د اوزبیکستان تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اوزبیکستان په منځنۍ آسیا کې په وچه کې ایسار هېواد دی چې د پنځو نورو په وچه کې ایسار هېوادونو له خوا چاپېر دی: شمال ته یې قزاقستان، شمال ختیځ ته یې قرغزستان، سوېل ختیځ ته یې تاجیکستان، سوېل ته یې افغانستاناو سوېل لوېدیځ ته  یې ترکمنستان پروت دی. تاشکند یې پلازمېنه او ترټولو لوی ښار دی. اوزبیکستان د ترکي ژبو د ډلې برخه ده او د ترکي شورا غړی دی. په داسې حال کې چې په اوزبیکستان کې اوزبیکي ژبه د اکثريتو ژبه ده، روسي ژبه په پراخه کچه د بین القومي ژبې په توګه او په حکومت کې کارول کېږي. په اوزبیکستان کې اسلام د اکثریتو دین دی، زیاتره اوزبیکان غیرمذهبي مسلمانان دي. په پخوانیو زمانو کې تر ډېره حده د سغد او همدارنګه د باختر په نوم سیمو سره هم دورانه دي. [۱]

په منځنۍ آسیا کې ثبت شوي لومړني خلک سکایان وو، چې له میلاد نه مخکې د لومړۍ زریزې په یوه وخت کې د اوسني اوزبیکستان د شمالي شنې ځمکې څخه راغلل، کله چې دا کوچیان په سیمه کې مېشت شول، د سیندونو په غاړه يې د اوبو لګولو پراخ سیستم جوړ کړ. په دې وخت کې د بخارا او سمرقند ښارونه د حکومتي مرکزونو او لوړ کلتور په توګه راڅرګند شول. له میلاد نه مخکې تر پنځمې پېړۍ پورې باختري، سغدي او توخاري دولتونه په سيمه باندې واکمن وو. لکه څنګه چې چین له لوېدیځ سره د ورېښمو سوداګرۍ ته وده ورکړه، د پارس ښارونو د سوداګرۍ په مرکزونو له بدلېدو سره، له دې سوداګرۍ څخه ګټه واخیسته. د سغدي منځګړيانو د ښارونو د پراخې شبکې او کلیوالي مېشت ځایونو په کارولو سره، د غه ایراني سوداګر ترټولو شتمن شول. د دې سوداګرۍ له امله په هغه لاره باندې چې د ورېښمو په نوم نامتو شوه، بخارا، سمرقند او خیوه په پای کې په ډېر بډایه ښارونو بدل شول او ځینې وختونه ماوارالنهر د لرغوني دوران یو له ترټولو اغېزمنو او ځواکمنو پارسي ولایتونو څخه ؤ. لوی سکندر د پارس سترواکۍ یوه لرې پرته برخه په لنډ وخت کې فتحه کړه او په دې وخت کې دا سیمه سغدیه نومېده. دا سیمه یا ځینو برخو يې بیا تر سلوکي سترواکۍ، د یوناني – باختري پاچهۍ، د کوشاني سترواکۍ، هیپتالي سترواکۍ او ساساني سترواکۍ تېرې شوې. سیمې ته د ترکي خلکو په رارسېدو سره چې د ډېرو ایراني خلکو ځایناستي شول، د سغدي ښاري دولتونو د لومړي ترک خاقانات او د لوېدیځ ترک خاناقات برخه جوړه کړه.[۲]

