسېدونکی ویلیام» (کابو ۱۲۸۷ تر ۱۳۴۷ زېږدیز پورې) – یو مَدرسي فیلسوف او الهیات‌پوه – پورې په وار، وار سره اړوند بلل شوې ده، که څه هم هغه هېڅکله دغه الفاظ کارولې نه‌دي. دغه فلسفي استره د داسې یو چلند پر کارولو ټینګار کوي چې که چېرې د ورته وړاندوینې په هکله پرتله‌ییزې فرضیې وړاندې کېږي، داسې یوه د حل لاره باید غوره شي چې تر ټولو کمې فرضیې (انګېرنې) ولري؛ دا د هغو فرضیو تر منځ د غوره کولو په معنی نه‌ده چې بېلابېلې وړاندوینې ترسره کوي.[۱][۲][۳][۴]

په ورته توګه، په ساینس کې، د اوکام اُستُره د راغونډ شوو کاندید موډلونو تر منځ د یوه سخت‌دریځه منځګړي په توګه نه، بلکې د تیوریکي موډلونو په پراختیا کې د یوه څېښتوونکي حدسي الګورېتم په توګه کارول کېږي. په علمي میټوډ کې، د اوکام استره د منطق او یا یوې علمي پایلې نه‌انکارېدونکی (منل شوی) اصل نه‌ګڼل کېږي؛ په ساینسي میټود کې د ساده‌توب غوره‌والی د «نفي‌کېدلو قابلیت» د معیار پر بنسټ ولاړ دی. د یوې پېښې (پدیدې) د هر منل شوي بیان لپاره کېدای شي خورا زیات‌شمېر (ګواکې بې‌شمېره) احتمالي او لا پېچلي بدیلونه شتون ولري. له هغه ځایه چې نیمګړي بیانونه، د دې لپاره چې جعل نه‌شي، «اډ هاک فرضیو» کې شمېرل کېږي او یادو فرضیو باندې د یوه تپل شوي دروند بار په توګه عمل کوي، نو لا ساده تیوري‌ګانې د پېچلو تیوري‌ګانو په پرتله غوره ګڼل کېږي، ځکه چې دغه ساده تیوري‌ګانې د ازمایلو قابلیت ته انعطاف‌منونکې دي. [۵][۶][۷][۸][۹]

مخینه

[سمول]

د «اوکام اُستُره» ګړنه ۱۳۴۷ زېږدیز کې د اوکهام اوسېدونکي ویلیام له مړینې څخه وروسته تر څو پېړیو پورې څرګنده نه‌شوه. لیبرټ فرویډمونټ «د اروا پر مسیحي فلسفې باندې» تر سرلیک لاندې کتاب کې دغې ګړنې ته اعتبار وربخښي او د «novacula occami – د اوکام استرې» په هکله غږېږي. د اوکهام اوسېدونکي ویلیام د دغه اصل رامنځ‌ته کوونکی نه‌دی، خو «اُستُره» — او هغه سره یې اړیکه — کېدای شي د هغې اغېزمنتیا او په پراخه توګه کارونه په ګوته کړي. د اوکهام اوسېدونکی ویلیام دغه اصل په بېلابېلو بڼو تشرېح کړی دی، خو تر ټولو منلې او مشهوره بڼه یې د ایرلنډي فرانسیسکن فیلسوف – جان پنچ – له‌خوا په ۱۶۳۹ زېږدیز کې د دُنس سکوټوس پر کارونو باندې د تبصرې په لړ کې د لاندې جوړښت په ډول فورمولیزه شوې ده:[۱۰][۱۱]

په لاتین کې: «Non sunt multiplicanda entia sine necessitate»؛

په انګلیسي کې: «Entities are not to be multiplied without necessity»؛

پښتو نېغ په نېغه ژباړه به یې داسې وي: «واقعیتونه باید پرته له اړتیا څخه زیات نه‌شي»؛

