د اوزبين درې کمين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د 2008ز کال د اګست په اتلسمه نېټه، د افغانستان په ختيځ د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د اوزبين درې د سپير کونډۍ په کلي کې د نړيوالو امنيتي مرستندويه ځواکونو (ISAF) فرانسوي سرتيري د افغان طالب باغيانو له خوا په يو کمين کې تر بريد لاندې ونيول شول، چې درنده مرګ ژوبله ورته ورسېده.

په دې کمين او له هغې وروسته د برید په متقابلو عملياتو کې چې مرستندويه ځواکونه هم پکې وو، لس فرانسوي سرتيري او يو افغان ژباړن ووژل شول، يوويشت فرانسوي سرتيري او دوه افغان سرتيري ټپيان شول، او له شلو څخه تر څلوېښتو پورې ملکيانو هم ژوند وبايله. په 1983ز کال کې د بيروت د پوځي تاسيساتو د بمي چاودنو څخه وروسته، چې اته پنځوس فرانسوي سرتيري پکې وژل شوي وو، په يوه ورځ کې دا د فرانسوي پوځ تر ټولو لوړ ځاني زيان و.

د دې پېښې په اړه د فرانسې او د ناټو د راپورونو لنډيز دا دی چې د ابتدايي ايتلافي ځواکونو غړي نېکمرغه وو چې وژغورل شول، دليل يې دا وايي چې هغوی ته د کمين لپاره مناسب اکمال او تجهيزات نه و ورکړل شوي او د کمين لپاره يې سم چمتوالی نه درلود، په داسې حال کې چې د پوره چمتو دوښمن له خوا د يو پلان شوي بريد سره مخ شول. په هر حال، د فرانسې د حکومت له خوا دا روايت رد شو او د ناټو له خوا د ناټو راپور يوازې د سيمې د راپور په توګه رد کړای شو، په کوم راپور کې چې په ګزمه د شامل يو پوځي له خوا بدلون راوستل شوی و او تېروتنې يې درلودې.[۱]

د برتانوي ورځپاڼې «دي ټايمز» له خوا په وروستيو راپورونو کې ادعا وشوه چې کله فرانسوي ډلې له ايټالويانو څخه دندې تر لاسه کړې؛ نو تر هغه وخته د سيمې ارامي يوازې د رشوت په مټ تر لاسه کړای شوې وه، دا هغه څه و چې فرانسويان ورڅخه ناخبره وو، او د کوم له امله چې دا اټکل شوی و چې دا سيمه له پخوا راهيسې ډېره خوندي وه. خو دا ادعاوې کله هم تايید نه شوې، د ايټاليې لومړي وزير دا ادعاوې په بشپړ ډول بې بنسټه تورونه وبلل. فرانسوي پوځ هم همدا راز پر ايټالويانو لګول شوي تورونه رد کړل.[۲][۳]

د سروبي وضعيت[سمول]

د سروبي سيمه د 2006 او 2007ز کلونو تر منځ د ايټالويانو تر واک لاندې وه. هغه مهال، ايټالوي پوځيان له پنځه دېرشم موازي (35م موازي د ځمکې د عرض البلد يوه دايره ده چې د ځمکې استوايي صحې په 35 درجو شمال کې موقعيت لري) څخه يوازې يو ځل واوښتل، ځکه له هغې ورهاخوا سيمه خطرناکه بلل کېده. له هغې وروسته او د 2008ز کال د اګست تر مياشتې پورې، د سروبي ولسوالۍ مسئوليت 140 ايټالوي سرتېرو ته وسپارل شو، چا چې د سيمې د خلکو لپاره د ايساف د پراخه ليدلوري د ستراتژۍ د برخې په توګه پرمختيايي پروژې پيل کړې وې. دا ولسوالۍ د امنيت د تامين يوه بريالۍ بېلګه وه، او په لېرې پرتو سيمو کې ګلبدين حکمتيار ته د وفادارو وسله والو د شتون سره سره يوه ارامه سيمه بلل کېده. ايټالوي حکومت د وسله والو عملياتو څخه پرته خپل ماموريت د امنيت ماموريت بولي.[۴][۵][۶]

