Jump to content

د اوسپنیز پول جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د اوسپنیز پول جګړه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
اکتوبر ۰۶۳۷ (۰۶۳۷) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځای
Antioch (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۶°۱۴′۵۴″شمال ۳۶°۲۱′۱۱″ختیځ / 36.2483°شمال 36.3531°ختيځ / 36.2483; 36.3531 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د اوسپنیز پول جګړه ( انګليسي ژبه: Battle of the Iron Bridge‎ ) یوه پوځي نښته وه چي د بازنطین امپراتورۍ او د اسلامي خلافت د مسلمانو ځواکونو ترمنځ په 637 زیږدیز کال کي ترسره سول. دا جګړه د اسلام په لومړیو فتوحاتو کي ډېره اغېزمنه جګړه وه او د شام او سوریې د سیمې د بیرته ترلاسه کولو لپاره یې د ختیځ روم د واکمنۍ وروستۍ هڅي له خاورو سره خاوري کړې.

د اوسپنیز پول جګړه د اوسپني یوه پول ته څېرمه رامنځ ته سول، چي د سوریې د حما ښار ته نژدې د اورونټس سیند پر غاړه باندي موقعیت لري. د رومیانو لښکر د امپراتور هرکلیوس ورور تیوډور تر قوماندې لاندي هڅه وکړه ترڅو د خالد بن ولید په مشرۍ د مسلمانانو د پرمختګ مخه ونیسي.

خالد بن ولید د اوسپني له پله څخه د بازنطیني پوځ د د را اړولو په موخه یو تکتیکي شاتګ وکړ او رومیان یې په ځان پسي تر پله دېخوا ته راوکښل. له پله څخه تر اوښتلو وروسته رومیان بېله دې چي ځان منظم کړي د مسلمانانو په محاصره کي بند او د تیودور په ګډون ټول ووژل سوه.

د اوسپنې د پله په جګړه کي د مسلمانانو بریا په سوریه کي ددوی واک ځواکمن کړ او خالد بن ولید د اسلامي تاریخ د سترو قوماندانانو په توګه ومنل سو.