او که وغواړو په غیرمستقیمه توګه یې وژباړو، نو په‌دې ډول به وانګېرل شي: «په څرګندونې او بیان کې، نااړینې برخې دې لېرې شي».[۱۲]

د اوکهام ویلیام څخه ترمخه فورمولیزه شوي جوړښتونه

[سمول]

د هغې ګړنې ریښه چې د «اوکام استرې» په توګه پېژندل کېږي، د لا پخوانیو فیلسوفانو آثارو ته هم غځېدلې ده، لکه: جان دُنس سکوټوس (۱۲۶۵ تر ۱۳۰۸ زېږدیز)، رابرټ ګروسېتېست (۱۱۷۵ تر ۱۲۵۳ ز)، موسی بن میمون (یا میمونیدېس، ۱۱۳۸ تر ۱۲۰۴ ز) او ان ارسطو (۳۸۴ تر ۳۲۲ مخکې تر میلاده).ارسطو په خپله «Posterior Analytics» کې لیکي: «کېدای شي موږ ته د هغې څرګندونې ceteris paribus [د نورو څیزونو مساوي پاتې کېدل] غوره‌والی د پام‌وړ وګرځي، چې له لا کم‌شمېر منل شوو اصولو یا فرضیو څخه لاس‌ته راغلی وي». بطلیموس (کابو ۹۰ تر ۱۶۸ زېږدیز) وایي: «موږ دا یو ښه اصل ګڼو چې یوه پېښه (ښکارنده) تر ټولو ساده ممکنو فرضیو له لارې بیان کړو».[۱۳][۱۴][۱۵]

د اوکهام ویلیام

[سمول]

د اوکهام ښار اوسېدونکی ویلیام (شاوخوا ۱۲۸۷ تر ۱۳۴۷ زېږدیز) یو انګلیسي فرانسیسکن راهب، الهیات‌پوه، د منځنیو پېړیو یو اغېزمن فیلسوف او نومینالېست ؤ. د یوه ستر منطق‌پوه په توګه د هغه نامتووالی په حقیقت کې هغه ته د منسوب شوي اصل پر بنسټ دی، چې «د اوکام اُستُرې» په نوم پېژندل کېږي. د «استرې – razor» ګړنه د دوو فرضیو تر منځ توپیر ته اشاره لري چې یا د نااړینو فرضیو پر «خرېیلو» او یا هم د دوو ورته پایلو پر جلا کولو باندې دلالت کوي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

وروستني جوړښتونه

[سمول]

له اسحاق نیوټن څخه په اقتباس سره، «که چېرې د یوې طبیعي پېښې د بیانولو لپاره بشپړ او سم دلیلونه شتون ولري، اړینه نه‌ده ترڅو لا نورو زیاتو دلیلونو کې ځان ښکېل کړو. نو له‌دې امله، د ورته طبیعي پدیدو د بیانولو لپاره باید د امکان تر بریده ورته دلیلونه په پام کې ونیسو». په «زه فرضیه نه‌جوړوم» جمله کې، نیوټن د دغې تګلارې له بریا څخه ډاډ ورکوي. [۲۱][۲۲]

بِرتراند رُسِل د اوکام استرې یوه ځانګړې بڼه وړاندې کوي: «د امکان په شتون کې، د پېژندل شوو واقعیتونو جوړښتونه د ناجوتو واقعیتونو د استنتاج په موخه وونجوئ». [۲۳]

د ۱۹۶۰ زېږدیز کال په شاوخوا کې، رې سولومونوف «د نړېوال استقرایي استنتاج تیورۍ» بنسټ کېښود، چې د وړاندوینې پر مشاهداتو ولاړه تیوري ده — د بېلګې په توګه: د یو لړ ورکړل شوو نښو له‌مخې د راتلونکې نښې وړاندوینې. یوازېنۍ انګېرنه دا ده چې چاپېریال د یو شمېر ناپېژندل شوو خو د محاسبې‌وړ احتمالاتو د خپرېدنې تابع دی. دغه تیوري د اوکام اُستُرې یو ریاضیکي فورمولیزه شوی جوړښت دی. [۲۴][۲۵][۲۶]