د اګست په مياشت کې، د فرانسې د ولسمشر «نکولاس سارکوزي» له خوا افغانستان کې د جګړې لپاره د فرانسې د ژمنتيا زياتولو د اقدام د يوې برخې په توګه، فرانسوي سرتېرو له ايټالويانو څخه واک واخيست. په دې سيمه کې په فعالو درې اوبو بندونو (ډيمونو) د وسله والو د بريدونو وېره وه. د 2009ز کال د اکتوبر په مياشت کې، «دي ټايمز» يوه لیکنه خپره کړه، په کومه کې چې ويل شوي و چې د پخواني اټيالوي نېواک پر مهال او له هغې وروسته د دې سيمې پرتليزه چوپتيا د ايټاليې د څارګرې ادارې له خوا د طالبانو ډلو ته د رشوت په ورکولو سره تر لاسه شوې وه. له دې وروسته فرانسويانو د ګواښ په اړوند له حد څخه زياتې خوش باورۍ او کمو وسايلو سره په دې سيمه کې پښه کېښوده. د محمد اسماعيل په نوم د طالبانو يو قوماندان له ايټالويانو سره د يوې معاملې شتون تايید کړ، خو د کوم ډول مالي معاملې شتون يې تاييد نه کړ، او په تشریح يې کې وويل چې د فرانسوي سرتېرو ډېره سخته رويه (تېري کونکی چلند) د دې لامل شوه چې چريکان پر هغوی بريد وکړي. «سلويو برلسکوني» کله هم د کوم ډول رشوت تاديه کولو څخه انکار وکړ، او دا ادعاوې يې په ټوله معنا د بې بنسټه تورونو په توګه رد کړې. فرانسوي پوځ په څرګند ډول ادعاوې رد کړې. په هر حال، دا ډول فعالیتونه کله هم د ناټو، فرانسوي او ايټالوي چارواکو له خوا تايید نه شول.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ايټالويانو له خوا تر سره کېدونکو سوچه بشرپالو فعاليتونو په خلاف، فرانسويان په دې هڅه کې په وسله والو ګزمو کې ښکېل شول، تر څو په پاکستان کې له خپلو شاتنيو مرکزونو سره د چريکي ډلو اړيکې پرې کړي. د اګست په پنځلسمه نېټه، يوه فرانسوي ګزمه د شا او خوا سيمو له ژورې څېړنې پرته، سپير کونډۍ ته واستول شوه. سيمه ييزو کليوالو هغوی ته خبرداری ورکړ چې د طالبانو د شتون له امله دې هلته نه پاتې کېږي، خو فرانسويانو د بيا راتګ اعلان وکړ. په همدې بنسټ چريکيان له دې خبر شول چې فرانسويان د سيمې د بيا نيولو پلانونه لري.[۱۳][۱۴][۱۵]

کمین[سمول]

د جګړې امر[سمول]

د اګست په اتلسمه نېټه، د اوزبين په دره کې د چريکي فعاليتونو د ارزونې لپاره د ايساف يو ټولي په سروبي کې د «تورا» په نوم له عملياتي مرکز څخه ووت. دا ډله په شلو موترو کې له سلو سرتېرو جوړه وه چې ډيری يې فرانسويان وو، له دوی سره د افغانستان د ملي اردو يو شمېر غړي او د متحده ايالاتو ځانګړي ځواکونه هم ملګري وو چې هغوی د هوايي ملاتړ همغږي کولو مسئولیت درلود. دا ګزمه په لاندې ډول ترتيب شوې وه[۱۶]

  • کارمين 2، د اتم سمندري پلي پراشوتي کنډک يوه ډلګۍ (څلور VAB د سرتېرو لېږدونکی زغروال موټر، 31 کسه)
  • روج 4، د Régiment de marche du Tchad يوه ډلګۍ
  • د افغان ملي اردو يوه ډلګۍ (15 کسه په دوه پيک اپ موټرو کې)، د 201 قول اردو، د درېيم غونډ، لومړی کنډک
  • د افغان ملي ګارد يوه ډلګۍ (15 کسه په دوه پيک اپ موټرو کې)
  • د متحده ايالاتو د ځانګړو ځواکونو يو ODA (12 کسه)، چې د نږدې هوايي ملاتړ ټیم او د هغې له ملګرتيا څخه برخمن و (3 هاموي موټر)

د چټک غبرګون ځواک

  • USMC ځای پر ځای شوی روزنې ټيم 6-3 (18 امريکايي پلي سمندري او 2 امريکايي سمندري ځواکونه) چې له دوی سره د افغان ملي اردو د 201 قول اردو د درېیم لومړي کنډک سرتيري هم ملګري وو

د دوی ماموريت دا و چې سيمه ولټوي او له سيمه ييزو خلکو سره اړيکې جوړې کړې، دا د دې هڅې برخه وه چې په سيمه خپل واک پیاوړی کړي. اوزبين دره د دې سیمې تر ټولو زيان نفوس لرونکې دره ده، چې 30000 اوسېدونکي لري. ګزمه په دې دره کې د دوښمن د جنګياليو له شتون څخه خبره وه.

