د اور مرګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اوتو دافې یا د اور مرگ Autodafé or Burning by Fire د عیسویانو مذهبي مراسم په کوم کې چې ېې انسان له تړلو وروسته سوزاوه تر څو ېې په بله نړی کې خدای وبښي. دا جزا هغو خلکو ته ورکول کېده چې له عیسویت نه منکر یا به عیسویانو کافر او مرتد وگاڼه. چې د مذهبي خلکو له خوا به اول د دوي جرم اورول کېده او بیا دوي ته د عیسویت له خوا جزا ټاکل کېده او وروسته به د شاهي خاندان له خوا په عام محضر کې پرې عملي کېده. خلک به ورته د لیدو لپاره چار چاپېره راغونډېدل. د دې جزا پلي کېدلو یوه موخه لرله او هغه هم مرتدینو سره مقابله تر څو عیسویت په اقتدار کې واوسي. په اول ځل د اوتودافې جزا د جنوبي هسپانیا په سیویلا ښار کې په ۱۴۸۱ کې مراسم تر سره شو او اخري ځل په مکسیکو کې په ۱۸۵۰ کال کې دا مراسم تر سره شول. د دې جزا ډېر قربانیان پخواني مسلمانان او یهودان وو کومو چې عیسویت یو لغوه شوی مذهب گاڼه او یا هم بې دینه خلک وو چې مذهب ېې نه لاره او یا بت پرستان وو. د اجزا د هغو عیسویانو لپاره هم وه چې چا به دوه مېړونه او یا دوه ښځې لرلې او یا به ېې د عیسویت مذهب قوانین مات کړل او د عیسویت باورونو مطابق به گنهگار ثابت شو.

دا هم وگورئ[سمول]

سرچینی[سمول]