د اوکام استرې ته د رسېدنې یوه بله تخنیکي تګلاره انټولوجیکي (خلقت‌پېژندنې) سپما ده. دلته سپما د «کنجوستیا» په معنی ده او هم د ساده‌توب یوه قاعده ګڼل کېږي. یاده تګلاره د اوکام د استرې یوې پياوړې بڼې په توګه پېژندل کېږي. په رنځپوهنې (طبابت) کې یوه عامیانه ځانګړې ګړنه شتون لري چې د «ګوړاخر» په نامه یادېږي: کله چې د لا متداول یا رایج بیان احتمال شتون ولري، نو یو ډاکټر باید یو عجیب غریب طبي تشخیص رد کړي. دغه څرګندونه د د تیودُر وُډوارډ له وینا څخه اقتباس شوې ده: «کله چې تاسو د اسانو د پښو ترکهاری اورئ، نو د اسانو ګومان پرې وکړئ نه د ګوړاخرو».[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

اِرنست ماخ په فزیک کې د اوکام استرې لا پياوړې بڼه فورمولیزه کړه، چې د اقتصاد اصل په توګه یې نومولې، او بیانوي چې: «ساینس‌پوهان باید خپلو پایلو ته د رسېدو په موخه تر ټولو ساده لارې چارې وکاروي او هر هغه څه چې د حواسو په واسطه د پوهاوي‌وړ نه‌دي، لېرې کړي». [۳۱]

دغه اصل بېرته ارسطو ته ورګرځي، هغه لیکلي چې: «طبیعت تر ټولو لنډې ممکنه لارې په درشل کې عمل کوي». که څه هم سپما یا ساده‌توب د اوکام استرې د بیان اصلي موخه نه‌ده، خو بیا هم عام هڅوب (فرهنګ) ته د پراخ خپور شوي جوړښت په توګه ورګډ شوی دی، او د دې بیان په توګه کارول کېږي: «تر ټولو ساده بیان، په ټولیزه توګه، تر ټولو سم بیان دی».[۳۲]

د کارونې ځایونه

[سمول]

ساینس او ساینسي میټود کې

[سمول]

د اوکام استره په ساینس کې د یوه حدسي (ذهني) الګورېتم په توګه کارول کېږي، ترڅو ساینس‌پوهان خپور شوو موډلونو کې د یوه منځګړي لټولو پر ځای، د تیوریکي موډلونو په پراختیا کې ورڅخه د لارښود په توګه ګټه واخلي. په فزیک کې، سپما د یوه ستر او مهم ذهني الګورېتم په څېر په پراخه توګه کارول شوې ده؛ د بېلګې په توګه: د آلبرت انشټین ځانګړي نسبیت په فورمولیزه شوي جوړښت کې؛ د پیَّر لویس موپرتیوس او لیونارد اویلر «د عمل حداقل اصل» په پراختیا او پلي کېدو کې؛ او د ماکس پلانک، ورنر هایزنبرګ او لویس دې‌بروګلي کوانټمي میخانیک په پراختیا کې. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