غره ييزې درې ته د ګزمې له رسېدو دوه ساعته مخکې، عمر خطاب خبر کړای شوی و او هغه سيمه ييزو وسله والو قوماندانانو هر يو ذبيح الله مجاهد او خالد فاروقي ته د مرستې لپاره تليفون کړی و، ځکه چې هغه د بريد لپاره په طرحه جوړولو پيل وکړ. دې مخکينۍ خبرتيا شکونه پيدا کړل ځکه هغو افغان ژباړونکو په خپله خوښه يا د زور له امله معلومات افشا کړي و، چې له کمپ «تورا» څخه تښتېدلي وو. دا تورونه وروسته د فرانسوي پوځ او چريکانو دواړو له خوا رد کړای شول، چا چې ادعا وکړه چې هغوی په دې سيمه کې څارونکي (ترصدچيان) درلودل او د وسلو زېرمې يې ساتلې وې.

140 جنګيالیو د دې تنګي په شا اوخوا کې سنګرونه ونيول. د فرانسوي رسمي اعلاميو پر بنسټ، دا ډله په عمده ډول له غېر افغاني عناصرو جوړه وه. دا خبره د باغيانو د مشرانو له خوا رد شوه، څوک چې له دې سره سره مني، چې وسله او پانګه له هېواده بهر ورکړل شوې و.[۱۷]

دا کمين تر ډېره بريده د ګلبدين په مشرۍ د حزب اسلامي د سيمه ييزو مشرانو له خوا چمتو کړای شوی و، وروسته د عملياتو اندازې ته په کتنې سره د طالبانو ځواکونو د هغوی زيات ملاتړ وکړ، همدا راز له دوی څخه د کومې ډلې کلیوالو ملاتړو هم بريد کې برخه درلوده. دا کمين د يوې سترې طرحې برخه وه تر څو کابل محاصره کړي، ځکه چې دې بريد د جلال اباد پر لور په غزېدلي سرک صورت وموند، په کومه لاره چې د ناټو اويا سلنه اکمالات لېږدول کېږي. په پاکستان کې د ګلبدين د حزب اسلامي له مرکز څخه د طالبانو سره د رابطې په مټ اوامر ورکړل شول.[۱۸][۱۹]

د طالبانو هغه مشران چې بريد يې پر لار اچولی و، په دې بريد کې د ګلبدين د حزب اسلامي ښکېلتيا ردوي، او ادعا کوي چې دا کمين د افغان طالبانو د درې واحدونو له خوا يوازې په دوه ساعتونو کې چمتو شوی و.

سرچينې[سمول]

  1. (په 29 September 2008 باندې). Afghan warlord Hekmatyar claims French ambush: report. Yahoo! News
  2. (په 15 October 2009 باندې). French troops were killed after Italy hushed up 'bribes' to Taliban. The Times.
  3. (په 16 December 2009 باندې). French army denies reports of Italy paying bribes to Taliban. France24.
  4. (په 15 October 2009 باندې). Comment l'Italie contrôlait la vallée d'Uzbin en Afghanistan. L'Express
  5. (په 20 August 2008 باندې). SAROBI: A MODEL OF AFGHAN DEVELOPMENT BECOMES BLOODY BATTLEGROUND. The Tocqueville connection
  6. (په 28 August 2008 باندې). Afghanistan : les morts de la vallée d'Uzbeen. Le Nouvel Observateur
  7. Gall, Carlotta. New York Times, Taliban escalate fighting with assault on US base, 19 August 2008
  8. LongWarJournal, Taliban kill 10 French troops in Kabul province ambush, 19 August 2008
  9. (په 15 October 2009 باندې). French troops were killed after Italy hushed up 'bribes' to Taliban. The Times.
  10. (په 16 October 2009 باندې). Taliban fighter tells of deal struck with Italian soldiers in Afghanistan. The Times.
  11. (په 15 October 2009 باندې). Silvio Berlusconi issues denials over Afghanstan bribe scandal. The Times.
  12. (په 16 December 2009 باندې). French army denies reports of Italy paying bribes to Taliban. France24.
  13. (په 28 August 2008 باندې). Afghanistan : les morts de la vallée d'Uzbeen. Le Nouvel Observateur
  14. Forestier, Patrick (7 August 2009). "Afghanistan. Retour dans la vallée de la mort". Paris Match. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اگسټ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 25 August 2008 باندې). Afghanistan : Le général français avoue " un excès de confiance ". Le Parisien
  16. (په 22 August 2008 باندې). Afghanistan: après l'émotion, les questions. Libération
  17. "La majorité des assaillants n'étaient pas afghans". Le Figaro. 25 August 2008. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Notre enquête en Afghanistan". Le Parisien. 4 September 2008. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Bourreau, Marie (11 September 2008). "Ceux qui ont piégé les paras". Le Nouvel Observateur. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)