د مسلمانانو لومړنیو فتوحاتو او ورپسې د ساماني سترواکۍ د محلي واکمنو طبقو په ګډون زیات شمېر خلک د اسلام پیروان کړل. دا دوره د اسلام د زرین دوران د محمد البخاري، الترمذي، الخوارزمي، البیرونی، ابن سینا او عمر خیام په ګډون د مخکښو شخصیتونو شاهده وه. د خوارزمیانو سیمه ییزه لړۍ او په ټوله کې د منځنۍ آسیا ډېره برخه د مغولانو د یرغل له امله په دیارلسمه پېړۍ کې له لاسه ولاړه، چې له هغې نه وروسته دا سیمه د ترکانو تر واک لاندې راغله. د شهرسبز ښار، د ترک مغول فاتح تیمور (ګوډ تیمور) د زيږېدنې ځای ؤ، چې نوموړي په ۱۴ مه پېړۍ کې د تیموریانو سترواکي رامنځته کړه او د توران لوی امیر چې پلازمېنه يې سمرقند ؤ، اعلان شو، سمرقند د الغ بیګ تر واکمنۍ لاندې د ساینس په مرکز بدل شو او تیموري رنسانس یې را ژوندی کړ. د تیموري لړۍ خاورې د اوزبیک شیبانیانو له لوري په شپاړسمه پېړۍ کې فتحه شوې او د واک مرکز یې بخارا ته ولېږداوه. دا سیمه په درېو دولتونو ووېشل شوه: د خیوې خانات، د قوقند خانات او د بخارا امارت. د ختیځ پر لور د مغول سترواکمن بابر فتوحات، د مغولو سترواکۍ په نوم د هند د نوو یرغلونو د بنسټ اېښودنې لامل شوې.[۳]

ټوله منځنۍ آسیا د ۱۹مې پېړۍ په اوږدو کې په تدریج  سره د روسیې په سترواکۍ کې شامله شوه او تاشکند د روسي ترکستان په سیاسي مرکز بدل شو. په ۱۹۲۴ ز کال کې، د پولو د حدودو ملي ټاکنې اوزبیک شوروي سوسیالیستي جمهوریت د شوروي اتحاد دننه د یوه خپلواک جمهوریت په توګه رامنځته کړ. د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته یې د ۱۹۹۱ ز کال د اګست په ۳۱ مه د اوزبیکستان جمهوریت په توګه خپلواکي اعلان کړه.  

له تاریخ پخوا دوران[سمول]

په ۱۹۳۸ ز کال کې اې. اوکلادنیکوف د اوزبیکستان په تشیک تاش کې د یوه ۸ تر ۱۱ کلن نیاندرتال ماشوم ۷۰۰۰۰ کلنه د سر کاسه ومونده. وروسته له دې منځنۍ آسيا د سيکایانو، ايراني کوچيانو له لوري اشغال شوه چې له ميلاد نه مخکې د لومړۍ زریزه په یوه وخت کې د اوسني قزاقستان شمالي شنو ځمکو څخه راغلل. دغه کوچيان چې په ايراني لهجو يې خبرې کولې، په منځنۍ آسيا کې مېشت شول او د سيمې د سيندونو په غاړه يې د اوبو لګولو د پراخ سيستم په جوړولو پيل وکړ. د بخارا او سمرقند په شان ښارونه د حکومت او کلتور د مرکزونو په توګه راڅرګند شول. ایراني کوچیانو له میلاد نه مخکې په لومړۍ زریزه کې د منځنۍ آسیا د سیندونو په غاړه د اوبو لګولو سیستمونه رامنځته کړل او په بخارا او سمرقند کې یې ښارګوټي جوړ کړل. دا ځایونه د چین او اروپا ترمنځ د ورېښمو لارې په نوم د پېژندل شوي لارې پر سر د ټرانزیټ ډېرې بډایه نقطې وګرځېدې.  [۴]

سرچينې[سمول]

  1. "Chapter 1: Religious Affiliation". The World's Muslims: Unity and Diversity. Pew Research Center's Religion & Public Life Project. 9 August 2012. Retrieved 4 September 2013.
  2. This section incorporates text from the following source, which is in the public domain: Lubin, Nancy (1997). "Uzbekistan", chapter 5 in: Glenn E. Curtis (Ed.), Kazakhstan, Kyrgyzstan, Tajikistan, Turkmenistan, and Uzbekistan: Country Studies. Washington, DC: Federal Research Division, Library of Congress. کينډۍ:ISBN. pp. 375–468: Early History, pp. 385–386.
  3. Patrick O'Brien, المحرر (2002). Atlas of world history (الطبعة Concise). New York, NY: Oxford University Press. OCLC 51931424. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-521921-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Teshik-Tash | The Smithsonian Institution's Human Origins Program". Humanorigins.si.edu. 2010-03-24. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ نومبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)