په کېمیا کې، د یوه ريکشن د میکانیزم موډل د پراختیا پر مهال، ډېري وخت  د اوکام استره د یوه ستر ذهني الګورېتم په توګه کارول کېږي. که څه هم دغه اصل د ریکشن د میکانیزم موډلونو په پراختیا کې یو ګټور ذهني الګورېتم دی، خو کله چې د خپور شوو موډلونو له منځه د یوه موډل په غوره کولو کې ورڅخه د یوه معیار په توګه کار اخېستل شوی، نو نیمګړی او پاتې راغلی دی. په دغه اړه، انشټین هم د «انشټین محدودیت» د فورمولیزه کولو پر مهال خپله احتیاط او اندېښنه څرګنده کړې ده: «سخته ده انکار وکړو چې د دغې تیوري تر ټولو ستره موخه دا ده ترڅو د نه‌کمېدونکو بنسټیزو برخو شمېر د امکان تر بریده راکم کړي، پرته له‌دې چې د یوې تجربې واحدې برخې بشپړې بیا راسپړنې ته اړ شي». په یوې نسخه کې، چې په اغلب ګومان له‌دې محدودیت څخه نقل کوي (خو د خپله انشټین د وینا په توګه نه‌تاییدېږي)، ویل شوي دي چې: «هر څه باید د امکان تر بریده ساده وساتل شي، خو تر هغې څخه لا ساده باید نه‌وي». [۳۹][۴۰][۴۱]

سرچینې

[سمول]
  1. Who sharpened Occam’s Razor?
  2. Schaffer, Jonathan (2015). "What Not to Multiply Without Necessity" (PDF). Australasian Journal of Philosophy. 93 (4): 644–664. doi:10.1080/00048402.2014.992447. S2CID 16923735.
  3. Duignan, Brian. "Occam's Razor". Encyclopedia Britannica. نه اخيستل شوی 11 May 2021.
  4. "What is Occam's Razor?". math.ucr.edu. نه اخيستل شوی 1 June 2019.
  5. Hugh G. Gauch, Scientific Method in Practice, Cambridge University Press, 2003, ISBN 0-521-01708-4, ISBN 978-0-521-01708-4.
  6. Hoffman, Roald; Minkin, Vladimir I.; Carpenter, Barry K. (1997). "Ockham's Razor and Chemistry". International Journal for Philosophy of Chemistry. 3: 3–28.
  7. Alan Baker (2010) [2004]. "Simplicity". Stanford Encyclopedia of Philosophy. California: Stanford University. ISSN 1095-5054.
  8. Courtney, A.; Courtney, M. (2008). "Comments Regarding 'On the Nature of Science'". Physics in Canada. 64 (3): 7–8. arXiv:0812.4932. Bibcode:2008arXiv0812.4932C.
  9. Sober, Elliott (1994). "Let's Razor Occam's Razor". In Knowles, Dudley (ed.). Explanation and Its Limits. Cambridge University Press. pp. 73–93.
  10. Sober, Elliott (2015). Ockam's Razor: A User's Manual. Cambridge University Press. p. 4. ISBN 978-1107692534.
  11. Roger Ariew, Ockham's Razor: A Historical and Philosophical Analysis of Ockham's Principle of Parsimony, 1976
  12. Johannes Poncius's commentary on John Duns Scotus's Opus Oxoniense, book III, dist. 34, q. 1. in John Duns Scotus Opera Omnia, vol.15, Ed. Luke Wadding, Louvain (1639), reprinted Paris: Vives, (1894) p.483a
  13. Aristotle, Physics 189a15, On the Heavens 271a33. See also Franklin, op cit. note 44 to chap. 9.
  14. Charlesworth, M. J. (1956). "Aristotle's Razor". Philosophical Studies. 6: 105–112. doi:10.5840/philstudies1956606.
  15. Franklin, James (2001). The Science of Conjecture: Evidence and Probability before Pascal. The Johns Hopkins University Press. Chap 9. p. 241.
  16. Vallee, Jacques (11 February 2013). "What Ockham really said". Boing Boing. Archived from the original on 31 March 2013. نه اخيستل شوی 26 March 2013.
  17. Bauer, Laurie (2007). The linguistics Student's Handbook. Edinburgh: Edinburgh University Press. p. 155.
  18. Flew, Antony (1979). A Dictionary of Philosophy. London: Pan Books. p. 253.
  19. Crombie, Alistair Cameron (1959), Medieval and Early Modern Philosophy, Cambridge, MA: Harvard, Vol. 2, p. 30.
  20. "Ockham's razor". Encyclopædia Britannica. (2010). Encyclopædia Britannica Online. 
  21. Hawking, Stephen (2003). On the Shoulders of Giants. Running Press. p. 731. ISBN 978-0-7624-1698-1. نه اخيستل شوی 24 February 2016.[مړه لينکونه]
  22. Primary source: (Newton 2011، م. 387) wrote the following two "philosophizing rules" at the beginning of part 3 of the Principia 1726 edition.
    Regula I. Causas rerum naturalium non-plures admitti debere, quam quæ & veræ sint & earum phænomenis explicandis sufficient.
    Regula II. Ideoque effectuum naturalium ejusdem generis eædem assignandæ sunt causæ, quatenus fieri potest.
  23. Logical Constructions. Metaphysics Research Lab, Stanford University. 2016.
  24. Induction: From Kolmogorov and Solomonoff to De Finetti and Back to Kolmogorov JJ McCall – Metroeconomica, 2004 – Wiley Online Library.
  25. Soklakov, A. N. (2002). "Occam's Razor as a formal basis for a physical theory". Foundations of Physics Letters. 15 (2): 107–135. arXiv:math-ph/0009007. Bibcode:2000math.ph...9007S. doi:10.1023/A:1020994407185. S2CID 14940740.
  26. Rathmanner, Samuel; Hutter, Marcus (2011). "A philosophical treatise of universal induction". Entropy. 13 (6): 1076–1136. arXiv:1105.5721. Bibcode:2011Entrp..13.1076R. doi:10.3390/e13061076. S2CID 2499910.
  27. Baker, Alan (25 February 2010). "Simplicity". The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Summer 2011 Edition).  
  28. "What is Occam's Razor?". math.ucr.edu. Archived from the original on 6 July 2017.
  29. Stormy Dawn (17 July 2017). Everywhere The Soles of Your Feet Shall Tread. ISBN 9781480838024.
  30. Sotos, John G. (2006) [1991]. Zebra Cards: An Aid to Obscure Diagnoses. Mt. Vernon, VA: Mt. Vernon Book Systems. ISBN 978-0-9818193-0-3.
  31. Becher, Erich (1905). "The Philosophical Views of Ernst Mach". The Philosophical Review. 14 (5): 535–562. doi:10.2307/2177489. JSTOR 2177489.
  32. "What is Occam's Razor?". math.ucr.edu. Archived from the original on 6 July 2017.
  33. Hugh G. Gauch, Scientific Method in Practice, Cambridge University Press, 2003, ISBN 0-521-01708-4, ISBN 978-0-521-01708-4.
  34. Hoffman, Roald; Minkin, Vladimir I.; Carpenter, Barry K. (1997). "Ockham's Razor and Chemistry". International Journal for Philosophy of Chemistry. 3: 3–28.
  35. Einstein, Albert (1905). "Does the Inertia of a Body Depend Upon Its Energy Content?". Annalen der Physik (په جرمني). 323 (18): 639–41. Bibcode:1905AnP...323..639E. doi:10.1002/andp.19053231314.
  36. L. Nash, The Nature of the Natural Sciences, Boston: Little, Brown (1963).
  37. de Maupertuis, P. L. M. (1744). Mémoires de l'Académie Royale (په فرانسوي). p. 423.
  38. de Broglie, L. (1925). Annales de Physique (په فرانسوي). pp. 22–128.
  39. RA Jackson, Mechanism: An Introduction to the Study of Organic Reactions, Clarendon, Oxford, 1972.
  40. Carpenter, B. K. (1984). Determination of Organic Reaction Mechanism, New York: Wiley-Interscience.
  41. "Everything Should Be Made as Simple as Possible, But Not Simpler". Archived from the original on 29 May 2012.